• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي تېره میاشت یې په ۶ولایتونو کې پر راستنو شویو کډوالو تر ۴زره ډېرې نمرې وېشلې دي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره میاشت یې پر ۴۰۲۲ راستنو شویو کډوالو استوګنیزې نمرې وېشلې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې له دې سره تر دې دمه د وېشل شویو نمرو شمېر ۷۱زره او ۸۱۷ ته رسېدلی دی.

د یاد کمیسیون د راپور له مخې، د دغه نمرو له ډلې ۲زره او ۶۱۴نمرې په ننګرهار کې، ۹۱۶ په فاریاب کې، ۱۷۲ په نیمروز کې، ۱۲۰ په بامیان کې، ۱۰۰ په کونړ او ۱۰۰ نورې په سمنګان ولایت کې پر راستنېدونکو کډوالو وېشل شوې دي.
طالبانو همداراز ویلي، چې راستنو شویو کډوالو ته د نمرو د وېش لرۍ په چټکۍ دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې د بشري ناورین په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي او ګڼ ستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي. د راپورونو له مخې، له پاکستان او ایران نه ډېری جبري ستانه شوي کډوال له څو میاشتو راهیسې لاهم په پنډغالو کې ژوند کوي.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

ډېر لیدل شوي

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟
۱
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۲

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۳

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

طالبانو له جرمني څخه نورو اروپامیشتو افغانانو ته د اسنادو صادرول بند کړل

•
•
•

نور خبرونه

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یو ګډ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې ۲ مېلیونه، ۷۲۵زره او ۳۲۲ افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، له دې ډلې ۲۷۴زره او ۹۸۲ کسان په جبري توګه اېستل شوي او یوازې په ۲۰۲۶کال کې ۷۹۳زره او ۳۸۵ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، یاد افغانان د تورخم، غلام‌خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې ۶زره او ۱۷۴ افغانان ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹۷ کسان جبري اېستل شوي دي.
د بېرته ستنېدونکو د اسنادو وضعیت

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې د ټولو بېرته ستنېدونکو په ډله کې بې‌اسناده افغانان، د افغان تابعیت (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او د (پي او ار) کارټ لرونکي شامل دي.

د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې له بېرته ستنېدونکو څخه ۱ مېلیون، ۵۳۹زره او ۶۶۰ کسان بې‌اسناده، ۱۷۲زره او ۵۷۴ کسان د (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او ۷۳۸زره او ۱۰۶ کسان د (پي او ار) کارت لرونکي وو.

د راپور د نیولو او توقیف برخې له مخې، د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر سپټمبر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او توقیف ۸۲زره او ۴۵ پېښې ثبت شوې دي. تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې شوې، چې شمېر یې ۴۶زره او ۷۷ ته رسېږي او تر ټولو کمې په ګلګت بلتستان کې دي چې شمېر یې دوو کسانو ته رسېږي. په خیبر پښتونخوا کې ۱۶زره او ۸۳، سند کې ۸زره او ۴۹۴، پنجاب کې ۶زره او ۷۸۹ او اسلام‌اباد کې ۴زره او ۹۵۲ پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د دغه دوو ادارو په وینا، د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او زنداني کېدو شمېر د تېرې اوونۍ پرتله ۹۲ سلنه زیات شوی او له ثبت شویو نیونو څخه تر ۹۹ سلنې ډېر کسان بې‌اسناده افغانان او د (اې‌سي‌سي) کارت لرونکي وو.

د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر ۱۹مې پورې د نیول کېدو وېره د بې‌اسناده افغانانو او (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکو د پاکستان د پرېښودو تر ټولو مهم لامل یاد کړی دی. د (پي او ار) کارټ لرونکو په منځ کې بیا ۶۸ سلنه کسانو د پاکستان پرېښودو لامل ځورونې، نیونې او یا د جبري اېستلو وېره یاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اړوندو دغه دوو ادارو په وینا، پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو څو پرېکړې وکړې. په جنورۍ کې یې له افغانانو وغوښتل، چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي، په اپرېل کې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان دویم پړاو عملي شو چې (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او بې‌اسناده افغانان یې هم په نښه کړل او په جولای کې د (پي او ار) کارټ لرونکو د بېرته ستنولو پرېکړه وشوه.

