راپور: د تکراري تاوتریخوالي له امله خیبرپښتونخوا کې پيټياېي حکومت له خطر سره مخ دی

د راپورونو له مخې، د پاکستان تحریک انصاف (پيټياېي) ګوند د اسلاماباد لاریون له ځنډولو وروسته د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي د حکومت د لرې کېدو موضوع مطرح شوې ده.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د پيټياېي د لاریون موضوع له هغې ورهاخوا تللې او په اسلاماباد او خیبر پښتونخوا کې د تکراري تاوتریخوالي فضا د ملي امنیت د ستونزې په توګه مطرح شوې ده. راپور زیاتوي چې په همدې لړ کې د سهیل افریدي د حکومت د لرې کولو په اړه هم غور کېږي.
بلخوا، د پيټياېي مهمو مشرانو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ګوند د لاریون لپاره چمتو نه و او له همدې امله یې نېټه بدله کړه. د ګوند د مشرانو په وینا، د دوی پلویان د احتجاج لپاره چمتو دي، خو د یوې اوونۍ لپاره د لاریون ځنډول او بیا د نوې نېټې ټاکل د دې لپاره دي چې پر حکومت فشار وساتل شي او د دوی غوښتنې ومنل شي.
پيټياېي اعلان کړی چې نوی لاریون به د اکتوبر پر څلورمه ترسره شي؛ دا نېټه د عمران خان د زوکړې له ورځې، اکتوبر پنځمې، سره نږدې ده او د راپور له مخې، ګوند غواړي له دې مهالوېش څخه د خپلو پلویانو د پراخ راټولېدو لپاره هم استفاده وکړي.
د اسلاماباد ادارې د سپټمبر ۲۷مې له پلان شوي لاریون څو ورځې مخکې د ښار پر مهمو لارو شاوخوا ۱۵۰۰ کانټینرونه ځای پر ځای کړي وو، چې له امله یې د عامو خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی. د راپور له مخې، د دغو کانټینرونو ورځنۍ کرایه له ۴۵ میلیونه پاکستانۍ روپیو اوړي.
د اکتوبر څلورمې د لاریون د اعلان له امله اوس د کانټینرونو د لرې کولو او بیا ځای پر ځای کولو موضوع هم د اسلاماباد د ادارې لپاره ستونزه بلل کېږي. د راپور له مخې، که کانټینرونه لرې شي، ښايي څو ورځې وروسته بیا ځای پر ځای کولو ته اړتیا پیدا شي، او که پر ځای پاتې شي، د اوږدې مودې د کرایې لګښت یې تر یو میلیارد پاکستانۍ روپیو پورې رسېدای شي.
