د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا د مانسهرې ولسوالۍ د ډمګلۍ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه څلور غړي مړه شوي او څلور ماشومان ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا د مانسهرې ولسوالۍ د ډمګلۍ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه څلور غړي مړه شوي او څلور ماشومان ټپیان دي.
د مانسهرې ولسوالۍ پولیسو ویلي چې پېښه د ډمګلۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو مهران ډوله موټر له کنټروله ووت او یوې ژورې کندې ته وغورځېد. د پولیسو په وینا د موټر ټول سورلي د یوې کورنۍ غړي وو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو یو کال پوره کېږي، چې له امله یې دواړو خواوو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه بندښت له امله د پښتونخوا او پنجاب زرګونه سوداګر او عام کارګران بېکاره شوي دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، چې په دې موده کې نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته د میلیاردونو روپیو زیان اوښتی، بلکې له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې سوداګر هم له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي. د سوداګرۍ د اوږدمهاله ځنډ له امله سوداګر د خپلو کاروبارونو د بېرته پیل په اړه ناهیلي شوي دي.
سوداګر وايي، د لارو له تړل کېدو راهیسې یې کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخ دي او د سوداګریزو اړیکو د ژر بېرته پیلېدو هیله یې کمه شوې ده.
د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه مخکښ غړي شاهد حسین، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته د سمنټو د لېږد په سوداګرۍ بوخت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د اوسني وضعیت له مخې داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې به ژر بېرته عادي شي.
نوموړي د سوداګرۍ د بندښت د لاملونو په اړه وویل: «موږ نه پوهېږو چې د سوداګرۍ د بندولو موخه څه ده. که پاکستان وايي چې دا کار به ترهګري کمه کړي، نو ترهګري خو ورځ تر بلې زیاتېږي. وسلهوال له هغو لارو نه راځي چې سوداګري پرې ترسره کېږي، بلکې له نورو لارو تګ راتګ کوي.»
د شاهد حسین په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدو د سوداګرو ټولې کچې اغېزمنې کړې دي، خو کوچني سوداګر یې تر ټولو ډېر زیانمن کړي او ډېری یې اړ شوي چې د عاید لپاره د نورو کارونو په لټه کې شي.
هغه وویل، یوازې د تورخم دروازې په شاوخوا کې هره ورځ شاوخوا څلور زره ټکسي موټر بوخت وو. د هغه په وینا، له لسو تر ۱۲ زرو کانټینرونو او درنو باروړونکو موټرو د توکو د لېږد لپاره کار کاوه. د دې ترڅنګ هوټلونو، د ګمرکي تصفیې استازو، ورځنیو کارګرو او ګڼو نورو کسانو هم له دې سوداګرۍ څخه عاید ترلاسه کاوه.
د هغه په خبره، د لارو له تړل کېدو سره زرګونه کسان خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس بېروزګاره دي.
شاهد حسین وايي، پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان په پرتله ډېر زیانمن شوی دی. د هغه په وینا، پاکستان نه یوازې له افغانستان سره سوداګري کوله، بلکې د افغانستان له لارې یې له منځنۍ اسیا سره هم سوداګریزې اړیکې لرلې، خو اوس دغه لارې هم له یوه کال راهیسې تړل شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ د دوام لپاره د بدیلو لارو پر موندلو کار پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، دغه هېواد ځینې سوداګریز توکي د چین او ایران له لارې منځنۍ اسیا ته په ازمایښتي ډول لېږدولي او له ایران سره یې په دې برخه کې ځینې سوداګریز تړونونه هم لاسلیک کړي دي. د دغو تړونونو له مخې، ایران ته اجازه ورکړل شوې چې خپل توکي د پاکستان له لارو نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
خو د شاهد حسین په وینا، د پاکستان او افغانستان جغرافیایي نږدېوالی د دواړو هېوادونو سوداګري اسانه او ارزانه کړې وه او د بدیلو لارو کارول به د لېږد لګښتونه لوړ کړي.
هغه د دې توپیر په اړه وویل: «پخوا به یو هېواد له ما څخه ۸۰۰ کیلومتره لرې و او هلته د توکو د لېږد لګښت معلوم و، خو اوس د بدیلو لارو له امله هماغه هېواد ۴۵۰۰ کیلومتره لرې شوی دی. ښکاره ده چې د لېږد لګښت به ډېر لوړ شي. افغانستان هم له دې ستونزې سره مخ دی؛ پخوا به یې ټرانزیټي توکي له پاکستانه راتلل، خو اوس که له ایران یا نورو لارو راځي، نو اضافي لګښتونه به پرې کوي.»
