د تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون؛ لاریونوال د شپې کوهاټ ته رسېدلي او نن پېښور ته روانېږي

سهیل اپریدي د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خلاصون او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د پراخ لاریون لومړی پړاو (یکشنبه د تلې ۱۲مه) د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک پیل کړ او شپې کوهات ته ورسېدل. لاریونوال به نن سېشنبه د پېښور په لور حرکت وکړي.
تحریکت انصاف ګوند په اسلاماباد کې د هر ډول غونډو د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت له خبرداري او اقداماتو سره، سره خپل لاریون ته دوام ورکړی. لاریون کوونکي له زندانه د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون غوښتنه کوي.
تحریک انصاف ګوند ویلي، چې له حکومت سره د اختلافاتو د هوارۍ لپاره د خبرو تر ناکامېدو وروسته یې لاریون پیل کړی. د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف یو مهم ټکی د ترهګرۍ ضد تګلاره وه.
د سهیل اپریدي په مشرۍ کاروان هڅه کوي د اکتوبر تر ۸مې پورې خیراباد ته ورسېږي. خیراباد له پنجاب سره پر پوله پروت دی. ټاکل شوې، چې د خیبر پښتونخوا سر وزیر به هلته د لاریون د راتلونکو اقداماتو په اړه اعلان وکړي.
نوموړي د تحریک انصاف ګوند پلویانو ته په وینا کې وویل، چې دا ځل د ګوند مبارزه اوږدمهاله ده: «موږ باید خپل ځانونه ستړي نهکړو. زموږ مبارزه اوږدمهاله ده». اپریدي د کوهاټ له خلکو غوښتي، چې په پراخه کچه په لاریون کې ګډون وکړي.
هغه زیاته کړې: «پیغام باید په روښانه ډول ورسېږي؛ پښتونخوا د عمران خان ده، د عمران خان وه او له عمران خان سره به پاتې شي». نوموړي وویل، کاروان به د ماسپښین په درېیو بجو د پوهنتون له څلورلارې د پېښور پر لور حرکت وکړي.
نوموړي وړاندې د دغه لاریون د مهالوېش په اعلانولو سره ویلي و، چې په لومړي پړاو کې به د ټانک، دېره اسماعیل خان، وزیرستان، بنو او لکي مروت نه راغلي کسان ورسره یو ځای شي او شپه به د کرک سیمې ته نږدې تېره کړي.
سهیل اپریدي وویل، چي د اکتوبر په ۵مه د کرک خلک، د اکتوبر په ۶مه د کوهات، هنګو، کورمې او اورکزيو ولسوالیو اوسېدونکي او د اکتوبر په ۷مه د پېښور او خیبر ولسوالۍ اوسېدونکي له دغه کاروان سره یو ځای کېږي.
