• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د امید سبز ښارګوټي درې استازي په ضمانت خوشې کړي دي

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۱

په کابل کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د کابل په لویدیځ کې د امید سبز ښارګوټي هغه درې استازي چې د سې شنبې په ورځ یې نیولي وو، له تضمین اخیستلو وروسته خوشې کړي دي.

د یوې سرچینې په وینا، طالبانو له دغو کسانو څخه د خپلو کورونو د تخلیې په اړه د ژمنې له اخیستو وروسته خوشې کړي دي. سرچینه وايي، طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی چې که له کورونو له وتلو ډډه وکړي، د کورنۍ غړي به یې هم ونیول شي.

ځینو سرچینو ویلي چې طالبانو ټولټال پنځه استازي نیولي وو. د معلوماتو له مخې، د نیولو پر مهال له دغو کسانو سره سخت چلند شوی، ګواښل شوي او سپکاوی ورته شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو د ښارګوټي اعتراض کوونکي اوسېدونکي هم ګواښلي او له هغوی یې غوښتي چې له لاریونونو ډډه وکړي. د سرچینو په وینا، د طالبانو چارواکو په یوه غونډه کې اوسېدونکو ته ویلي چې د دغه ډلې ځواکونو ته د اعتراض کوونکو پر وړاندې د ډزو اجازه شته.

د راپورونو له مخې، د تلې په ۱۴مه د امید سبز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي او د هغوی استازي د کورونو د کرایې ټاکلو په اعتراض کې د ښارګوټي په جمنازیوم کې راټول شوي وو. طالبانو یو شمېر استازي د خبرو لپاره یوې پوستې ته بیولي او وروسته یې نیولي وو.

اوسېدونکي وايي، طالبانو ترې غوښتي چې د خپلو کورونو د اوسېدو لپاره کرایه ورکړي او د هرې خونې لپاره یې څلور زره افغانۍ کرایه ټاکلې ده. د افغانستان انټرنشنل د تازه معلوماتو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزارت کارکوونکي په ښارګوټي کې کور په کور ګرځي او د کرایې اړوند اسنادو کې د اوسېدونکو د ګوتو نښې اخلي.

د امید سبز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کورونو د نیولو بهیر هم روان دی او د ځینو کورونو مالکانو خپل توکي راټول کړي او د تخلیې لپاره چمتووالی نیسي.

د طالبانو یوې ځانګړې محکمې د روان کال په غويي میاشت کې د امید سبز ښارګوټي له ۱۵۰۰جریبه زیاته ځمکه «امارتي» بللې وه. د طالبانو د عدلیې وزارت وروسته اوسېدونکو ته د کورونو د تخلیې لپاره د زمري تر ۱۵مې نېټې وخت ورکړی و.

د ښارګوټي اعتراض کوونکي اوسېدونکي د طالبانو دغه پرېکړه ناعادلانه بولي او غوښتنه کوي چې د هرې خونې لپاره د څلور زره افغانیو کرایې د ټاکلو حقوقي بنسټ دې روښانه شي.

د امید سبز ښارګوټي د ځمکو د ملکیت په اړه د طالبانو د پرېکړې له اعلان وروسته، د ښارګوټي اوسېدونکو څو ځله اعتراضونه کړي او د خپلو ملکیتي اسنادو د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزیرانو د نیولو حکم اعلان کړ

