• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په مانسهره کې د جرګې په غوښتنه د غیرت په نوم وژنو په تور دوه کسان ونیول شول

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په مانسهره ولسوالۍ کې پولیسو د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ او ۲۷ کلن ځوان د غیرت په نوم وژنې په تور د هغوی دوه وروڼه نیولي دي. پولیس وايي، دغه وژنې د یوې سیمه‌ییزې جرګې د پرېکړې پر بنسټ ترسره شوې دي.

د مانسهرې ولسوالۍ د پولیسو مشر اظهر خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې وژل شوې نجلۍ د بټګرام اصلي اوسېدونکې وه او وژل شوی ځوان ګل‌نواز نومېده.
د نوموړي په وینا، یوې سیمه‌ییزې جرګې د یادې نجلۍ او ځوان د اړیکو له امله حکم کړی وو، چې نجلۍ باید د خپل ورور او ګل‌نواز د خپل ورور له‌خوا ووژل شي.
اظهر خان زیاته کړه، دواړه مقتولین یوې شاړې سیمې ته وړل شوي او هلته په ډېرې په بې‌رحمۍ سره وژل شوي وو او په وینا یې، د دغې پېښې په پیل کې پولیس له قضیې نه‌وو خبر کړای شوی، خو پولیس له خبرېدو وروسته د خپلو پلټنو په ترڅ کې د جرګې پرېکړه افشا او د دواړو وژل شویو کسانو وروڼه ونیول.
پولیسو تر اوسه دا نه‌ده روښانه کړې، چې په یاده جرګه کې څومره کسانو برخه اخیستې وه او د جرګې د نورو تنظیموونکو پر ضد څه ډول قانوني اجراات شوي دي.
د پاکستاني ادارو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې په ټول پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۲,۶۱۷ بېلابېلې پېښې ثبت شوي چې له دې جملې ۵,۳۳۹ د جنسي تېري، تر ۲۴ زرو ډېرې د ښځو د تښتونې، ۲,۲۳۸ د کورني تاوتریخوالي او ۵۴۷ د «غیرت» په نوم د ښځو د وژنې قضیې شاملې دي.

ډېر لیدل شوي

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي
۱

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي

۲

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۳

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۴

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي

۵
روغتیا او ژوند

راپور؛ په افغانستان کې د امېندواره ښځو لپاره روغتیايي پاملرنه ورځ تر بلې ستونزمنېږي

•
•
•

نور خبرونه

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو نږدې یو کال پوره کېږي. سوداګر وايي، د لارو تړل کېدو تر ټولو ډېر زیان د ډېورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پرتو ولسونو، په ځانګړي ډول پښتنو ته اوښتی، کاروبارونه یې په ټپه درېدلي او سوداګري زیانمنه شوې ده.

د پاکستان د مرکزي او چمن د سوداګرۍ خونې پخواني مشر او سوداګر انجنیر دارو خان اڅکزي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په پاکستان کې پنجاب او سند ایالتونه هم کرنه او هم صنعت لري، خو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې کرنه په ډېره کمه کچه ده او صنعت نږدې هېڅ نشته. دده په وینا، په دغو سیمو کې يوازينۍ سوداګري چې پاتې کېږي هغه له افغانستان سره تړلې ده.

هغه وویل: «له خدماتو راواخلئ، د رانیولو او خرڅلاو تر برخې پورې، او بیا تر هغه کس پورې چې مالونه منډیانو ته رسوي، د ټولو کار په ټپه درېدلی دی».

هغه زیاته کړه، چې د کرښې دواړو غاړو ته نږدې پرتو ټولو ولسونو اقتصادي ژوند هم پر کرښه له سوداګرۍ سره تړلی و، خو له نږدې یو کال راهیسې یې سوداګري او روزګارونه په ټپه ولاړ دي.

د دارو خان اڅکزي په وینا، د هېوادونو په کچه ښايي دغه تاوان وزغمل شي، خو د ولسونو په کچه دا ډېر لوی زیان دی.

د نوموړي په وینا: «د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ډېر خلک بې‌کاره شوي، د هغوی پیسې په افغانستان کې بندې پاتې دي او په افغانستان کې هم عام خلک بې‌کاره او بې‌روزګاره شوي او د نورو سوداګریزو لارو په لټه کې دي او د دې زیان کچه دومره زیاته ده چې په اسانۍ بېرته پوره کېدای نه شي».

