شهباز شریف ګوترېش سره لیدنه کې: افغانستان کې باید د ترهګرۍ پر وړاندې عملي اقدام وشي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په لیدنه کې په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه کړې. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر ارزښت هم ټینګار وکړ.
دا لیدنه پاکستان ته د ګوترېش د درې ورځني سفر په ترڅ کې ترسره شوه. د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ اسلاماباد ته ورسېد او ټاکل شوې چې د تلې تر ۱۶مې په پاکستان کې پاتې شي.
هغه په دې سفر کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي، چې په هغوی کې ولسمشر اصف علي زرداري، لومړی وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پاکستاني پوځ لوی درستیز قوماندان عاصم منیر شامل دي.
افغانستان او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د پاکستان له چارواکو سره د ګوترش د لیدنو له مهمو موضوعاتو څخه وو. د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د سې شنبې په ورځ له ګوترش سره په لیدنه کې د افغانستان، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، کشمیر او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
ګوترېش د چهارشنبې په ورځ له عاصم منیر سره هم وکتل. د پاکستان پوځ ویلي چې دواړو لورو د سیمې د امنیتي وضعیت، سیمهییز ثبات، د کشمیر د شخړې او «له افغانستان څخه د راټوکېدلې ترهګرۍ» په اړه خبرې وکړې.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت وکړي. طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
په همدې حال کې، په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. پاکستان د اکټوبر په لومړۍ نېټه په کونړ او هلمند ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او ویې ویل چې د ترهګرو ډلو مرکزونه یې په نښه کړي دي. ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي دي. طالبانو هم دغه بریدونه غندلي دي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د خپل سفر په ترڅ کې په هند او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو له دفتر او د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت له ملي ادارې څخه هم لیدنه وکړي.
ګوترېش تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې، په پاکستان کې له پراخو سېلابونو وروسته، دغه هېواد ته سفر کړی و.
ګلبدین حکمتیار په طالبانو باندې یوازې پر نیوکو بسنه نه کوي، بلکې اوس یې د خپلو ځواکونو او پلویانو د راټولولو او بسیج پړاو ته هم مخه کړې ده. د اسلامي حزب د تشکیلاتو د بیا جوړولو او منظمولو هڅې هم روانې دي.
حکمتیار په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بهر د حزب اسلامي شورا جوړه کړې او د کمېټو غړي او مسوولان یې ټاکلي دي. په افغانستان کې دننه هم، د حزب اسلامي د سرچینو په وینا، په ټول هېواد کې د دې ګوند د غړو د تنظیم او بسیج هڅې زیاتې شوې دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې حکمتیار په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو پر یوه له سختو منتقدانو بدل شوی دی. هغه د طالبانو اداره «فاسده، ظالمه، غاصبه او د بهرنیو مزدوره» بللې او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د وضعیت د بدلون لپاره اقدام وکړي.
حکمتیار له طالبانو غوښتي چې واک پرېږدي او ویلي یې دي چې بدلون «حتمي او نږدې» دی.
هغه د طالبانو د ادارې مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی او د ټاکنو د ترسره کېدو او د نظام په جوړښت کې د خلکو د ګډون غوښتنه یې کړې ده. حکمتیار له هغو هېوادونو چې د طالبانو ملاتړ کوي، لکه ایران، روسیه او هند، هم غوښتي چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.
حکمتیار طالبان «بهرنۍ پروژه» بولي.
د حزب اسلام د مشر دا دریځونه له یوه اړخه بېساري نه دي. د ټاکنو، اساسي قانون او ټولګډونه خبرو په اړه د هغه ډېری لیدلوري له پخوا هم مطرح شوي دي. خو په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې پر وړاندې د هغه د نیوکو څرګندوالی او په شدت سره بېساری بلل کېږي.
حکمتیار یو عملپال، بېقراره او څرګند سیاستوال بلل شوی دی. هغه معمولاً خپل نظر په زړورتیا بیانوي او له هغو موضوعاتو څخه د خبرو کولو ډډه نه کوي چې ځینې پښتانه مشران یې له بیانولو ډډه کوي.
حکمتیار له پخوا له طالبانو سره ښې اړیکې نه لرلې. خو وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، هغه د حسن نیت او د اړیکو د عادي کولو په هدف له دې بدلون څخه هرکلی وکړ. هغه په کابل کې پاتې شو او په لومړیو دوو کلونو کې یې تر ډېره د طالبانو له موخو او پروګرامونو سره په همغږۍ کې فعالیت کاوه.
