• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: طالبانو د اوبو په برخه کې د ایراني متخصصانو او سلاکارانو د حضور غوښتنه کړې ده

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال حمید رضا جانباز ویلي، چې طالبانو د اوبو او انرژۍ په برخه کې د ایراني‌ متخصصانو، سلاکارانو او قراردادي شرکتونو د حضور غوښتنه کړې ده.

نوموړي‌ ویلي، له طالبانو سره په لیدنو کې یې د اوبو او برېښنا په برخه کې ټېکنالوژۍ او د متخصصانو لېږد او ګډې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.
حمیدرضا جانباز کابل ته د ایران د ډیپلوماټیک او تخنیکي پلاوي د سفر د لاسته راوړنو په اړه وویل، د خبرو اترو پرمهال د ایران د حقابې، د افغان متخصصانو روزنې، د چاپېریالي ستونزو او د اوبو او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پراختیا په جدي توګه وڅېړل شول.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران تېرکال د اوبو مناسبه ونډه ترلاسه کړې وه؛ خو د سیستان او د خراسان رضوي ولایت په شمالي سیمو کې د اوبو ستونزې لاهم زیاتو او کره څېړنو ته اړتیا لري.

اېراف رسنۍ په خپل خبر کې ویلي، چې د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي هم په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره لیدلي. په خبر کې راغلي، چې علي‌ابادي په دغه لیدنو کې د اوبو او برېښنا په برخو کې د ټېکنالوژۍ او متخصصانو پر لېږد او ګډې پانګونې خبرې کړې دي.

نوموړي له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې هم د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌ابادي کابل ته په رسمي سفر تللی و. په دغه خبرو کې هم دواړو خواوو د ګډې پانګونې د فرصتونو ارزونه او د انرژۍ د تولید، لېږد او وېش په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی و.

د ایران د انرژۍ وزیر په هماغه لیدنه کې خپل طالب سیال ته په رسمي توګه بلنه ورکړې وه، چې تهران ته سفر وکړي او د ایران د برېښنا سیسټمونو، صنعتي تاسیساتو او تخنیکي وړتیاوو له زېربناوو لیدنه وکړي.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۵

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

•
•
•

نور خبرونه

د قحطۍ د خبرداري شبکه: اټکل شوي بارانونه به د غنمو د ښه حاصل زمینه برابره کړي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
100%

د قحطۍ د خبرداري شبکې (FEWS NET) اټکل کړی، چې د ۲۰۲۶کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د معمول پرتله ډېر بارانونه وشي چې له دې سره به د غنمو د کر لپاره مناسب شرایط برابر شي؛ خو په ځینو ولایتونو کې به د خوړو ناورین دوام وکړي.

د یاد بنسټ د راپور له مخې، په دایکنډي، فاریاب، غور، بدخشان، نیمروز او کونړ ولایتونو کې به د خوړو ناورین لږ تر لږه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي. د یادې شبکې په وینا، د ۲۰۲۶کال د سپټمبر میاشتې د راپور له مخې، د هېواد په ځینو لوړو سیمو کې د غنمو حاصلاتو راټولول لا هم روان دي؛ خو د کاري فرصتونو کمښت او د خلکو ټیټ عاید د دې لامل شوی، چې ځینې کورنۍ په کافي اندازه خواړه ترلاسه نه‌کړی.

راپور زیاتوي، چې په لویو ښارونو کې هم د کار محدود فرصتونه او اقتصادي ستونزې د خلکو د خوړو برابرولو وړتیا اغېزمنوي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۷کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې به د کرنیزو زېرمو د کمښت له امله د ډېرو کورنیو لپاره د خوړو برابرول ستونزمن شي.

راپور اټکل کوي، چې ځینې کورنۍ ښايي د خپلو شتمنیو پلورلو یا پور اخیستلو ته اړې شي؛ څو د خوړو اړتیاوې پوره کړي. د قحطۍ د خبرداري شبکې د ارزونې له مخې، د افغانستان په ختیځو، لوېدیځو، سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې د دویم فصل حاصلات او موسمي مېوې د خلکو د خوړو او عاید په برابرولو کې مرسته کوي.

