• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وایي په تور سمندرګي کې یې دوه پوځي باروړونکې بېړۍ ویشتلې دي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د دنیپرو سیند شمالي پل او د تور سمندرګي په شمال لوېدیځ کې دوه باروړونکې بېړۍ ویشتلې دي. مسکو ادعا کوي چې دغو بېړیو اودېسا ته پوځي تجهیزات لېږدول.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې ځواکونو یې د یکشنبې په ورځ د کییف د دنیپرو سیند شمالي پل په نښه کړی دی.

د مسکو د ادعا پر بنسټ، دغه پل د سرتېرو او پوځي اکمالاتو د لېږد لپاره کارول کېږي.

د وزارت په وینا، روسي ځواکونو په شمال لوېدیځ تور سمندرګي کې دوه باروړونکې بېړۍ هم ویشتلې چې ادعا کېږي اودېسا بندر ته یې پوځي تجهیزات لېږدول.

روسیې د یکشنبې په ورځ پر اوکراین د خپلو بریدونو د زیاتولو ژمنه وروسته له هغه وکړه چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي رویټرز ته وویل،چې کییف به د روسیې د تېلو د تصفیې پر فابریکو خپل بریدونه زیات کړي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۵

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

•
•
•

نور خبرونه

د مسکو د تازه بریدونو غبرګون کې؛ زیلېنسکي وایي د روسیې د تېلو پر چاڼ‌ځایونو بریدونه پراخوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلېنسکي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې هېواد به یې د مسکو د هوايي بریدونو د نوې تګلارې په غبرګون کې د روسیې د تېلو پر چاڼ‌ځایونو بریدونه دوه برابره کړي.

ولادیمیر زیلېنسکي په دې ځانګړې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) خپره شوې، څرګنده کړه، د اوکراین استخباراتي ادارو داسې اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د را روان ژمي په درشل کې پر ملکي اهدافو، سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو لپاره تابیاوې نیولې دي.

د زيلېنسکي په باور، د مسکو اصلي موخه دا ده، چې د پراخو ویجاړیو له لارې خلک له کیېف او نورو ښارونو څخه تېښتې ته اړ کړي، خو په وینا یې، اوکراین به هېڅکله د روسي ځواکونو په څېر ملکي وګړي په نښه نه‌کړي.

زيلېنسکي زیاته کړه، چې د اوکراین ځواکونو د «ویوالډي» په نوم په پیل شویو ځوابي عملیاتو کې د ختیځ ډونباس سیمې شاوخوا ۱۴۰ مربع کیلومتره خاوره بېرته نیولې او دا عملیات لاهم روان دي. نوموړي ادعا وکړه، چې پوتین وروسته له هغې پر ملکي سیمو د بریدونو تګلاره غوره کړه چې په مهمو لومړیو کرښو کې یې خاوره له لاسه ورکړه او ځواکونو ته یې درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

د زيلېنسکي په خبره، که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېلو د بیو د لوړېدو له امله له اوکراین څخه غوښتي وو، چې د روسیې د تېلو پر تاسیساتو له بریدونو ډډه وکړي، خو کیېف اړ دی د مسکو هغو مالي سرچینو ته زیان ورسوي چې د جګړې لپاره عواید برابروي.

د اوکراین ولسمشر د امریکا له حکومت څخه وغوښتل، څو داسې فکر ونه‌کړي چې روسیه به یوازې د ډونباس په نیولو سره جګړه پای ته ورسوي او ټینګار یې وکړ، چې د عادلانه سولې له ټینګښت مخکې له مسکو سره د اړیکو عادي کول تېروتنه ده.

زیلېنسکي که څه هم د ډسمبر میاشتې په جي۲۰ غونډه کې له پوتین سره د سولې خبرو ته چمتووالی وښود، خو ویې ویل، چې د روسیې له خوا د رښتینې سولې او یا پر انرژۍ د بریدونو د بندېدو هېڅ نښې نه لیدل کېږي.

بل خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بهرنیو وګړو ته له کیېف څخه د وتلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا ګوزارونه پر روسي خاورې د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي.

