د امریکا د ځواکونو وتل د هغه تړون له مخې ترسره کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال شوی و. د ډونالډ ټرمپ اداره اوس دغه تړون عملي کوي، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه هم روانه ده.
د امریکايي ځواکونو وتل په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له پوځي مداخلې او د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو ۲۳ کاله وروسته ترسره کېږي. د راپورونو له مخې، په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې په عراق کې شاوخوا ۴۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
له بلې خوا، ایران د صدام حسین له نسکورېدو وروسته په تدریجي ډول د خپلو نیابتي ډلو له لارې په عراق کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.
د امنیتي تشې اندېښنه
د رویټرز د راپور له مخې، اندېښنه شته چې د امریکا له وتلو وروسته ښايي د عراق امنیتي ځواکونه، سره له دې چې له واشنګټن څخه روزنیز او مالي ملاتړ ترلاسه کوي، لا هم د هېواد د امنیت د بشپړ تامین وړتیا ونه لري.
د عراق امنیتي چارو شنونکي جاسم البهادلي ویلي، له تېرو دوو لسیزو څخه زده شوی درس دا دی چې امنیتي تشې «خورا خطرناکې» کېدای شي.
امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د برید وروسته دغه هېواد اشغال کړ، د شیعهګانو په مشرۍ حکومت رامنځته شو او امریکايي ځواکونو د کلونو لپاره له یاغي ډلو سره جګړه وکړه.
د عراق وسلهوال مقاومت لومړی د صدام حسین د پلویانو له خوا او وروسته د القاعدې له لوري پراخ شو. په همدې موده کې دغه هېواد له فرقهییزې کورنۍ جګړې سره هم مخ شو.
امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراقه ووتل، خو له درېیو کلونو کم وخت وروسته د داعش پر وړاندې د عراق د ملاتړ لپاره بېرته دغه هېواد ته ستانه شول.
د داعش پر وړاندې جګړه له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې پراخه شوه. دغه ډله په خپل اوج کې د عراق شاوخوا درېیمه برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته او زرګونه کسان یې ووژل.
د «مقاومت محور» هغه نوم دی چې د ایران چارواکي او رسنۍ یې په سیمه کې د تهران د ملاتړ لرونکو وسلهوالو ډلو لپاره کاروي، چې حماس، حزبالله، حشد الشعبي او حوثیان هم پکې شامل دي.
په بغداد کې سیاسي شنونکي احمد یونس ویلي، تر مستقیمې ایراني مداخلې ډېره اندېښنه دا ده چې د امریکا او لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د ایران نیابتي ډلې ښايي ځانونه لا پیاوړي احساس کړي.
د هغه په وینا، دغه ډلې ښايي هڅه وکړي د عراق د حکومت پر پالیسۍ د خپل نفوذ کچه لوړه او په مهمو دولتي بنسټونو کې خپل ځای پیاوړی کړي.
د داعش د بیا پیاوړي کېدو وېره
د عراق د مرکزي حکومت او کردستان سیمې یو شمېر امنیتي چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي داعش ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، داعش که څه هم نږدې یوه لسیزه مخکې خپل ځاناعلان شوی خلافت له لاسه ورکړی، خو لا هم په عراق کې د «پټو حجرو» شبکې لري.
امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې عراقي امنیتي ځواکونو ته د داعش د فعالیتونو په اړه مهم استخباراتي معلومات ورکول او د هوايي څارنې او کشف په برخه کې یې هم مرسته کوله.
د عراق متقاعد جنرال محمد الجبوري ویلي، اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا د عراق امنیتي ادارو د ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د امنیت لپاره عملي بدیل پلان جوړ کړی که نه.
نوموړي خبرداری ورکړی چې یو له بدترینو احتمالي سناریوګانو څخه دا ده چې داعش وسلهوالو یا چاودېدونکو ډرونونو ته لاسرسی ومومي، په داسې حال کې چې عراق لا هم د دغه ډول ګواښونو پر وړاندې کافي هوايي دفاعي وړتیا نه لري.
د ایران پلوو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنې
په وروستیو اوونیو کې په عراق کې د ایران پلوو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو د دې اندېښنې هم پراخې کړې چې ښايي سیمهییزه شخړه عراق ته هم وغځېږي.
د عربي الجدید د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو پر نللیکه د سنبلې میاشتې برید د ایران د سپاه پاسداران او د یمن د حوثیانو له یوې اړوندې ډلې سره تړاو درلود چې غړي یې په ناقانونه توګه له ایران څخه عراق ته داخل شوي وو.
د عراق حکومت په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د ایران پلوو وسلهوالو ډلو د بېوسلې کولو لپاره ګامونه واخلي؛ خو راپورونه ښيي چې د ایران د حکومت یو شمېر چارواکي او ځینې وسلهوالې ډلې له دې بهیر سره مخالفت کوي.