په راپور کې د جوارو، وریجو، کچالو، سویابینو، لوبیا، ځڼغوزیو، مېوو او سبزیو د تولید وضعیت په ټولیز ډول د مناسبو هوايي شرایطو او د اوبو د زېرمو له امله ښه اټکل شوی دی؛ خو په ځینو سیمو کې ږلۍ، یخنۍ او د اوبو کمښت کرنیزو محصولاتو ته زیان رسولی شي.

راپور زیاتوي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د افغانستان د مېوو او سبزیو د صادراتو فرصتونه محدود کړي او د کروندګرو او سوداګرو پر عاید یې منفي اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د ال نینو اقلیمي پدیدې له امله تمه کېږي چې د ۲۰۲۶کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې د معمول پرتله ډېر بارانونه وشي. دغه وضعیت د ژمنیو غنمو د کر لپاره ګټور بلل شوی.

راپور همداراز وايي، بزګران د تېرو څلورو کلونو د وچکالۍ او د بارانونو د ځنډ له امله لا هم محتاط دي. د نوموړې شبکې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې د خوراکي توکو بیې د تېرې میاشتې پرتله په ټولیز ډول ثابتې وې؛ خو د تېرکال د همدې میاشتې پرتله د غنمو د اوړو بیه ۱۲ سلنه، د وریجو ۳۲ سلنه او د غوړیو بیه ۱۱ سلنه لوړه شوې وه.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۶کال په اګسټ کې د اوړو، وریجو، دالو، نباتي غوړیو او مالګې په ګډون د اړینو خوراکي توکو د یوې اندازې منځنی لګښت ۶زره او ۲۶ افغانۍ و. دغه لګښت د جولای میاشتې پرتله ثابت پاتې شوی؛ خو د تېرکال د ورته مودې پرتله ۱۱ سلنه لوړ دی.

شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل: طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
100%

د پخواني پارلمان دوو غړو، شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل، د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند غندلی او ویلي یې دي، طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي او د زده‌کړو حقونه یې محدود کړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ملګرو ملتونو په کابل او هرات کې د ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول کېدل تایید کړل.

شکریې بارکزۍ، چې د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې وه، د افغانستان انټرنشنل - پښتو په «سپړنه» خپرونه کې ویلي، طالبان باید روښانه کړي چې ښځې د کوم قانون له مخې د سینګار، د جامو یا په عامه ځایونو کې د تګ راتګ له امله له جزا سره مخ کوي.

هغې پوښتنه کړې: «طالبانو ته چا اجازه ورکړې؟ اسلام چې ښځو ته جزا نه ده ټاکلې، نو طالب څوک دی؟»

بارکزۍ ویلي، په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې دوی لیدلي، ښځې باحجابه دي، خو د هغې په وینا، طالبان بیا هم ښځې په بې‌احترامۍ نیسي او کشوي یې. نوموړې زیاته کړې چې د زده‌کړو غوښتنه اعتراض نه دی، بلکې د قران کریم د «اقرأ» حکم د لوستلو او زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کوي.

هغې د ښځو د وهلو او زنداني کولو په اړه هم پوښتنې راپورته کړي او ویلي یې دي چې له کوره د سودا اخیستلو یا نورو اړتیاوو لپاره د ښځو وتل جرم نه دی چې طالبان یې د نیولو حق ولري. بارکزۍ پوښتنه کړې چې ایا د طالبانو میندې او خویندې هم د نورو له خوا د ورته چلند له امله ځورول شوې دي، چې دوی له نورو ښځو سره دا ډول چلند کوي.

د جمهوري نظام د پارلمان بلې پخوانۍ غړې، شینکۍ کړوخېل، په همدې پروګرام کې ویلي چې طالبان د ښځو د زده‌کړو حق محدودوي او د قدرت د ساتلو لپاره د شریعت په نوم پر ښځو ظلم کوي.

هغې ویلي: «طالبانو د قران حکم معطل کړی، اقرأ د خدای حکم دی چې ولولئ.»

کړوخېل د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند یوه نوې موضوع نه ده بللې او ادعا یې کړې چې په ځینو پخوانیو اسلامي نظامونو کې هم د واک د ساتلو لپاره دیني مفاهیم کارول شوي دي. د هغې په وینا، په افغانستان کې د بېلابېلو بحرانونو د پټولو لپاره ښځې تر فشار لاندې راوستل کېږي.

