• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قرغیزستان ولسمشر: د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره هراړخیز ملاتړي جاري وساتي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د مرکزي اسیا له هېوادونو او اذربایجان څخه وغوښتل چې له افغانستان سره هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه د ترکمنستان په ترکمنباشي ښار کې په یوه مشورتي غونډه کې وویل، چې د سیمې د هېوادونو ګډه ګټه د افغانستان په سوله او ثبات کې ده.

هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ، جرمونو، نشه‌يي توکو د قاچاق او په ډیجیټلي چاپېریال کې د موجودو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ همکاري باید لا پیاوړې شي.

د قرغیزستان ولسمشر وویل، چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

جباروف زیاته کړه چې د افغانستان سوله او ثبات نه یوازې د افغانانو، بلکې د مرکزي اسیا او د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره مهم دی.

د قرغیزستان ولسمشر د مرکزي اسیا هېوادونو او اذربایجان د دولتونو د مشرانو په مشورتي غونډه کې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د برېښنايي سوداګرۍ د پراختیا او د سیمې د ترانسپورتي اړیکو د پراخولو وړاندیزونه هم مطرح کړل.

د قرغیزستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، جپاروف د اکتوبر په اتمه د ترکمنستان په «اوازه» کمپلکس کې د مرکزي اسیا او اذربایجان د دولتونو د مشرانو په اتمه مشورتي غونډه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د راتلونکو عملي همکاریو پر مهمو برخو خبرې وکړې.

جباروف د صنعتي همکاریو پر پراختیا ځانګړی ټینګار وکړ او د هېوادونو له حکومتونو یې وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو د پروسس، سپکو صنایعو، ساختماني توکو د تولید او لوژستیک په برخو کې ګډې او ګټورې پروژې مشخصې کړي. نوموړي وړاندیز وکړ چې په دغو پروژو کې د ګډون کوونکي لوري، د تمویل سرچینې او د عملي کېدو موده هم په څرګند ډول مشخصه شي.

جباروف د ترانسپورتي دهلېزونو پراختیا هم د اقتصادي همکاریو لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې د اقتصادي همکاریو اغیزناکتیا په مستقیم ډول د سیمې د ترانسپورتي اړیکو په اعتبار، د بار وړلو په لګښتونو او د ترانزیټي شرایطو په وړاندوینې پورې تړلې ده.

هغه د چین، قرغیزستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ جوړولو پروژې په اړه وویل چې دغه پروژه به د سیمې هېوادونو ته له نړیوالو ترانسپورتي او تولیدي شبکو سره د نښلېدو لپاره اضافي فرصتونه برابر کړي.

ډېر لیدل شوي

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟
۱

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۲

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۵

۲۵کاله وړاندې د اکتوبر ۷مه؛ پر کندهار د امریکا د برید شپه

•
•
•

نور خبرونه

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۱
100%

اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ۲۰۰۱کال د اکتوبر له اوومې یعنې د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته د یادې جګړې سیاسي، ټولنیزې او بشري پایلې لاهم د افغانانو پر ژوند اغېز لري.

