د مدینې د برېښنا د وېش پر مرکز د یمني یاغیانو د ډرون برید انځورونه خپاره شول

سعودي رسنۍ «سعودي ګزیټ» د مدینې منورې په یوه برېښنا وېش مرکز د یمني یاغیانو د ډرون برید له امله د اوښتو زیانونو انځورونه خپاره کړي دي.

سعودي رسنۍ «سعودي ګزیټ» د مدینې منورې په یوه برېښنا وېش مرکز د یمني یاغیانو د ډرون برید له امله د اوښتو زیانونو انځورونه خپاره کړي دي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د معلوماتو له مخې، برید د سپټمبر پر ۲۹مه سهار د مدینې منورې پر «طیبه» برېښنا وېش مرکز شوی و؛ هغه مرکز چې د نبوي جومات سیمې ته برېښنا رسوي.
د ایتلاف ویاند تورکي المالکي ویلي، د پېښې د څېړنو او د کارول شوې بېپیلوټه الوتکې د پاتې شونو له ارزونې وروسته څرګنده شوې چې د برید په پلانولو او ترسره کولو کې حوثیان لاس لري.
د سعودي چارواکو په وینا، برید د مرکز یو ترانسفارمر له کاره غورځولی، خو د برېښنا عمومي شبکه یې نه ده اغېزمنه کړې. د حوثیانو له لوري تر اوسه د دې ادعا په اړه سمدستي غبرګون نه دی خپور شوی.

په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو شمېر د ۲۰۲۶ کال په سپتمبر کې د تېرو ۱۲ کلونو په پرتله تر ټولو لوړې میاشتنۍ کچې ته رسېدلی دی. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې په پاکستان کې ټول ۱،۲۳۲وسلهوال بریدونه ثبت شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د معلوماتو له مخې، په سپتمبر میاشت کې په ټول پاکستان کې ۲۲۵وسلهوال بریدونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې د اګست په میاشت کې د دغو بریدونو شمېر ۱۹۹ و. دا په یوه میاشت کې ۱۳سلنه زیاتوالی ښيي.
دیاد انسټیټیوټ په وینا، په سپتمبر کې د وسلهوالو بریدونو له امله ۲۵۹کسان وژل شوي او ۲۴۲ نور ټپیان شوي دي. د اګست په میاشت کې ۱۵۸ کسان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان وو. په دې توګه، د وسلهوالو بریدونو له امله د مړینې شمېر ۶۴ سلنه او د ټپیانو شمېر ۳۴ سلنه لوړ شوی دی.
د وسلهوالو بریدونو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په سپتمبر میاشت کې په ټولیز ډول ۵۴۵کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې ۱۰۳پاکستاني نظامیان ، ۱۵ د سولې کمېټو غړي، ۸۱ ملکي وګړي او ۳۴۶ وسلهوال شامل دي. په ټپیانو کې هم ۱۱۸ نظامیان، څلور د سولې کمېټو غړي، ۱۱۸ ملکي وګړي او ۲۱ وسلهوال شامل دي.
بلوچستان د سپتمبر په میاشت کې د وسلهوالو بریدونو له پلوه تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمه ګڼل شوې ده.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، په دغه ولایت کې ۱۳۱وسلهوال بریدونه ثبت شوي، چې د اګست د ۸۹ بریدونو په پرتله ۴۷ سلنه زیات دي. د دغو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۶ څخه ۱۳۵ او د ټپیانو شمېر له ۴۷ څخه ۶۳ ته لوړ شوی دی.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په بلوچستان کې ۱۷۱وسلهوال وژل شوي، نهه ټپیان او دوه شکمن وسلهوال نیول شوي دي. د دغو عملیاتو پر مهال یو امنیتي سرتېری او څلور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې په سپتمبر کې ۵۸وسلهوال بریدونه ثبت شوي چې د اګست د ۵۴ بریدونو په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښيي.
په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۴ څخه ۹۰ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د ټپیانو شمېر له ۷۰ څخه ۱۶۵ ته رسېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا په پخوانیو قبایلي ولسوالیو کې بیا د وسلهوالو بریدونه له ۵۲ څخه ۳۴ ته کم شوي دي. په دغو بریدونو کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په سپتمبر کې درې ځانمرګي بریدونه ثبت کړي چې دوه یې د موټرو په وسیله شوي دي.