هغې ویلي چې ښځه په افغاني کلتور کې د درناوي وړ ګڼل شوې، خو اوس له سپکاوي سره مخ ده. د کړوخېل په وینا، طالبان د ښځو پر وړاندې د زور له کارولو سره خلکو ته دا پیغام ورکوي چې د ښځو پر ژوند او ازادۍ د واک لرونکي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) د اکتوبر په اتمه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د جولای او سپټمبر ترمنځ یې په کابل او هرات کې د لږ تر لږه ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول یا توقیف کېدل تایید کړي دي. د راپور له مخې، ځینې نورې ښځې هم د نیولو له ګواښ سره مخ شوې دي.

یوناما ویلي، د نیول شویو ښځو پر وړاندې د جامو د مقرراتو د سرغړونې ادعاوې مطرح شوې وې، په دغو مواردو کې د چادرۍ نه اغوستل، د ویښتانو ښکاره کېدل، رنګارنګ ټیکري یا سینګار کول او له محرم پرته په عامه ځایونو کې ګرځېدل شامل وو. د راپور له مخې، نیول شوې ښځې تر څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د پېښو حقیقي شمېر ښايي تر دې لوړ وي، ځکه د وېرې او ټولنیز بدنامۍ له امله ډېرې پېښې نه راپور کېږي. یوناما همداراز د ښځو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو او ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند ودروي او د ټولو افغانانو بشري حقونو او کرامت ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو نیول او توقیف کول د هغوی د تګ راتګ، څرګندونې او خپلواکۍ پر حقونو اغېز کوي او د ټولنیز محرومیت خطر یې زیاتوي.

شاه محمود میاخېل: د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره «واقعي لویه جرګه» د حل لار ده

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، افغانستان له څو لسیزو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو بحرانونو وروسته د خپل راتلونکي لپاره ملي اجماع ته اړتیا لري او په وینا یې، «واقعي لویه جرګه چې د افغانستان د خلکو استازولي وکړای شي» د حل لار ده.

میاخېل لیکلي چې د افغانستان د روان وضعیت د حل لپاره یوازې د یوه حکومت، یوې ډلې یا څو سیاسي څېرو پرېکړه بسنه نه کوي او باید د هېواد د راتلونکي په اړه داسې پرېکړه وشي چې پراخه ولسي او ملي استازولي ولري.

هغه ویلي، افغانستان باید داسې لارې ته ورسېږي چې له مخې یې هېواد بیا د نیابتي جګړو او سیاسي سیالیو پر مرکز بدل نه شي او د خلکو شته امکانات او ابادي د جګړو له امله له منځه ولاړ نه شي.

میاخېل د ملامت او سلامت د ټاکلو په اړه هم ویلي: «د ملامت او سلامت لپاره بااعتباره قانوني او حقوقي مرجع پکار ده چې د ملامت او سلامت په اړه عادلانه قضاوت وکړي.» نوموړي زیاته کړې چې د افغانانو یوه ستونزه دا ده چې «مدعي، مدعي علیه ته ملامت وایي» او دا د عادلانه ارزونې لپاره مناسبه لاره نه ده.

د جمهوري نظام دغه پخواني چارواکي د طالبانو د اوسني حکومت پر تګلارې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «د طالبانو د حاکمیت موجوده تګلاره دوام نه شي کولای او نوو نیابتي جګړو ته زمینه برابروي.»

هغه ټینګار کړی چې که طالبان له خلکو سره جګړه کوي او یا د طالبانو مخالفې خواوې د خپلو یا د نورو د ګټو لپاره جګړه کوي، دواړه حالتونه د افغانستان د «تباهۍ او بربادۍ» لامل کېږي.

میاخېل وايي، د ستونزې د حل لپاره باید طالبان او نور سیاسي جریانونه یو بل له سیاسي ډګر څخه د ایستلو پر ځای د ګډې حللارې په لټه کې شي. هغه لیکلي: «نه طالبان نفې کېدای شي او نه طالبان ملت نفې کولای شي» او د ده په باور، د قدرت د نفې او انحصار سیاست نه په تېر کې ښې پایلې لرلې او نه یې اوس لري.

هغه د لویې جرګې په اړه ټینګار کړی چې دا جرګه باید د طالبانو د اوسني حاکمیت د تایید لپاره فرمایشي غونډه نه وي. د نوموړي په وینا، «فرمایشي جرګې یو حاکمیت ته مشروعیت نه شي ورکولای.»