•
•
•

نور خبرونه

ایراني چارواکي له طالبانو سره د افغان کانونو پر استخراج غږېدلي

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
100%

له هغې وروسته، چې یوه ایراني مقام افغانستان د دغه هېواد د « دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته د سفر پر مهال، د افغانستان د کانونو په استخراج کې د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري او په کابل کې د دغه هېواد سفیر علي‌رضا بېګدلي د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال سره د افغان کانونو د استخراج په تړاو غږیدلي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د سه‌شنبې په ورځ (د تلې په ۱۴مه) شوې او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، دې ناسته کې د کانونو د استخراج او په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په زېرمو کې د ایراني پانګوالو پر ونډې بحث شوی. د طالبانو مرستیال وزیر عبدالرحمن قانت په دې لیدنه کې ادعا کړې، چې دوی د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی او ایراني پانګوال کولای شي د افغانستان د طبیعي زېرمو په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.
په دې خبرو کې د هرات - مزارشریف د ریل پټلۍ پروژې او د دواړو لورو ترمنځ د ترانزیټي لارو پر پراختیا هم ټینګار شوی. طالب چارواکي ویلي، هغه هوکړه‌لیکونه چې ایران ته د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر د سفر پر مهال شوي وو باید عملي شي، څو د اقتصادي پروژو په چارو کې د هر ډول ځنډ مخنیوی وشي.

کابل ته د ایران د دغه لوړپوړي دیپلوماتیک پلاوي سفر په داسې مهال دی، چې څه موده مخکې په کابل کې د ایران مرستیال سفیر بلخ او کندهار ولایتونو ته د سفر پر مهال د دغو ولایتونو له والیانو سره ولیدل. دواړه والیان، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ځانګړې ډلې غړي دي.

تېره اوونۍ، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان قاآني، افغانستان د خپل هېواد د « دفاعي کمربند» یوه برخه یاده کړه.

د ایران مرستیال سفیر، د طالبانو د بلخ او کندهار والیانو سره د خپلو لیدنو یوه موخه د « اسلامي امت» د ګټو د تامین په تړاو د هڅو همغږي یاده کړې وه.

څارونکي باور لري، چې ایراني چارواکي د طالبانو د واکمنۍ له نه مشروعیت او تنګلاسۍ څخه په ګټې اخیستو، په افغانستان کې خپلې استخباراتي، اقتصادي او نورې ګټې د « اسلامي امت» د دفاع او نورو مذهبي شعارونو تر چتر لاندې تعقیبوي.

د دوی په باور، طالبان له داسې کړنو سره په همکارۍ، افغانستان د بهرنیو ټکرونو په مرکز بدلوي، خو طالبان د ناپېیلي او متوازن بهرني سیاست ادعا لري.

د طالبانو رژیم، د کانونو په استخراج کې هم په نه روڼتیا او نا مسلکي چلند تورن دي، خو دوی دا تورونه نه مني.

امریکایي څېړونکی: مسکو له طالبانو سره د مرګونو وسلو د معاملې په اړه محتاط دی

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

په مسکو کې مېشت امریکايي سیاسي شنونکي انډریو کورېبکو ویلي، که څه هم روسیه له طالبانو څخه د داعـ. ـش خراسان ډلې ځپل غواړي، خو بیا هم پر کابل واکمنو ته د مرګونو پوځي تجهیزاتو په ورکولو او پلورلو کې زړه نا زړه دي.

هغه په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې مسکو اندېښنه لري دا ډول تجهیزات ښايي د افغانستان او پاکستان په روانه نااعلان شوې جګړه کې د اسلام‌اباد پر ضد وکارول شي او هغه نږدې اړیکې زیانمنې کړي چې مسکو په وروستیو کلونو کې له پاکستان سره په سختۍ جوړې کړې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت تایید کړې ده چې د دوی یوه جګپوړي پلاوي د روسیې په وروستیو «سنټر-۲۰۲۶» پراخو پوځي تمریناتو کې ګډون کړی و، چیرته چې پر پرمختللو جګړو، ډرونونو او اتومات تجهیزاتو ډېر تمرکز شوی و او ولادیمیر پوتین هم د دغو مانورونو ننداره کړې وه. د هندي رسنۍ نیوز ۱۸ له لوري په دې اړه پوښتنې راپورته شوې دي چې په دغو تمرینونو کې د کابل ګډون پاکستان ته یو پیغام دی.

