د عمرانخان درې خویندو له دوو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تره زوی قاسم زمان ادعا کړې، چې د عمران خان درې خویندو علیمه خان، عظمی خان او نورین نیازۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تره زوی قاسم زمان ادعا کړې، چې د عمران خان درې خویندو علیمه خان، عظمی خان او نورین نیازۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
قاسم زمان د سېشنبې په ورځ اډیاله زندان ته د عمران خان د لیدنې لپاره ورغلی و؛ خو امنیتي چارواکو ورته د لیدنې اجازه ورنه کړه. نوموړي ادعا کړې، چې د عمران خان خویندو د بند پرمهال له هغوی سره د ناسم چلند له امله د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.
که څه هم تر دې وړاندې د عمران خان د خویندو د نه خوړو اعتصاب په اړه راپورونه خپاره شوي وو؛ خو دا لومړی ځل دی چې د کورنۍ یو غړي یې په ښکاره توګه دغه ادعا تایید کړې ده.
بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند لنډمهالي مشر بیرسټر ګوهر علي خان او د عمران خان وکیلان هم اډیاله زندان ته ورغلي وو؛ خو هغوی ته هم د خپل موکل د لیدنې اجازه ورنه کړل شوه.
د تحریک انصاف ګوند وکیل اویس یونس چودري «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې د عمران خان وکیلان او د کورنۍ یو غړی د ماسپښین په دوو بجو زندان ته رسېدلي وو او تر څلور نیمو بجو پورې هلته په تمه پاتې شول؛ خو له عمران خان سره د لیدنې اجازه نهده ورکړل شوې.
چودري ادعا کړې، چې د زندان اداره د اسلاماباد عالي محکمې او د پاکستان د سترې محکمې له حکمونو سرغړونه کوي. هغه ویلي: «دا د افسوس وړ ده، چې د زندان اداره د محکمو حکمونه نه عملي کوي؛ خو داسې ښکاري چې محکمې هم د دغه وضعیت پر وړاندې بېوسه دي».
تر اوسه د زندان ادارې د دغه ادعاوو په تړاو کوم رسمي غبرګون نهدی ښودلی.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن په قطر کې د السیلیه کمپ فعالیت د نورو نهو میاشتو لپاره غځوي. په دغه کمپ کې له زرو ډېر افغانان اوسېږي چې د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي هم پکې شامل دي.
دوو امریکايي چارواکو اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د السیلیه په کمپ کې د افغانانو د اوسېدو موده د نورو نهو میاشتو لپاره وغځوي. ټاکل شوې وه چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، وتړل شي.
اوس مهال په دغه کمپ کې یو زر او ۳۹ افغان پناهغوښتونکي اوسېږي او امریکا ته د لېږد په تمه دي. د دوی یوه برخه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د ژباړونکو یا په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړې او یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.
د «افغان ایواک» سازمان د شمېرو له مخې، د کمپ له اوسېدونکو څه باندې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
د کمپ د فعالیت غځول په دې معنا نه دي چې د دغو افغانانو برخلیک روښانه شوی دی. د امریکا حکومت لا هم هڅه کوي داسې هېوادونه پیدا کړي چې د دوی د منلو لپاره چمتو وي. مارکو روبیو د روان کال په جون میاشت کې کانګرېس ته ویلي وو چې واشنګټن په دې اړه له څو هېوادونو سره خبرې کوي.
تر دې مخکې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت نوم هم د دغو افغانانو د یوې برخې د احتمالي لېږد لپاره د یوه انتخاب په توګه مطرح شوی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هڅه کوي د دغو کسانو لپاره داسې حللاره پیدا کړي چې وکولای شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي. دغه وزارت زیاته کړې چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به د السیلیه کمپ د اوسېدونکو د رضاکارانه لېږد لپاره هڅې هم دوام ولري.
خو امریکا ته د دغو کسانو د لېږد امکان ډېر کم ښکاري. ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته تر بېرته ستنېدو وروسته، د افغانانو د بیا مېشتولو هغه پروګرام ودرولو چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوی و. د ټرمپ حکومت امریکا ته د افغان وګړو پر سفر هم بندیز لګولی دی.
د «افغان ایواک» سازمان په وینا، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یوازې پنځه افغانان د پناهغوښتونکو د منلو له پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي دي.