د دغو بریدونو له امله ۴۵کسان وژل شوي او ۱۳۸ نور ټپیان شوي دي. د اګست په پرتله د ځانمرګو بریدونو له امله د مړینې شمېر ۱۲۵ سلنه او د ټپیانو شمېر ۳۴۵ سلنه زیات شوی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې په پاکستان کې ټول ۱،۲۳۲وسلهوال بریدونه ثبت شوي دي.
په همدې موده کې د وسلهوالو بریدونو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله ۳،۶۲۹کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۵۹۱ نظامیان، ۶۰ د سولې کمېټو غړي، ۵۵۰ ملکي وګړي او ۲،۴۲۸ وسلهوال ښودل شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د وسلهوالو بریدونو شمېر ۵۲سلنه زیات شوی دی.
امریکا د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د تلې په ۸مه، له عراق څخه خپل تر دوو لسیزو ډېر پوځي حضور پای ته ورساوه. دغه وتل د هغې هوکړې له مخې ترسره شول چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د واشنګټن او بغداد ترمنځ شوې وه.
په عراق کې لا هم د امنیتي تشې په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت ته د نږدې وسلهوالو ډلو د نفوذ د پراخېدو او د داعش د بیا پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې شته. خو د عراق حکومت پر خپل ځای پاتې دی او د دغه هېواد ځواکونو د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې یو شمېر عراقي وګړو د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی او جشن کړی، خو ځینې نور بیا د دې وتلو د امنیتي پایلو په اړه اندېښمن دي.
له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل، له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ وتلو پنځه کاله وروسته، یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې د عراق حکومت دوام وکړ، خو د افغانستان جمهوري حکومت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د امریکا د وروستي سرتېري له وتلو مخکې ړنګ شو.
د وتلو د خبرو څرنګوالی، د امنیتي ځواکونو وضعیت، د حکومت مالي سرچینې، د حکومت مشروعیت، د حکومت پر وړاندې د وسلهوالو ډلو وضعیت او د پوځي بدلونونو چټکتیا هغه عوامل وو چې د دواړو هېوادونو برخلیک یې له یو بل څخه متفاوت کړ.
له عراق څخه د امریکا وتل هم په پړاوونو او «منظم» ډول ترسره شول او هېڅ امریکايي سرتېری پکې ونه وژل شو، خو له افغانستان څخه د وتلو په وروستیو ورځو کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش یوه ځانمرګي برید ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي ووژل.
د عراق حکومت د خبرو پر مېز و، خو افغانستان څنډې ته شوی و
د دواړو هېوادونو ترمنځ یو له مهمو توپیرونو څخه د وتلو په اړه د پرېکړې کولو څرنګوالی و. په عراق کې د دغه هېواد حکومت له امریکا سره د خبرو اصلي لوری و. د ائتلاف د ماموریت د پای ته رسولو خبرې د عراق د هغه وخت د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني له غوښتنې وروسته پیل شوې او تر شپږو میاشتو ډېرې یې دوام وکړ. دواړو لورو په ۲۰۲۴ کال کې د ائتلافي ځواکونو د پړاو په پړاو وتلو او د اړیکو د دوه اړخیزې امنیتي همکارۍ پر بدلولو هوکړه وکړه.
تر دې مخکې، د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د عراق پارلمان، وروسته له هغې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو د سپاه د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني او د ایران تر ملاتړ لاندې د وسلهوالو ډلو له مهمو څېرو څخه ابومهدي المهندس په بغداد کې د امریکا په برید کې ووژل شول، د بهرنیو ځواکونو د حضور د پای ته رسولو لپاره یوه غیرالزامي پرېکړهلیک تصویب کړی و.
خو په افغانستان کې امریکا له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړې. د افغانستان حکومت د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د دوحې د هوکړې برخه نه و. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) په یوه راپور کې ویل شوي چې له دې بهیر څخه د افغانستان د حکومت لرې ساتلو د دغه حکومت دریځ کمزوری کړ او بېلابېلو لورو ته یې دا پیغام ورکړ چې واشنګټن له طالبانو سره د وتلو پر سر هوکړې ته رسېدلی دی.