اوکرایني چارواکو خبرداری ورکړی، چې مسکو د ژمي په درشل کې سلګونه بالستیک توغندي او ګړندي جیټ شاهد ډرونونه زېرمه کړي دي. زيلېنسکي وویل، هېواد یې د نویو ډرونونو د ویشتلو لپاره پر اېف-۱۶ او میګ جنګي الوتکو تکیه کړې، خو د الوتکو د مهماتو کمښت شته او کیېف د الکترونیکي جګړې او نویو ارزانه دفاعي توغندیو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

هغه همداراز د ۲۵۰ کیلومتره واټن ویشتونکي «اېف‌پي-۷» بالستیک توغندي لومړني کارولو ته په اشارې سره اعلان وکړ، ډاډمن دی چې تر مسکو پورې د رسېدونکي «اېف‌پي-۹» توغندي جوړول به هم په روان مني کې بشپړ شي او په وینا یې، په بروکسل کې د اروپايي ملګرو په مرسته د اوکراین د دفاعي بودجې د ۲۷ میلیارده ډالرو تشه ډکه شوې ده.

د یمن د جګړې د پراخېدو په درشل کې سعودي عربستان ته د پاکستان سرتېري استول شوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۹ GMT+۱
100%

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د خاورې د دفاع او د توغندیو او ډرونونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې سرتېري استولي، په داسې حال کې چې ریاض د ایران پلوه حوثیانو پر وړاندې په یمن کې د نوي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.


د راپور له مخې، پاکستاني سرتېري د سعودي عربستان د ځمکنیو پولو د ساتنې او د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

یو پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي چې اسلام‌اباد تر اوسه یمن ته د جګړه‌ییزو عملیاتو لپاره د ځواکونو د استولو پرېکړه نه ده کړې، خو پاکستاني پوځي سلاکاران د سعودي ځواکونو ترڅنګ د یمن د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

راپور وایي، پاکستان تېره میاشت اډن ښار ته څلور پوځي باروړونکې الوتکې استولي چې هوايي دفاعي سیسټمونه، سپکې توپخانې، بې‌پیلوټه الوتکې او د بې‌پیلوټه الوتکو ضد تجهیزات یې لېږدول.

رویټرز د سیمه‌ییزو او لوېدیځو چارواکو له قوله ویلي چې سعودي عربستان په راتلونکو اوونیو کې د حوثیانو پر ضد د پراخو عملیاتو د پیل ارزونه کوي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه عملیات د یمن د حکومت پلوه ځواکونو له خوا پر مخ یوړل شي، خو د سعودي هوايي بریدونه به یې ملاتړ وکړي.

سرچینې وايي، د عملیاتو یو مهم هدف د باب‌المندب تنګي بېرته کنټرولول دي؛ هغه ستراتیژیکه لار چې حوثیانو په وروستیو میاشتو کې پر هغې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

راپور زیاتوي چې سعودي عربستان دوه احتمالي سناریوګانې تر غور لاندې لري: یوه د باب‌المندب شاوخوا محدود عملیات او بله د یمن په څو ولایتونو، لکه مارب، تعز، الجوف او البیضاء کې هممهاله پراخ بریدونه.

د چارواکو په وینا، د عملیاتو د پراخوالي له مخې ښايي تر ۱۰۰ زرو ډېر یمني ځواکونه راجلب شي.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکا له وړاندې د استخباراتي معلوماتو او پوځي سلاکارانو له لارې له سعودي عربستان سره همکاري کوي، خو د مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو برخه نه ده.

راپور همداراز وایي چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د تېرې میاشتې د دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، ترکیې او پاکستان دواړو ریاض ته پوځي تجهیزات برابر کړي دي.

د سرچینو په وینا، هغه ترکي بې‌پیلوټه الوتکې چې سعودي عربستان مخکې اخیستې وې، اوس د یمن پر فضا هم کارول کېږي.

رویټرز لیکي چې د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو د خطر له امله ریاض له خپلو متحدانو د دفاعي سیسټمونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

د راپور له مخې، فرانسې هم اعلان کړی چې د سعودي عربستان د ینبع بندري ښار د ساتنې لپاره به دفاعي تجهیزات او پوځي پرسونل واستوي.