د شاهد حسین په وینا، له خیبر پښتونخوا څخه تر پنجاب پورې ګڼ سوداګر له افغان سوداګرۍ سره تړلي وو او د لارو تړل کېدو د هغوی کاروبارونو ته هم سخت زیان اړولی دی.
نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او سوداګرۍ د اړیکو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، هر ځل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې کېږي او اړیکې د ښه کېدو پر لور ځي، په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتېږي یا په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته کېږي چې د سوداګرۍ او سولې بهیر اغېزمنوي. د هغه په وینا، داسې ښکاري چې ځینې ځواکونه په سیمه کې د سوداګرۍ، سولې او ثبات دوام نه غواړي.
بلخوا، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه اداره ده، ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی و او په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې و.
د هغه په وینا، د سوداګریزو لارو اوږدمهاله تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګري د سقوط تر پولې رسولې ده. نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د وضعیت د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي، ځکه د سوداګرۍ د بندښت دوام به د سیمې خلک له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
د پښتونخوا په پېښور او مردان کې د اقلیمي بدلون په ترڅ کې بې وخته بارانونو، د تودوخې ناڅاپي بدلونونو او پر فصلونو د حشره وژونکو درملو کارونه د شاتو د مچیو پر روزنې اغېز کړی دی. د مچیو روزونکي وايي، چې د طبیعي خوړو کمښت او د مچیو د مړینې له امله د شاتو تولید کې ستونزې زیاتې شوې دي.
په پېښور کې د شاتو مچیو یو روزونکی ۴۷ کلن روزګل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د موسمونو د بدلون له امله د ګلانو او د مچیو د طبیعي خوړو کمښت د شاتو پر تولید مستقیم اغېز کړی دی.
د هغه په وینا، د شاتو مچیو د ښې روزنې لپاره د موسم له مخې د ځالې لپاره د مناسب ځای ټاکل مهم دي. په ژمي کې ځالې په نسبتاً تودو او په اوړي کې په یخو او سیوري لرونکو او ارامو ځایونو کې اېښودل کېږي.
د مچیو روزونکي وايي، کله چې طبیعي خواړه کم شي مچیو ته د اړتیا له مخې د بورې محلول ورکول کېږي. د ګلانو د موسم له پیل سره ځالې هغو سیمو ته لېږدول کېږي، چې ګلان او شنه بوټي پهکې ډېر وي. مچۍ له ګلانو څخه شیره او ګرده راټولوي او له همدې لارې شات جوړېږي.
دوی وايي، چي له بېلابېلو ګلانو څخه ترلاسه کېدونکي شات په خوند او ځانګړتیاوو کې توپیر لري او طبیعي خواړه د مچیو د روغتیا او د شاتو د تولید لپاره مهم دي.
کرنیز درمل مچیو ته خطر پېښوي
د شاتو مچیو روزونکي وايي، چې پر فصلونو د حشره وژونکو درملو د شیندلو پر مهال مچۍ له جدي خطر سره مخ کېږي. د دوی په وینا، که د درملو د شیندلو پر مهال لازم احتیاط ونهشي د مچیو د مړینې ترڅنګ د ګلانو د القاح طبیعي بهیر هم اغېزمنېدای شي.
د مچیو روزونکو غوښتنه کړې، چې بزګرانو ته د کرنیزو درملو د خوندي استعمال په ځانګړي ډول د ګلانو د موسم پر مهال د درملو د شیندلو په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شي، څو مچۍ او فصلونه له احتمالي زیان څخه خوندي پاتې شي.
افغان مچیو روزونکو رول
په پېښور کې د شاتو یو شمېر کاروباریان وايي، د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې د افغانستان ځینو اوسېدونکو هم په تېرو کلونو کې کار کړی او خپله تجربه یې له ځايي خلکو سره شریکه کړې ده.
د دوی په وینا، د افغان کډوالو له بېرته ستنېدو وروسته د دې کاروبار ځینې کسان افغانستان ته تللي، خو د مچیو ځايي روزونکو خپل کار ته دوام ورکړی او د شاتو د تولید لړۍ یې روانه ساتلې ده.
د مچیو روزونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د دې برخې د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او دوی ته تخنیکي لارښوونې، اړین درمل او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی وايي، کله ناکله د لارو د تړل کېدو یا د لېږد رالېږد د ستونزو له امله د مچیو لپاره اړین درمل پر وخت نهرسېږي چې له امله یې روزونکي له ستونزو سره مخ کېږي.