هغه وویل، چمن په ځانګړي ډول د لارو د بندښت له امله ډېر اغېزمن شوی دی، ځکه د ده په وینا، «چمن یوازې له افغانستان سره نه، بلکې د منځنۍ اسیا د سوداګرۍ دروازه هم ده».

د سوداګرۍ د بېرته پر ځای کولو په اړوند هغه وویل،چې سوداګر کولی شي سوداګري په لږ وخت کې بېرته پر ځای کړي او که د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو لوریو کومې ستونزې وي، پر هغو هم خبرې کېدای شي، خو دده په وینا، له بده مرغه، «دواړه هېوادونه د سوداګرو خبرې اورېدو ته تيار نه دي».

هغه وايي، «دواړه هېوادونه نه غواړي سیاست له سوداګرۍ جلا کړي».

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او له دې لارې د ګټې ترلاسه کولو په اړه دارو خان اڅکزي وويل، چې پاکستان ته له افغانستان سره د تجارت له لارې نږدې یو نیم میلیارد ډالره عواید راتلل چې اوس نه راځي، او افغانستان ته هم په همدې ډول پنځه یا شپږ سوه میلیونه ډالره عواید ورتلل چې هغه هم نه ترلاسه کېږي.

هغه زیاته کړه، «په مطلقه کچه د پاکستان تاوان ډېر او د افغانستان کم دی، خو د سوداګرۍ د حجم په تناسب د افغانستان زیان ډېر زیات دی».

د ژمي په درشل کې؛ لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله استوګنې او قانوني چارو په مرکز کې چارواکي وایي، د افغان کډوالو د ستنېدو شمېر د اګست میاشتې پرتله د پام وړ کم شوی دی.

د چارواکو په وینا، اوس‌مهال هره ورځ له دغه مرکز څخه شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو تر اګست میاشتې مخکې به دغه شمېر هره ورځ له درې نیم زرو تر پنځو زرو کسانو پورې رسېده.
د چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا په نورو څلورو یا پنځو مرکزونو کې د ستنېدونکو کډوالو شمېر هم ورسره یوځای کېده او د تورخم له لارې به هره ورځ شاوخوا ۱۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستنېدل؛ خو اوس دغه شمېر په سختۍ سره ۵۰۰ کسانو ته رسېږي.
سبیل خان چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره له پېښور نه د لنډي کوتل مرکز ته تللی وایي، په پاکستان کې ورته نور پاتې کېدل ستونزمن شوي وو. هغه وایي، په پاکستان کې به په یوه ځای کې نیول کېدل او بیا به یې په بل ځای کې د پیسو په ورکولو خوشې کول.
د هغه په وینا، له ګڼو ستونزو او لګښتونو وروسته یې پرېکړه کړې چې افغانستان ته ستانه شي. سبیل خان وایي، په افغانستان کې د سخت ژمي او د استوګنې د ځای نشتوالي په اړه هم اندېښمن دی. هغه وایي، د لنډمهاله استوګنې لپاره یې له خپل تره څخه د یوې کوټې غوښتنه کړې او هیله لري چې د طالبانو له‌خوا د ځمکې له ورکړې وروسته خپل کور جوړ کړي.
یو بل افغان کډوال محمود عمر چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وایي کورنۍ یې مخکې افغانستان ته ستنه شوې؛ خو دی د درملنې لپاره په پاکستان کې پاتې و. محمود عمر وایي، خپله ناروغ و او دوه ځله عملیات شوی دی.
د هغه په وینا، اوس یې روغتیایي وضعیت ښه دی او کورنۍ یې مخکې افغانستان ته ستنه شوې ده. هغه وایي، په افغانستان کې د ژمي سخت موسم او د کورونو د نشتوالي ستونزې شته؛ خو ستونزې په هر هېواد کې وي او اوس په افغانستان کې وضعیت تر پخوا یو څه ښه شوی دی.
د راپور له مخې، د پاکستان ځینو محکمو سختو ناروغانو، افغان هنرمندانو او افغان نرښځیانو ته په دغه هېواد کې د لنډمهاله پاتې کېدو اجازه هم ورکړې ده. همداراز، ځینې افغان کورنۍ په نورو هېوادونو کې د مېشتېدو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت شوې دي او د خپلو دوسیو بهیر بشپړېدو ته انتظار باسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې لاهم له کړکېچ سره مخ دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پورې غاړې بریدونو او د طالبانو د سختو غبرګونونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم له شاوخوا یوه کال راهیسې په بشپړ ډول درېدلې او د عامو خلکو تګ‌راتګ هم محدود شوی دی. اوس‌مهال د تورخم له لارې په منظم ډول یوازې هغه افغان کډوالو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي، چې بېرته افغانستان ته ستنېږي.