خو پوځي او سیمه‌ییز شنونکي خبرداری ورکوي چې د حوثیانو پر ضد هر ډول ځمکني عملیات به له ننګونو ډک وي، ځکه د یمن د حکومت اړوند بېلابېلې وسله‌والې ډلې لا هم په بشپړه توګه منظمې او متحدې نه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په افغانستان کې هم د ښځو ترمنځ له مهمو روغتیايي ستونزو څخه دی.

دغه سازمان وایي، د سینې سرطان د نښو په وخت پېژندل او ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د سازمان د تازه معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲،۴ میلیونه ښځې په نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوې او نږدې ۶۹۴ زره یې مړې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اېکس له لارې ویلي، د سینې سرطان بېلابېلې نښې لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ناروغي پرمختللې شوې وي، او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۸۶ هېوادونو کې د ښځو تر ټولو عام سرطان و. دغه ناروغي د بلوغ له عمر وروسته په هر عمر کې رامنځته کېدای شي، خو د عمر له زیاتېدو سره یې کچه لوړېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان عامې نښې د سینې غوټه یا کلکوالی، د سینې د اندازې یا بڼې بدلون، د پوستکي یا نوک بدلون او له سینې څخه غیرعادي یا وینه لرونکی مایع دي. سازمان ټینګار کوي چې د دغو بدلونونو په لیدلو باید روغتیايي مشوره واخیستل شي.

د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سینې سرطان تر ټولو عام سرطان یاد شوی. اټکل کېږي چې په دغه کال کې شاوخوا ۴،۳۴۲ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او نږدې ۱،۸۶۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځو ترمنځ هم د سینې سرطان د نوو پېښو کچه د پام وړ ده؛ په ۲۰۲۴ کال کې د ښځو لپاره د دې ناروغۍ د پېښو د عمر له مخې معیاري شوې کچه په هر ۱۰۰ زره ښځو کې ۳۴،۶ وه.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان ډېری پېښې د ځانګړو خطر عواملو له شتون پرته هم رامنځته کېږي. شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په هغو ښځو کې لیدل کېږي چې له جنسیت او عمر پرته د ناروغۍ کوم ځانګړی خطر عامل نه لري.

د سازمان په وینا، د سینې سرطان د مړینې د کمولو لپاره ژر تشخیص، پر وخت درملنه او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی مهم دي. په هغو هېوادونو کې چې د تشخیص او درملنې خدمتونه محدود وي، د ناروغۍ ناوخته تشخیص د ژوندي پاتې کېدو چانس کموي.

روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشت د سینې سرطان د پوهاوي نړیوالې میاشتې په توګه د عامه پوهاوي، ژر تشخیص او د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي د پراخېدو لپاره مهم فرصت بولي. د ۲۰۲۶ کال د دې کمپاین شعار «هره کیسه ځانګړې ده، هر سفر ارزښت لري» دی.

د فلای‌دوبۍ د برید شکمن پیلوټ مخکې د پیلوټۍ له روزنې لرې شوی و

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
100%

سي‌اېن‌اېن د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د فلای‌دوبۍ پر الوتکه د بل پیلوټ د برید په تور شکمن عماني پیلوټ حمام الحمامي تېر کال د عمان له ملي هوايي شرکت څخه د «افراطي نظریاتو» د اندېښنو له امله له پیلوټۍ روزنې لرې شوی و.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، حمام الحمامي وروسته په عمان هوايي شرکت کې بلې دندې ته ګومارل شوی او بیا یې د مراکش له شاهي هوايي شرکت سره هم کار کړی دی. دوو سرچینو، چې له موضوع سره بلدتیا لري، ویلي چې هغه په ۲۰۲۵ کال کې د افراطي نظریاتو په اړه د اندېښنو له امله د الوتنې له روزنې لرې شوی و.

د راپور له مخې، الحمامي د عمان تبعه دی، په متحده عربي اماراتو کې د عماني پلار او سوریایي مور په کور کې زېږېدلی او څو کاله یې په متحده عربي اماراتو کې تېر کړي دي. هغه شاوخوا اته میاشتې له فلای‌دوبۍ سره کار کړی و.