د شاتو یو کاروباري جلال خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي شات بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول د خلیجي هېوادونو بازارونو ته هم لېږدول کېږي.
هغه وايي، که حکومت له دې برخې ملاتړ وکړي، روزونکو ته ښې اسانتیاوې برابرې او نوې روزنه ورکړي، نو د شاتو د تولید او د مچیو روزونکو د عاید د زیاتېدو زمینه برابرېدای شي.
د شاتو مچیو روزونکي وايي، چې د مچیو روزنه یوازې په سیمه کې د خلکو لپاره د کار او عاید سرچینه نهده، بلکې د شاتو تولید او ورسره تړلي کاروبارونه د هېواد په اقتصاد کې هم ونډه لري.
د خیبر پښتونخوا د تیراه درې بېځایه شوي وايي، امنیتي چارواکو د بېرته ستنېدو او د سیمې د پاکولو په اړه خبر ورکړی، خو دوی غوښتنه کوي چې د سیمې د پرېښودو پر مهال له دوی سره شوې ټولې ژمنې دې عملي شي.
د تیراه د بېځایه شویو کورنیو د کمېټې غړي نوروز خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې د سیمې له پوځي مشر او مرستیال کمېشنر سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره دې ورسره شوې ژمنې عملي کړي.
د خیبرپښتونخوا پوځي چارواکو ویلي چې تېراه ته د بېځایه شویو کورنو ته بېرته ستنېدو لړۍ به د اکټوبر تر ۱۰مې پیل شي.
خو یاد بېځایه شوي کورنۍ بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خپلو کورنو د پرېښودو پر مهال ورسره شوې ۳۶ مادییزې ژمنې دې عملي شي.
نوموړي وویل، که دغه ژمنې عملي نه شي، دوی به بیا د «ریاست پر ضد» اعتراضي لاریون پیل کړي.
د تیراه د بېځایه شویو کورنیو د تحریک ویاند صاحب خان اپریدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، بېځایه شویو ته ویل شوي وو چې د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې، یعنې په دوو میاشتو کې، به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي؛ خو د سیمې له پرېښودو وروسته یې اوس اته میاشتې پوره کېږي او لا هم د بېرته ستنېدو کومې څرګندې نښې نه لیدل کېږي.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه نږدې ۲۰ زره کورنیو ته ۳۱۰ زره روپۍ مرستې ورکړل شوې دي، چې په دې کې د لارې د سفر، کور کرایې او میاشتني خوراک لګښتونه شامل دي؛ خو له نورو خلکو سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې».
د نوموړي په خبره، د تیراه د میدان شپر قومونو؛ ملکدین خېل، برقمبرخېل، شلوبر قمبرخېل، ذخهخېل، کمرخېل او کلاخېل خلک بېځایه شوي دي. د هغه په وینا، ډېری یې په خیبر ولسوالۍ، پېښور او نوښار کې د جلوزو په کمپ کې مېشت دي.
اپریدي وویل، د دوی له ۳۶ غوښتنو څخه مهمې یې د بېځایه کېدو پر مهال د بشپړو مالي مرستو ورکول، په سیمه کې د کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او بازارونو خوندي ساتل او د ویجاړو شویو کورونو بیا رغول دي.
د هغه په وینا، که کوم کور د بارانونو یا د عملیاتو پر مهال ویجاړ شي، د نیمه ویجاړ شوي کور د بیا رغونې لپاره به درې میلیونه روپۍ او د بشپړ ویجاړ شوي کور لپاره به اووه میلیونه روپۍ ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا کابینې د تیراه د موقتي بېځایه شویو کورنیو لپاره د پنځه میلیارده، ۴۹ کروړه، ۹۹ لکه او ۹۷ زره پاکستانۍ روپیو اضافي بودیجه منظوره کړې ده.
د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیراه بېځایه شوي له اتو میاشتو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ دي. قبایلي مشران او د بېځایه شویو استازو ویلي، چې د پاکستان حکومت د درېیو میاشتو په ترڅ کې د دوی د بېرته ستنېدو ژمنه کړې وه؛ خو تراوسه یې هېڅ عملي ګام نهدی پورته کړی.
څه باندې اته مياشتې کېږي، چې د خيبرپښتونخوا د خيبر ولسوالۍ د تيراه اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله بېځایه شوي؛ خو د پاکستان حکومت د دوی د ستنېدو لپاره کوم رسمي مهالوېش نهدی اعلان کړی.
