• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ګډه پوله د ۳ پاکستانیانو مرګ ژوبله؛ هند او پاکستان د یو بل شارژدافیران احضار کړي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د هند او پاکستان په ګډه پوله کې د ۳ پاکستاني وګړو مرګ ژوبلې یو ځل بیا د دواړو ګاونډیانو د ډيپلوماټيکو ناندریو لامل شوي دي. دواړو هېوادونو د یو بل شارژدافیران د بهرنیو چارو وزارتونو ته احضار کړي او په دې پېښه یې یو بل ملامت کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په اسلام‌‌اباد کې یې د هند سفارت شارژدافیر احضار کړی او د هندي سرحدي ځواکونو په ډزو کې یې د دوو پاکستاني وګړو د وژل کېدو او د یوه بل د ټپي کېدو په تړاو اعتراض ورسره شریک کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند سرحدي ځواکونو د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) د پنجاب ایالت د «بیدیان» سیمې په ګډه پوله کې پر درېیو پاکستاني ملکیانو ډزې کړې دي.

بل لور ته، د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوي ډیلي کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د اسلام اباد ادعاوې یې «بې بنسټه او مغرضانه» بللې دي.

نوي ډیلي ادعا کړې، چې دا درې واړه کسان له پاکستان څخه د هند خاورې ته په غیرقانوني ډول داخل شوي وو او د هندي سرحدي ځواکونو له پرله‌پسې خبرداریو سره سره د سرحدي کټارو خوا ته روان وو.

هند ویلي، چې سرحدي ځواکونه یې د بیړني امنیتي ګواښ د مهارولو په موخه غبرګون ته اړ شوي. هند له پاکستانه غوښتي، چې په ګډه پوله کې خپلې امنیتي تابیاوې پياوړې او هند ته د وسله والو قاچاقبرانو د شبکو د تګ راتګ مخه ونیسي.

•
•
•

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله

نور خبرونه

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د کراچۍ الرشید مدرسې مشر مفتي عبدالرحیم په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، پاکستاني پوځ د حرمین شریفین ساتنه کړې او د نړۍ یوازینی اټومي هېواد دی چې پر وړاندې یې هر ډول جګړه له اسلام سره دښمني ده. هغه ادعا کړې، چې هند د پاکستان پر ضد افغان طالبانو ته د اسراییل ټکنالوژي ورکوي.

نوموړي په دغې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) خپره شوې ادعا کړې، چې پر کابل واکمن افغان طالبانو کې هم په پراخه کچه د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» ډېر شمېر غړي شته او له پراخ ملاتړ څخه هم برخمن دي. دغه پاکستاني دیني عالم زیاته کړې، چې د افغان طالبانو دیني عالمان په خپلو ویناوو کې د پاکستان پوځ «مرتد» بولي.

مفتي عبدالرحیم وویل: «د افغان طالبانو عالمان د پاکستان پوځ طاغوت ګڼي،‌ پر وړاندې یې جګړه جهاد بولي او ان زموږ پوځیان مرتد بولي».

نوموړي همدا راز پر افغان خاوره د پاکستان د هوایي بریدونو ملاتړ وکړ او دا یې د پاکستان «مشروع حق» وباله.

دغه پاکستاني ملا ادعا کړې: «هند افغان طالبانو ته ښکاره پیسې ورکوي، اسراییل ورته ټکنالوژي ورکوي او پاکستان کې د بریدونو تر شا هم د هند لوی لاس دی».

د مفتي عبدالرحیم په خبره، افغانستان کرار کرار د کورنیو جګړو پر لور روان دی او د افغانستان په شمال کې د طالبانو خلاف حساسیتونه مخ په پراخېدو دي. هغه زیاتوي، چې پخواني افغان مجاهدین اوس عملا د طالبانو خلاف جګړې ته چمتووالی نیسي او د طالبانو په دا ځل واکمنۍ کې هم د افغانستان شمالي ولایتونه د طالبانو لپاره په لوی سرخوږي بدلېدونکي دي.

هغه ادعا کوي: «شمال کې د طالبانو خلاف د خلکو زړونو کې سخته غوسه پرته ده. د شمال په لسو ولایتونو کې به د طالبانو لپاره د خپلې واکمنۍ ټینګول ډېر سخت وي او اوس چې پخواني مجاهدین یقیني شوي چې پاکستان د طالبانو شاته نه‌دی، نو طالبانو ته دا وضعیت لوی مشکلات جوړولی شي».

