راپور د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو یادونه کوي او وایي چې اسلاماباد ادعا کوي په افغانستان کې یې ۲۲ وسلهوال وژلي او د وسلو او مهماتو زېرمې یې له منځه وړي، خو د طالبانو حکومت وایي په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له نهو تر لسو ملکي وګړي وژل شوي دي.
د راپور له مخې، وروستی کړکېچ د سپټمبر په ۱۸مه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ پر یوه پولیس مرکز له خونړي برید وروسته بیا زور واخیست. په دغه برید کې ۳۱ کسان ووژل شول او له سلو ډېر نور ټپیان شول. د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) یوې ډلې د برید مسوولیت منلی و.
اسلاماباد له هغې وروسته یو ځل بیا طالبان تورن کړل چې د ټيټيپي جنګیالیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، خو طالبانو دا تورونه رد کړل او ټيټيپي یې د پاکستان کورنۍ ستونره وبلله
راپور لیکي چې ټيټيپي د افغانستان له طالبانو جلا ډله ده، خو له هغوی سره ژورې فکري، تاریخي او شخصي اړیکې لري.
د راپور له مخې، د ټيټيپي ډېری جنګیالي د امریکا او ناټو پر ضد د طالبانو ترڅنګ جنګېدلي وو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې په افغانستان کې لا ډېر نفوذ او فعالیت موندلی دی.
د شخړو د مطالعاتو د بون نړیوال مرکز مشر کونراد شیټر ویلي، د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې دومره ژورې دي چې د طالبانو لپاره له ټيټيپي څخه بشپړ واټن اخیستل اسانه نه دي.
خو د راپور په وینا، دا اړیکې په دې معنا نه دي چې طالبان د ټيټيپي پر فعالیتونو بشپړ کنټرول لري.
د افغانستان د شنونکو شبکې شریک مشر توماس روټیګ ویلي: «طالبان نه غواړي د اسلاماباد امرونه ومني او چمتو نه دي چې بهرني لوري د دوی په چارو کې مداخله وکړي.»
راپور زیاتوي، د ټيټيپي ترڅنګ د ډیورنډ کرښې لانجه هم د دواړو هېوادونو د اختلاف یوه مهمه سرچینه ده.
د راپور په وینا، د ۱۸۹۳ کې کال دا پښتون میشتې سیمې په دوو برخو وېشل شوې او له همدې امله د جغرافیایي تر څنګ قومي او هویتي اړخ هم لري.
کونراد شیټر ویلي چې قومي او ملتپال عوامل د دې شخړې په ژورتیا کې مهم رول لري او لا هم ګڼ پښتانه د ډیورنډ کرښه نه مني.
همدا راز راپور لیکی ، پاکستان یو وخت افغانستان د هند پر وړاندې د خپلې «ستراتېژیکې ژورتیا» برخه بلله، خو اوس یې په زیاتېدونکي ډول د امنیتي ستونزې په توګه ارزوي.
راپور د «چتم هاوس» د یوې شننې له قوله لیکي چې هند له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او دا وضعیت د اسلاماباد پخوانۍ محاسبه بدله کړې ده.
راپور وایي، پاکستان لا هم پر افغانستان د فشار مهمې وسیلې لري.
افغانستان، چې سمندر ته مستقیمه لار نه لري، د خپل تجارت او ترانزیټ یوه مهمه برخه د پاکستان له لارې ترسره کوي.
د راپور له مخې، اسلاماباد د سرحدونو تړل، د سوداګرۍ محدودول او د افغان کډوالو ایستل د فشار د وسیلو په توګه کارولي دي.
پاکستان له طالبانو سره د ټيټيپي په اړه څو ځله خبرې کړې او د اوربندونو هوکړې هم شوې، خو راپور وایي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي اساسي ستونزه لا هم نه ده حل شوې.
بلخوا راپور لیکي چې شخړه اوس یوازې د ټيټيپي موضوع نه ده بلکې ، طالبانو په وروستیو کې پاکستان تورن کړی چې د دوی له وسلهوالو مخالفانو ملاتړ کوي او ادعا یې کړې چې د نورستان په نښتو کې یو شمېر مخالف جنګیالي له پاکستانه افغانستان ته اوښتي وو.
اسلاماباد دا تورونه رد کړي دي.
خو توماس روټیګ ویلي، پاکستان په تېرو لسیزو کې د افغانستان په دننه کې له بېلابېلو وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی او اوس داسې ښکاري چې د طالبانو د ځینو مخالفو ډلو لپاره هم ملاتړ موجود دی.
راپور د «چتم هاوس» له قوله وایي چې وروستي پرمختګونه د پخوانیو سرحدي نښتو په پرتله د پام وړ خطرناک دي او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیم تقابل ته لاره هواره کړي.
خو توماس روټیګ باور لري چې د خبرو اترو له لارې د کړکېچ د مهار امکان شته.
هغه ویلي، که دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کښېني او نړیوال منځګړیتوب موجود وي، د تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو غاړو د ملکي وګړو د خوندیتوب لارې موندل کېدای شي.
راپور ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید یوازې د امنیتي او پوځي لیدلوري له مخې تعریف نه شي، بلکې د اقتصادي همکارۍ، سیمهییز اتصال او متقابلې ګټې پر بنسټ د باور د رامنځته کولو هڅو ته هم اړتیا لري.