د تیراه دغه اغېزمن وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان حکومت په امر د ژمي په سخت موسم کې زرګونه خلک له خپلو سیمو بېځایه شول او تر پراخو غبرګونونو وروسته هغه مهال یوه هوکړه هم لاسلیک شوه، چې پهکې له اغېزمنو سره په درېیو میاشتو کې خپلو سیمو ته د ستنېدو ژمنه شوې وه؛ خو دغه ژمنه لاهم یوازې د پاڼې پرمخ پاتې ده.
د تيراه قبايلي مشر نوروز خان اپريدي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ويلي، چې حکومت يو وار بيا خپلو سیمو ته د تيرا د بېځایه شویو د ستنېدو لپاره د اکتوبر ۱۰مه نېټه ټاکلې ده. هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې هم په وار، وار د زيانمن شويو کسانو د بېرته ستنېدو ژمنې شوې وې.
هغه زياته کړه، چې په هوکړهلیک کې پر وخت د ټرانسپورټ د پيسو ورکړه، مياشتنۍ کرايې او داسې نورې غوښتنې منل شوې وې؛ خو له بده مرغه ګڼې دغه غوښتنې نهدي پوره شوې.
د تيراه اغېزمن د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د تیراه د اغېزمنو په نوم يو غورځنګ هم جوړ کړی، چې له تېرو ۲۵۵ ورځو راهیسې یې د باړې پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت وهلی.
د تیراه د اغېزمنو غورځنګ ویاند صحبت خان اپریدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، بېځایه شویو خلکو د خپلو غوښتنو او باعزته ستنېدو لپاره پرلت پیل کړی؛ د تیرا اغېزمن شوي له بنسټیزو اسانتیاوو هم بېبرخې دي.
هغه زياته کړه، له يوې خوا اغېزمن کسان له خپلو کورونو تر اېستلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دي له بلې خوا د قربانيانو په نوم په بېلابېلو ډولونو د شخصي او يا سياسي موخو لپاره کار اخیستل کېږي چې له امله يې د بېځایه شویو کسانو د ستنېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
صحبت خان اپريدي وويل، صوبایي حکومت او انتظاميه دې د اغېزمنو خلکو د ستونزو د لاپراخولو پر ځاي عملي ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا، قربانیان نور د بېباورۍ په حالت کې نهشي پاتې کېدی او حکومت باید د دوی بنسټیزو حقونو، باعزته ستنېدو او مالي مرستو ته لومړیتوب ورکړي.
بل پلو څو ورځې وړاندې د اپريديو ولسونو مشرانو او د بېلابېلو ادارو استازو له ځایي امنيتي ادارو سره لیدلي وو. په دغه ليدنه کې د تحريک ظفرين وياند صحبت خان اپريدي هم ګډون لاره.
هغه زياته کړه، چې د عملياتو له امله په تيراه کې ګڼ کورونه ويجاړ شوي او ځينې کورونه يې د سړکونو او امنيتي پوستو د جوړولو لپاره هم نړولي دي.
هغه وويل، اغېزمن شوي کسان د ژمي په سوړ موسم کې له خپلو کورونو وتلي وو چې د ځینو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې وه او اوس داسې ښکاري چې د ستنېدو پلان هم ځنډول کېږي. هغه زياته کړه، که تر ژمي د دوی د بېرته ستنېدو چاره وځنډول شي؛ نو یو وار بيا د سر زیان اوښتو امکان شته.
د یادونې وړ ده، چې له تيراه نه د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ د روان کال د جنورۍ په ۲۵مه نېټه پېل شوه او د خيبر پښتونخوا حکومت لهخوا د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د اپرېل په مياشت کې د اغېزمنو خلکو د بېرته ستنېدو لړۍ د پیل اعلان شوی و.
د سویلي وزیرستان په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د تړل کېدو ګواښونو او پر ځینو ښوونیزو مرکزونو د بریدونو له امله د زرګونو نجونو د زدهکړو بهیر اغېزمن شوی. چارواکي وايي، که دا خراب امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي نو د ۱۰ زرو څخه د ډېرو زدهکوونکو پر زدهکړو به اغېز وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې په سویلي وزیرستان لوېر کې ۱۸۴ دولتي او له ۱۸ ډېر خصوصي د نجونو ښوونځي شته چې زرګونه زدهکوونکې پکې زدهکړې کوي.
د سویلي وزیرستان لوېر مرستیال کمېشنر مسرت زمان افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته تایید کړې چې د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ناپېژاندو وسله والو د نجونو ښوونځیو ګواښونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، په اغېزمنو ښوونځیو کې لومړني، منځني او لېسې شاملې دي. هغه وویل چې د وضعیت د ارزولو او ښوونځیو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره له اړوندو ادارو سره اړیکې روانې دي.