د افغانستان د مشرانو دا تصور چې امریکا به پاتې شي
د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر سیګار په یوه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ دا تصور موجود و چې امریکا به په پای کې له افغانستانه ونه وځي. سیګار د امریکايي او افغان چارواکو له قوله ویلي چې حتی د وتلو تر وروستیو میاشتو پورې په کابل کې ځینو کسانو باور نه درلود چې واشنګټن به د وتلو خپله پرېکړه عملي کړي.
سیګار په ځانګړي ډول د هغه وخت د ولسمشر اشرف غني نوم اخیستی او ویلي یې دي چې د امریکا او طالبانو هوکړې د افغانستان د ولسمشر دا برداشت پیاوړی کړی و چې د امریکا وتل به لږ تر لږه تر هغه وخته ترسره نه شي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړه نه وي شوې. په پایله کې، غني د طالبانو ګواښ په کافي اندازه جدي ونه باله او د خپلې پاملرنې یوه مهمه برخه یې پر کورنیو سیاسي سیالیو متمرکزه کړه.
دا تصور په داسې حال کې رامنځته شوی و چې د افغانستان حکومت له کلونو راهیسې د امریکا او د هغه د متحدانو پر پوځي او مالي حضور ډېر متکي و.
په عراق کې شته شواهد بیا تر ډېره د یوه متفاوت چلند ښکارندويي کوي. د دغه هېواد لومړي وزیر السوداني په شخصي توګه د ائتلافي ماموریت د پای ته رسولو لپاره د خبرو پیل تعقیب کړ او د عراق حکومت د امریکا وتل د امنیتي مسوولیت د لېږد او له امریکا سره د اړیکو د بیا تعریف په توګه مطرح کړل. السوداني په ۲۰۲۴ کال کې وویل چې داعش نور په عراق کې دننه ګواښ نه دی؛ خو دا دریځ د ځینو امریکايي چارواکو له ارزونو سره توپیر درلود.
عراق د امریکا وتل د یوه اټکل کېدونکي بدلون په توګه تعقیبول.
پر پوځ تکیه
د افغانستان امنیتي ځواکونه پر کاغذ لوی او مجهز ځواک وو، خو د هغوی د عملیاتي وړتیا یوه برخه د امریکا او بهرنیو قراردادیانو پر ملاتړ ولاړه وه.
سیګار په ۲۰۲۱ کال کې خبرداری ورکړی و چې د قراردادیانو له ملاتړ پرته د افغانستان هوايي ځواک هېڅ الوتکه نه شي کولی چې تر څو میاشتو ډېر خپل جنګي توان وساتي. په دې ملاتړ کې د الوتکو ترمیم او ساتنه، روزنه، پرزې او لوژستیکي خدمتونه شامل وو.
د امریکايي قراردادیانو له وتلو وروسته دا ستونزه په چټکۍ سره څرګنده شوه. د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د پوځي الوتکو یوه لویه برخه ځمکنۍ شوه او د هوايي او لوژستیکي ملاتړ کمېدو د افغان ځواکونو د جګړې د دوام توان کم کړ.
په عراق کې هم امنیتي ځواکونه د امریکا ملاتړ ته اړتیا لرله، خو د هغوی تجربه له افغانستان څخه توپیر درلود. د عراق پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پر وړاندې له سختې ماتې وروسته، د نړیوال ائتلاف په ملاتړ بیا جوړ شو او د داعش پر وړاندې په ځمکنیو عملیاتو کې یې اصلي رول درلود.
اوس هم د امریکا له وتلو وروسته د عراق د امنیت بشپړ مسوولیت عراقي ځواکونو ته سپارل شوی دی. البته، واشنګټن به د روزنې او محدودو استخباراتي همکاریو په برخه کې له بغداد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
عراق کې د داعش ځپل او افغانستان کې د طالبانو پرمختګ
د افغانستان د حکومت د سقوط په میاشتو کې طالبانو په چټکۍ سره خپله ولکه پراخوله. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۶مه د یوه ولایت مرکز د لومړي ځل لپاره ونیو او یوازې په ۱۰ ورځو کې یې د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۳۳ مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل.
طالبانو په افغانستان کې د امریکا د حضور په وروستیو اوونیو کې هره ورځ نوې سیمې نیولې او له بلې خوا د پخواني حکومت او د هغه د ځواکونو د جګړې انګېزه هم مخ په کمېدو وه.