خو طالبانو ورو ورو د حکمتیار فعالیتونه محدود کړل؛ جایدادونه یې مصادره شول او له سیاسي فعالیت او ویناوو څخه هم منع شو. حکمتیار اړ شو چې افغانستان پرېږدي او اوس د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په مرسته په دغه هېواد کې ژوند کوي.
د حکمتیار له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې تر هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واکمن وي، نوموړی هېواد ته د بېرته ستنېدو اراده نه لري.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا حکمتیار به یوازې خپلو سیاسي نیوکو ته دوام ورکړي، که له طالبانو سره د مخامخ کېدو نوي پړاو ته به داخل شي؟
حکمتیار تر اوسه له طالبانو سره وسلهواله جګړه نه ده پیل کړې، خو د حزب اسلامي د ځواکونو د تنظیم او بسیج نښې، د هغه له تندو څرګندونو سره یوځای، دا احتمال جدي کړی دی.
د حکمتیار د دریځونو ارزښت په دې کې دی چې هغه په مستقیم ډول د افغانستان د کړکېچ بنسټیزو موضوعاتو ته اشاره کوي او پر اساسي مسایلو تمرکز کوي.
په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له اوسني وضعیت څخه ګڼ شمېر غیرطالب څېرې ناراضه وې. پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرلهپسې توګه د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. خو کرزي د طالبانو د سیاسي مشروعیت، د واک د جوړښت او د نظام د راتلونکي په اړه په دومره څرګند ډول خبرې نه دي کړي. اشرف غني هم د طالبانو پر وړاندې په دومره څرګند ډول سیاسي دریځ نه دی نیولی.
خو حکمتیار پر هغو موضوعاتو تمرکز کړی چې د طالبانو د ادارې مشروعیت، ټاکنې، لویه جرګه، اساسي قانون او د سولې بهیر پکې شامل دي.
دا چې د حکمتیار وروستي دریځونه تر کومې کچې له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو له سیاستونو سره تړاو لري، جلا بحث دی. خو یوه د پام وړ خبره دا ده چې هر څومره د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې، هماغومره د طالبانو پر وړاندې د حکمتیار انتقادي دریځ ه
عبدالرشید دوستم چې د متحدې جبهې له مهمو قوماندانانو څخه و، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جګړه وکړه. د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو حکومت، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له هوايي بریدونو او د متحدې جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو له ځمکنیو عملیاتو وروسته، چې د امریکايي ځواکونو ملاتړ ورسره و، نسکور شو.
افغانستان انټرنشنل د ښاغلي دوستم دا روایت د تاریخي اهمیت له امله خپروي:
«له امریکا سره اړیکه د ازبکستان له لارې ټینګه شوه. د داوود اکه په نوم یو کس چې په اصل کې د امریکا تبعه و او اصلي نوم یې داوود ټایسون دی او په ازبکي ژبه بشپړ برلاسی لري، ماته ټیلیفون وکړ. هغه په روانه ازبکي ژبه راسره خبرې وکړې او ځان یې را وپېژانده. هغه وویل: ”موږ غواړو له نږدې درسره وګورو“. مطلب یې دا و چې دوی غوښتل له همدې ځایه له طالبانو سره خپله جګړه پیل کړي.
ما ورته وویل چې راشئ. موږ زرګونه سپاره جنګیالي لرو. له همدې ځایه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو او افغانستان به ازاد کړو. له دې خبرو څه موده وروسته یې بیا ټیلیفون وکړ او ویې ویل چې موږ را روان یو.
زما په یاد دي چې شپه وه او د محمد محقق د قرارګاه څراغونه مو بل کړي وو. د امریکايي ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله، چې نهه کسان وو، په ملکي جامو او کاوبای پتلونونو کې زموږ قرارګاه ته راغله. له ځان سره یې لوی او درانده اوسپنیز صندوقونه هم راوړل.