دغه پاکستاني دیني عالم پر طالبانو غږ کړی، چې پر خپلو تګلارو دې له سره غور وکړي او د ټي‌ټي‌پي له ملاتړ څخه دې لاس واخلي او زیاته کړې یې ده: «د هند، امریکا او اسراییل د خوشحالولو لپاره د‌ پاکستان پر ضد هڅې مه کوئ، دا کار به تر پاکستان هم تاسو ته ډېر تاواني کار وي».

له تېر یو نیم کال راهیسې د پاکستان او پر کابل د واکمنو افغان طالبانو ترمنځ سخت سیاسي او جنګي کړکېچ روان دی. اسلام‌اباد تور پورې کوي، چې افغان طالبانو تر خپل کنټرول لاندې خاوره کې د دوی ضد وسله‌والو ډلو «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او نا امني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

طالبانو همداراز ډاډ ورکړی، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د مسکو د تازه بریدونو غبرګون کې؛ زیلېنسکي وایي د روسیې د تېلو پر چاڼ‌ځایونو بریدونه پراخوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلېنسکي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې هېواد به یې د مسکو د هوايي بریدونو د نوې تګلارې په غبرګون کې د روسیې د تېلو پر چاڼ‌ځایونو بریدونه دوه برابره کړي.

ولادیمیر زیلېنسکي په دې ځانګړې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) خپره شوې، څرګنده کړه، د اوکراین استخباراتي ادارو داسې اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د را روان ژمي په درشل کې پر ملکي اهدافو، سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو لپاره تابیاوې نیولې دي.

د زيلېنسکي په باور، د مسکو اصلي موخه دا ده، چې د پراخو ویجاړیو له لارې خلک له کیېف او نورو ښارونو څخه تېښتې ته اړ کړي، خو په وینا یې، اوکراین به هېڅکله د روسي ځواکونو په څېر ملکي وګړي په نښه نه‌کړي.

زيلېنسکي زیاته کړه، چې د اوکراین ځواکونو د «ویوالډي» په نوم په پیل شویو ځوابي عملیاتو کې د ختیځ ډونباس سیمې شاوخوا ۱۴۰ مربع کیلومتره خاوره بېرته نیولې او دا عملیات لاهم روان دي. نوموړي ادعا وکړه، چې پوتین وروسته له هغې پر ملکي سیمو د بریدونو تګلاره غوره کړه چې په مهمو لومړیو کرښو کې یې خاوره له لاسه ورکړه او ځواکونو ته یې درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

د زيلېنسکي په خبره، که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېلو د بیو د لوړېدو له امله له اوکراین څخه غوښتي وو، چې د روسیې د تېلو پر تاسیساتو له بریدونو ډډه وکړي، خو کیېف اړ دی د مسکو هغو مالي سرچینو ته زیان ورسوي چې د جګړې لپاره عواید برابروي.

د اوکراین ولسمشر د امریکا له حکومت څخه وغوښتل، څو داسې فکر ونه‌کړي چې روسیه به یوازې د ډونباس په نیولو سره جګړه پای ته ورسوي او ټینګار یې وکړ، چې د عادلانه سولې له ټینګښت مخکې له مسکو سره د اړیکو عادي کول تېروتنه ده.

زیلېنسکي که څه هم د ډسمبر میاشتې په جي۲۰ غونډه کې له پوتین سره د سولې خبرو ته چمتووالی وښود، خو ویې ویل، چې د روسیې له خوا د رښتینې سولې او یا پر انرژۍ د بریدونو د بندېدو هېڅ نښې نه لیدل کېږي.

بل خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بهرنیو وګړو ته له کیېف څخه د وتلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا ګوزارونه پر روسي خاورې د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي.

اوکرایني چارواکو خبرداری ورکړی، چې مسکو د ژمي په درشل کې سلګونه بالستیک توغندي او ګړندي جیټ شاهد ډرونونه زېرمه کړي دي. زيلېنسکي وویل، هېواد یې د نویو ډرونونو د ویشتلو لپاره پر اېف-۱۶ او میګ جنګي الوتکو تکیه کړې، خو د الوتکو د مهماتو کمښت شته او کیېف د الکترونیکي جګړې او نویو ارزانه دفاعي توغندیو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

هغه همداراز د ۲۵۰ کیلومتره واټن ویشتونکي «اېف‌پي-۷» بالستیک توغندي لومړني کارولو ته په اشارې سره اعلان وکړ، ډاډمن دی چې تر مسکو پورې د رسېدونکي «اېف‌پي-۹» توغندي جوړول به هم په روان مني کې بشپړ شي او په وینا یې، په بروکسل کې د اروپايي ملګرو په مرسته د اوکراین د دفاعي بودجې د ۲۷ میلیارده ډالرو تشه ډکه شوې ده.