هم‌مهاله د افغانستان انټرنشنل موندنې په ډاګه کوي چې طالبانو د هند په مالي ملاتړ او د روسیې په تایید له بېلاروس څخه د ډرون الوتکو د پېرلو هڅې پیل کړې دي.

کورېبکو زیاتوي چې د پرمختللو روسی ډرونونو ترلاسه کول ښايي طالبانو ته توان ورکړي چې پاکستان ته زیات زیان ورسوي او اسلام‌اباد به په ځواب کې خپلو بریدونو ته لا زور ورکړي. د شنونکي په باور، که څه هم روسیه د داعش د ګواښونو له امله د استخباراتي او څارګرو ډرونونو ورکړې ته اړتیا ویني، خو هېڅ لېوالتیا نه لري چې د طالبانو له لارې له پاکستان سره نیابتي جګړې ته ننوځي یا هم دا تجهیزات د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) لاس ته ورشي او له اسلام‌اباد سره یې اقتصادي او نفتي ګټې له منځه لاړې شي.

دا امریکایي شنونکی استدلال کوي چې پاکستان ښايي د خپلو لوېدیځو شریکانو تر اغېز لاندې د روسیې د دا ډول تجهیزاتو کارول د مسکو او ډیلي د ګډې دسیسې په توګه تعبیر کړي، نو ځکه روسیه هڅه کوي چې په احتیاط سره مخته ولاړه شي. خو که مسکو په دې نازکو شرایطو کې بیا هم طالبانو ته مرګونې وسلې ورکړي، دا به په ډاګه کړي چې روسیه د داعش د خراسان څانګې خطر دومره جدي بولي چې ان د اسلام‌اباد سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د خرابېدو خطر هم پر ځان مني.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د روسیې د ملي امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره لیدلي او د کابل او مسکو ترمنځ یې د امنیتي او سیاسي همکاریو او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی. روسیې په سیمه کې د امنیتي ننګونو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ ساتلې دي او غواړي په سیمه‌ییزو معادلو کې خپل فعال رول وپالي.

څېړنیز مرکز: نجونو پر زده‌کړو بندیز او اقتصادي ستونزو د افغانستان پر ښوونیز نظام اغېز کړی

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱
100%

د راول والنبرګ په نامه یوه نړیوال څېړنیز مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونو، د ښوونیز نصاب بدلونونو او د ښوونکو اقتصادي ستونزو په افغانستان کې د زده‌کړې پر کیفیت او لاسرسي منفي اغېزې کړي دي.

دغه راپور د دوشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه، خپور شوی او پکې خبرداری ورکړل شوی چې یاد محدودیتونه کولی شي چې د افغانستان پر ښوونیز نظام او په دغه هېواد کې د سولې پر راتلونکي اوږدمهاله اغېزې ولري.

د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له ستنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه. د راپور کې راغلي، دې اقدام د تېرو دوو لسیزو د ښوونیزو پرمختګونو یوه مهمه برخه بېرته له منځه وړې ده.

د راول والنبرګ نړیوال مرکز وايي، د نجونو د زده‌کړو له محدودولو سره هم‌مهاله د ښوونیز نصاب محتوا هم بدله شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د مدني زده‌کړو او هنر په څېر ځینې مضمونونه له نصابه لرې شوي او پر دیني زده‌کړو، امارت‌شناسي او جهاد پورې اړوندو موضوعاتو ډېر تمرکز شوی دی.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دیني مدرسو شمېر هم زیات شوی او ګڼ ماشومان په ښوونځیو سربېره په دیني مدرسو او قرآني ټولګیو کې هم زده‌کړې کوي.

د ښوونکو اقتصادي ستونزې

د دغه مرکز په راپور کې د ښوونکو د معاشونو کموالی او اقتصادي ستونزې هم د ښوونې پر کیفیت د اغېز له مهمو عواملو بلل شوي دي.

د راپور له مخې، اقتصادي فشارونو د ښوونکو انګېزه او تمرکز کم کړی او ځینې ښوونکي ان د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان هم نه لري.