په دغو صندوقونو کې درانه وسایل، د مخابراتو درنې وسیلې او اړوند اسناد وو. دوی له قرارګاه څخه لږه دمه واخیسته او وروسته ما د نقشې له مخې هغوی ته په فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان او نورو ولایتونو کې زموږ د ځواکونو د جغرافیې او ځایونو په اړه معلومات ورکړل او اسونه مې هم ورته وښودل. له وضعیت څخه داسې معلومېده چې هغوی له سپرلۍ سره چندان بلد نه وو.
تاشکند زموږ د اړیکو په ټینګولو او بریالیتوب کې پرېکنده رول درلود. په قشقهدریا کې یوه پوځي اډه وه. امریکایانو له ازبکستان سره هوکړه کړې وه چې له دغې اډې څخه د خپلو ټرانسپورټي الوتکو او چورلکو د الوتنو او د لوژستیکي وسایلو د لېږد لپاره کار واخلي.
موږ کله ناکله له امریکایانو سره پیغامونه تبادله کول. زه پوهېدم چې په هغو ولایتونو کې چې زموږ نفوذ پکې و، طالبانو لا ډېر پام ور اړولی و. طالبانو شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ زره جنګي ځواکونه درلودل چې مشري یې ملا فاضل کوله. ملا فاضل د ملا عمر او اسامه بن لادن له لوري د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د جګړې قوماندان ټاکل شوی و.
ما دقیق معلومات درلودل او امریکايي ځانګړو ځواکونو ته مې ډاډ ورکړی و چې هر کله مزارشریف ونیسو، اووه نور ولایتونه به هم په هماغه ورځ سمدستي د طالبانو له ولکې ووځي.
کله چې مو مزارشریف ونیو، په همدې ورځ له بادغیس څخه تر پلخمري او له سمنګان څخه تر فاریاب پورې سیمې هم ونیول شوې. موږ یعنې محمد محقق، عطامحمد نور او ما، له مخکې خلکو ته معلومات ورکړي وو، خپلې شبکې مو په منځ کې جوړې کړې وې او خلک مو پاڅون ته چمتو کړي وو.
په یوه ورځ له بادغیس څخه تر سمنګان پورې ټول ولایتونه سقوط شول او موږ د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان او جنګیالي اسیران کړل. زه پوهېدم چې د اسامه بن لادن ځانګړي ځواکونه د هېواد په شمال کې موجود دي. نږدې زر تنه یې اسیران شول او د هغه مرستیال هم، چې په عبدالحمید مستعار نوم یې پېژندل کېده، زموږ لاس ته ولوېد. هغه ټپي و او وروسته په روغتون کې مړ شو.
جان واکر لیند چې د امریکا تبعه و، او ګڼ شمېر بهرني ترهګر هم د اسیرانو په ډله کې وو. همدارنګه ملا فاضل او نوري، د خپلو قول اردوګانو له قوماندانانو او څه باندې ۱۰ زرو کسانو سره، زموږ له خوا ونیول شول.
غواړم دلته یوه خاطره هم بیان کړم. کله چې مو مزارشریف ونیو، ما په جنګي کلا کې د مخابراتو انتن ولګاوه او له خپلو ځواکونو سره مې اړیکه ونیوله. هغه مهال د شمال ټول ولایتونه نیول شوي وو.
د امریکايي ځواکونو یو قوماندان هم په سیمه کې حاضر و او زما چارې یې له نږدې څارلې. ما ورته وویل چې لکه څنګه مې ژمنه کړې وه، اوس د شمال ټول ولایتونه نیول شوي دي. ته کولی شې له دې ځایه تر بادغیس او له سمنګان څخه تر پلخمري پورې ولاړ شې او په خپلو سترګو یې ووینې.
هغه راته رانږدې شو، پوځي سلام یې وکړ، اسمان ته یې وکتل او ویې ویل: ”خدایه، زه دوه لوڼې لرم. که ماته یو زوی راکړې، نوم به یې دوستم کېږدم“.
له نهو امریکايي سرتېرو پرته، ۱۲ نور امریکايي ځواکونه هم راغلل. په سر کې یې ښاغلی مارک و. په دې توګه د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد. ټول د امریکا د ځانګړو ځواکونو غړي وو. هغوی هوايي بریدونه تنظیمول او تل له موږ سره وو. موږ د بریدونو د هدفونو همغږي کوارډینېټونه برابرول.