میاخېل د افغانستان د تېر تاریخ ځینې لویې جرګې د بېلګې په توګه یادې کړې او ویلي یې دي چې د احمدشاه بابا له لویې جرګې وروسته، د ظاهر شاه او جمهوري نظام په دورو کې هغو لویو جرګو چې اساسي قوانین یې تصویب کړي، حکومتونو ته یې د قانون په چوکاټ کې مشروعیت ورکړی، ځکه د ده په وینا، په دغو جرګو کې د افغانستان د قومونو، سیمو او بېلابېلو ټولنیزو قشرونو استازولي شوې وه.

نوموړي په پای کې ویلي چې که ټولې خواوې د افغانستان د ثبات او د خلکو د ارامۍ لپاره سیاسي اراده ولري، «لویه جرګه یوازینۍ اسانه، ارزانه او افغاني عملي د حل لار ده.»

د رحمت شاه زرمتي د کپتانۍ لومړۍ ازموینه؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره مخ کېږي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن، د تلې په ۱۷مه، په ابوظبۍ کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه به د رحمت شاه زرمتي لپاره د ټېسټ لوبډلې د کپتان په توګه لومړۍ رسمي سیالي وي او دواړه لوبډلې به د شیخ زاید کرېکټ لوبغالي پر میدان سره مخ شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دغه پنځه‌ورځنۍ ټېسټ لوبه به د اکټوبر له نهمې تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ د مهالوېش له مخې، لوبه به د ابوظبۍ پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شي.

رحمت شاه په داسې مهال د ټېسټ لوبډلې مشري پر غاړه اخلي چې افغانستان د روانې اوږدې نړیوالې لوبیزې برنامې په پیل کې له بنګله‌دېش سره یوازې یوه ټېسټ لوبه ترسره کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ټېسټ کرېکټ د ملي لوبډلې د راتلونکو پلانونو مهمه برخه ده او د دې لوبې له لارې به افغان لوبغاړي د لوبې په اوږده بڼه کې د خپلې تجربې د پیاوړتیا فرصت ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د ټېسټ کرېکټ د اهمیت په اړه ویلي: «ټېسټ کرېکټ زموږ لپاره ډېر زیات اهمیت لري او موږ د لوبې په دې بڼه کې د افغان لوبډلې د پیاوړتیا او لاسته راوړنو د زیاتولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو.»

افغانستان د دې ټېسټ لپاره په خپل نوملړ کې یو شمېر لوبغاړي هم بېرته شامل کړي دي. شاهدالله کمال او یمین احمدزي د کورنیو فرسټ کلاس سیالیو له ښې لوبې وروسته د ټېسټ لوبډلې ته بلل شوي، په داسې حال کې چې ضیاالرحمن اکبر هم له نږدې یو کال وروسته بېرته د ټېسټ لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.

خو د افغانستان په نوملړ کې د راشد خان او ابراهیم ځدراڼ نشتوالی د لوبډلې له مهمو بدلونونو څخه دی. د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلان شوي نوملړ له مخې، دواړه لوبغاړي د دې ټېسټ لوبې په لوبډله کې شامل نه دي، خو د راتلونکو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره په نوملړونو کې شته.

بل لور ته، بنګله‌دېش د نجم‌الحسن شانتو په کپتانۍ کې دې سیالۍ ته راځي. د بنګله‌دېش د ټېسټ لوبډله له تجربه‌کارو لوبغاړو لکه مشفق الرحیم، لېټن داس، مومن الحق او مهدي حسن میراز څخه هم برخمنه ده. دغه لوبډله په وروستیو کې د اسټرالیا پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي کړې او د لړۍ په لومړۍ لوبه کې یې د اسټرالیا پر وړاندې تاریخي بریا هم خپله کړې وه.

د بنګله‌دېش لپاره دا په متحده عربي اماراتو کې لومړۍ ټېسټ لوبه ده. د دغه هېواد روزونکی فیل سیمونز وايي، لوبډله یې د ابوظبۍ له تودې هوا سره د عیارېدو هڅه کوي او هغه لوبغاړي چې له جاپان څخه ورستانه شوي، باید ژر له شرایطو سره ځان برابر کړي. بنګله‌دېش د چهارشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له بشپړې لوبډلې سره تمرین هم کړی دی.