د اروپا د پارلمان دوو غړو ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغو کډوالو د لېږد او منلو په اړه له روانډا سره خبرې پیل شوې چې په اروپايي ټولنه کې د قانوني استوګنې حق نه لري.
استازو په وینا، روانډا له دې طرحې هرکلی کړی، خو خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي او تر اوسه هېڅ هوکړه نه ده شوې.
د اروپا په پارلمان کې د هالنډ غړو تینکه استریک او آنا استرولنبرګ تېره اوونۍ د روانډا پلازمېنې کیګالي ته سفر کړی و. دوی د دغه سفر پر مهال له هغو دوو مرکزونو څخه لیدنه کړې چې ټاکل شوې وه د بریتانیا د کډوالو د استوګنې له لانجمنې طرحې سره سم د پناه غوښتونکو لپاره وکارول شي.
د روانډا حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو تازه خبرو په اړه څرګندونې نه دي کړي.
جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ د روانې میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه بهر له هېوادونو سره د داسې هوکړې په لټه کې دي چې له مخې یې هغه پناه غوښتونکي انتقال شي چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
انا استرولنبرګ هم خبرداری ورکړی چې روانډا او یوګانډا ته د لا ډېرو کډوالو لېږدول به پر دغو دواړو هېوادونو فشار زیات کړي.
د نوموړې په وینا، روانډا او یوګانډا د سیمې له هغو هېوادونو څخه دي چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي یې منلي دي، خو د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته بشري مرستندویه ادارو د خوړو او روغتیايي خدمتونو کچه راټیټه کړې ده.
استرولنبرګ ویلي چې روانډا او یوګانډا د سیمې له محدودو باثباته هېوادونو څخه دي او پر دغو هېوادونو د لا ډېر فشار راوستل ښايي د هغوی ثبات له خطر سره مخ کړي.
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په کابل کې د خپلې درې کلنې دندې په پای کې د چین او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې بیجینګ له شته ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه ډاډ لري.
ژاو شینګ «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي؛ د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي» تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې پر مهال یې په نویو شرایطو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرلهپسې پرمختګ شاهد و او له نږدې یې له افغان ټولنې سره بلدتیا پیدا کړې ده.
د هغه په وینا، چین او افغانستان د جغرافیایي او تاریخي اړیکو له امله تل دوستانه ګاونډیان پاتې شوي او چین د افغانستان له ټولو خلکو سره د دوستۍ پر بنسټ سیاست تعقیب کړی دی.
د چین سفیر ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته، بیجینګ له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې خپل سفیر یې کابل ته واستاوه. هغه زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو در یاست الوزرا مرستیال، د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو یېچین ته سفرونه کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» هم په همدې موده کې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی دی.
ژاو شینګ دغه دیپلوماتیک تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي باور د پیاوړتیا لامل بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د «یوه چین» له اصل سره ژمن پاتې شوی او چین هم د افغانستان په اړه ځانګړی سیاست تعقیب کړی دی.
د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی
د چین سفیر د خپلې لیکنې په بله برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه کړې او د افغانستان د صادراتي توکو د ۱۰۰ سلنې لپاره د چین بازار ته د صفر سلنې تعرفې ورکول یې د بیجینګ له مهمو اقداماتو څخه بللي دي.
د ژاو شینګ په وینا، دې سیاست چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان جلغوزي، زعفران او وچې مېوې د چین په بازار کې لا ډېر ځای پیدا کړی دی.
هغه همداراز د انرژۍ، اوبو، کور جوړونې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د زیاتېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۱.۸۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او لا هم د زیاتېدو په حال کې ده.
د چین سفیر ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو همکاري په تدریجي ډول له «ګډ لیدلوري» څخه پر عملي پروژو او لاسته راوړنو بدلېږي او له دې لارې به د دواړو هېوادونو خلکو ته څرګندې ګټې ورسېږي.
د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې
ژاو شینګ همداراز د چین او افغانستان د خلکو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
هغه لیکلي چې اوس ډېر افغان وګړي چین ته سفر کوي او له بلې خوا، چینایي څېړونکي، رسنۍ او نور وګړي هم له جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې بهیر ته ډېره پاملرنه کوي.
د چین سفیر د خپلې دندې پر مهال د افغانستان یو شمېر ولایتونو، لکه کندهار، بامیان، بلخ او بدخشان ته سفرونه کړي او ویلي یې دي چې دغو سفرونو هغه ته زمینه برابره کړې چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له طبیعي ځانګړتیاوو، منظرو او ټولنیزو جوړښتونو سره لا ډېر بلد شي.