ایمل ولي خان مریم نواز ته: د څلوېښت کلنې امنیتي پالیسۍ پایلې پر خیبر پښتونخوا مه اچوئ

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د پنجاب پر اعلیٰ وزیرې مریم نواز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د تېرو څو لسیزو د امنیتي او افغان پالیسۍ پایلې باید پر خیبر پښتونخوا ونه تپل شي.

ایمل ولي خان د مریم نواز د هغو دریځونو په غبرګون کې چې د خیبر پښتونخوا له امنیتي وضعیت سره تړاو لري، پوښتنه کړې چې کله د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال «دولت» د افغان جهاد لپاره د بنسټونو او جوړښتونو په رامنځته کولو بوخت و، ایا د دغې ملي پالیسۍ پرېکړې خیبر پښتونخوا کولې؟

هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د پنجاب ایالت د جهنګ ولسوالۍ یادونه کړې او ویلي یې دي، کله چې په ۱۹۸۵ کال کې د «سپاه صحابه پاکستان» ډله په جهنګ کې جوړه شوه، ایا جهنګ هغه مهال د خیبر پښتونخوا برخه وه؟

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال په راپور کې هم راغلي چې «سپاه صحابه پاکستان» په ۱۹۸۵ کال کې د پنجاب په جهنګ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه. د راپور له مخې، وروسته له دې ډلې سره تړلې «لشکر جهنګوي» هم رامنځته شوه.

ایمل ولي خان پوښتنه کړې چې کله له سپاه صحابه څخه «لشکر جهنګوي» رامنځته شوه، ایا دا د خیبر پښتونخوا د خلکو «جوړښت» و؟

هغه همداراز د پنجاب پر ځینو سیاستوالو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې کله دغو سیاستوالو له ممنوعه وسله‌والو ډلو له مشرانو سره انتخاباتي تفاهمونه کول، ایا په دغو پرېکړو کې د چارسدې خلکو کوم رول درلود؟

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه راپور کې هم راغلي چې سپاه صحابه پاکستان په ۱۹۸۵ کال کې په جهنګ کې رامنځته شوه او وروسته ترې «لشکر جهنګوي» په ۱۹۹۰مو کلونو کې د وسله‌والې څانګې په توګه راووته. په دغه راپور کې د ځینو پنجاب مېشتو سیاستوالو او د دغې ډلې د مشرانو ترمنځ د انتخاباتي اړیکو ادعاوې هم شوې دي.

ایمل ولي خان ویلي، کله چې د پاکستان د تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو د ملي امنیتي پالیسیو پایلې د پنجاب تر پولو ورسېدې، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې باید خیبر پښتونخوا د دغو ستونزو د اصلي ګواښ په توګه وبلل شي.

هغه ټینګار کړی چې د ناامنۍ په اړه باید د پاکستان د تېرې امنیتي تګلارې او د بېلابېلو سیمو د خلکو د ونډې ترمنځ توپیر وشي، او د یوې سیمې ټول خلک باید د هغو پرېکړو مسوول ونه بلل شي چې په ملي کچه شوې دي.

ایمل ولي خان د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه له دې وړاندې هم څرګندونې کړې دي. د روان کال په جولای کې هغه له د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره په لیدنه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې وې او دواړو لورو د وضعیت د ښه کولو لپاره د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی و.

د خیبرپښتونخوا په کوز سویلي وزیرستان کې د ځڼغوزيو پر راټولولو سخت محدودیتونه لګول شوي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبرپښتونخوا په کوز سویلي وزیرستان ولسوالۍ کې د امینتي ګواښونو له امله ځايي ادارې په غرنیزو سیمو کې د ځڼغوزيو پر راټولولو سخت امنیتي محدودیتونه لګولې دي. په یادې ولسوالۍ کې د ځڼغوزیو د راټولو موسم پیل شوی، خو ځایي اوسېدونکي د راټولو پر وړاندې له لګول شویو محدودیتونو شکایت لري.

