پنجاب د امنیتي ګواښونو له امله پر غونډو او لاریونونو ۱۰ ورځنی بندیز اعلان کړ

د پاکستان پنجاب ایالت د امنیتي ګواښونو له امله پر هر ډول عامه غونډو، لاریونونو او غونډېدو ۱۰ ورځنی بندیز لګولی دی. دا پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې د مالي او سیاسي قضیو له امله د زنداني شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو لاریون د اسلاماباد پر لوري روان دی.
د پاکستان د پنجاب حکومت د کورنیو چارو وزارت لخوا پر خپرو شویو لارښوونو کې راغلي چې د اکتوبر له ۶مې تر ۱۵مې نېټې پورې په ټول ایالت کې د پنځو یا زیاتو کسانو غونډېدل، لاریونونه، پرلتونه او د وسلو لېږدول او نندارې ته وړاندې کول منع دي.
البته، د جنازې او ودونو مراسم، په جوماتونو کې لمځونه او رسمي دولتي یا قضايي چارې له دې بندیز څخه بهر ساتل شوې دي.
دغه بندیزونه پر داسې مهال لګول کېږي چې د عمران خان په ملاتړ د پاکستان تحریک انصاف ګوند پیل شوی لاریون له خیبر پښتونخوا پېښور د صوبې له لارې پر مخ روان دی او ټاکل شوې د اکتوبر پر ۸مه د پنجاب پولې ته نږدې «خیراباد» سیمې ته ورسېږي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت ویلي چې استخباراتي ادارو د ځانمرګو بریدونو، په موټرو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو او هدفي وژنو جدي ګواښونه موندلي او زیاته کړې یې ده چې د خلکو لویې غونډې د مخالفینو لپاره «اسانه موخې» جوړېدای شي.
پر همدې مهال په اسلاماباد کې هم کلک امنیتي تدابیر نیول شوي شاوخوا لارې د باروړونکو موټرو په کانټینرونو تړل شوې دي او د رینجرز ملېشه ځواکونو مأموریت د اکتوبر تر ۱۵مې غځول شوی دی.
دغه لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې د تحریک انصاف او مرکزي حکومت ترمنځ د عمران خان د روغتیايي لیدنو، قانوني لاسرسي او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد تګلارې پر سر خبرې اترې بېنیتجې پای ته ورسېدې.
