د سهیل اپریدي خبرداری: په پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان سره به ټول ولس پېښور ته لاړ شي
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر خبرداری ورکړی، که په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان شي او ولسي واک او حقوق تر پښو لاندې شي، نو ټول خلک به د پېښور پر لوري حرکت وکړي. د پاکستان مرکزي حکومت ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت یا ګورنر راج لګولو لپاره اداري چمتووالی بشپړ شوی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل اپریدي د شنبې ورځې په ناوخته (د تلې ۱۸مه) په مردان کې د تحریک انصاف ګوند لاریونوالو ته په وینا کې وویل، چې د اقتدار او څوکۍ د ساتلو لېواله نهدی، بلکې د ولس له قانوني حقونو څخه د دفاع لپاره راوتلی دی. هغه زیاته کړه، چې خیبر پښتونخوا په ټول پاکستان کې یوازینۍ ایالت دی، چې حکومت یې د ولس په ریښتینو رایو سره رامنځته شوی؛ په داسې حال کې چې نور ایالتي حکومتونه تپل شوي دي. سهېل اپریدي وویل، د روان اعتراضي لاریون پر وړاندې د ولسي ملاتړ او جوش لیدلو له امله د سیاسي مخالفینو خوبونه «حرام» شوي او له وېرې سره مخ دي. نوموړي د پارلمان د غړو د احتمالي نیولو او ځورولو اقداماتو ته په اشارې څرګنده کړه: «د مخالفینو دا فکر غلط دی چې ولس به بهر نه راوځي. دا ځل به خلک حتی کله په یوازې سر هم راوځي او په هر قیمت به خپله غږ پورته کوي». د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړه، چې هغوی له ټوپک او مرمۍ نه وېرېږي او دا ځل به سولهییز خو کلک مقاومت کوي. هغه له خپلو پلویانو او د نورو سیمو له خلکو وغوښتل چې د راتلونکي پړاو لاریون لپاره په صوابۍ انټرچېنج کې راټول شي. د یادونې وړ ده، چې د پاکستان مرکزي حکومت ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت یا ګورنر راج لګولو لپاره اداري چمتووالی بشپړ شوی او د دولتي او پولیسو د چارواکو د بدلون لېستونه هم چمتو شوي دي. جیو ټيوي د دولتي سرچینو په حواله زیاته کړې، چې وروستۍ پرېکړه به د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو اترو له پایلو سره تړلې وي.
د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، یو شمېر افغان طبي محصلین او ډاکټران باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي. په لاهور کې یوه افغان محصله وايي، دا پرېکړه په ځانګړي ډول د ښځینه محصلینو راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي، ځکه په افغانستان کې نجونې له لوړو زدهکړو منع شوې دي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د نوو لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د طب او غاښونو د طب زدهکړې یې بشپړې کړي، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت شوي نه دي، یا یې زدهکړې له قانوني تشریفاتو پرته روانې دي، باید د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۰مې پاکستان پرېږدي. همداراز، هغه افغان ډاکټران چې د تخصص زدهکړې کوي، په روغتونونو او نورو بنسټونو کې دنده لري یا په شخصي کلینیکونو کې طبابت کوي، هم باید تر همدې نېټې له پاکستان نه ووځي.
د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د پاکستان د حکومت یا د لوړو زدهکړو کمېسیون د بورسونو په ګډون د رسمي دولتي پروګرامونو له لارې د طب لومړنۍ زدهکړې کوي، کولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو په دې شرط چې معتبره ویزه ولري، د کډوالۍ قانوني شرایط یې پوره کړي وي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازه ترلاسه کړي. طبي کالجونه او پوهنتونونه هم مکلف دي چې د اکتوبر تر ۱۵مې پورې دغه محصلین د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت کړي.
په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د اجازې غوښتنه له هغو افغانانو سره توپیر لرونکی چلند دی چې په وینا یې، په قانوني ویزو په پاکستان کې زدهکړې کوي.
هغې وویل: «که موږ ویزه لرو او په دې هېواد کې په بشپړ ډول قانوني یو، نو ولې باید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازهلیک هم واخلو، په داسې حال کې چې نور بهرني محصلین دې ته اړتیا نه لري؟»
دغې محصلې د پاکستان د امنیتي وضعیت او د تګ راتګ د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د لارو تړل کېدل او د اعتراضونو له امله د تګ راتګ محدودیتونه د هغو محصلینو لپاره ستونزې جوړوي چې باید د اکتوبر تر ۱۵مې اړین اسناد برابر کړي. هغې زیاته کړه چې ځینې افغان محصلین د ویزې غوښتنلیکونه سپارلي، خو لا یې ویزې نه دي ترلاسه کړې؛ له همدې امله نه شي کولای د اجازې غوښتنه بشپړه کړي.