د خیبرپښتونخوا په کوز سویلي وزیرستان ولسوالۍ کې د ځڼغوزيو د راټولولو موسم په پیلېدو سره سیمه‌ییز خلک له امنیتي محدودیتونو شکایت لري او وایي، له لیکلې اجازې پرته خپلو فصلونو ته نه‌پرېښودل کېږي.
د ځڼغوزيو یو کاروباري جاوېد خان افغانستان انټرنشنل-- پښتو ته ویلي، چې د کوز سویلي وزیرستان ولسوالۍ په شوال، زینداور، انګور اډې او نورو غرنیزو سیمو کې د ځڼغوزيو د راټولولو موسم په سپټمبر میاشت کې پیلېږي، خو د یادې ولسوالۍ په ډېریو سیمو کې د ګرځبندیز او امنیتي اقداماتو له امله د ولسوالۍ د ادارې او امنیتي ځواکونو له اجازې پرته له ونو څخه د ځڼغوزيو د راټولولو اجازه نه‌شته.
جاوېد خان ویلي، چې سږ کال د تېر کال پرتله د ځڼغوزيو حاصلات کم شوي، خو کیفیت یې ښه دی او په وینا یې، د لګول شویو محدودیتونو له امله د ځڼغوزیو کاروبار اغېزمن شوی دی.

هغه ویلي، چې اوس غرنیزو سیمو ته د ننوتلو او د ځڼغوزيو د را ټولولو لپاره د لیکلې اجازې اخیستل لازمي شوي او د اجازې ترلاسه کولو لپاره قراردادیان باید یو تضمین لیک هم وسپاري.
په تضمین لیک کې قراردادیان باید دا ډاډ ورکړي، چې د ځڼغوزيو له حاصل څخه به هېڅ ترهګرې ډلې ته په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مالي مرسته نه ورکوي، د ځڼغوزيو د پېر او پلور معاملات باید د بانکي سیستم له لارې ترسره شي او همدارنګه باید له ټاکل شویو لارو، سیمو او وختونو سره سم تګ راتګ وکړي او په امنیتي پوستو کې د موټرو د پلټنې او نورو امنیتي اقداماتو پر مهال له چارواکو سره بشپړه همکاري وکړي.
جاوېد خان ویلي، چې له غرنیزو سیمو څخه تر بازارونو پورې د ځڼغوزيو د لېږد پر مهال هم سوداګر له ستونزو سره مخ دي او په وینا یې، که څه هم په ګمرک، ایکسایز او د پولیسو پوستو کې قانوني چارې بشپړېږي، خو ځینې وخت سوداګر له اضافي ستونزو سره مخ کېږي چې له امله یې د ځڼغوزيو لېږد اغېزمن کېږي.
هغه ویلي، که د ځڼغوزيو کاروباریانو ته اسانتیاوې برابرې شي، نو د سویلې وزیرستان ولسوالۍ ځڼغوزۍ به د ترکیې، چین، سعودي عربستان او متحده عربي امارات په ګډون نړیوالو بازارونو ته هم صادر شي.
د جاوېد خان په وینا، ځڼغوزي د سویلې وزیرستان ولسوالۍ له مهمو کرنیزو او سوداګریزو سرچینو څخه دي چې د زرګونو ځايي خلکو، بزګرانو، کارګرانو، قراردادیانو او نورو سوداګرو روزګار ورسره تړلی دی.
د دغې ولسوالۍ د ځنګلونو د ادارې مشر عمر خطاب افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې له خیبر پښتونخوا سره د پخوانیو قبایلي سیمو له یو ځای کېدو وروسته د ځنګلونو اړوند قوانین بدل شوي دي.
د هغه په وینا، د ځڼغوزيو ځنګلونه د درېیم جدول له مخې په خوندي ځنګلونو کې شامل دي او د دې ځنګلونو مالکیت د ځايي خلکو شخصي ملکیت نه ګڼل کېږي.
د ځنګلونو د ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال په کوز سویلي وزیرستان کې د ځڼغوزيو حاصلات شاوخوا ۸۰۰ او ۹۲ زره او ۲۶۱ کیلوګرامه وو.
د کوز سویلې وزیرستان ولسوالۍ مرستیال کمېشنر مسرت زمان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې چې د امنیتي اندېښنو له امله د ځڼغوزي د راټولولو او لېږد لپاره ځانګړي کړنلارې جوړې شوې دي.
د هغه په وینا، په تېر وخت کې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د ځڼغوزيو له عاید څخه ښايي ترهګرو ته مالي مرسته ورکړل شوې وي، نو له همدې امله سږ کال امنیتي اقدامات سخت شوي دي.
مسرت زمان ویلي، چې د نویو مقرراتو هدف د ځڼغوزيو د کاروبار څارنه، د عوایدو د احتمالي ناقانونه کارونې مخنیوی او د امنیتي اندېښنو کمول دي.