راپور د ډاکټرې نګار ننګرهارۍ کیسه را اخلي، چې د ۲۰۰۱کال د اکتوبر په اوومې د شپه له‌خوا د کابل په یوه روغتون کې پر دندې بوخته وه، کله چې د امریکا په مشرۍ اېتلاف پر افغانستان بریدونه پیل کړل.
هغې ویلي، بله ورځ کله چې له روغتونه کور ته روانه وه، په کابل کې یې ولیدل چې یوشمېر خلک د طالبانو له غړو غچ اخلي او ځینې یې وژني. د نوموړې په وینا، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي وو او په عام محضر کې د سنګسار او د غړو د پرې کولو پېښې هم ډېرې وې.
نګار ننګرهارۍ ویلي، د طالبانو له پرځېدو وروسته ښځو ته ځینې ازادۍ برابرې شوې؛ خو په باور یې هغه بدلونونه د افغانستان له ټولنیز واقعیت سره بشپړ سمون نه درلود.
هغې ویلي: «ازادي راکړل شوه، خو داسې ازادي نه وه چې افغانان ترې په بشپړ ډول ګټه واخلي».
د راپور له مخې، د امریکا په مشرۍ جګړه د القاعده ډلې د له‌منځه وړلو او د اسامه بن لادن د شبکې ماتولو په موخه پیل شوه؛ خو شل کاله یې دوام وکړ.
اسوشیټېډ پرېس لیکي، په دغه موده کې لسګونه زره افغانان، زرګونه بهرني پوځیان، قراردادیان، مرستندویان او خبریالان ووژل شول. د بشري مرستو د یوې موسسې مشر او شنونکي معین ګل څمکني ویلي، د امریکا له‌خوا اعلان شوي اهداف، لکه ښه حکومتولي، د نشه‌یي توکو مخنیوی او د ترهګرۍ له‌منځه وړل عملي نه شول. هغه ویلي: «پایله د اعلان شویو موخو برعکس وه».
راپور کاږي، د شل کلن نړۍوال حضور پرمهال په افغانستان کې ښځو د زده‌کړو، کار او رسنیزو فعالیتونو فرصتونه ترلاسه کړل؛ خو اداري فساد او ځینې سخت پوځي اقدامات د خلکو د ناراضۍ لامل شول.
څمکني یادونه کړې، چې د ۲۰۰۱ کال د بریدونو پر ورځ یې د خپل هېواد بمبار لیده او د دغه وضعیت له امله سخت غوسه شوی و.
د راپور له مخې، نن د امریکا له وتلو پنځه کاله وروسته، طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن دي. اسوشیټېډ پرېس لیکي، که څه هم د طالبانو اوسنی حکومت د خپل لومړي پړاو په څېر نه‌دی؛ خو د ښځو او نجونو پر ژوند یې بیا هم سخت محدودیتونه لګولي دي.
راپور زیاتوي، چې امنیت د طالبانو له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي او تر ۲۰۲۱کال وروسته پراخې چاودنې او وسله‌وال بریدونه تر ډېره کم شوي دي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، افغانانو له اوږدې مبارزې وروسته خپل هېواد له بهرني حضور ازاد کړی دی.
هغه د ۲۰۰۱کال د اکتوبر اوومه د افغانستان په تاریخ کې «توره ورځ» بللې او ویلي یې دي، چې د جګړې په پایله کې زرګونه افغانان وژل شوي، ټپیان شوي او بې‌کوره شوي وو.
خو د راپور له مخې، د هغه افغانانو لپاره چې د جمهوري نظام پرمهال لوی شوي وو، د شخصي ازادیو له‌منځه تګ سخت اغېز درلود.
۳۳ کلنې تهمینې منګل ویلي، د نجونو پر زده‌کړو بندیز د هغې هیلې له‌منځه یووړې او نور یې پوهنتون ته د تګ فرصت پیدا نه‌کړ. هغې ویلي: «محدودیتونه ورو، ورو پراخ شوي او هغه عادي ژوند چې موږ پېژانده، له موږ واخیستل شو».
تهمینه اوس په کابل کې د ښځو د افغاني جامو یوه هټۍ چلوي. د راپور له مخې، که څه هم ښځې له ډېرو دندو منع دي؛ خو د سوداګرۍ وزارت لاهم ښځو ته د کاروبار جوازونه ورکوي.
تهمینې خبرداری ورکړی، که د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي، افغانستان به په راتلونکي کې له جدي ستونزو سره مخ شي. هغې ویلي: «که ښځې زده‌کړې ونه کړي، افغانستان به ډاکټرانې، ښوونکې او لوستې مېندې ونه لري».
ډاکټرې نګار ننګرهارۍ هم ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د زېربناوو جوړولو هڅې مهمې دي؛ خو زده‌کړې تر هر څه ډېر ارزښت لري. هغې ټینګار کړی: «سړکونه او ودانۍ مهمې دي؛ خو هغه ټولنه چې زده‌کړې ونه لري، صفر ده».
د راپور په پای کې تهمینه منګل افغان نجونو ته وایي: «هیله مه بایلئ، زده‌کړو ته دوام ورکړئ، مسلکي مهارتونه ترلاسه کړئ او د ښه راتلونکي لپاره ځان چمتو کړئ».