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، د طالبانو د واکمنۍ له پنځو کلونو تېرېدو وروسته، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان د راتلونکي د ټاکلو لپاره د افغانانو په مشرۍ یو سیاسي بهیر پیل شي.

فایق د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې یوې غونډې ته وویل، افغانان باید د هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه د پرېکړو کولو اصلي رول ولري او د دغه بهیر موخه باید د یوه مشروع، ټول‌شموله، استازولي او ځواب‌ورکوونکي حکومت رامنځته کېدو ته زمینه برابرول وي.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د «د افغانستان راتلونکی مسیر؛ د ټول‌شموله حکومتولۍ او سیمه‌ییز امنیت لپاره د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر پر لور» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه. د افغانستان دایمي استازولۍ، د «انډیانا» بنسټ او «ایندیپندنت ډیپلومات» د دې غونډې جوړوونکي وو.
فایق: په اساسي مسایلو کې پرمختګ نه دی شوی
فایق وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د نړیوالې ټولنې ډېره پاملرنه په افغانستان کې د بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو، ترهګرۍ، کډوالۍ، نشه‌یي توکو، د بشري حقونو د سرغړونو او پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو په څېر بېړنیو موضوعاتو متمرکزه وه.
د هغه په وینا، له دغو هڅو سره سره د افغانستان په اساسي مسایلو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
فایق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په اشاره وویل، پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، د طالبانو د حکومت غیر ټول‌شموله جوړښت، د بشري حقونو وضعیت او د ترهګرو ډلو شتون لا هم د اندېښنې وړ مهم موارد دي.
د ښځو او ټولنې د بېلابېلو قشرونو د ګډون غوښتنه
د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست وویل، د سیاسي حل‌لارې موخه باید داسې دوامدار حل پیدا کول وي چې د افغانانو غوښتنې منعکسې کړي او د یوه مشروع او ځواب‌ورکوونکي حکومت د جوړېدو زمینه برابره کړي.
هغه په دې بهیر کې د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې، دیموکراتیکو جریانونو، سیاسي څېرو او د افغان ټولنې د بېلابېلو قشرونو د استازو د ګډون غوښتنه وکړه.
فایق ټینګار وکړ چې ښځې باید یوازې د بشري او بشري حقونو د بحران له زاویې ونه کتل شي، په داسې حال کې چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه مهمې پرېکړې د هغوی له ګډون پرته کېږي. د هغه په وینا، ښځې باید په هغو بهیرونو کې مستقیم رول ولري چې د هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړې کوي.
هغه زیاته کړه چې «د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر» د سیمې او نړیوالې ټولنې د رول د له منځه وړلو په معنا نه دی، ځکه د ده په وینا، د افغانستان ثبات د سیمې له امنیت او ثبات سره مستقیم تړاو لري.

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۱
•
عبدالله همیم
100%

د شپې شاوخوا درې نیمې بجې وې چې د کندهار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملا صاحب سرای د شپې چوپتیا د پاکستاني الوتکو په غږ او یوې زورورې چاودنې ماته شوه. محلي سرچینې وايي، له چاودنې وروسته د سیمې له یوې برخې د اور لمبې پورته شوې او امبولانسونه د برید ځای ته ورغلل.

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په برید کې شپږ ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو د مرګ ژوبلې دغه شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. طالبانو ویلي چې برید پر یوه شاړه ځمکه شوی او د تلفاتو یا زیان راپور یې نه دی ورکړی.

د برید هدف هغه سیمه بلل کېږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له ځانګړو ځواکونو سره تړاو لري او د هغه له استوګنځي سره پنځه کیلومټره واټن لري.

سرچینې وايي، په دې ځای کې د دغو ځواکونو د اوسېدو، پوځي روزنې او مدرسې اړوند مرکزونه شته او هغه کسان پکې روزل کېږي چې د هبت‌الله د ساتنې دنده لري.