خو د عراق اوسنی وضعیت متفاوت دی.
داعش، چې یوه مهال په عراق کې له امریکا سره د جګړې له مهمو لورو څخه و، اوس د دغه هېواد پراخې سیمې نه لري. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، داعش په عراق کې خپل تر ټولو کمزوري حالت ته رسېدلی او فعالیتونه یې په کوچنیو او ګرځنده ډلو محدود شوي دي. خو داعش لا هم د چریکي بریدونو توان لري او د دې احتمال هم شته چې یو ځل بیا پیاوړی شي.
پر بهرنیو مرستو مالي تکیه
افغانستان د جمهوري نظام له سقوط مخکې د حکومت د لګښتونو د برابرولو لپاره پر بهرنیو مرستو ډېر متکي و. نړیوال بانک وايي چې بهرنیو مرستو د افغانستان د عامه لګښتونو شاوخوا ۷۵ سلنه تمویلوله. دغه بنسټ په یوه بل راپور کې ویلي وو چې د شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالرو له عامه لګښتونو څخه یوازې نږدې ۲.۵ میلیارده ډالر د حکومت له کورنیو عوایدو څخه برابرېدل.
د حکومت د لګښتونو لویه برخه، له دولتي کارکوونکو د معاشونو څخه نیولې تر عامه خدمتونو او امنیتي لګښتونو پورې، له بهرنیو مرستو پرته نه شوای تمویل کېدای.
په عراق کې وضعیت متفاوت دی. د عراق حکومت هم له جدي مالي ستونزو سره مخ دی، خو د دغه هېواد د عاید اصلي سرچینه تېل دي.
د پیسو نړیوال صندوق د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د عراق د حکومت د تېلو عواید د دغه هېواد د ناخالصو کورنیو تولیداتو شاوخوا ۳۳ سلنه جوړوله او د حکومت ډېره برخه عواید لا هم له تېلو ترلاسه کېږي. رویټرز هم راپور ورکړی چې تېل د عراق د بودجې شاوخوا ۹۰ سلنه جوړوي.
له دې ټولو سره سره، د عراق د حکومت پاتې کېدل په دې معنا نه دي چې د دغه هېواد ستونزې پای ته رسېدلې دي. رویټرز له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هممهاله راپور کې ویلي چې د ایران ته د نږدې ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د داعش د احتمالي بېرته راګرځېدو په اړه اندېښنې شته. ځینې شنونکي هم د دې په اړه شک لري چې ایا عراقي ځواکونه به وکولی شي د امریکا له وتلو وروسته رامنځته شوې امنیتي تشه په بشپړه توګه ډکه کړي.
امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، له عراق څخه د خپلو وروستیو پوځي اډو د وتلو بهیر بشپړ کړ؛ هغه اقدام چې د امنیتي تشې، د ایران پلوو شیعه وسلهوالو ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د داعـ .ـش د بیا منظمېدو په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.
د امریکا د ځواکونو وتل د هغه تړون له مخې ترسره کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال شوی و. د ډونالډ ټرمپ اداره اوس دغه تړون عملي کوي، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه هم روانه ده.
د امریکايي ځواکونو وتل په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له پوځي مداخلې او د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو ۲۳ کاله وروسته ترسره کېږي. د راپورونو له مخې، په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې په عراق کې شاوخوا ۴۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
له بلې خوا، ایران د صدام حسین له نسکورېدو وروسته په تدریجي ډول د خپلو نیابتي ډلو له لارې په عراق کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.
د امنیتي تشې اندېښنه
د رویټرز د راپور له مخې، اندېښنه شته چې د امریکا له وتلو وروسته ښايي د عراق امنیتي ځواکونه، سره له دې چې له واشنګټن څخه روزنیز او مالي ملاتړ ترلاسه کوي، لا هم د هېواد د امنیت د بشپړ تامین وړتیا ونه لري.
د عراق امنیتي چارو شنونکي جاسم البهادلي ویلي، له تېرو دوو لسیزو څخه زده شوی درس دا دی چې امنیتي تشې «خورا خطرناکې» کېدای شي.
امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د برید وروسته دغه هېواد اشغال کړ، د شیعهګانو په مشرۍ حکومت رامنځته شو او امریکايي ځواکونو د کلونو لپاره له یاغي ډلو سره جګړه وکړه.
د عراق وسلهوال مقاومت لومړی د صدام حسین د پلویانو له خوا او وروسته د القاعدې له لوري پراخ شو. په همدې موده کې دغه هېواد له فرقهییزې کورنۍ جګړې سره هم مخ شو.
امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په پای کې له عراقه ووتل، خو له درېیو کلونو کم وخت وروسته د داعش پر وړاندې د عراق د ملاتړ لپاره بېرته دغه هېواد ته ستانه شول.
د داعش پر وړاندې جګړه له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې پراخه شوه. دغه ډله په خپل اوج کې د عراق شاوخوا درېیمه برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته او زرګونه کسان یې ووژل.
په عراق کې د ایران د نفوذ په اړه اندېښنې
ایران په وار وار ویلي چې د هغه هېواد له اصلي موخو څخه یوه په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو وتل دي. تهران اوس هڅه کوي چې له عراقه د امریکايي ځواکونو وتل د «مقاومت محور» د بریا په توګه مطرح کړي.
د «مقاومت محور» هغه نوم دی چې د ایران چارواکي او رسنۍ یې په سیمه کې د تهران د ملاتړ لرونکو وسلهوالو ډلو لپاره کاروي، چې حماس، حزبالله، حشد الشعبي او حوثیان هم پکې شامل دي.
په بغداد کې سیاسي شنونکي احمد یونس ویلي، تر مستقیمې ایراني مداخلې ډېره اندېښنه دا ده چې د امریکا او لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د ایران نیابتي ډلې ښايي ځانونه لا پیاوړي احساس کړي.
د هغه په وینا، دغه ډلې ښايي هڅه وکړي د عراق د حکومت پر پالیسۍ د خپل نفوذ کچه لوړه او په مهمو دولتي بنسټونو کې خپل ځای پیاوړی کړي.
د داعش د بیا پیاوړي کېدو وېره
د عراق د مرکزي حکومت او کردستان سیمې یو شمېر امنیتي چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي داعش ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، داعش که څه هم نږدې یوه لسیزه مخکې خپل ځاناعلان شوی خلافت له لاسه ورکړی، خو لا هم په عراق کې د «پټو حجرو» شبکې لري.
امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې عراقي امنیتي ځواکونو ته د داعش د فعالیتونو په اړه مهم استخباراتي معلومات ورکول او د هوايي څارنې او کشف په برخه کې یې هم مرسته کوله.
د عراق متقاعد جنرال محمد الجبوري ویلي، اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا د عراق امنیتي ادارو د ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د امنیت لپاره عملي بدیل پلان جوړ کړی که نه.
نوموړي خبرداری ورکړی چې یو له بدترینو احتمالي سناریوګانو څخه دا ده چې داعش وسلهوالو یا چاودېدونکو ډرونونو ته لاسرسی ومومي، په داسې حال کې چې عراق لا هم د دغه ډول ګواښونو پر وړاندې کافي هوايي دفاعي وړتیا نه لري.
د ایران پلوو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو په اړه اندېښنې
په وروستیو اوونیو کې په عراق کې د ایران پلوو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو د دې اندېښنې هم پراخې کړې چې ښايي سیمهییزه شخړه عراق ته هم وغځېږي.
د عربي الجدید د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ د تېلو پر نللیکه د سنبلې میاشتې برید د ایران د سپاه پاسداران او د یمن د حوثیانو له یوې اړوندې ډلې سره تړاو درلود چې غړي یې په ناقانونه توګه له ایران څخه عراق ته داخل شوي وو.
د عراق حکومت په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د ایران پلوو وسلهوالو ډلو د بېوسلې کولو لپاره ګامونه واخلي؛ خو راپورونه ښيي چې د ایران د حکومت یو شمېر چارواکي او ځینې وسلهوالې ډلې له دې بهیر سره مخالفت کوي.
د اروپا د پارلمان دوو غړو ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغو کډوالو د لېږد او منلو په اړه له روانډا سره خبرې پیل شوې چې په اروپايي ټولنه کې د قانوني استوګنې حق نه لري. استازو په وینا، روانډا له دې طرحې هرکلی کړی، خو خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي او تر اوسه هېڅ هوکړه نه ده شوې.
