پاکستان د فتح-۴ په نوم اوږد واټن ویشتونکی توغندی وازمویه

پاکستان د سې شنبې په ورځ د «فتح-۴» کروز توغندي د پرمختللې او اوږد واټن ویشتونکې بڼې د بریالي ازمویلو خبر ورکړ. د پاکستان پوځ ویلي، دا توغندی چې په کور دننه جوړ شوی، د لارښود او تګلارې له پرمختللو سیستمونو سره سمبال دی او کولای شي له لرې واټنه موخې په لا ډېر دقت سره په نښه کړي.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ازمویلو کې د توغندي بېلابېلې تخنیکي برخې هم وکتل شوې. د پاکستان پوځ وايي، دغه بدلونونه د دې لپاره شوي چې د عملیاتو پر مهال د دغه سیسټم دقت او دوام زیات شي.
دا ازمویل د پاکستان پوځ د یو شمېر لوړپوړو افسرانو، ساینسپوهانو او د توغندي جوړوونکي بنسټ د انجنیرانو په حضور کې ترسره شوه.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، د پوځ مشر سید عاصم منیر او یو شمېر نورو پوځي قوماندانانو د دې ازموینې هرکلی کړی او په دې پروژه کې یې له ښکېلو ساینسپوهانو او انجنیرانو مننه کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دغه ازموینه د دغه هېواد په دفاعي برخه کې «مهم پرمختګ» بللی دی.
دا ازمویل د پاکستان د پوځي توغندیو د پراختیا او ازموینې د روان پروګرام یوه برخه ده. د روان کال په غويي میاشت کې د پاکستان پوځ د توغندیو قوماندانۍ د ځمکې له سطحې د توغول کېدونکي «فتح-۴» کروز توغندي ازموینه کړې وه. له هغې یوه میاشت وړاندې د «فتح-۲» سیستم هم ازمویل شوی و.
د پاکستان پوځ د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې هم د «فتح-۴» کروز توغندي د روزنیزې ازموینې خبر ورکړی و چې د ۷۵۰ کیلومتره واټن د وهلو وړتیا لري.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د خپلو توغندیزو سیستمونو پراختیا او ازموینې زیاتې کړې دي. د دغه هېواد چارواکي وايي، د توغندیزو وړتیاوو پیاوړتیا د پاکستان د دفاعي پروګرام یوه برخه ده.