مسرت زمان زیاته کړه چې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ولسوالۍ د استخباراتي او امنیتي کمېټې غونډه هم رابلل شوې ده. په دې غونډه کې به د ښوونځیو پر امنیت د زدهکړو د بیا پیل او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د اقداماتو په اړه بحث وشي.
د سویلي وزیرستان پولیسو مرستیال مشر نادر وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د برمل، واڼا او توی خولې په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د ګواښونو ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل چې تر اوسه د هېڅ کومې ډلې له خوا په رسمي ډول نه لیکلی او نه ویډیويي بیان خپور شوی او مسؤلیت په رسمي ډول چا نه دی منلی او د هېڅ ښوونځي ادارې هم رسمي شکایت نه دی ثبت کړی.
بلخوا، د واڼا په ځینو سیمو کې د شپې له خوا ښوونیزو مرکزونو ته د چاودېدونکو توکو له لارې د زیان رسولو پېښې هم ثبت شوې دي. په اغېزمنو ښوونځیو کې د اعظم ورسک دولتي لېسه او د جنان کوټ دولتي د نجونو لېسه هم شامل دي.
د جنان کوټ د نجونو لېسې زدهکوونکې اقصی وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د وروستۍ چاودنې له امله د ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې او د څه باندې ۴۰۰ زدهکوونکو پر زدهکړو یې اغېز کړی دی.
اقصی وزیر چې د لسم ټولګي ازموینه یې ورکړې غواړي خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي خو په سیمه کې د نجونو لپاره د لوړو زدهکړو فرصتونه محدود دي او امنیتي وضعیت د زدهکوونکو او د هغوی د کورنیو لپاره جدي اندېښنه ده.
نوموړې وايي; که په سیمه کې ښوونیز مرکزونه فعال نه شي زدهکوونکې به اړې شي چې د زدهکړو د دوام لپاره ډیره اسماعیل خان او نورو ښارونو ته ولاړې شي.
د زدهکوونکې اقصی وزیر پلار عظمت الله وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د خپلو لوڼو د زدهکړو ترڅنګ د هغوی امنیت هم د کورنیو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده.
هغه وویل، کورنۍ غواړي لوڼې یې زدهکړې وکړي او د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي خو که ښوونځي تړلي وي او امنیتي وضعیت ښه نه شي نو د ماشومانو هره ورځ ښوونځي ته لېږل به د مور او پلار لپاره ستونزمن شي.
عظمت الله وزیر زیاته کړه چې د سیمې عادي کورنیو ته په لرې پرتو ښارونو کې د خپلو لوڼو د زدهکړو زمینه برابرول اسانه نه دي ځکه د استوګنې، سفر او نورو لګښتونو توان نه لري.
نوموړي وویل؛ د ښوونځي تړل کېدل یوازې د یوې ودانۍ تړل کېدل نه دي بلکې د یوې ټول نسل د زدهکړو او راتلونکي د اغېزمنېدو معنا لري.
ځايي ټولنیز فعالان وايي چې په سویلي وزیرستان کې د نجونو زدهکړې له وړاندې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ښوونځیو کموالی، د ښوونکو نشتوالی، اوږده واټنونه، امنیتي اندېښنې او د لوړو زدهکړو د مرکزونو محدود شمېر هغه ستونزې دي چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د روښانه راتلونکي په نوم خیریه بنسټ مشره ګل نساء وزیرې غوښتنه کړې چې زیانمن شوي د نجونو ښوونځي دې ژر بېرته ورغول شي او د زدهکوونکو د زدهکړو لړۍ دې په هېڅ صورت ونه درول شي.
نوموړې وايي چې حکومت باید یوازې د ښوونځیو د ودانیو پر بیارغونه بسنه ونه کړي بلکې د نجونو لپاره د خوندي ښوونیز چاپېریال د ښوونکو د شتون او دوامدارې څارنې لپاره هم عملي پلان جوړ کړي.
د هغې په وینا؛ که اوسنی وضعیت دوام وکړي تر ټولو ډېر زیان به هغو نجونو ته ورسېږي چې له وړاندې د زدهکړو له محدودو فرصتونو سره مخ دي.
ګل نساء وزیره وايي چې په ځانګړې توګه د لېسې او لسم ټولګي په کچه د زدهکړو اغېزمنېدل به د نجونو لوړو زدهکړو ته لاسرسی نور هم محدود کړي.