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه مشورتي غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشري وکړي. ټاکل شوې چې دا غونډه د اکتوبر په ۵مه په مسکو کې ترسره شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابولوف، ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا کمول به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲مه ویلي چې د مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمه‌ییزو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي.

په اسلام‌اباد کې حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پلاوی د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳مه، مسکو ته روان شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هم د غونډې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر وکړي. افغانستان اوس په رسمي توګه د مسکو فارمټ غړی دی.

پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې محمد صادق به د روسیې، چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان له ځانګړو استازو سره دوه‌اړخیزې خبرې وکړي.

د پاکستان د ځانګړي استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د مسکو غونډې په څنډه کې د احتمالي دوه‌اړخیزې ناستې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، یوې پاکستانۍ سرچینې ویلي: «داسې کومه لیدنه د پاکستاني پلاوي په پروګرام کې شامله نه ده.»

د طالبانو یوې سرچینې ویلي: «زموږ له خوا د ملاقات کومه غوښتنه نه ده شوې.»

د پاکستان ځانګړي استازي روانه اوونۍ په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې پر طالبانو سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغان خاوره کې د وسله‌والو ډلو موجودیت له پامه نه شي غورځول کېدای.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ دوه‌اړخیزې خبرې د تېر کال له اکتوبر راهیسې درېدلې دي او دا مهال د دواړو لورو ترمنځ «سفارتي جمود» حاکم دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړو د مسکو فارمټ د ډېرو غړو هېوادونو اندېښنې هم راپارولې دي.

روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابولوف، له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مخ پر زیاتېدونکې شخړه به د مسکو فارمټ په غونډه کې یوه مهمه موضوع وي.

کابولوف له «ایزویستیا» ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې: «روسیه به خوشاله شي که وکولی شي پاکستان او طالبان دې ته وهڅوي چې یوه معقول جوړجاړي ته ورسېږي.»

چین د روان کال په اپرېل کې د ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې او شخړو د هواري په موخه د خبرو کوربتوب کړی و، خو د دغو خبرو پایلې نه دي ورکړې.

په پاکستاني پلاوي کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او ترکیې د څانګې عمومي رییس نعیم اقبال چیمه، په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني او په مسکو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي شامل دي.

د یمن د جګړې د پراخېدو په درشل کې سعودي عربستان ته د پاکستان سرتېري استول شوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۹ GMT+۱
100%

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د خاورې د دفاع او د توغندیو او ډرونونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې سرتېري استولي، په داسې حال کې چې ریاض د ایران پلوه حوثیانو پر وړاندې په یمن کې د نوي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.


د راپور له مخې، پاکستاني سرتېري د سعودي عربستان د ځمکنیو پولو د ساتنې او د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

یو پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي چې اسلام‌اباد تر اوسه یمن ته د جګړه‌ییزو عملیاتو لپاره د ځواکونو د استولو پرېکړه نه ده کړې، خو پاکستاني پوځي سلاکاران د سعودي ځواکونو ترڅنګ د یمن د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

راپور وایي، پاکستان تېره میاشت اډن ښار ته څلور پوځي باروړونکې الوتکې استولي چې هوايي دفاعي سیسټمونه، سپکې توپخانې، بې‌پیلوټه الوتکې او د بې‌پیلوټه الوتکو ضد تجهیزات یې لېږدول.

رویټرز د سیمه‌ییزو او لوېدیځو چارواکو له قوله ویلي چې سعودي عربستان په راتلونکو اوونیو کې د حوثیانو پر ضد د پراخو عملیاتو د پیل ارزونه کوي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه عملیات د یمن د حکومت پلوه ځواکونو له خوا پر مخ یوړل شي، خو د سعودي هوايي بریدونه به یې ملاتړ وکړي.

