دغه راپور د دوشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه، خپور شوی او پکې خبرداری ورکړل شوی چې یاد محدودیتونه کولی شي چې د افغانستان پر ښوونیز نظام او په دغه هېواد کې د سولې پر راتلونکي اوږدمهاله اغېزې ولري.
د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له ستنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه. د راپور کې راغلي، دې اقدام د تېرو دوو لسیزو د ښوونیزو پرمختګونو یوه مهمه برخه بېرته له منځه وړې ده.
د راول والنبرګ نړیوال مرکز وايي، د نجونو د زدهکړو له محدودولو سره هممهاله د ښوونیز نصاب محتوا هم بدله شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د مدني زدهکړو او هنر په څېر ځینې مضمونونه له نصابه لرې شوي او پر دیني زدهکړو، امارتشناسي او جهاد پورې اړوندو موضوعاتو ډېر تمرکز شوی دی.
راپور زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دیني مدرسو شمېر هم زیات شوی او ګڼ ماشومان په ښوونځیو سربېره په دیني مدرسو او قرآني ټولګیو کې هم زدهکړې کوي.
د ښوونکو اقتصادي ستونزې
د دغه مرکز په راپور کې د ښوونکو د معاشونو کموالی او اقتصادي ستونزې هم د ښوونې پر کیفیت د اغېز له مهمو عواملو بلل شوي دي.
د راپور له مخې، اقتصادي فشارونو د ښوونکو انګېزه او تمرکز کم کړی او ځینې ښوونکي ان د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان هم نه لري.
راپور همداراز وايي چې په ښوونځیو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د ټولګیو ګڼهګوڼه، د ښوونکو ستړیا او د دمې لپاره د کافي وخت نشتوالی د زدهکوونکو پر وړاندې د بدني سزا او رواني تاوتریخوالي له عواملو څخه دي.
د څېړنې له مخې، هلکان تر ډېره له بدني سزا سره مخ کېږي، خو نجونې بیا د سپکاوي او رواني تاوتریخوالي له زیات خطر سره مخ دي.
د زدهکړو پر راتلونکي اندېښنه
په راپور کې ټینګار شوی چې جنسیتي تبعیض، د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د زدهکړو په لاسرسي کې توپیر او اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د ټولو ماشومانو لپاره د برابرې زدهکړې فرصتونه محدودوي.
د راول والنبرګ نړیوال مرکز خبرداری ورکړی چې د ښوونیز نظام د ایډیالوژیک کنټرول لپاره کارول او په ښوونځیو کې د تاوتریخوالي دوام، نه یوازې د ماشومانو د زدهکړې حق زیانمنوي، بلکې د ټولنیز یووالي، د افغانستان د راتلونکي او د سولې پر بهیر هم اغېز کولی شي.
دغه څېړنه د افغانستان په نهو ولایتونو کې له ښوونکو، والدینو، کارپوهانو او زدهکوونکو سره د ۶۵ مرکو او د بېلابېلو سرچینو د مطالعې پر بنسټ ترسره شوې ده. د راپور له مخې، راټول شوي معلومات د موضوعي تحلیل له لارې ارزول شوي او د بېلابېلو معلوماتو د پرتله کولو له لارې یې اعتبار سنجول شوی دی.