راپور؛ په افغانستان کې د امېندواره ښځو لپاره روغتیايي پاملرنه ورځ تر بلې ستونزمنېږي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د څېړونکو شبکې (AAN) په یوه راپور کې د زرغونې په نوم د یوې ۳۸ کلنې افغانې کیسه خپره کړې، چې ښيي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، د روغتیايي خدمتونو کمښت او د ښځو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو له امله د امېندوارۍ موده د ګڼو ښځو لپاره له جدي ستونزو سره مل ده.

زرغونه چې د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له خپلو څلورو ماشومانو سره ژوند کوي. د هغې مېړه د جمهوري نظام پرمهال د یوه خصوصي ښوونځي مدیر و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او د کار موندلو لپاره لومړی ایران او وروسته دوبۍ ته ولاړ.
د راپور له مخې، هغې د امېندوارۍ پرمهال د مېړه د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله په پیل کې روغتیايي مرکز ته مراجعه ونه کړه؛ خو وروسته د کمزورۍ، سرګرځېدو او دوامداره ستړیا له امله اړه شوه ډاکټر ته ولاړه شي.
هغې ویلي، د ده‌سبز په سیمه کې نږدې کلینیک کې د نسایي برخې ډاکټره نه وه او اړ شوه چې د کابل ښار مرکز ته د ښځینه ډاکټرې د لیدنې لپاره ولاړه شي. زرغونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نه‌شي کولای یوازې سفر وکړي او د ښار مرکز ته د تګ لپاره یې د یوه نارینه خپلوان ملتیا ته اړتیا لرله.
د راپور له مخې، لومړنۍ معاینې ښودلې وه چې زرغونه په سختې کم‌خونۍ اخته ده او د ماشوم شاوخوا مایعات هم کم شوي دي. ډاکټرې هغې ته درمل ورکړي او سپارښتنه یې کړې وه، چې هره میاشت د معاینې لپاره ورشي.
خو زرغونه وايي، د پیسو نشتوالی، د ماشومانو ساتنه او د نارینه خپلوانو د پیدا کولو ستونزې د دې لامل شوې چې څو میاشتې ډاکټر ته ولاړه نه‌شي. کله چې د امېندوارۍ په اوومه میاشت کې بېرته روغتون ته ولاړه، ډاکټرې ورته ویلي و که لږ نوره هم ځنډېدلې وای، ښايي ماشوم یې له خطر سره مخ شوی وای.
د راپور له مخې، زرغونه وروسته هره ورځ نږدې کلینیک ته د درملنې لپاره تلله؛ خو د امېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې یې روغتیايي وضعیت نور هم خراب شو. هغې ویلي، د زېږون پرمهال د سخت درد له امله دولتي روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو هلته د اوږد انتظار او د روغتیايي کارکوونکو له ناسم چلند سره مخ شوه.
د راپور له مخې، ډاکټرانو زرغونې ته ویلي و چې د ماشوم د ژغورلو لپاره باید سیزرین عملیات ترسره شي. زرغونه وایي، د عملیاتو د لګښتونو له امله یې اندېښنه لرله؛ ځکه د خصوصي روغتون وس یې نه لاره او حتی د معاینو لپاره یې هم له خپل لېور پور اخیستی و.
هغې ویلي، چې بالاخره یې عملیات ترسره شول او ماشوم یې په سلامتیا وزېږېد. زرغونه په راپور کې شکایت کوي، چې په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته درناوی نه کېږي او ډېری خدمات، درمل او طبي معاینات بیا هم د ناروغانو له جېب څخه ورکول کېږي.
هغې ویلي: «کله کله فکر کوم که روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه وای، ښايي د امېندوارۍ موده مې دومره ستونزمنه نه وای تېره شوې». د افغانستان د څېړونکې شبکې په پای کې ویلي، چې د اقتصادي ستونزو، د ښځو د تګ‌راتګ محدودیتونو، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت او د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ستونزو له امله په افغانستان کې ګڼې امېندواره ښځې له ورته ننګونو سره مخ دي.