سي‌اېن‌اېن وايي، د الحمامي په نوم د «لینکډین» یوه پاڼه ښيي چې هغه اووه کاله له عمان هوايي شرکت سره کار کړی او د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې ترې وتلی و. نوموړي د ۲۰۲۵ کال په جون کې د مراکش له شاهي هوايي شرکت سره کار پیل کړی، خو د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې یې هغه دنده هم پرېښې وه. دغه پاڼه وروسته حذف شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د القاعدې د پخوانیو مشرانو انځورونه

د سي‌اېن‌اېن د څېړنې له مخې، د الحمامي له حذف شوې ټولنیزې رسنۍ سره تړلو پوسټونو کې د افراطي ډلو له مخکښو څېرو څخه د ځینو کسانو انځورونه هم خپاره شوي وو.

راپور وايي، د نوموړي په «لینکډین» پاڼه کې یوازې دوه پوسټونه خپاره شوي وو چې دواړه د چهارشنبې له پېښې شاوخوا نهه ساعته وروسته خپاره شوي دي. په یوه ویډیو کې د بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکې د پیلوټۍ خونې صحنې ښودل شوې وې او د اسراییلو د «ال عال» او «ارکیا» هوايي شرکتونو الوتکې هم پکې لیدل کېدې.

د ویډیو په پای کې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري او د ۲۰۰۹ کال د ځانمرګي برید عامل همام خلیل ابوملال البلوي انځورونه هم لیدل شوي وو. د سي‌اېن‌اېن په وینا، البلوي په هغه برید کې نهه کسان، چې اووه یې د امریکا د استخباراتو ادارې کارکوونکي او قراردادیان وو، وژلي وو.

په دویم پوسټ کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوی انځور خپور شوی و چې د مکې، مدینې او بیت‌المقدس درې سپېڅلي ځایونه یې د یوې روښانه لارې له لارې سره تړلي ښودل. په شالید کې په یوه شعر کې د سپکاوي د نه منلو، له مرګ څخه د نه وېرېدو او د عزت د دفاع خبرې شوې وې.

راپور وايي، همدا دوه ویډیوګانې د الحمامي په نوم له یوه انسټاګرام حساب څخه هم خپرې شوې وې، خو دغه حساب هم وروسته حذف شوی دی.

د ښځو او ګډو کاري چاپېریالونو په اړه پخواني پوسټونه

د سي‌اېن‌اېن د شننې له مخې، د الحمامي له حذف شوي ټویټر حساب څخه نږدې ۳۰۰۰ پوسټونه، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ خپاره شوي وو، د مصنوعي ځیرکتیا پر یوه وسیله وڅېړل شول.

په دغو پخوانیو پوسټونو کې هغه د خپلې مور له خوا د ورته شرایطو منونکې مېرمنې د موندلو ستونزې بیان کړې وې. هغه غوښتنه کړې وه چې راتلونکې مېرمن یې نقاب واغوندي او له واده وروسته کار ونه کړي.

نوموړي په یوه بل پوسټ کې په ګډو کاري چاپېریالونو کې د ښځو او نارینه‌وو د کار کولو پر وړاندې هم اعتراض کړی و.

د ترهګرۍ له پېښې سره د تړاو څېړنه

د پېښې په اړه د اسراییلو څو ادارې، د شین‌بت او موساد په ګډون، د پوځ او د ترانسپورټ وزارت سره یوځای څېړنه کوي چې څنګه یو عماني پیلوټ د تل‌ابیب پر لور روانې الوتنې د عملې برخه وګرځېد.

د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو لویې څارنوالۍ هم د دې پېښې په تړاو څېړنه پیل کړې چې معلومه کړي ایا برید له «ترهګریز فعالیت» سره تړاو درلود او که مخکې له مخکې پلان یا لارښوونه ورته شوې وه.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم ویلي چې شکمن کس ښايي د «اسلامپالو افراطي نظریاتو د تلقین» تر اغېز لاندې راغلی وي.