دواړه لوبډلې تر دې وړاندې په ټېسټ کرېکټ کې دوه ځله سره مخ شوې دي چې هرې لوبډلې یوه بریا خپله کړې ده. دکرېکټ د نړیوالې شوراد معلوماتو له مخې، رحمت شاه د بنګله‌دېش پر وړاندې په ټېسټ لوبو کې د افغانستان له مخکښو منډه‌وهنکو څخه دی او تر اوسه یې د دې لوبډلې پر وړاندې ۱۴۱ منډې کړې دي.

د ابوظبۍ د لوبغالي شرایط هم د دواړو لوبډلو لپاره د پام وړ دي. د بنګله‌دېش د وروستیو تمرینونو راپورونه ښيي چې د لوبې لپاره د سوکه توپ‌اچوونکو رول ته ځانګړې پاملرنه شوې، ځکه د متحده عربي اماراتو په عمومي شرایطو کې د ویکټو د ورو والي له امله سوکه توپ‌اچونه اغېزناک تمامېدای شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ په خپل فېسبوک پاڼه کې د افغانستان او بنګله‌دېش د یوازېنۍ ټېسټ لوبې جام د دواړو لوبډلو د کپتانانو له لوري د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې د نندارې لپاره د وړاندې کېدو خبر هم ورکړی دی.

د بنګله‌دېش پر وړاندې له دې ټېسټ وروسته به افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بنګله‌دېش او زمبابوې په ګډون د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ ته داخل شي. دغه لوبلړۍ به د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې دوام وکړي او دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته وځي. له هغې وروسته افغانستان له زمبابوې سره د درې شل اوریزو او دوو ټېسټ لوبو لړۍ هم لري.

په دې توګه، د بنګله‌دېش پر وړاندې د جمعې ورځې ټېسټ لوبه د افغانستان لپاره یوازې یوه جلا سیالي نه ده، بلکې د اکټوبر او نومبر میاشتو د پراخ نړیوال کرېکټ پروګرام لومړۍ لوبه هم ده.

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، وسله‌واله مخالفه مبارزه د افغانستان له شمالي سیمو ورهاخوا د هېواد نورو برخو ته د پراخېدو په حال کې ده. د مقاومت د ډلو جغرافیایي پراختیا او د پخوانیو افغان ځواکونو د غړو بیا تنظیمېدل د طالبانو لپاره د امنیتي ننګونې نوې بڼه رامنځته کوي.

د «ایشیا ټایمز» په یوه تحلیل کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو مهمه ادعا د امنیت ټینګښت دی، خو د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه په وروستیو میاشتو کې له پخوا ډېر جغرافیایي پراخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سپټمبر په راپور کې ویل شوي چې د مې له لومړۍ تر جولای ۳۱مې پورې په ۲۱ ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفو ډلو له لوري د ۸۸ بریدونو ادعا شوې، چې ملګرو ملتونو یې ۵۵ تایید کړي دي. د راپور له مخې، دغه بریدونه تر اوسه د طالبانو ځمکنی کنټرول په پام وړ ډول نه دی ګواښلی.

د تحلیل له مخې، د اګست او سپټمبر د شمېرو پر بنسټ مقاومت کوونکو ډلو په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې ده. سرچینه ټینګار کوي چې دغه شمېرې د وسله‌والو ډلو خپلې ادعاوې دي او له همدې امله یې د مرګ‌ژوبلې شمېرې باید له احتیاط سره وکتل شي، خو د بریدونو پراخ جغرافیایي حضور د پام وړ بدلون بلل شوی دی.

د طالبانو په پخواني نفوذي کمربند کې هم د مقاومت ادعاوې

په تحلیل کې د افغانستان متحدې جبهې د مقاومت د فعالیتونو تر ټولو لویه برخه یاده شوې او ویل شوي چې دغې ډلې په هلمند، کندهار، نیمروز، غور، بادغیس او فاریاب کې د عملیاتو ادعا کړې ده.

د سرچینې په وینا، د افغانستان متحدې جبهې مشري د افغان ملي اردو پخوانی ډګر جنرال سمیع سادات کوي او دغې ډلې د روان کال په اګست کې خپل وسله‌وال فعالیت پیل کړی دی. په تحلیل کې ویل شوي چې د دغې ډلې د فعالیتونو ادعا په داسې سیمو کې ده چې د طالبانو د سیاسي او پوځي نفوذ له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

سرچینه البته ټینګار کوي چې دا وضعیت د پښتنو د یوه پراخ پاڅون معنا نه لري او طالبان هم تر اوسه له کندهار یا هلمند څخه د خپل کنټرول د له لاسه ورکولو له جدي ګواښ سره نه دي مخ شوي.