د اکتوبر ۷مه؛ انس حقاني وايي سره له ډېرو ناخوالو د امریکا د «یرغل» پای «خوږ» وو

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو ۲۵مې کلیزي په مناسبت ویلي، د امریکا برید له ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې واخېستې او په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل. داسې حال کې چې په تېرو ۲۵کالونو کې طالبانو په خپلو بریدونو کې لسګونه زره ماشومان او نور افغانان وژلي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مې د طالبانو پر لومړۍ واکمنۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته د پناه‌ ورکړې او نورو سیاسي ناندریو له امله پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه شاوخوا ۲۰ کاله په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شول او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه په وتلو د جمهوري نظام د رانسکورېدو زمینه برابره کړه او ورسره طالبان بیا ځلي واک ته ورسېدل.

د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو په تړاو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه په یوه یادښت کې ویلي: «٧ اكتوبر كله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، ماشوم وم. ډېر څه مې نه درک کول، خو د ب ۵۲ الوتکې سپینې کرښې مې په اسمان کې لیدې. دې تجاوز د ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې ترې واخېستې، ډېر ماشومان ستر نه شول، په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل».

د نوموړي په وینا، په دې جګړو کې ډېرو افغانانو خپل ژوند بایلود او زیاتوي: «افغانان چې لا یې د شوروي د یرغل زخمونه روغ نه و، یو بل خړ سېلاب په مخه کړل. د دې داستان پای که څه هم په ډېرو دردونو، اوښکو او وینو ولیکل شو، خو خوږ وو».

انس حقاني د طالبانو له واکمنېدو مخکې د حقاني شبکې د رهبرۍ غړی او په ځانګړې توګه مالي مسوول وو او دغې شبکې ته یې د مالي مرستو د راټولولو لپاره تل عربي او خلیج هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

حقاني شبکې د جمهوري نظام په تېر شل کلن مزل کې په افغانستان کې د ډېرو لویو او مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او په هغو کې ډېری یې ولسي وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژل شوي وو. انس حقاني، چې د حقاني د کورنۍ تر ټولو ځوان غړی دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې په ۲۴مه د جمهوري نظام د ملي امنیت ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي وو، چې «حکومت باید د انس حقاني حکم چې په ثلاثه محکمو کې په اعدام محکوم شوی»، عملي کړي.

خو هغه د اعدام پر ځای له نیول کېدو شاو خوا ۵ کاله وروسته د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله او ورسره نېغ په نېغه په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شو.

د مقاومت جبهې عمومي قوماندان: اوس خلک پوه شوي چې طالبانو سره له جکړې پرته بله لار نشته

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د مخالفې وسله‌والې ډلې، مقاومت جبهې عمومي قوماندان قدم‌شاه شهیم وايي، د طالبانو پر وړاندې د وسله‌والې مبارزې لپاره د نورو سیاسي او پوځي جریانونو یوځای کېدو دې جبهې ته هیله ورکړې چې د دغې ډلې پر وړاندې خپله جګړه پراخه کړي.

شهیم له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه جریانونه هم دې پایلې ته رسېدلي چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار وسله‌وال مقاومت دی.

د هغه په وینا، د خلکو د پوهاوي زیاتوالی او د طالبانو د «اصلي څېرې بربنډېدل» د مقاومت جبهې د هیله‌مندۍ له نورو لاملونو څخه دي. نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو داخلي اختلافات او له مقاومت جبهې سره د خلکو همکاري هم د وسله والو فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.

شهیم وايي، د مقاومت جبهې ځواکونه د بغلان، پنجشېر، سمنګان، نورستان او لغمان په ځینو برخو کې حضور لري او په ځینو سیمو کې د ځایي خلکو له مرستې هم برخمن دي.