له بامیان څخه عبدالکریم خلیلي، له غور څخه امیر اسماعیل خان او له تخار څخه هم یو شمېر کسانو بریدونه پیل کړل. د جګړې ټولې چارې زما تر قوماندې لاندې تنظیمېدې. ما له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره په بامیان، تخار او غور کې د عملیاتو همغږي کوله. خپله ما هم د مزارشریف له مرکزي سیمې څخه مخ پر وړاندې تګ کاوه. البته د سياېیاې غړي هم موجود وو چې له موږ سره یې مشورې کولې.
هغه فکر کاوه چې د افغانستان راتلونکی به له ټکنالوژۍ او ځوانانو سره تړلی وي.
خو د کابل له دې ظاهراً عصري ژوند سره په څنګ کې جګړه هم روانه وه.
له ۲۰۱۴ م کال وروسته، کله چې د نړیوالو ځواکونو ډېره برخه له افغانستان څخه ووتله او افغان امنیتي ځواکونو د جګړې اصلي پېټی پر اوږو واخیست، په ډېرو ولایتونو کې جګړه پراخه شوه. کابل هم له چاودنو او بریدونو خوندي نه و.
د بشیر نسل له یوه عجیبه تضاد سره لوی شو: سهار به یې د چاودنې خبر اورېده او پوهنتون ته به تله، خو ماښام به یې له ملګرو سره په کافي شاپ کې د نوي کار، سټارټاپ، ټکنالوژۍ یا بهر ته د زدهکړو په اړه خبرې کولې.
د ده د ځوانۍ جلالاباد د کورسونو، پوهنتونونو، کتابتونونو، فرهنګي غونډو او کافيشاپونو ښار و.
هغه په یوه خصوصي پوهنتون کې زدهکړې وکړې او د ډیزاین او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یې کار پیل کړ. په جلالاباد کې د نړیوالو موسسو او پراختیايي پروژو حضور د ده په څېر ډېرو ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي وو.
خو ننګرهار د جګړې له سختو سیمو څخه هم و.
له ۲۰۱۵ وروسته، د طالبانو ترڅنګ د داعش خراسان ډلې بریدونه هم په دې ولایت کې زیات شول. اچین، سپینغر، تورې بوړې او ان جلالاباد، چې یو مهال د سولې او فرهنګ په نوم مشهور و، د جګړو او ناامنۍ له امله د رسنیو د سرټکو برخه شول.
په ۲۰۱۷ کال کې امریکايي ځواکونو په اچین کې د داعش د تونلونو پر ضد خپل تر ټولو لوی غیرهستهيي بم، چې د «بمونو مور» په نوم مشهور شو، وکاراوه.
تورخان به په ښار کې د عادي ژوند تر څنګ د چاودنو غږونه هم اورېدل.
بیا ۱۵ اګست راغی.
جلالاباد هم د طالبانو لاس ته ولوېد. تورخان د کابل هوايي ډګر تر دروازو ځان ورساوه، خو له هېواده د وتلو چانس یې ونه موند.
هغه لارې چې ده د خپلو خوبونو د ترلاسه کولو تګلوري ګڼلې، ناڅاپه یې پر مخ وتړل شوې.
تورخان د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال ته ویلي:«تاسې ما نه پوښتنه کوئ، خو زه نه پوهېږم له چا وپوښتم. زرګونه پوښتنې لرم چې ولې داسې وشول. هره ورځ لسګونه ځله هغه سندره اورم چې وایي: دا ښار چا داسې بدرنګ کړ؟».
۲۵کاله وروسته
په ۲۰۲۶ کال کې د ۲۰۰۱ کال ماشومان، د زېږېدو د میاشتې له مخې، ۲۴ یا ۲۵ کلن دي.
افغانستان اوس هغه هېواد نه دی چې دوی پکې لوی شوي وو.
په ډېرو سیمو کې د جګړې کچه کمه شوې، خو د ډېرو خلکو لپاره د جګړې ځای د وېرې نورو بڼو نیولی دی؛ څوک د ږیرې د خریلو له امله اندېښمن دی، څوک د موسیقۍ د اورېدو، څوک د حجاب او تګ راتګ له مقرراتو، او څوک د بېکارۍ، لوږې او راتلونکي له نامعلوم برخلیک څخه.
د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو راپورونه ښيي چې د افغانستان اقتصادي ستونزې لا هم ژورې دي، د کار بازار د نویو ځوانانو د جذب توان نه لري او میلیونونه خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ دي.