د ملا صاحب سرای د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ پروت دی. د سیمې د امنیتي وضعیت له امله عامو خلکو او عادي طالب جنګیالیو ته د دې مرکز پر لور تګ محدود بلل کېږي او د سیمې شاوخوا امنیتي تدابیر سخت دي.

ملا صاحب سرای د افغانستان د وروستیو څو لسیزو د جګړو د تاریخ له مهمو ځایونو ګڼل کېږي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دغه سیمه د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر استوګنځي و او وروسته د «ملا صاحب سرای» په نوم مشهوره شوه.

له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي ځواکونو پر دغه سرای «کمپ ګیکو» نوم کېښود. وروسته یې رسمي نوم فایربېس ماهولیک شو. دا نوم د امریکايي پوځ د یوه وژل شوي سرتېري ماسټر سارجنټ توماس ماهولیک په نامه نومول شوی و. له دغه کمپ نه په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د صفر درې قطعې د عملیاتو ملاتړ کېده.

پخوانیو چارواکو او د دغې قطعې ځینو غړو په تېرو کلونو کې ویلي وو چې په دغه مرکز کې د امریکايي ځواکونو استخباراتي حضور هم و.

د پخوانۍ ۰۳ قطعې ځینې افسران وايي، په دغه مرکز کې پټ او خوندي تاسیسات موجود وو او ځانګړو ځواکونو له همدې ځایه د پوځي عملیاتو او روزنې لپاره کار اخیست.

د جمهوري نظام پر مهال د سیمې امنیت دومره سخت و چې د پخوانیو حکومتي سرچینو په وینا، د مرکز په شاوخوا کې له عکس اخیستلو او ویډیو جوړولو څخه هم مخنیوی کېده.

100%

له ۰۳ قطعې تر «عمري قطعې»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه مرکز کنټرول طالبانو ته په لاس ورغی.

اوس دغه ځای د طالبانو د یوې ځانګړې او مجهزې قطعې له فعالیتونو سره تړلی بلل کیږي. سرچینې وايي، دغه ځواک چې د «عمري قطعې» په نوم هم یادېږي، زرګونه غړي لري او د هبت‌الله د ساتنې ترڅنګ د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره هم کارول کېږي.

د دغې قطعې قوماندان ملا عبدالاحد دی، چې په «طالب مولوي» مشهور دی. هغه د هبت‌الله له نږدې کسانو بلل کېږي. د دې قطعې څانګې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم فعالې دي.

د دې ځواک د شمېر په اړه بېلابېل اټکلونه شوي دي. ځینې سرچینې یې شمېر شاوخوا اووه زره تنه ښيي، خو د دې شمېر خپلواک تایید نشته.

د ملا صاحب سرای تاریخ د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ، د امریکا له شل کلنې جګړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره تړلی دی.

د دې ځای په اړه د طالبانو ځینې سرچینې ادعا کوي چې د اسامه بن لادن د پخواني حضور له وختونو راهیسې یو لاوډسپیکر هم پکې ساتل شوی چې نوموړي پرې طالب جنګیالیو ته وینا کړې وه.

پر کندهار د پاکستان د هوايي ځواک سیوری

د پنجشنبې سهار برید په داسې وخت کې وشو چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د هوايي بریدونو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي. داسې اټکل کېده، چې ښايي طالبان د ترکیې او قطر د پلاویو تر سفر وروسته د تلې پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د هبت الله په مشرۍ ناسته وکړي، خو ظاهرا په ښار کې داسې نښې نښانې نه دي لیدل شوې. کندهار ته یوازې د طالبانو د دریو جګپوړو چارواکو ملا غني برادر، ملا خیرالله خیرخواه او د طالبانو د بلخ والي د سفر خبر ورکړل شوی دی.

پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو کې پر لسو هدفونو د بریدونو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو اړوند ځایونه یې په نښه کړي دي. اسلام‌اباد د دغو عملیاتو په اړه د ټولو هدفونو دقیق موقعیتونه نه دي اعلان کړي.