د اروپا په پارلمان کې د هالنډ غړو تینکه استریک او آنا استرولنبرګ تېره اوونۍ د روانډا پلازمېنې کیګالي ته سفر کړی و. دوی د دغه سفر پر مهال له هغو دوو مرکزونو څخه لیدنه کړې چې ټاکل شوې وه د بریتانیا د کډوالو د استوګنې له لانجمنې طرحې سره سم د پناه غوښتونکو لپاره وکارول شي.
د روانډا حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو تازه خبرو په اړه څرګندونې نه دي کړي.
جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ د روانې میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه بهر له هېوادونو سره د داسې هوکړې په لټه کې دي چې له مخې یې هغه پناه غوښتونکي انتقال شي چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
دغه پنځه هېوادونه چې د «پنځهکسیزې ډلې» په نوم یادېږي، تر اوسه یې د کډوالو د احتمالي کوربه هېواد نوم په رسمي ډول نه دی اعلان کړی. خو یوه اروپايي سرچینه رویټرز ته ویلي چې روانډا د احتمالي کوربه هېوادونو له ډلې دی.
ټاکل شوې د دغو پنځو هېوادونو استازي د پنجشنبې په ورځ، د تلې په نهمه، د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو شورا د غونډې په څنډه کې بیا سره وویني.
روانډا په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې ځان د هغو کډوالو لپاره د یوه خوندي هېواد په توګه معرفي کړي چې لوېدیځ هېوادونه یې د ایستلو پلان لري. خو د بشري حقونو سازمانونو په روانډا کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې او نیوکې مطرح کړې دي.
روانډا تېر کال له امریکا سره د تر ۲۵۰ پورې کډوالو د منلو هوکړه هم کړې وه او وروسته یې له امریکا څخه ایستل شوې یوه ډله کډوال ومنل.
د اروپا د دغې احتمالي طرحې عملي کېدل ښايي په اروپا کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو پر برخلیک هم اغېز ولري. امریکا تر دې وړاندې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي روانډا ته لېږلي وو.
د اروپا د پارلمان غړې تینکه استریک د دغو پنځو هېوادونو د کډوالو د ایستلو طرحه «غیرواقعي، غیرانساني او ډېره لګښتي» بللې ده.
انا استرولنبرګ هم خبرداری ورکړی چې روانډا او یوګانډا ته د لا ډېرو کډوالو لېږدول به پر دغو دواړو هېوادونو فشار زیات کړي.
د نوموړې په وینا، روانډا او یوګانډا د سیمې له هغو هېوادونو څخه دي چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي یې منلي دي، خو د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته بشري مرستندویه ادارو د خوړو او روغتیايي خدمتونو کچه راټیټه کړې ده.
استرولنبرګ ویلي چې روانډا او یوګانډا د سیمې له محدودو باثباته هېوادونو څخه دي او پر دغو هېوادونو د لا ډېر فشار راوستل ښايي د هغوی ثبات له خطر سره مخ کړي.
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په کابل کې د خپلې درې کلنې دندې په پای کې د چین او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې بیجینګ له شته ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه ډاډ لري.
ژاو شینګ «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي؛ د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي» تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې پر مهال یې په نویو شرایطو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرلهپسې پرمختګ شاهد و او له نږدې یې له افغان ټولنې سره بلدتیا پیدا کړې ده.
د هغه په وینا، چین او افغانستان د جغرافیایي او تاریخي اړیکو له امله تل دوستانه ګاونډیان پاتې شوي او چین د افغانستان له ټولو خلکو سره د دوستۍ پر بنسټ سیاست تعقیب کړی دی.
د چین سفیر ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته، بیجینګ له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې خپل سفیر یې کابل ته واستاوه. هغه زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو در یاست الوزرا مرستیال، د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو یېچین ته سفرونه کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» هم په همدې موده کې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی دی.
ژاو شینګ دغه دیپلوماتیک تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي باور د پیاوړتیا لامل بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د «یوه چین» له اصل سره ژمن پاتې شوی او چین هم د افغانستان په اړه ځانګړی سیاست تعقیب کړی دی.