د «افغان ایواک» مشر شان وندایور د کمپ د فعالیت غځول د دغه کمپ د اوسېدونکو لپاره ښه خبر بللی دی. د هغه په وینا، دغه پرېکړه لږ تر لږه د دې اندېښنه کموي چې دوی به ژر افغانستان ته بېرته ولېږل شي. خو وندایور ټینګار کړی چې د دې ستونزې د حل لپاره باید یوه دایمي حللاره وموندل شي.
د افغانانو د امریکا ته د لېږد ملاتړو فعالانو خبرداری ورکړی چې که بل هېواد د دغو کسانو منلو ته چمتو نه شي، افغانستان ته د هغوی بېرته ستنېدل له خطر سره مخ کېدای شي. د کمپ ډېر اوسېدونکي په تېرو وختونو کې له امریکايي ځواکونو سره د خپلې همکارۍ له امله ښايي افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي چې د سولې لپاره د پاکستان غوښتنه باید د دغه هېواد د کمزورۍ په مانا ونه ګڼل شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د پاکستان د بېثباته کولو هرې هڅې ته په تېر کې ځواب ورکړل شوی او په راتلونکي کې به هم بې ځوابه نه پاتې کېږي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ په اسلاماباد کې «د افغانستان ستونزه او د سولې په لور پرمختګ» تر عنوان لاندې یو سیمینار ته د وینا پر مهال وویل چې پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او تل به ګاونډیان پاتې شي.
هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې تاریخي، کلتوري او ولسي اړیکې شته او پاکستان تل پر سولهییز ګاونډیتوب او ګډ ارام ژوند باور درلودلی دی.
نوموړي وویل چې پاکستان له طالبانو سره د ستونزو د اوارولو لپاره د ډیپلوماسۍ له لارې خورا ډېرې هڅې کړې دي او کابل ته یې لوړپوړي پلاوي هم استولي دي ځکه ټولې سیاسي او امنیتي ستونزې د معقولو خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
هغه وویل چې افغان طالبان باید له «وسلهوال فکر» ووځي او د یوه مسئول دولت په څېر مدبرانه طرز فکر او چلند غوره کړي.
د هغه په وینا، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېری شته ستونزو اصلي علت همدا «وسلهوال فکر» دی.
د اطلاعاتو وزیر ادعا وکړه چې په افغانستان کې لا هم د ترهګرو او په نړیواله کچه د منع شویو سازمانونو د غړو لپاره خوندي پټنځایونه شته.
د هغه په وینا، پاکستان د خبرو اترو پر مهال له افغان طالبان سره دا مسأله څو ځلې راپورته کړې او ټینګار یې کړی چې د تلپاتې سولې لپاره د خبرو له لارې یوه عملي او دایمي حللاره اړینه ده.
عطاء الله تارړ د اقتصادي اړیکو په اړه وویل چې افغانستان د سیمهییزې سوداګرۍ لپاره خورا مهم جغرافیایي موقعیت لري. که امنیت او ثبات ټینګ شي په وچه کې ایسار د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي د افغانستان له لارې د پاکستان ګوادر او کراچۍ بندرونو او تودو اوبو ته د خپلو سوداګریزو توکو لاره پرانیزي.
خو نوموړي زیاته کړه چې د دغې پرمختیا پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ تاوتریخوالی، افراطیت او وسلهوال فکر ده.
عطاء الله تارړ د افغانستان ځوان نفوس ته په اشارې سره وویل چې هلته د ښځو لویه برخه د کاري ځواک برخه نه ده چې له امله یې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د نقش درلودلو له فرصتونو بېبرخې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغان ټولنې ځینې طبقې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې ساتل کېږي چې علت یې یو مشخص ذهنیت دی او هڅه کېږي چې د اسلام په نوم پر خلکو پلي شي.
عطاء الله تارړ وویل چې د اسلام کوم تعبیر چې د پلي کولو او تحمیلولو هڅه یې کېږي د اسلام د حقیقي تعلیماتو استازیتوب نه کوي.
د هغه په وینا د سولهییز ګډ ژوند لپاره د یو بل د شتون، حقونو او ازادۍ منل اړین دي او قانوني او اخلاقي اصل باید دا وي چې هر انسان په امن کې د ژوند کولو حق ولري.