هغه د بدخشان په اړه ادعا کړې چې د دغه ولایت ۹۵ سلنه خلک له طالبانو څخه مخ اړولي او شاوخوا ۸۵ سلنه ځایي طالب ځواکونه هم له دغې ډلې څخه واټن نیولی دی.

د شهیم په وینا، طالبانو له بدخشان څخه بهر شاوخوا څلور زره ځواکونه دغه ولایت ته لېږلي دي. د هغه په خبره، دغه ځواکونه د بدخشان په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي، خو ډېری یې په فیض‌اباد او سرحدي سیمو کې مېشت دي.

شهیم ویلي، دغه ځواکونه له دودیزو وسلو، لکه کلاشینکوفونو، څخه کار اخلي او په وروستیو میاشتو کې یې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې هم ترلاسه کړې دي. هغه د طالبانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو کارول «خورا ابتدايي» بللي او ویلي یې دي چې ځینې «بهرني ترهګر» د ټکنالوژۍ په برخه کې له دې ډلې سره مرسته کوي.

د ملي مقاومت جبهې عمومي قوماندان همداراز ویلي، د ازادۍ جبهې په بدخشان کې د زیباک ولسوالۍ پر طالبانو برید کړی او دا بریدونه لا هم وخت ناوخت دوام لري. هغه د طالبانو پر وړاندې د دغې جبهې له فعالیتونو ستاینه کړې ده.

د طالبانو په جوړښت کې بدخشاني چارواکي «صلاحیت نه لري»

شهیم د طالبانو په جوړښت کې د بدخشاني چارواکو د موقف په اړه ویلي چې د دغه ډلې د دفاع وزارت اصلي واک د ملا یعقوب په لاس کې دی او د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت اجرایي صلاحیت نه لري.

هغه په بدخشان کې له طالبانو سره د جمعه‌خان فاتح د نښتو په اړه ویلي، د مقاومت جبهې د هغه د ملاتړ لپاره اقدام کړی و، خو پر نوموړي یې بشپړ باور نه درلود. د شهیم په وینا، د مقاومت جبهه اندېښمنه وه چې که خپل ټول معلومات او د امکاناتو جزئیات له فاتح سره شریک کړي، ښايي دغه معلومات وروسته د طالبانو لاس ته ولوېږي.

شهیم ویلي، د مقاومت جبهې د امکاناتو او ملاتړ له کمښت سره سره خپل فعالیتونه ۲۲ ولایتونو ته غځولي دي. هغه همداراز ویلي چې د دې جبهې لاسته راوړنې د ملګرو ملتونو په ګڼو راپورونو کې مستندې شوې دي.

هغه د مقاومت جبهې د یوه قوماندان حسیب پنجشیري د وژل کېدو په اړه ویلي، پنجشیري د جمهوري نظام له سقوط وروسته پنځه کاله په افغانستان کې پاتې شوی و او په بېلابېلو سیمو کې یې د طالبانو پر وړاندې فعالیت کاوه.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د احمد مسعود په مشرۍ خپل فعالیت پیل کړ. دې جبهې په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو خبر ورکړی دی.

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
100%

ګلبدین حکمتیار په طالبانو باندې یوازې پر نیوکو بسنه نه کوي، بلکې اوس یې د خپلو ځواکونو او پلویانو د راټولولو او بسیج پړاو ته هم مخه کړې ده. د اسلامي حزب د تشکیلاتو د بیا جوړولو او منظمولو هڅې هم روانې دي.

حکمتیار په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بهر د حزب اسلامي شورا جوړه کړې او د کمېټو غړي او مسوولان یې ټاکلي دي. په افغانستان کې دننه هم، د حزب اسلامي د سرچینو په وینا، په ټول هېواد کې د دې ګوند د غړو د تنظیم او بسیج هڅې زیاتې شوې دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې حکمتیار په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو پر یوه له سختو منتقدانو بدل شوی دی. هغه د طالبانو اداره «فاسده، ظالمه، غاصبه او د بهرنیو مزدوره» بللې او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د وضعیت د بدلون لپاره اقدام وکړي.

