پولیسو د جرمني په توتلینګن ښار کې یو وسله وال ۲۷ کلن افغان وواژه

د جرمني د بادن ورتمبرګ ایالت په توتلینګن ښار کې پولیسو یو ۲۷ کلن افغان وروسته له هغه په ډزو وواژه چې نوموړی له تومانچې سره د ښاروالۍ ودانۍ ته ننوتی و او له وتلو وروسته یې پر پولیسو ډزې وکړې.
د پولیسو یوه ویاند ویلي، چې دغه ۲۷ کلن کس د ښاروالۍ ودانۍ ته څېرمه د عملیاتو پر مهال په ډزو وویشتل شو او د پېښې په ځای کې یې سا ورکړه. د پېښې څېړنې د بادن ورتمبرګ ایالت د جنايي پولیسو ادارې ته سپارل شوې دي.
د ایالت د جنايي پولیسو د یوې ویاندې په وینا، دغه ۲۷ کلن کس د ښاروالۍ په سیمه کې له تومانچې سره لیدل شوی و. پولیس چې د پېښې ځای ته ورسېدل، هغه یې د ښاروالۍ په انګړ کې ولید او نوموړي سملاسي پر پولیسو ډزې وکړې.
د ایالتي جنايي پولیسو ویاندې وویل: «هغه سملاسي ډزې وکړې».
د نوموړې په وینا، پولیس اړ شول چې خپلې وسلې وکاروي. دغه کس په ډزو ولګېد او سره له دې چې پولیسو یې د ژغورنې هڅه وکړه، په همغه ځای کې یې سا ورکړه.
تر اوسه معلومه نه ده چې پولیسو څو ډزې کړې دي. همداراز لا روښانه نه ده چې دغه کس ولې له تومانچې سره د ښاروالۍ ودانۍ ته تللی و.
د ایالتي جنايي پولیسو په وینا، وژل شوي کس د افغانستان تابعیت درلود او په توتلینګن کې اوسېده.
د پېښې سیمه په پراخه کچه تړل شوې او پولیسو له خلکو غوښتي چې د ښاروالۍ له شاوخوا سیمې لرې پاتې شي. پولیس وايي، د خلکو پر وړاندې نور کوم ګواښ نشته.
د توتلینګن ښاروالۍ هم ویلي چې د پولیسو د عملیاتو له امله به د ښاروالۍ ودانۍ د ورځې تر پایه تړلې وي.