د مقاومت ډلې سره نه دي متحدې

د تحلیل له مخې، د طالبانو پر وړاندې وسله‌والې ډلې په یوه واحده جبهه کې نه دي راټولې شوې او د مشرۍ، قومي جوړښت، موخو او پوځي وړتیاوو له پلوه د پام وړ توپیرونه لري.

په دغو ډلو کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه، د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهه، د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې او څو نورې ډلې شاملې دي.

د سرچینې په وینا، د دغو ډلو ټوټه‌ټوټه جوړښت ښايي د یوه بدیل حکومت د رامنځته کېدو مخه ونیسي، خو دا په دې معنا نه ده چې دوی له ستراتیژیک پلوه بې‌اهمیته دي. د تحلیل له مخې، افغانستان ښايي له داسې غیرمتمرکز وسله‌وال مقاومت سره مخ شي چې بېلابېلې ډلې په څو ولایتونو کې د طالبانو پر ځواکونو، تاسیساتو او اداري مرکزونو بریدونه کوي، خو هېڅ یوه یې د حکومت د نسکورولو لپاره کافي پوځي ځواک ونه لري.

د بښنې د اعلان ماتېدل او د پخوانیو امنیتي ځواکونو بیا تنظیم

تحلیل وايي چې طالبان ښايي په خپله د مقاومت د بشري ځواک په رامنځته کولو کې ونډه ولري. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دوی مشرانو د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو لپاره د عمومي بښنې اعلان کړی و، خو وروسته د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په راپورونو کې د پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سلګونو سرغړونو، له قضایي پروسې پرته وژنو، خپل‌سرو نیونو، شکنجې او جبري ورکېدو موارد ثبت شوي دي.

د تحلیل له مخې، پخواني سرتېري، کومانډوګان، پولیس او استخباراتي کارکوونکي هغه څه لري چې نوې وسله‌والې ډلې ورته اړتیا لري؛ پوځي روزنه، د جګړې تجربه، د سیمې پېژندنه، استخباراتي اړیکې او د قوماندې وړتیا.

سرچینه استدلال کوي چې که د بښنې ژمنه عملي شوې وای، ښايي د پخوانیو امنیتي ځواکونو د بې‌وسلې کولو او له جګړې څخه د هغوی د لرې ساتلو زمینه برابره شوې وای؛ خو د دوی پر وړاندې د دوامداره فشار له امله ځینې پخواني امنیتي کسان د مقاومت له ډلو سره یوځای شوي یا یې ملاتړ کوي.

طالبان لا هم له سقوط سره نه دي مخ

سره له دې، تحلیل وايي چې طالبان د سقوط تر درشل نه دي رسېدلي. هېڅ مخالفه ډله د افغانستان کوم لوی ښار نه کنټرولوي او هېڅ یوه ډله دومره دودیز پوځي ځواک نه لري چې کابل ونیسي. ملګري ملتونه هم لا هم ارزوي چې وسله‌وال مخالفت د طالبانو ځمکنی کنټرول په پام وړ ډول نه ګواښي.

خو د تحلیل په وینا، یوازې ځمکنی کنټرول د ثبات یوازینی معیار نه شي کېدای. د مقاومت د بریدونو پراخېدل، د نویو وسله‌والو ډلو رامنځته کېدل، هغو سیمو ته د مخالفو فعالیتونو رسېدل چې مخکې خوندي بلل کېدې او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو بیا وسله‌وال کېدل هغه موارد دي چې باید وڅارل شي.

په همدې حال کې، طالبان د داعش خراسان څانګې له جلا امنیتي ګواښ سره هم مخ دي. د تحلیل له مخې، داعش خراسان او د طالبانو نور وسله‌وال مخالفین باید یو له بل سره ونه ګډېږي، ځکه د دواړو ډلو ایډیالوژي او موخې توپیر لري.

د تحلیل وروستۍ پایله دا ده چې تر اوسه شواهد نه ښيي چې افغانستان د یوې بلې پراخې کورنۍ جګړې پر لور روان دی؛ خو د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخېږي، نوې ډلې رامنځته کېږي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي بېرته د مخالفو ډلو په لیکو کې د قوماندانانو او جنګیالیو په توګه راڅرګندېږي.