سرچینې وايي، د عملیاتو یو مهم هدف د باب‌المندب تنګي بېرته کنټرولول دي؛ هغه ستراتیژیکه لار چې حوثیانو په وروستیو میاشتو کې پر هغې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

راپور زیاتوي چې سعودي عربستان دوه احتمالي سناریوګانې تر غور لاندې لري: یوه د باب‌المندب شاوخوا محدود عملیات او بله د یمن په څو ولایتونو، لکه مارب، تعز، الجوف او البیضاء کې هممهاله پراخ بریدونه.

د چارواکو په وینا، د عملیاتو د پراخوالي له مخې ښايي تر ۱۰۰ زرو ډېر یمني ځواکونه راجلب شي.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکا له وړاندې د استخباراتي معلوماتو او پوځي سلاکارانو له لارې له سعودي عربستان سره همکاري کوي، خو د مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو برخه نه ده.

راپور همداراز وایي چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د تېرې میاشتې د دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، ترکیې او پاکستان دواړو ریاض ته پوځي تجهیزات برابر کړي دي.

د سرچینو په وینا، هغه ترکي بې‌پیلوټه الوتکې چې سعودي عربستان مخکې اخیستې وې، اوس د یمن پر فضا هم کارول کېږي.

رویټرز لیکي چې د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو د خطر له امله ریاض له خپلو متحدانو د دفاعي سیسټمونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

د راپور له مخې، فرانسې هم اعلان کړی چې د سعودي عربستان د ینبع بندري ښار د ساتنې لپاره به دفاعي تجهیزات او پوځي پرسونل واستوي.

خو پوځي او سیمه‌ییز شنونکي خبرداری ورکوي چې د حوثیانو پر ضد هر ډول ځمکني عملیات به له ننګونو ډک وي، ځکه د یمن د حکومت اړوند بېلابېلې وسله‌والې ډلې لا هم په بشپړه توګه منظمې او متحدې نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په افغانستان کې هم د ښځو ترمنځ له مهمو روغتیايي ستونزو څخه دی.

دغه سازمان وایي، د سینې سرطان د نښو په وخت پېژندل او ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د سازمان د تازه معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲،۴ میلیونه ښځې په نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوې او نږدې ۶۹۴ زره یې مړې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اېکس له لارې ویلي، د سینې سرطان بېلابېلې نښې لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ناروغي پرمختللې شوې وي، او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۸۶ هېوادونو کې د ښځو تر ټولو عام سرطان و. دغه ناروغي د بلوغ له عمر وروسته په هر عمر کې رامنځته کېدای شي، خو د عمر له زیاتېدو سره یې کچه لوړېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان عامې نښې د سینې غوټه یا کلکوالی، د سینې د اندازې یا بڼې بدلون، د پوستکي یا نوک بدلون او له سینې څخه غیرعادي یا وینه لرونکی مایع دي. سازمان ټینګار کوي چې د دغو بدلونونو په لیدلو باید روغتیايي مشوره واخیستل شي.

د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سینې سرطان تر ټولو عام سرطان یاد شوی. اټکل کېږي چې په دغه کال کې شاوخوا ۴،۳۴۲ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او نږدې ۱،۸۶۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځو ترمنځ هم د سینې سرطان د نوو پېښو کچه د پام وړ ده؛ په ۲۰۲۴ کال کې د ښځو لپاره د دې ناروغۍ د پېښو د عمر له مخې معیاري شوې کچه په هر ۱۰۰ زره ښځو کې ۳۴،۶ وه.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان ډېری پېښې د ځانګړو خطر عواملو له شتون پرته هم رامنځته کېږي. شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په هغو ښځو کې لیدل کېږي چې له جنسیت او عمر پرته د ناروغۍ کوم ځانګړی خطر عامل نه لري.

د سازمان په وینا، د سینې سرطان د مړینې د کمولو لپاره ژر تشخیص، پر وخت درملنه او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی مهم دي. په هغو هېوادونو کې چې د تشخیص او درملنې خدمتونه محدود وي، د ناروغۍ ناوخته تشخیص د ژوندي پاتې کېدو چانس کموي.

روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشت د سینې سرطان د پوهاوي نړیوالې میاشتې په توګه د عامه پوهاوي، ژر تشخیص او د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي د پراخېدو لپاره مهم فرصت بولي. د ۲۰۲۶ کال د دې کمپاین شعار «هره کیسه ځانګړې ده، هر سفر ارزښت لري» دی.