یوې سرچینې، چې د مسکو فارمټ غونډه کې یې ګډون کړی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خپله وینا کې پاکستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی هېواد وباله.
د سرچینې په وینا، د متقي د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان وویل، «هغه مهال چې طالبان په پاکستان کې وو، نړیوالو هم پاکستان د ترهګرو د حضور مرکز باله».
د سرچینې په وینا، د دواړو لورو ترمنځ د څرګندونو دغه تقابل د دې سبب شو چې د غونډې ګډونوال د ګډې اعلامیې پر وروستي متن هوکړې ته ونه رسېږي.
د سرچینې په وینا، د اختلاف یو ټکی دا هم و چې طالبانو بار بار ویل چې د پاکستان پوځي رژیم او پاکستاني استازو مخکې هم په دې اړه شکایت کړی و.
سرچینه وايي، تمه وه چې د طالبانو استازی به د پاکستان په اړه یوڅه نرمه لهجه غوره کړي، خو د متقي له سختو نیوکو وروسته پاکستاني پلاوي هم خپل دریځ سخت کړ.
د سرچینې په وینا، د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د یوې دوهاړخیزې ناستې پلان هم و، خو د دواړو لورو ترمنځ د لفظي ناندریو له زیاتېدو وروسته دغه ناسته وځنډول شوه.
سرچینه زیاتوي چې له دې سره سره، امیرخان متقي او صادق خان د غونډې پر مهال د ډوډۍ پر سر په یوه مېز ناست وو او ترمنځ یې خبرې هم شوې دي.
د ګډې اعلامیې د نه تصویب په اړه د روسیې دریځ
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د مسکو ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې د ګډې اعلامیې پر سر د ګډونوالو اختلافاتو د دې سند د تصویب مخه ونیوله.
کابلوف ویلي، طالبانو د اعلامیې په مسوده کې د «ترهګرۍ» د موضوع له ډېر یادېدو سره مخالفت کړی و. د هغه په وینا، طالبان په دې باور وو چې په سږنۍ اعلامیه کې افغانستان د ترهګرۍ په تړاو ډېر یاد شوی دی.
کابلوف ویلي، چې د طالبانو دا دریځ د روسیې لپاره د حیرانتیا وړ و، ځکه ورته عبارتونه د مسکو فارمټ د تېر کال په اعلامیه کې هم وو.
د روسیې د استازي په وینا، طالبان استدلال کوي چې له تېر کال راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکې بدلې شوې دي او له همدې امله یې د اعلامیې دغه برخه د منلو وړ نه وه.
کابلوف، سره له دې، ټینګار کړی چې د ګډې اعلامیې نه تصویب د مسکو فارمټ د فعالیت د پای په معنا نه دی. هغه ویلي، چې دغه میکانیزم کولای شي له ګډې اعلامیې پرته هم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
نوموړي له کابل او اسلاماباد غوښتي چې له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او ویلي یې دي چې په هر ډول پوځي شخړه کې تر ټولو ډېر ملکي وګړي زیانمنېږي.
کابلوف ویلي، چې د مسکو فارمټ غړي چمتو دي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلاف د سیاسي او ډیپلوماتیک حل لپاره مرسته وکړي او روسیه هم د دواړو لورو په غوښتنه د منځګړیتوب لپاره چمتو ده.
د افغانستان اقتصادي وضعیت
کابلوف په مسکو کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت هم خبرې کړې دي.
هغه ویلي چې د افغانستان اقتصاد لا هم د تېرو جګړو له ویجاړیو اغېزمن دی او د اقتصادي بیارغونې لپاره د طالبانو پر وړاندې لوی کار پروت دی.
د هغه په وینا، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل د افغانستان پر اقتصاد فشار زیاتوي.
د مسکو فارمټ اتمه غونډه په مسکو کې جوړه شوې وه چې د افغانستان، روسیې، ایران، هند، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان استازو پکې ګډون کړی و.
د روسیې د ځانګړي استازي په وینا، د مسکو فارمټ نهمه غونډه به په ۲۰۲۷ کال کې جوړه شي.