هغه وویل: «د اسلام کومه بڼه چې تحمیلېږي د اسلام حقیقي تعلیمات او مانیز انځور نه دی سولهییز ژوند ایجابوي چې پخپله هم ژوند وکړئ او نورو ته هم د ژوند کولو حق ورکړئ.»
تارړ زیاته کړه چې د افغان ولس او طالبانو د حکومت ترمنځ یو ښکاره واټن موجود دی ځکه هېڅ عام افغان ناامني او بېثباتي نه غواړي بلکې ټول افغانان د زدهکړې، کار، غونډو کولو، ټولنو جوړولو او اقتصادي خپلواکۍ غوښتونکي دي.
نوموړي په پای کې روښانه کړه چې په افغانستان کې له دوو روښانه حقیقتونو انکار کېږي لومړی د ترهګرۍ او پټنځایونو له شتون څخه انکار او دویم د خپلو خلکو له بنسټیزو حقونو انکار.
تارړ وویل چې افغان ولس د یوه ښه او خوشحاله راتلونکي مستحق دی او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې دننه توافق او خپلو خلکو ته دا حق ورکول اړین دي چې د خپلې خوښې له مخې د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان وايي، دغه ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د ۸۰ زرو کسانو قربانۍ ورکړې دي خو له دې سره هم پښتونخوا ته پېغورونه ورکول کېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې خپله حقه برخه نه ورکول کېږي.
هغه د کورنیو چارو له ځانګړي مرستیال طارق سعید مروت سره په ګډه یوې خبري غونډې ته ویلي چې مرکزي وزیرانو ته دنده ورکړل شوې چې په پرلهپسې ډول ترهګري له پښتونخوا حکومت سره وتړي او د دوی لپاره یو تکراري بیان چمتو شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ادعا وکړه چې مرکزي وزیران هڅه کوي چې پولیس کمزوري وښيي او د خیبر پښتونخوا حکومت پر ضد منفي لید لوری جوړ کړي
شفیع جان وویل چې که د ګونر راج (په ایالت کې د والي واکمني) لپاره د امن او امنیت وضعیت دلیل ګرځول کېږي نو لومړی باید په بلوچستان ایالت کې ګورنر راج ولګول شي ځکه د بلوچستان ایالت ډېره برخه د خلکو د تګ راتګ لپاره د نه لاسرسي سیمې ګرځېدلې دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج ولګول شي نو د خلکو غبرګون به رامنځته شي.
هغه وویل چې که ګورنر راج او بېړنی حالت اعلان شي نو لومړی به والي او وروسته د ایالت مقام محاصره کېږي او د ته به د پټېدو ځای پیدا نه شي.
شفیع جان وویل چې عمران خان په قبایلي ولسوالیو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالفت کړی و او په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان تحریک انصاف له واک ته رسېدو وروسته خیبر پښتونخوا د سولې او پرمختګ پر لور روانه شوې وه.
شفیع جان ادعا وکړه چې د عمران خان له لومړي وزیر کېدو وروسته په پاکستان کې د سولې دوره راغله خو د هغه له لرې کېدو وروسته پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر لور یووړل شو.
شفیع جان وویل، د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ خیبر پښتونخوا ته راځي او ګرځي خو باید بلوچستان ایالت ته هم سفر وکړي.
نوموړي وویل، د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د پالیسۍ جوړولو لپاره له ټولو سیاسي او اړوندو اړخونو سره خبرو ته چمتو دي خو د هغه په وینا د مرکزي حکومت خبري هم سمې نه دی.
شفیع جان ادعا وکړه چې د اسلام اباد پر لور د اوږده لاریون لپاره د سپټمبر ۲۷مه نېټه بدلول د پښتونخوا حکومت سیاسي تګلاره وه.
هغه مرکزي حکومت تورن کړ چې غواړي خلک او دولتي ادارې یو د بل پر وړاندې ودروي. نوموړي له مرکزي حکومت څخه د خپل دریځ د روښانه کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت له پاکستان سره ولاړ دی او پاکستان د دوی د ایمان برخه ده.