له دې سره، د ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو د کار، کور او لومړنیو خدمتونو پر بازار فشار نور هم زیات کړی دی.
د ښځو او نجونو ژوند هم د ۲۰۰۱م کال نسل د افغانستان له تر ټولو لویو بدلونونو څخه دی.
نجونې له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو محرومې دي او ښځې د کار په ډېرو برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي. د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون د ښځو د لباس او عامه حضور ترڅنګ د نارینهوو د ږیرو او د ټولنیز ژوند پر نورو برخو هم مقررات پراخ کړي دي.
نن د هماغه نسل لپاره یوازې پوښتنه دا نه ده چې افغانستان به څوک اداره کوي؛ پوښتنه دا ده چې دوی به په دې افغانستان کې څنګه ژوند کوي او خپل راتلونکی به څنګه جوړوي.
بشیر، د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال ته ویلي: کله ناکله له همدې سوچونو د کابل له یوې کړکۍ د اسمايي غرونو پر لور ګوري او ساړه اسوېلي باسي.
هغې طالبان پېژندل او پوهېده چې نور په واک کې نه دي، خو د خپل شاوخوا د چاپېریال بدلون یې له ورځنیو نښو درک کاوه. له دغو نښو یوه یې د هغې پلار و چې د طالبانو له سقوط وروسته یې خپله ږیره لنډه کړې وه.
راډیو هم د تمنا د هغو ورځو د خاطرو یوه برخه ده.
نوموړې وايي، له راډیو څخه یې لومړنۍ خاطره د خبر پر ځای له یوې عجیبه موسیقۍ سره تړاو لري: «لومړی ځل مې د خبر پر ځای موسیقي واورېدله. دا تر ټولو لوی احساس و چې ما درلود، موسیقي عجیبه وه.»
په جرمني کې هم د افغان سیاسي ډلو غونډه وشوه او د لنډمهالې ادارې د رامنځته کولو لپاره د بن تړون لاسلیک شو.
د طالبانو یو شمېر مشران او جنګیالي هم پاکستان ته لاړل او وروسته له همغه ځایه د دغې ډلې د بیا تنظیم لپاره زمینه برابره شوه.
بلخ: تصویر نصرت انصاری
د بن تړون: د بهرني ملاتړ له لارې د جمهوریت رامنځته کېدل
د کابل له سقوط وروسته، د واک د تشې مخنیوی د افغان مشرانو او نړیوالې ټولنې په لومړیتوب بدل شو. د ۱۳۸۰ کال په لیندۍ کې د بن کنفرانس د لنډمهالې ادارې چوکاټ وټاکه او حامد کرزی یې مشر وټاکل شو.
د افغانستان پوځ او پولیس هم د تجهیز، روزنې، اکمالاتو او معاشونو د ورکړې لپاره پر بهرني ملاتړ متکي پاتې شول.
د پوهنې پخوانی وزیر او د نبراس مطالعاتو او څېړنو د بنسټ مشر سید حسین اشراق له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان سخت کمزوري شوي وو او د هغوی د کړنو له امله ډېرو کسانو په سیاسي معادلو کې د هغوی شتون اړین نه باله.
د نوموړي په وینا، د بن له کنفرانس څخه راوتلی جوړښت تر ډېره له نړیوالو ګټو سره تړلی و او واک یې د ډلو ترمنځ په «میخانیکي» ډول ووېشه. هغه باور لري چې همدې تشې د ناامنۍ او د طالبانو د بیا تنظیم لپاره زمینه برابره کړه.
اشراق د جمهوریت د وروستیو کلونو په اړه وايي: «له شک پرته، د واک تمرکز، د حکومت کمزورتیا او ناکارۍ او پراخ فساد ملي او نړیواله ټولنه ناهیلې کړې وه تر دې چې ټول دې باور ته ورسېدل چې دا نظام نور کار نه کوي او د ترمیم او اصلاح وړ نه دی، له همدې امله طالبانو ته د واک د لېږد زمینه برابره شوه.»
د هغه په وینا، جمهوریت له نړیوال ملاتړ پرته دوام نه شوای کولی، خو که له دغه ملاتړ څخه په سالم او هدفمند ډول کار اخیستل شوی وای، امکان یې درلود چې نظام په تدریجي ډول پر خپلو پښو دریدلی وای.