پاکستان ددې بریدونو لپاره دلیل دا راوړی، چې طالبانو په تورخم او کوهاټ کې د اتو بې پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی او ټولې غورځول شوې دي، خو د طالبانو دفاع وزارت او اړوندو رسنیو دغه ادعا رد کړې ده او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان پوځي کړیو دغه ادعا د خپلو بریدونو د توجیه کولو لپاره کارولې ده.

په کندهار کې د پنجشنبې د سهار برید له دې پلوه مهم دی، چې د طالبانو د مشر د واک اصلي مرکز ته نږدې شوی دی.

دا لومړی ځل هم نه دی چې دغه ځانګړی مرکز د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځي. د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې هم د هبت‌الله له ځانګړو ځواکونو سره تړلې د کندهار یوه اډه د پاکستان د هوايي برید هدف وګرځېده. د هغه برید د تلفاتو په اړه هم کره او خپلواک معلومات محدود وو.

په کندهار کې د ملا صاحب سرای پر شاوخوا برید یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې د پاکستان هوايي عملیات په افغانستان کې تر کومه حده د طالبانو او ټي ټي پي پوځي جوړښتونه زیانمنولی شي او د دغو عملیاتو اصلي هدفونه څومره له ملکي سیمو جلا دي.

د پنجشنبې د برید په اړه تر اوسه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. سیمه‌ییزې سرچینې وايي، طالبان خپل ټپیان پوځي روغتونونو ته انتقالوي او د پوځي تلفاتو په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

پاکستاني چارواکوهم تر دې دمه د ټي ټي پي د مشرانو د وژل کېدو په تړاو داسې شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي، چې ثابته کړي، په دغو بریدونو کې د افغان یا پاکستاني طالبانو مشران په نښه شوي. په ډېری بریدونو کې ملکي کسان په نښه شوي او د یوناما رپوټونه هم دا تاییدوي.

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۵ GMT+۱
100%

د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند پر هغه سیمه تېره شپه هوايي برید شوی، چې د «ملا صاحب سرای» په نوم یادېږي او د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ځانګړې قطعه په‌کې مېشته ده. سرچینې وایي، په دغه برید کې ۶ ملکي کسان وژل شوي او ځینې نور ټپيان دي.

سرچینې وایي، له دې امله چې طالبان خپل ټپیان قول اردو او د هوايي‌دګر پوځي روغتون ته لېږدوی؛ یادې ډلې ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌لري او طالبان له رسنیو سره په دې اړه معلومات نه شریکوي.
دغه برید شاوخوا د شپې درې نیمې بجې د پاکستاني جېټ الوتکو پرمټ شوی دی. عیني شاهدان وايي، تر بیرد وروسته په «ملا صاحب سرای» کې اور لګېدلی او د چاودنې زورور غږ په نږدې سیمو کې هم واورېدل شوی؛ خو تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د برید پر مهال لومړی د جېټ الوتکې له غږ سره یوه زوروره چاودنه وشو او وروسته یې په سیمه کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه. د سیمې عیني شاهدان او څو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۶ ملکي کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپيان دي.
د دوی په خبره، دغه کسان په سیمه کې پر ودانیزو چارو بوخت وو. د سرچینو په خبره، یو شمېر ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته هم وړل شوي دي.
دغه ځای ته ځکه د «ملا صاحب سرای» وايي، چې د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر استوګنځی و او اوس‌ د یادې ډلې د اوسني مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ځانګړي ځواکونه په‌کې مېشت دي.

د سرچینو په خبره، په دغه سرای کې د یادو ځواکونو اړوند مدرسې او د روزنې ځایونه هم شته، چې ځینې کسان په‌کې د ملا هبت‌الله د ساتنې لپاره روزل کېږي. سرچینې وایي، د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د ځانګړو ځواکو قطعه روزنیز پروګرامونه په همدې سرای کې ترسره کوي.

طالبانو ویلي، هوايي برید پر یوه شاړه ځمکه شوی او د مرګ‌ژوبلې یا زیان راپور نه‌دی ورکړل شوی. خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د چاودنې شدت دومره زیات و چې د نږدې سیمو په ګڼو کورونو کې یې ښځې او ماشومان ویرولي دي.

وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړي وو. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې وه، چې په دغه بریدونو سره د بې‌پيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو ورځو کې کړکېچ یو وار بیا زیات شوی دی. پاکستان د افغانستان په ختیځ کې پر ځینو موخو د خپلو وروستیو هوايي بریدونو ادعا کړې؛ خو د دغه بریدونو په اړه د کابل او اسلام‌اباد روایتونه سره توپیر لري.

پر قاچاقي لارو تګ؛ ایران ته پر لاره افغانه مور او څلور لوڼې یې د تندې له امله مړې شوې

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۱
100%

د ازادي راډیو انګلیسي څانګې راپور ورکړی، چې ایران ته پر قاچاقي لارو د تګ پرمهال یوه افغانه مور او د هغې څلور لوڼې د سختې تندې له امله مړې شوې دي.

د یادې کورنۍ خپلوان نظام همت‌خېل ویلي، کله چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په مک سوخته کلي کې د افغان کډوالو د مړینې خبر ورکړل شو؛ هغه سیمې ته ورغی او د خپلې ناسکه مور او د هغې د څلورو لوڼو جسدونه یې وموندل.
همت‌خېل ویلي: «دوی د تندې له امله مړه شوي. ما په خپله د هغوی جسدونه را واېستل». د راپور له مخې، یادې نجونې د شپږو تر ۱۵ کلونو عمرونه لرل او له خپلې مور سره ایران ته روانې وې؛ څو له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.
همت‌خېل ویلي، کورنۍ یې د ښه ژوند په هیله ایران ته تللې وه؛ خو ډېری غړي یې تېرکال بېرته افغانستان ته اېستل شوي وو. هغه ویلي، په افغانستان کې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله یې کورنۍ اړ شوه چې یو وار بیا ایران ته د تګ هڅه وکړي.
د راپور له مخې، له دوی سره یو خپلوان هم په دغه سفر کې و. هغه ویلي، ښځو او نجونو ایران ته د اوښتو پرمهال اوبه نه لرلې. د هغه د خپلوانو په وینا، نوموړی په سخت وضعیت کې و؛ خو د سیمې خلکو د ایران سراوان ښار ته انتقال کړ او اوس یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.
د ایران د بشري حقونو یوې ادارې هم ادعا کړې، چې د سپټمبر په نیمايي کې ۱۷ افغانان د ایران له لارې د سفر پرمهال د سختې تندې له امله مړه شوي دي. د طالبانو یوې ډیپلوماتیکې سرچینې هم ازادي راډیو ته منلې، چې د سپټمبر په ۱۱مه یوه مور او د هغې څلور لوڼې د سختې تندې له امله مړې شوې دي؛ خو د ۱۷ افغانانو د مړینې ادعا یې رد کړې ده.
د راپور له مخې، له کلونو راهیسې مېلیونونه افغانان د جګړو، بې‌وزلۍ او ناامنۍ له امله ایران ته کډه کېږي او له ۲۰۲۱کال راهیسې سلګونه زره نور افغانان هم دغه هېواد ته تللي دي.
راپور کاږي، ډېری بې‌اسناده افغانان د قاچاق کوونکو په مرسته ایران ته اوړي او د دښتو او غرنیو سیمو له سختو لارو تېرېږي چې هلته د خوړو او اوبو کمښت د مرګونو پېښو لامل کېږي.
راپور د جولای میاشتې یوې بلې پېښې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان په سویل لوېدیځ کې ایران ته د اوښتو پرمهال د ۱۴ افغان کډوالو جسدونه موندل شوي وو.
د کډوالو د حقونو فعال صفت‌الله زاهدي ویلي، ډېری افغانان له اقتصادي ستونزو د خلاصون او د کار موندلو په هیله د دغه ډول خطرناکو سفرونو ګواښ مني. هغه ویلي: «دوی د خپل راتلونکي په اړه فکر کوي او باور لري که ایران ته ورسېږي، لږ تر لږه به کار پیدا کړي او د خپلې کورنۍ د ژوند د ښه کولو لپاره به عاید ترلاسه کړي».