د چین سفیر د خپلې لیکنې په بله برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه کړې او د افغانستان د صادراتي توکو د ۱۰۰ سلنې لپاره د چین بازار ته د صفر سلنې تعرفې ورکول یې د بیجینګ له مهمو اقداماتو څخه بللي دي.
د ژاو شینګ په وینا، دې سیاست چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان جلغوزي، زعفران او وچې مېوې د چین په بازار کې لا ډېر ځای پیدا کړی دی.
هغه همداراز د انرژۍ، اوبو، کور جوړونې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د زیاتېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۱.۸۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او لا هم د زیاتېدو په حال کې ده.
د چین سفیر ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو همکاري په تدریجي ډول له «ګډ لیدلوري» څخه پر عملي پروژو او لاسته راوړنو بدلېږي او له دې لارې به د دواړو هېوادونو خلکو ته څرګندې ګټې ورسېږي.
ژاو شینګ همداراز د چین او افغانستان د خلکو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
هغه لیکلي چې اوس ډېر افغان وګړي چین ته سفر کوي او له بلې خوا، چینایي څېړونکي، رسنۍ او نور وګړي هم له جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې بهیر ته ډېره پاملرنه کوي.
د چین سفیر د خپلې دندې پر مهال د افغانستان یو شمېر ولایتونو، لکه کندهار، بامیان، بلخ او بدخشان ته سفرونه کړي او ویلي یې دي چې دغو سفرونو هغه ته زمینه برابره کړې چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له طبیعي ځانګړتیاوو، منظرو او ټولنیزو جوړښتونو سره لا ډېر بلد شي.
د هغه په باور، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې ښيي چې د یو بل د کلتور، د پرمختګ د تجربو او ټولنې د پېژندلو لپاره متقابله لېوالتیا شته.
ژاو شینګ د چین او افغانستان د خلکو ترمنځ تاریخي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا له مهمو بنسټونو څخه بللې او ویلي یې دي چې دا دوستي او متقابل درک کولای شي د دواړو هېوادونو د اړیکو له پراختیا سره لا هم مرسته وکړي.
د چین سفیر په ورته وخت کې منلې چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې همکارۍ له یو شمېر ننګونو سره هم مخ دي. هغه امنیت، د مالي سرچینو برابرول او لوژستیکي ستونزې د موجودو خنډونو له ډلې بللي دي.
خو ژاو شینګ ټینګار کړی چې دغه ستونزې باید د چین او افغانستان د همکاریو عمومي بهیر بدل نه کړي.
هغه د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې یو د بل لپاره بشپړوونکې بللې او ویلي یې دي چې د چین او افغانستان خلک دواړه د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي. د هغه په وینا، که دواړه لوري په حوصله او دوام سره د همکاریو پر لاره خپل سفر ته دوام ورکړي، د چین او افغانستان اړیکې کولای شي په راتلونکي کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.
ژاو شینګ په افغانستان کې د خپلې دندې په پای کې د دغه هېواد د خلکو ستاینه کړې چې د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او ویلي یې دي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه «لوړ باور او لوړې هیلې» لري.
هغه د افغانستان اوسنی سوله او ثبات یوه داسې لاسته راوړنه بللې چې په ډېرو ستونزو ترلاسه شوې ده او ټینګار یې کړی چې له جګړې وروسته د بیا رغونې د بهیر بشپړول او د باکیفیته پرمختګ ترلاسه کول لا هم ډېر وخت او هڅو ته اړتیا لري.
د چین د سفیر په وینا، دغه بهیر د افغانستان د خلکو له ګډو هڅو پرته ممکن نه دی او له دې سره سره د نړیوالې ټولنې لا ډېر زغم او ملاتړ هم مهم دی.
ژاو شینګ هیله څرګنده کړې چې په کابل کې د خپلې دندې پر مهال یې هڅې، که څه هم محدودې وې، د چین او افغانستان ترمنځ د متقابل درک د زیاتېدو، د عملي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره په مرسته کې اغېزمنې شوې وي.
هغه په پای کې د پامیر او هندوکش غرونو ته په اشاره لیکلي چې لکه څنګه چې «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي، د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي». هغه هیله څرګنده کړې چې دا دوستي به د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شي او د افغانستان خلک به لا سوکاله راتلونکی ولري.