شل کلنه جګړه؛ انساني بیه او د ټریلیونونو ډالرو لګښت
د براون پوهنتون د «د جګړو د لګښت» پروژې د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۷ زره او ۲۴۵ افغان ملکي وګړي په مستقیمو نښتو کې وژل شوي دي. اټکلونه ښيي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له ۶۶ زرو څخه تر ۶۹ زرو پورې غړي وژل شوي دي.
له بلې خوا، ۲ زره او ۴۵۶ امریکايي سرتېري او ۳ زره او ۹۲۳ امریکايي دفاعي او امنیتي قراردادیان وژل شوي او له ۲۰ زرو څخه ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي. بریتانیا ۴۵۷ او کاناډا ۱۵۸ سرتېري له لاسه ورکړي دي.
مالي لګښت هم پراخ و. د براون پوهنتون پروژه اټکل کوي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا ټول لګښت شاوخوا ۲،۳۱۳ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
د هغې په باور، هر څوک چې د افغانستان په سیاست کې رول لري، باید د کړکېچ د حل مسله او د شخړې ریښې وپېژني. د تمنا لپاره د افغانستان تړاو له شخړې سره تاریخي دی او د دغه هېواد د تاریخ له درک پرته یې د کړکېچ حل ممکن نه دی.
همدا لیدلوری د دې لامل شو چې جګړه یوازې د جګړې له ډګر څخه تعقیب نه کړي. هغې غوښتل پوهه شي چې ولې د افغانستان جګړه پای ته نه رسېږي او ولې هغه حکومت چې کلونه د بهرني ملاتړ پر مټ جوړ او تجهیز شوی و، لا هم د خپل امنیت د تامین لپاره پر هماغه ملاتړ متکي دی.
جنرال عظیمي، چې مستعار نوم یې کارول شوی، د تېر حکومت د پوځ له چارواکو څخه و. هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، د پوځ کمزوري یوازې د تجهیزاتو د کمښت پایله نه وه. هغه زیاتوي چې د افغانستان د سیاستوالو او مشرانو بې پامي هم د پوځ د کمزوري کېدو لامل شوه او اشرف غني د یو شمېر تجربه لرونکو قوماندانانو په لرې کولو او د امنیتي بنسټونو په سر کې د ځوانو افسرانو په ګومارلو سره دې بهیر ته زمینه برابره کړه.
دغه چارواکی وايي، له امریکا سره امنیتي تړون، سره له دې چې اهمیت یې درلود، په یوازې ځان نه شوای کولای افغانستان د طالبانو له بېرته ستنېدو خوندي کړي. د هغه په وینا، له بهرني ملاتړ سره د اتکا ترڅنګ، د پاکستان رول، د طالبانو پټنځایونه او د شخړې داخلي ریښې او په پوځ کې د جګړې ستراتېژي هم باید د افغانستان په امنیتي محاسباتو کې په پام کې نیول شوې وای خو د جګړې په کلونو کې دغو عواملو ته کافي پاملرنه ونه شوه.
دغه پخوانی جنرال زیاتوي چې طالبانو به د ورځې له افغان ځواکونو سره جګړه کوله او د شپې به تجهیز او تمویل کېدل او ان ټپیان به یې هم له جګړې له ډګر څخه لېږدول کېدل.
په پایله کې، د امنیتي مسولیت لېږد د بنسټیزو وابستګیو له له منځه وړلو پرته ترسره شو او د امریکا د ملاتړ له کمېدو سره یې د ځواکونو پر جنګي وړتیا پرېکنده اغېز وکړ.
د دوحې تړون او د افغانستان د حکومت انزوا
د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل سره، له اوږدو جګړو وتل د واشنګټن له لومړیتوبونو څخه وګرځېدل. په ۲۰۱۸ کال کې زلمی خلیلزاد د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو او په قطر کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل شوې.
د افغانستان حکومت په اصلي خبرو کې حضور نه درلود چې د جګړې د برخلیک د ټاکلو په بهیر کې یې د کابل دریځ کمزوری کړ.
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا او طالبانو د دوحې تړون لاسلیک کړ. واشنګټن ژمنه وکړه چې خپل پوځي ځواکونه او قراردادیان به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي. په دغه تړون کې له افغان ځواکونو سره د عمومي اوربند یادونه نه وه شوې. د طالبانو د ۵ زره بندیانو خوشې کول هم د دغه تړون په چوکاټ کې پر افغان حکومت تحمیل شول چې د جګړې رواني او د جګړې په ډګر کې توازن یې بدل کړ.