فلای‌دوبۍ ویلي چې تر هغه چې د پېښې څېړنه روانه وي، په دې اړه تبصره نه شي کولی. سي‌اېن‌اېن د عمان هوايي شرکت، د مراکش شاهي هوايي شرکت او د دوبۍ حکومت د رسنیو له دفتر څخه هم د نظر غوښتنه کړې ده.

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب تر مشرۍ لاندې د اماراتو لومړنۍ په کور دننه جوړه شوې تجارتي سپوږمکۍ «التایر-۱» د امریکا له نه کالیفورنیا فضا ته وتوغول شوه. دا سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې لپاره د ۱۰ سپوږمکیو د شبکې لومړۍ برخه ده.

حمدالله محب پر خپل ایکس لیکلي چې «التایر-۱» په ابوظبۍ کې طرحه، راټوله او ازمویل شوې او د سپېس اېکس د «ټرانسپورټر-۱۸» ګډ فضايي ماموریت له لارې د امریکا د کالیفورنیا ایالت له واندېنبرګ فضايي اډې څخه فضا ته توغول شوې.

حمدالله محب، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د امنیت شورا سلاکار و او اوس د «اوربټورکس» او «مارلن سپېس» اجراییوي رییس دی، ویلي چې دوه کاله وړاندې «اوربټورکس» یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس په ابوظبۍ کې جوړه شوې سپوږمکۍ په مدار کې ده.

محب ویلي، متحده عربي امارات نور یوازې د فضايي ظرفیتونو پېرودونکی نه دی، بلکې د دغو ظرفیتونو جوړوونکی هم دی.

د «التایر-۱» له توغولو سره د «التایر» فضايي مجموعي کار هم پیل شوی دا شبکه به له ۱۰ مصنوعي ځیرکتیا لرونکو سپوږمکیو جوړه وي چې د ابوظبۍ مېشت «اوربټورکس» شرکت یې د ځمکې د پرمختللې څارنې لپاره جوړوي.

د «اوربټورکس» په وینا، «التایر-۱» له ځمکې څخه سیګنال ترلاسه کړی او خپل فعالیت یې پیل کړی دی. د دغې ډلې پاتې نهه سپوږمکۍ به راتلونکی کال فضا ته وتوغول شي.

هره «التایر» سپوږمکۍ پنځه مدغم سنسرونه لري چې نوري، لنډې څپې انفرارېډ، حرارتي، هایپراسپکټرل او رادیويي فریکونسۍ پکې شاملې دي.

تمه ده چې سپوږمکیو دغه مجموعه په ۲۰۲۷ کال کې په بشپړ ظرفیت فعالیت پیل کړي او د ځمکې هره برخه به په شاوخوا هر څلور ساعتونو کې یو ځل څاري.

یاد شرکت ویلي، چې سپوږمکۍ یې په واقعي وخت او په خپلواکه توګه معلومات پروسس کوي او د ځنګلي اورونو په لومړنیو پړاوونو کې د هغوی د پېژندلو او په سمندر کې د پټو فعالیتونو کوونکو بېړیو د موندلو وړتیا لري.

«التایر-۱» به د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون، سمندري څارنې، چاپېریال ساتنې، د خوړو خوندیتوب، د زیربناوو څارنې او ملي امنیت په برخو کې کارول کېږي.

«اوربټورکس» د ابوظبۍ د «مارلن سپېس» او د سانفرانسیسکو د «لوفت اوربیټل» شرکتونو ترمنځ د شراکت له لارې جوړ شوی دی.

د «اوربټورکس» د سپوږمکیو د تولید مرکز په ۴۶۴۵ متره مربع ساحه کې جوړ شوی او د شرکت په وینا، په بشپړ ظرفیت کې په کال کې تر ۵۰ سپوږمکیو د تولید وړتیا لري.

حمدالله محب له جمهوري نظام وروسته د متحده عربي اماراتو له فضايي ټکنالوژۍ او سپوږمکیو جوړولو له سکتور سره یوځای شو او د «اوربټ‌ورکس» او «مارلن سپېس» له مشرتابه سره یې په ګډه کار پیل کړ.