د اطلاعاتو وزیر وویل چې د پولیسو لپاره د ۵۷ عصري تجهیزاتو د اخیستو په موخه د درنو صنایعو ټکسلا او نورو اړوندو مرکزي ادارو ته ۷.۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارې ورکړل شوې دي خو تر اوسه پولیسو ته یوازې ۱۳ تجهیزات سپارل شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې پولیسو ته د تجهیزاتو په ورکولو کې د ځنډ لپاره بېلابېل خنډونه جوړېږي.
د «کالیبر» د راپور له مخې، د سعودي عربستان پر ښارونو او مهمو تاسیساتو د حوثیانو د وروستیو بریدونو له زیاتېدو وروسته د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.
راپور وايي، د حوثیانو له لوري پر ریاض او د ینبع بندر په ګډون د سعودي عربستان پر ستراتیژیکو تاسیساتو بریدونو د سره سمندرګي او بابالمندب تنګي امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.
د راپور له مخې، د مکې دفاعي تړون د «ګډې دفاع» پر اصل ولاړ دی او له همدې امله د وروستیو بریدونو په تعقیب داسې راپورونه خپاره شوي چې ښايي پاکستان د ریاض په غوښتنه پر حوثیانو هوايي بریدونه وکړي او ترکیه هم سعودي عربستان ته پوځي مرسته برابر کړي.
راپور زیاتوي، د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې لیدنه کړې او په یوه ګډه اعلامیه کې یې د سعودي عربستان پر زیربناوو د حوثیانو بریدونه غندلي دي.
په اعلامیه کې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د بېړنۍ غونډې د جوړېدو اعلان هم شوی دی.
راپور د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کوي چې ویلي یې دي، فرانسه به د سعودي عربستان د انرژۍ او ترانسپورټي تاسیساتو د ساتنې لپاره پوځي پرسونل، راداري سیسټمونه او هوايي دفاعي تجهیزات دغه هېواد ته واستوي.
د قرغزستان سیاسي شنونکی او د نړیوالو اړیکو د تحلیل مرکز مشر اېدل عثمانبېتوف وايي، د حوثیانو وروستیو بریدونو سیمهییز وضعیت نور هم پېچلی کړی او ښايي د مکې تړون له نظري پړاو څخه عملي پړاو ته داخل شي.
د هغه په وینا، د تړون غړي هېوادونه کولای شي سعودي عربستان ته د هوايي ځواک، استخباراتي همکارۍ، لوژستیک او پوځي تجهیزاتو په برخو کې ملاتړ برابر کړي، خو لا هم د مستقیمې پوځي مداخلې د کچې په اړه څه ویل وختي دي.
عثمانبېتوف باور لري چې د وضعیت راتلونکی به تر ډېره د امریکا په دریځ پورې تړلی وي، ځکه واشنګټن تر اوسه د مستقیمې لویې پوځي مداخلې پر ځای د ایران د مهارولو لپاره اقتصادي فشارونو ته لومړیتوب ورکړی دی.
هغه وايي، د مکې تړون د بشپړ فعالېدو، د بابالمندب د لارې د بېرته پرانیستو، د حوثیانو د شاتګ، یا هم د یوې اوږدې نیابتي جګړې او سیاسي جوړجاړي سناریوګانې ټولې ممکنې دي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان، ترکیې، چین، هند او نورو لویو اقتصادونو لپاره د نړیوالو سوداګریزو لارو او مهمو سمندري تنګیو خوندیتوب ستر اهمیت لري.
بل لور ته، د ګرجستان سیاسي شنونکی او د منځني ختیځ چارو کارپوه واسیلي پاپاوا وايي، د ریاض، انقرې او اسلاماباد له لوري د حوثیانو پر ضد د یوې پراخې ګډې پوځي حملې احتمال کم ښکاري.
د هغه په وینا، مکې تړون د دودیزو پوځونو او متعارفو ګواښونو لپاره جوړ شوی، حال دا چې حوثیان د غیرمتعارف او نامتقارن جنګ تګلارې کاروي.
پاپاوا وايي، پاکستان له ایران سره اوږده پوله لري او د بلوچستان د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي له تهران سره مستقیم ټکر ته داخل شي.
هغه زیاتوي، ترکیه هم له ایران سره د کردانو د مسلې او نورو سیمهییزو موضوعاتو له امله عملي اړیکې ساتي او نه غواړي دغه اړیکې زیانمنې شي.