راپور همداراز وايي چې په ښوونځیو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د ټولګیو ګڼه‌ګوڼه، د ښوونکو ستړیا او د دمې لپاره د کافي وخت نشتوالی د زده‌کوونکو پر وړاندې د بدني سزا او رواني تاوتریخوالي له عواملو څخه دي.

د څېړنې له مخې، هلکان تر ډېره له بدني سزا سره مخ کېږي، خو نجونې بیا د سپکاوي او رواني تاوتریخوالي له زیات خطر سره مخ دي.

د زده‌کړو پر راتلونکي اندېښنه

په راپور کې ټینګار شوی چې جنسیتي تبعیض، د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د زده‌کړو په لاسرسي کې توپیر او اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د ټولو ماشومانو لپاره د برابرې زده‌کړې فرصتونه محدودوي.

د راول والنبرګ نړیوال مرکز خبرداری ورکړی چې د ښوونیز نظام د ایډیالوژیک کنټرول لپاره کارول او په ښوونځیو کې د تاوتریخوالي دوام، نه یوازې د ماشومانو د زده‌کړې حق زیانمنوي، بلکې د ټولنیز یووالي، د افغانستان د راتلونکي او د سولې پر بهیر هم اغېز کولی شي.

دغه څېړنه د افغانستان په نهو ولایتونو کې له ښوونکو، والدینو، کارپوهانو او زده‌کوونکو سره د ۶۵ مرکو او د بېلابېلو سرچینو د مطالعې پر بنسټ ترسره شوې ده. د راپور له مخې، راټول شوي معلومات د موضوعي تحلیل له لارې ارزول شوي او د بېلابېلو معلوماتو د پرتله کولو له لارې یې اعتبار سنجول شوی دی.

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو قوماندان ایرج کاکاوند وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت کمېدو په اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو لاهم د دودیزو او صنعتي نشه‌يي توکو سترې جوپې د افغانستان له ختیځو پولو ایران ته اړول کېږي.

ایرج کاکاوند دوشنبه (د تلې ۱۳مه) په هرات کې د ایران له قونسل علي‌رضا مرهمتي سره په لیدنه کې ویلي، ایران چمتو دی چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله تجربه او پوهه له افغانستان سره شریکه کړي.

د هغه په وینا، افغانستان ته د ایراني پلاوي د تېر سفر پرمهال په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالب پولیسو د روزنې لپاره طرحې جوړې شوې وې؛ خو جګړه‌ییزو شرایطو د دغه پروګرامونو د عملي کېدو مخه ونیوله.

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو قوماندان وویل، که شرایط برابر شي تهران چمتو دی چې د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د روزنې پروګرام عملي کړي.

کاکاوند همداراز وویل، د نړۍوالو سازمانونو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې شاوخوا یو کال وړاندې د افغانستان په زېرمتونونو کې د نشه‌يي توکو د پام وړ زېرمې موجودې وې.

هغه ټینګار وکړ، د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس چمتو دي چې د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د دواړو خواوو له ډیپلوماتیکو او پولیسو ظرفیتونو او همداراز په هرات کې د ایران له کونسلګرۍ څخه استفاده وکړي.

په هرات کې د ایران قونسل علي‌رضا مرهمتي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولیسو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې د ایران او طالبانو د پولیسو قوماندانان دې هر شپږ میاشتې وروسته ګډه ناسته وکړي؛ څو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډې نقشې د پراختیا او عملي کولو په اړه پرېکړې وکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د روان کال د چنګاښ په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د ۲۰۲۶کال د نړۍ د نشه‌يي توکو په راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید بې‌ساری کمښت، په ورته وخت کې د مصنوعي اپیوایډونو پراختیا د نشه‌يي توکو د نړۍوال بازار جوړښت بدلوي.

د دغه راپور له مخې چې د چنګاښ په پنځمه خپور شوی، افغانستان تر ۲۰۲۲کال پورې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه تریاک تولیدول؛ د طالبانو له‌خوا د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د تریاکو په تولید کې تر ۹۵ سلنه کمښت راغلی دی.