هغه زیاتوي چې خلیلزاد اشرف غني ته پیغام ورکړی و چې وتل حتمي دي او باید د واک لېږد ته چمتووالی ونیسي، خو پر واک د پاتې کېدو لپاره د غني ټینګار د سیاسي جوړجاړي مخه ونیوله.
د ۲۰۲۱ کال اګست د کابل سقوط او د امریکا د پوځي حضور پای
جو بایډن له سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو نېټه د ۲۰۲۱ کال د اګست ۳۱مه وټاکله. د بګرام هوايي اډې تخلیه د جولای په میاشت کې په داسې حال کې ترسره شوه چې افغان ځواکونه لا هم پر بهرني ملاتړ متکي وو.
د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې طالبانو په چټکۍ سره ولسوالۍ او د ولایتونو مرکزونه ونیول. زرنج، شبرغان، کندز، هرات، کندهار، مزارشریف او جلال اباد یو په بل پسې سقوط وکړ.
تمنا نور دا کړکېچ د پوهنتون له ټولګي نه څاره. هغه د حکومت په یوه وزارت کې کار کاوه او هره ورځ به یې په خپل کاري ځای کې د بل ښار یا ولایت د سقوط خبر اورېده.
کابل هوايي ډګر د سقوط یوه ورځ وروسته
کله چې طالبان کابل ته نږدې شول، په ښار کې وضعیت ګډوډ شو. کله چې طالبان د کابل دروازو ته ورسېدل، ښار له ګډوډۍ سره مخ شو او تمنا هم کور ته ستنه شوه. د اګست په ۱۵مه، د اشرف غني له کابله له وتلو سره د حکومت او امنیتي ځواکونو د قوماندې جوړښت له منځه ولاړ او طالبان پلازمېنې ته ننوتل. د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې عملیات پیل شول.
تمنا هڅه وکړه چې له افغانستان ووځي. هغه د کابل هوايي ډګر تر دروازو پورې ولاړه او د هغې لپاره د تخلیې دوسیه او د ملاتړ اسناد هم جوړ شول، خو له هېواده ونه وتلای شوه. په پای کې تمنا د همغو طالبانو تر واکمنۍ لاندې خاوره کې پاتې شوه، چې ۲۰ کاله وړاندې یې د هغې پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیستې وې.
له وتلو وروسته کړکیچ زیانمن اقتصاد او ټولنیز محدودیتونه
د طالبانو له بېرته راتګ وروسته، د افغانستان اقتصاد چې پر بهرنیو مرستو متکی و، له ژور کوکیچ سره مخ شو. د پراختیايي مرستو درول، د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او په بانکي نظام کې ګډوډۍ د نغدو پیسو کچه راټیټه کړه. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې نږدې یوه څلورمه برخه خپله اندازه له لاسه ورکړه.
بشري کړکیچ هم دوام وکړ د ۲۰۲۶ کال لپاره د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاوو د پلان له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري او له ۱۷ میلیونو ډېر کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي. له سیمه ییزو هېوادونو څخه د کډوالو بېرته ستنېدل یا ایستل هم د کار بازار او عامه خدمتونو پر وړاندې فشار زیات کړی دی.
د اقتصادي کړکیچ ترڅنګ، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له تر ټولو ژورو بدلونونو څخه دي. نجونې له منځنیو زده کړو او لېسې او پوهنتوني زده کړو څخه محرومې شوې دي او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګېدلي دي، او پر ځای یې طالبانو شاوخوا ۲۱ زره دیني او جهادي مدرسې جوړې کړې دي.
خو د تمنا لپاره د دې سیاسي بدلون پایلې یوازې په واټونو او ادارو کې پاتې نه شوې د هغې تر کور پورې ورسېدې. هغې په ۲۰۱۵ کال کې له هغه کس سره واده وکړ چې خپله یې انتخاب کړی و او یوه لور یې درلوده. د هغې لور اوس ۱۱ کلنه ده او د ښوونځي په څلورم ټولګي کې زده کړه کوي، خو شپږم ټولګي ته له رسېدو سره به یې د ښوونځي د دوام مخه ونیول شي.