حکمتیار له طالبانو غوښتي چې واک پرېږدي او ویلي یې دي چې بدلون «حتمي او نږدې» دی.

هغه د طالبانو د ادارې مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی او د ټاکنو د ترسره کېدو او د نظام په جوړښت کې د خلکو د ګډون غوښتنه یې کړې ده. حکمتیار له هغو هېوادونو چې د طالبانو ملاتړ کوي، لکه ایران، روسیه او هند، هم غوښتي چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.

حکمتیار طالبان «بهرنۍ پروژه» بولي.

د حزب اسلام د مشر دا دریځونه له یوه اړخه بې‌ساري نه دي. د ټاکنو، اساسي قانون او ټول‌ګډونه خبرو په اړه د هغه ډېری لیدلوري له پخوا هم مطرح شوي دي. خو په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې پر وړاندې د هغه د نیوکو څرګندوالی او په شدت سره بې‌ساری بلل کېږي.

حکمتیار یو عمل‌پال، بې‌قراره او څرګند سیاستوال بلل شوی دی. هغه معمولاً خپل نظر په زړورتیا بیانوي او له هغو موضوعاتو څخه د خبرو کولو ډډه نه کوي چې ځینې پښتانه مشران یې له بیانولو ډډه کوي.

حکمتیار له پخوا له طالبانو سره ښې اړیکې نه لرلې. خو وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، هغه د حسن نیت او د اړیکو د عادي کولو په هدف له دې بدلون څخه هرکلی وکړ. هغه په کابل کې پاتې شو او په لومړیو دوو کلونو کې یې تر ډېره د طالبانو له موخو او پروګرامونو سره په همغږۍ کې فعالیت کاوه.

خو طالبانو ورو ورو د حکمتیار فعالیتونه محدود کړل؛ جایدادونه یې مصادره شول او له سیاسي فعالیت او ویناوو څخه هم منع شو. حکمتیار اړ شو چې افغانستان پرېږدي او اوس د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په مرسته په دغه هېواد کې ژوند کوي.

د حکمتیار له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې تر هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واکمن وي، نوموړی هېواد ته د بېرته ستنېدو اراده نه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا حکمتیار به یوازې خپلو سیاسي نیوکو ته دوام ورکړي، که له طالبانو سره د مخامخ کېدو نوي پړاو ته به داخل شي؟

حکمتیار تر اوسه له طالبانو سره وسله‌واله جګړه نه ده پیل کړې، خو د حزب اسلامي د ځواکونو د تنظیم او بسیج نښې، د هغه له تندو څرګندونو سره یوځای، دا احتمال جدي کړی دی.

د حکمتیار د دریځونو ارزښت په دې کې دی چې هغه په مستقیم ډول د افغانستان د کړکېچ بنسټیزو موضوعاتو ته اشاره کوي او پر اساسي مسایلو تمرکز کوي.

په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له اوسني وضعیت څخه ګڼ شمېر غیرطالب څېرې ناراضه وې. پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرله‌پسې توګه د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. خو کرزي د طالبانو د سیاسي مشروعیت، د واک د جوړښت او د نظام د راتلونکي په اړه په دومره څرګند ډول خبرې نه دي کړي. اشرف غني هم د طالبانو پر وړاندې په دومره څرګند ډول سیاسي دریځ نه دی نیولی.

خو حکمتیار پر هغو موضوعاتو تمرکز کړی چې د طالبانو د ادارې مشروعیت، ټاکنې، لویه جرګه، اساسي قانون او د سولې بهیر پکې شامل دي.

دا چې د حکمتیار وروستي دریځونه تر کومې کچې له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو له سیاستونو سره تړاو لري، جلا بحث دی. خو یوه د پام وړ خبره دا ده چې هر څومره د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې، هماغومره د طالبانو پر وړاندې د حکمتیار انتقادي دریځ ه