خو ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو شته زېرمې به د ۲۰۲۶کال تر پایه دوام وکړي.

افغان ایواک: د افغانانو د خوندي وضعیت قانون د رایې پر لور یو ګام وړاندې شو

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۲ GMT+۱
100%

امریکا ته د افغانانو د لېږد بنسټ (افغان‌ایواک) په وینا، د افغانستان د لندمهاله خوندي وضعیت قانون د امریکا د استازو جرګې د رایې اخیستو پر لور مهم ګام اخیستی او په ورته وخت کې په قطر کې د السیلکیه کمپ د فعالیت موده هم نهه میاشتې نوره غځول شوې ده.

افغان‌ایواک په خپل تازه اوونیز راپور کې ویلي، د افغانستان د موقتي خوندي وضعیت د ۲۰۲۶ کال قانون لپاره د امریکا د استازو جرګې غړو جېسن کرو او سام لیکاردو د اکتوبر په لومړۍ نېټه داسې اجرایي ګام اخیستی چې د دغه قانون د رایې لپاره د جرګې عمومي غونډې ته د راوړلو لاره پرانیستلی شي.

د راپور له مخې، د قانون د رایې لپاره د راوړلو په موخه ځانګړې عریضه باید د استازو جرګې لږ تر لږه ۲۱۸ غړي لاسلیک کړي. که دغه شمېر پوره شي، قانون د رایې لپاره د جرګې عمومي غونډې ته راوړل کېدای شي. افغان‌ایواک وايي، تمه ده دا فرصت د منځمهالو ټاکنو وروسته د کانګرس د روانې دورې په وروستیو غونډو کې برابر شي.

د دغه قانون له مخې، افغانستان به د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې د موقتي خوندي وضعیت لپاره وټاکل شي او په امریکا کې مېشت مستحق افغانان به د ایستلو پر وړاندې د لنډمهالې ساتنې او د کار اجازې د ترلاسه کولو حق ولري. دا طرحه د امریکا د دواړو لویو سیاسي ګوندونو د استازو ملاتړ لري. افغان‌ایواک دا د نږدې دوو کلونو په موده کې د امریکا په کانګرس کې د افغانانو د قانوني خوندیتوب لپاره «تر ټولو روښانه تقنیني لاره» بللې ده.

بل لور ته، په قطر کې د کمپ السیلیه د فعالیت موده نهه میاشتې نوره غځول شوې ده. د افغان‌ایواک په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سپټمبر په ۲۹مه له قطر سره د کمپ د فعالیت د غځولو هوکړه کړې ده.

په کمپ کې ۱،۰۳۴ افغان متحدین او د هغوی د کورنیو غړي پاتې دي چې شاوخوا ۷۲ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. په دوی کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان د امریکايي پوځیانو د کورنۍ غړي دي. افغان‌ایواک وايي، د کمپ غځېدل د دې کسانو د سمدستي بې‌ځایه کېدو اندېښنه کمه کړې، خو دایمي حل نه دی.

د افغان‌ایواک مشر شان وانډيور ویلي: «نهه میاشتې وخت دی، حل‌لاره نه ده.» هغه ټینګار کړی چې له دې مودې باید د پاتې افغانانو د طبي معایناتو، د دوسیو د بشپړولو او هغو کسانو د امریکا ته د لېږد لپاره استفاده وشي چې شرایط پوره کوي.

د ځانګړو ویزو بهیر لا هم له جدي ځنډ سره مخ دی

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې د یوه تازه راپور له مخې، له ۱۶۰ زرو ډېر افغان متحدین او د هغوی د کورنۍ غړي تر اوسه د ځانګړې مهاجرتي ویزې له لارې خوندي ځایونو ته رسېدلي، خو له ۱۵۵ زرو ډېر غوښتونکي لا هم د ویزو په کتار کې دي.