د عملي روزنې د بندېدو اندېښنه
د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغو افغانانو ته به د روغتونونو عملي روزنه یا «هاوس جاب» نه ورکول کېږي چې د طب او غاښونو د طب زدهکړې یې بشپړې کړې وي. دغه عملي روزنه د طبي زدهکړو د بشپړولو او مسلکي تجربې د ترلاسه کولو مهم پړاو دی.
افغان محصله وايي، د عملي روزنې له بشپړولو پرته د طب د زدهکړو اسناد او مسلکي وړتیا له ستونزو سره مخ کېدای شي. هغې پوښتنه وکړه: «که نارینه محصلین افغانستان ته ستانه شي او هلته یو کال عملي روزنه بشپړه کړي، نو د نجونو برخلیک به څه وي؟ موږ خو په افغانستان کې هم دا کار نه شو کولای.»
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ منع شوې دي. د ښځو پر زدهکړو دغه محدودیتونه په دې مانا دي چې افغان ښځینه محصلینې، که له بهرنیو پوهنتونونو او طبي مرکزونو هم وایستل شي، په خپل هېواد کې د خپلو زدهکړو د بشپړولو او مسلکي پرمختګ لپاره له جدي خنډونو سره مخ کېږي.
د یوه کال زدهکړې د ضایع کېدو اندېښنه
د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین هم باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یې په یوه تعلیمي بنسټ کې داخله نه وه بشپړه شوې.
د پاکستان د حکومت د دغو لارښوونو له مخې، تر بلې خبرتیا پورې به افغان محصلین په طبي او غیرطبي کالجونو او پوهنتونونو کې نوې داخلې نه شي ترلاسه کولای، مګر دا چې د پاکستان له رسمي پالیسۍ سره سم وي.
د دې پرېکړې اغېزې یوازې د هغو افغانانو تر برخلیک محدودې نه دي چې باید پاکستان پرېږدي؛ بلکې د ښځینه طبي محصلینو لپاره، چې په افغانستان کې د زدهکړو او مسلکي روزنې له محدودیتونو سره مخ دي، د خپلو زدهکړو د بشپړولو راتلونکې لا نوره هم نامعلوموي.
د هغه په وینا، که څه هم د طالبانو لهخوا د پاکستان انځورول د یوې داسې پوځي دیکتاتورۍ په توګه چې یوازې د یوه قوم یا پنجاب لهخوا اداره کېږي او ترهګري صادروي تر یوه حده اغراق ښکاري، خو په واقعیت کې د دغه تصویر شاته څرګند واقعیتونه هم شته دي.
کوریبکو په خپله شننه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) یې خپره کړې لیکلي، چې په ټولنیزو شبکو کې د پاکستاني کاروونکو لهخوا د روسیې پر ضد روان تبلیغاتي کمپاین د دې ښکارندوی دی، چې د اسلاماباد او مسکو ترمنځ د طالبانو د ادارې په تړاو ژور او بنسټیز اختلافونه موجود دي. هغه ټینګار کړی، چې پاکستان له ډېر پخوا راهیسې په غیرمتعارفو جګړو او د وسلهوالو په ملاتړ کې مخینه لري او اوس طالبان ادعا کوي، چې اسلاماباد د داعش خراسان څانګې او د طالبانو د مخالفو ډلو تر شا ولاړ دی.
دغه امریکايي شنونکی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال له بدلونونو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان له واکمنۍ وروسته، پاکستان یو ځل بیا په نا اعلان شوې توګه د یوه پوځي نظام تر کنټرول لاندې راغلی دی. د نوموړي په خبره، په پاکستان کې د پښتنو او په ځانګړي ډول د بلوڅو لږکیو په څېر غیرپنجابي توکمونه له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو او نابرابرۍ سره مخامخ دي او د عمران خان نیول او د هغه د پلویانو ځپل هم تر ډېره د همدې پوځي جوړښتونو د واکمنۍ پایله ده.
د مقالې پر بنسټ، په پاکستان کې د پوځ او استخباراتي شبکو پورې تړلې رسنۍ او انټرنېټي فعالان د مسکو پر ضد څرګندونې کوي، څو عامه افکار له کورنیو سیاسي بحرانونو څخه بل لور ته واړوي. کوریبکو اشاره کړې، چې دا ډول څرګندونې ښایي د دې لپاره هم وي چې اسلاماباد له لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړي توګه له اوکراین سره خپلو همکاریو ته زمینه برابره کړي او عامه ذهنیت له دغه مسیر سره همغږی کړي.
له بلې خوا، یوې جاپانۍ رسنۍ نېکي اسیا هم په یوه مطلب کې راپور ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو دوام او د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چین د منځګړیتوب ناکامي، د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی دی. دې رسنۍ خبرداری ورکړی، چې د اوسني وضعیت دوام افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو خطر زیاتولی شي.
همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو سره د دوی اختلافات یوازې د بیانونو تر کلمو پورې محدود نهدي، بلکې بنسټیز او ژور ماهیت لري.