د هغه په باور، د ترکیې او پاکستان ونډه به تر ډېره د وسلو، پوځي روزنې او ډیپلوماټیک ملاتړ تر کچې محدوده وي.
پاپاوا وايي، سعودي عربستان به د خپلو تاسیساتو دفاع ته دوام ورکړي، خو د فرانسې او نورو بهرنیو شریکانو له ملاتړ سره.
نوموړي خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ ښايي د ټیټې کچې، خو اوږدمهالې شخړې پر لور روان وي؛ داسې شخړه چې سیاسي او اقتصادي لګښتونه به یې د ټولو ښکېلو لورو لپاره درانه وي.
د الجزیرې «انسایډ سټوري» پروګرام کې ګډونوالو ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) له فعالیتونو سره تړاو نه لري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې بېباورۍ، اختلافاتو او امنیتي سیالیو دوام هم پکې مهم رول لري.
د بحث پر مهال د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایکل سمپل وویل، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته رسېدل د خپلې ستراتېژیکې بریا په توګه لیدل او هیله یې لرله چې په کابل کې به یو همکار حکومت ولري، خو د هغه په وینا، وضعیت برعکس شو.
سمپل وویل، اسلاماباد غوښتل چې په افغانستان کې د هند نفوذ محدود شي او له افغان خاورې پاکستان ته امنیتي ګواښونه پای ته ورسېږي، خو اوس هند له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني لوی مفتش او د «ښې حکومتولۍ فورم» مشر سید اختر علي شاه وویل، د پاکستان دریځ دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان مهم مرکزونه په افغانستان کې دي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې هم مخکې په افغانستان کې د ټيټيپي، القاعدې او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د حضور یادونه کړې ده.
اختر علي شاه ادعا وکړه چې دغه ډلې په افغانستان کې د پناه ځایونو، د جلب او جذب شبکو او مالي سرچینو په لرلو سره پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
بلخوا، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد فیضالله ځلاند وویل چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو پړه یوازې پر افغانستان نه شي اچولی.
هغه وویل، پاکستان له سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي بحران، د انرژۍ له کمښت او د بلوڅ بېلتونپالنې له اوږدمهالې ستونزې سره هم مخ دی او د دغو ستونزو د حل مسوولیت خپله پر اسلاماباد راجع کېږي.
ځلاند زیاته کړه چې افغانستان د خپلې خاورې د نه کارونې مسوولیت لري، خو هر ډول ادعا باید د باور وړ میکانیزمونو له لارې وڅېړل شي.
د بحث پر مهال د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو هم یادونه وشوه. پاکستان وايي په افغانستان کې یې ۱۰ هدفونه په نښه کړي چې د بریدونو لپاره د بېپیلوټه الوتکو د زېرمو او فعالیتونو مرکزونه وو، خو د طالبانو حکومت وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
سمپل وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې جرړې تر اوسنیو پېښو ډېرې پخوانۍ دي او د ډيورنډ کرښې، حاکمیت او متقابلو شکونو موضوعات پکې شامل دي.
د هغه په وینا، په افغانستان او پاکستان کې داسې کړۍ شته چې د ډیورنډ کرښه نه مني او دا مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د کمښت یو مهم لامل دی.
سید اختر علي شاه ټینګار وکړ چې د کړکېچ د کمولو لپاره باید د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین په څېر هېوادونه د منځګړیتوب رول ولوبوي او دواړه لوري د شواهدو او استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې یو ګډ تفاهم ته ورسېږي.
فیضځلاند بیا وویل چې افغانستان او پاکستان خپل جغرافیه نه شي بدلولی او دواړه اړ دي ګډ ژوند وکړي.
د هغه په وینا، د ستونزې د حل لپاره باید یو داسې بنسټیز او د باور وړ میکانیزم رامنځته شي چې د دواړو لورو ادعاوې وڅېړي او د هرې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د پوځي غبرګون پر ځای د حقیقت موندنې لاره خپله شي.
شنونکو خبرداری ورکړ چې د متقابلو بریدونو او غبرګونونو دوام به نه یوازې امنیتي وضعیت خراب کړي، بلکې اقتصادي او بشري زیانونه به هم زیات کړي.