د افغان‌ایواک په وینا، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې یوازې درې افغانانو ته ځانګړې مهاجرتي ویزې صادرې شوې دي. د سنا په راپور کې د ویزو د صادرولو د بهیر د سمدستي بیا پیل، د نورو ۱۰۰ زرو ویزو د منظورۍ او د امریکايي ځواکونو له افغان متحدینو لپاره د دایمي پروګرام غوښتنه شوې ده.

افغانانو ته د کډوالو په کلنۍ ونډه کې ځانګړې شمېرې نشته

د افغان‌ایواک د راپور له مخې، د امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د کډوالو د منلو کلنۍ ونډه ۱۷،۵۰۰ ټاکل شوې، خو په پرېکړه کې افغانانو ته ځانګړې ونډه نه ده ټاکل شوې.

دغه سازمان وايي، د «موږ یې په شمېر کې شامل کړئ» کمپاین له لارې کانګرس ته له ۳،۸۰۰ ډېر لیکونه استول شوي او غوښتنه شوې چې لږ تر لږه ۵،۰۰۰ ځایونه افغان ماموریت شریکانو او د امریکايي پوځیانو کورنیو ته ځانګړي شي.

زرګونه افغانان له روغتیايي پوښښ بې برخې شوي

افغان‌ایواک وايي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې د امریکا د فدرالي روغتیايي مرستې او د ماشومانو د روغتیايي بیمې پروګرامونو پوښښ د ډېرو هغو افغانانو لپاره پای ته رسېدلی چې د کډوالۍ موقتي اجازه، پناه یا د کډوالۍ نور قانوني وضعیت لري، خو لا یې دایمي استوګنې کارت نه دی ترلاسه کړی.

د دغه سازمان په وینا، یوازې په شمالي کارولینا کې شاوخوا ۱۴ زره کډوال او پناه غوښتونکي له روغتیايي پوښښ بې برخې شوي دي.

درېیم هېواد ته د افغانانو د ایستلو تګلاره

افغان‌ایواک وايي، د امریکا سترې محکمې د سپټمبر په ۲۹مه د درېیم هېواد له لارې د ایستلو د حکومت تګلاره تر قضایي پرېکړې پورې د عملي کېدو اجازه ورکړې ده. دغه سازمان ادعا کوي چې افغانان هم د دې ډول ایستلو په الوتنو کې شامل شوي دي.

د راپور له مخې، ټیټو محکمو مخکې موندلې وه چې په دې بهیر کې خلکو ته د مناسبې خبرتیا او د ځورونې یا شکنجې د وېرې د بیان لپاره کافي فرصت نه ورکول کېږي. ستره محکمه ټاکل شوې چې د قضیې اصلي استدلالونه په ډسمبر کې واوري.

په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونه

افغان‌ایواک د افغانستان او پاکستان د ډیورنډ کرښې وضعیت ته په اشارې ویلي، پاکستان د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر کونړ او هلمند هوايي بریدونه کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي بللي دي. پاکستان وايي، بریدونه یې د وسله‌والو پر مرکزونو کړي، خو د طالبانو حکومت دغه بریدونه تېری بللی دی.

افغان‌ایواک وايي، ملګرو ملتونو سږ کال د پولې پورې غاړې د تاوتریخوالي له امله په افغانستان کې د ۱،۱۰۰ څخه د ډېرو ملکي مرګ‌ژوبلو ثبتولو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو جبري ستنول هم روان ساتلي دي.

افغان‌ایواک په خپل راپور کې له افغانانو څخه غوښتي چې د موقتي خوندي وضعیت د قانون د ملاتړ لپاره له خپلو امریکايي استازو سره اړیکه ونیسي. دغه سازمان همداراز د اکتوبر په ۱۰مه د افغان کډوالو د قانوني حقونو په اړه وړیا انلاین معلوماتي غونډه اعلان کړې، چې په پښتو او دري ژبو به هم ژباړه ولري.