د تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون؛ لاریونوال پېښور ته رسېدلي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته رسېدلی. د دغه ایالت سر وزیر سهیل اپريدي په پېښور کې ویلي، چې د ډرون بریدونو او نویو پوځي عملیاتو اجازه یې نهده ورکړې. هغه د عمران خان د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون چې د خیبر پښتونخوا له سویلي ولسوالیو پیل شوی، د خیبر ولسوالۍ له لارې په پنځمه ورځ پېښور ته رسېدلی چې له هغه ځایه به چارسدې، صوابۍ او وروسته د پنجاب پولې ته ورسېږي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ پراخ لاریون تېره شپه ناوخته له خیبر نه د پېښور د بهنا مري سیمې ته ورسېد. د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مهالوېش له مخې، دغه لاریون باید د اکتوبر په اتمه اسلاماباد ته روان شوی و؛ خو اوس یې لاره بدله شوې چې اسلاماباد ته د تګ نېټه یې لاروښانه نهده.
ورته مهال په پېښور کې نن د دریمې ورځې لپاره د مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو خدمتونه پرې دي، چې له امله یې د ښار په ګڼو سیمو کې خلک له ستونزو سره مخ وو. د دغه لاریون له امله د پېښور په ګڼو سیمو کې خصوصي ښوونیزې ادارې د یوې ورځې لپاره تړلې دي.
سهیل اپریدي په بهنا مري کې لاریونوالو ته د وینا پرمهال وویل، چې له هغه څخه د پوځي عملیاتو، بیړني حالت او ډرون بریدونو لپاره اجازه غوښتل شوې وه؛ خو هغه په کلکه رد کړې ځکه چې دغه اقدامات د ترهګرۍ لهمنځه وړلو پرځای د تحریک انصاف لهمنځه وړلو لپاره وو.
نوموړي ویلي، که د هغه لهخوا وړاندې شوې طرحه عملي شي؛ نو ترهګري په ۱۰۰ ورځو کې لهمنځه وړل کېدای شي. د هغه په وینا، له ۲۰۰۴کال راهیسې تراوسه پورې ۲۲ لوی او ۱۴زره استخباراتي عملیات شوي؛ خو هیڅ لاسته راوړنه یې نهلرله.