ژاو شینګ د چین او افغانستان د خلکو ترمنځ تاریخي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا له مهمو بنسټونو څخه بللې او ویلي یې دي چې دا دوستي او متقابل درک کولای شي د دواړو هېوادونو د اړیکو له پراختیا سره لا هم مرسته وکړي.
امنیتي، مالي او لوژستیکي ننګونې
د چین سفیر په ورته وخت کې منلې چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې همکارۍ له یو شمېر ننګونو سره هم مخ دي. هغه امنیت، د مالي سرچینو برابرول او لوژستیکي ستونزې د موجودو خنډونو له ډلې بللي دي.
خو ژاو شینګ ټینګار کړی چې دغه ستونزې باید د چین او افغانستان د همکاریو عمومي بهیر بدل نه کړي.
هغه د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې یو د بل لپاره بشپړوونکې بللې او ویلي یې دي چې د چین او افغانستان خلک دواړه د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي. د هغه په وینا، که دواړه لوري په حوصله او دوام سره د همکاریو پر لاره خپل سفر ته دوام ورکړي، د چین او افغانستان اړیکې کولای شي په راتلونکي کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.
د افغانستان د بیا رغونې د ملاتړ ټینګار
ژاو شینګ په افغانستان کې د خپلې دندې په پای کې د دغه هېواد د خلکو ستاینه کړې چې د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او ویلي یې دي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه «لوړ باور او لوړې هیلې» لري.
هغه د افغانستان اوسنی سوله او ثبات یوه داسې لاسته راوړنه بللې چې په ډېرو ستونزو ترلاسه شوې ده او ټینګار یې کړی چې له جګړې وروسته د بیا رغونې د بهیر بشپړول او د باکیفیته پرمختګ ترلاسه کول لا هم ډېر وخت او هڅو ته اړتیا لري.
د چین د سفیر په وینا، دغه بهیر د افغانستان د خلکو له ګډو هڅو پرته ممکن نه دی او له دې سره سره د نړیوالې ټولنې لا ډېر زغم او ملاتړ هم مهم دی.
ژاو شینګ هیله څرګنده کړې چې په کابل کې د خپلې دندې پر مهال یې هڅې، که څه هم محدودې وې، د چین او افغانستان ترمنځ د متقابل درک د زیاتېدو، د عملي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره په مرسته کې اغېزمنې شوې وي.
هغه په پای کې د پامیر او هندوکش غرونو ته په اشاره لیکلي چې لکه څنګه چې «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي، د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي». هغه هیله څرګنده کړې چې دا دوستي به د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شي او د افغانستان خلک به لا سوکاله راتلونکی ولري.
روسیې ناټو ته خبرداری ورکړی، چې که د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې د کالینینګراد سیمې د منزوي کولو یا محاصرې هڅه وشي، مسکو به د خپلو سیمو د دفاع لپاره له اټومي وسلو په ګډون له ټولو ممکنه وسایلو کار واخلي. خو ناټو د مسکو اټومي څرګندونې «غیرمسوولانه» بللې دي.
روسیې دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی، چې په دې وروستیو کې د بالتیک سمندر په شاوخوا کې د ناټو او روسي ځواکونو ترمنځ تحرکات زیات شوي دي. د مسکو د جیوپولیټیک وضعیت پر بنسټ، کالینینګراد د روسیې هغه ستراتیژیکه خاوره ده چې له اصلي جغرافيا څخه لرې د لیتوانیا او پولنډ ترمنځ پرته ده. روسیې څرګنده کړې، که چېرې لوېدیځوال یا د ناټو غړي هېوادونه له دې سيمې سره د ټرانزیټي یا سمندري لارو د تړلو او محاصرې هڅه وکړي، مسکو به د خپل ملي امنیت او خاورې د ساتلو لپاره له خپلو ټولو شته پوځي امکاناتو په ګډون له اټومي وسلو ګټه استفاده وکړي.
بل خوا، د ناټو تړون چارواکو د مسکو دا نوې څرګندونې په کلکه رد کړې او د روسیې دا ډول اټومي ژبه او خبرداری یې «غیرمسوولانه» او د سیمې د امنیت لپاره نااراموونکی بللی دی.
د ناټو د مسوولانو په وینا، د دوی هېڅ راز پلان نشته چې د کالینینګراد سمندري یا ځمکنۍ لارې بندې کړي او د مسکو دا ډول پیغامات يوازې رواني جګړه ده چې غواړي د لوېدیځ ترمنځ ویره جوړه کړي.
د روسیې او اروپا اړیکې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له پراخ برید وروسته لا له وړاندې خرابې شوې وې، خو د رویټرز په وینا، سږ کال لا پسې ترینګلې شوې دي.