د ترهګرۍ ضد جګړه؛ خیبر پښتونخوا ته په ۱۶ کلونو کې نږدې ۸۰۰ میلیارده کلدارې ورکړل شوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
100%

دولتي اسناد ښيي چې خیبر پښتونخوا په تېرو ۱۶ کلونو کې د ترهګرۍ ضد جګړې له بودیجې نږدې ۸۰۰ میلیارده کلدارې ترلاسه کړې دي. دغه بودیجه د ترهګرۍ له امله د اوښتو مالي او بنسټیزو زیانونو د جبران لپاره ځانګړې شوې ده.

د رسمي اسنادو له مخې، خیبر پښتونخوا په تیرو ۱۶ کلونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د فنډ له مخې شاوخوا ۸۰۰ ملیارده روپۍ (شاوخوا ۲.۵ ملیارده ډالر) ترلاسه کړي دي، خو دا ایالت لاهم د وسله والو بریدونو له جدي ګواښونو سره مخ دی.

د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، اسناد ښیي چې دا فنډونه د فدرالي حکومت لخوا د ترهګرۍ له امله د رامنځته شوي اقتصادي، زیربناوو او نورو مالي زیانونو د جبران لپاره خپاره شوي دي.

د مالیې وزارت په وینا، خیبر پښتونخوا دا پیسې په کلني ډول له فدرالي حکومت څخه ترلاسه کوي، پداسې حال کې چې نورو ایالتونو ته هم د ورته ترتیب له مخې فنډونه ورکول کیږي.

خیبر پښتونخوا هر کال د ملي مالي کمیسیون له مخې د ترهګرۍ او نورو امنیتي لګښتونو له امله د رامنځته شوي زیانونو لپاره یو سلنه اضافي ترلاسه کوي.

په وروستیو کلونو کې دغه ایالت ته ورکړل شوې پیسې د پام وړ زیاتې شوې دي. د اسنادو له مخې، خیبر پښتونخوا په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ۱۱۲،۲۹۶ ملیارده روپۍ (شاوخوا ۴۵۰ ملیونه ډالر) ترلاسه کړې، پداسې حال کې چې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې ۱۲۸،۲۳۴ ملیارده روپۍ (شاوخوا ۴۶۰ ملیونه ډالر) خوشې شوې.

د روان مالي کال لپاره، د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې لپاره ځانګړې شوې پیسې ۱۴۹،۰۷۶ ملیارده روپۍ (شاوخوا ۵۳۰ ملیونه ډالر) اټکل شوې دي. د اسنادو له مخې، له دې څخه ۲۳،۰۶۹ ملیارده روپۍ د مالي کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې خوشې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د مالیې وزارت وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې لپاره ځانګړې شوې پیسې د فدرالي عوایدو بورډ د عوایدو راټولولو اهدافو سره تړاو لري. د ادارې په وینا، صوبه بشپړه اندازه هغه وخت ترلاسه کوي کله چې د فدرالي عوایدو اهداف ترلاسه شي.

د تمویل دا ارقام په ایالت کې د وسله والو لخوا د دوامداره تاوتریخوالي کړنو په شرایطو کې راغلي دي. د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې په خیبر پښتونخوا کې ۴۷۵ کسان وژل شوي او د تاوتریخوالي ۱۵۱ پیښې رامنځته شوې، چې دا ایالت یې په دې موده کې د هیواد ترټولو زیانمنه سیمه ګرځولې ده.

وروستي ارقام په دې ایالت کې د پولیسو د زیاتیدونکي لګښت هم په ګوته کوي. د خیبر پښتونخوا د مالیې وزیر سلاکار مزمل اسلم وویل چې د پولیسو عملیاتي بودیجه له ۱۵ ملیارد روپیو څخه ۳۰،۲ ملیارد روپیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې د ایالتي پولیسو منظور شوي افرادي ځواک هم ۱۳۹،۳۱۸ پوستونو ته لوړ شوی دی.