طالبان وایي د کابل سیند د پاکولو په موخه یې سروې پیل کړې

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ وايي، د کابل سیند د ژور پاکولو په موخه یې د زیانمنو سیمو سروې پیل کړې او تر بشپړېدو وروسته به یې د پاکولو چارې پیل کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ وايي، د کابل سیند د ژور پاکولو په موخه یې د زیانمنو سیمو سروې پیل کړې او تر بشپړېدو وروسته به یې د پاکولو چارې پیل کړي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزي ویلي، د سیند د پاکولو لپاره لومړی د هغو سیمو سروې کوي چې ډېرې زیانمنې شوې دي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې د کابل سیند د پاکولو په برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
کابل سیند د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوی او د سیمې اوسېدونکي او لارویان یې د خځلو اچولو لپاره کاروي. دې چارې د سیند طبیعي ښکلا زیانمنه کړې ده.
کابل سیند د وروستیو پراخو ورښتونو له امله له اوږدې مودې وروسته له اوبو ډک شوی و او د ښار بڼې ته یې طبیعي ښکلا ورکړې و.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. د پښتونخوا په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې افغانان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. کډوال وايي، په کمپ کې د ګڼېګوڼې تر څنګ له جدي ستونزو سره مخ دي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره له شپږو تر اوو مرکزونو فعالیت لري، خو د لنډي کوتل لنډمهالی کمپ تر ټولو ګڼمېشته او بوخت بلل کېږي.
د افغان کډوالو لپاره په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته د اسانتیاوو د برابرولو وړتیا شته، خو د کډوالو په وینا، د ګڼې ګوڼې له امله د نوم لیکنې د ټوکن ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي سید محمد چې په لاهور کې یې خپله سوداګري کوله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پولیسو او امنیتي ادارو د سختو فشارونو او ځورونو له امله مجبور شو له خپلې کورنۍ سره د لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته راشي خو اوس له ګڼو ستونزو او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دی.
سید محمد څرګنده کړه، چې د راجستر کېدو او بېرته ستنېدو پروسه بېحده سسته روانه ده او په وینا یې، لسګونه کډوال په ګرمۍ او تر شنه اسمان لاندې له کوم سیوري او خوندیتوب پرته د خپلو نومونو لیکلو ته په تمه ناست دي.
سید محمد زیاتوي، چې د لنډي کوتل په کمپ کې د څښاک پاکې اوبه، له لمر څخه ساتونکي سیوري او د تشنابونو په څېر خورا لومړنۍ انساني اسانتیاوې هم نهشته چې دې حالت د هغوی کړاو څو برابره زیات کړی دی.
نوموړي له اړوندو ادارو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ستنېدونکو کډوالو انسان دوستۍ او عزت ته په پام سره دې د راجستر کولو پروسه ګړندۍ کړي او په دغه کمپ کې دې سمدستي اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
په کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر له سختېدو وروسته د نیول کېدو او قانوني ستونزو له وېرې ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنېدو ته اړ شوې دي.
د دوی په وینا، په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او امنیتي ادارو له خوا د کډوالو د نیولو او پلټنو لړۍ هم زیاته شوې ده.
عبدالله چې د خیبر پښتونخوا له هریپور ولسوالۍ څخه تورخم ته نږدې لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته رسېدلی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لا هم د نوملیکنې او راجستر کېدو لپاره ټوکن نهدی ورکړل شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې هېڅکله افغانستان ته نهدی تللی او د هېواد په داخل کې له خپلو ملګرو او کورنۍ سره هېڅ ډول اړیکه او د استوګنې ځای نهلري.
د خیبرپښتونخوا او پاکستان حکومت لا تر اوسه د افغان کډوالو د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د حقونو له ملاتړو څخه ده. نوموړې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او خپلو لیکنو کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړي او د «جنسیتي اپارتاید» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د ملاتړ د یوې ادارې د مشرتابه د پلاوي غړې هم ده.
ناوانېتم ناوي پېلای د سویلي افریقا ۸۵ کلنه حقوقپوهه او قاضۍ ده، چې د خپل ژوند څو لسیزې یې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو د دفاع او له تبعیض سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې دي. نوموړې تر دې مخکې د روانډا لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره پاتې شوې ده.
مېرمن پیلای د بشري حقونو د دفاع او له تبعیض سره د مبارزې ترڅنګ، د افغان ښځو له ملاتړو څخه هم ده. هغې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې او د سولې په بهیر کې د هغوی پر رښتینې او اغېزناکې ونډې ټینګار کړی دی.
ناوانېتم پیلای له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه د خپلې دندې پر مهال، څو ځله په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د افغان ښځو د حقونو د دفاع پر اړتیا خبرې کړې دي.
هغې د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال هم د بشري حقونو او د افغان ښځو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی او د هغو ګواښونو په اړه یې خبرداری ورکړی وو، چې دغه لاسته راوړنې یې له خطر سره مخ کولې.
د نوبل د سولې جایزې دې ګټونکې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم د افغان ښځو د حقونو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
ناوانېتم پیلای د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په خپله خپره کړې یوه لیکنه کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې، د هغوی وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او د «جنسیتي اپارتاید» د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
هغې په دې لیکنه کې د ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه، د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو ګوښه کول د تبعیض بېلګې بللې دي.
مېرمن پیلای لیکلي: «طالبانو یو سخت ځپوونکی نظام رامنځته کړی چې ښځې یې نږدې په بشپړه توګه له عامه ډګرونو او د بحث او خبرو اترو له فضا څخه لرې کړي او دا وضعیت ډېر خواشینوونکی دی».
مېرمن پیلای د «افغانستان لپاره د ښځو د مجمع» د مشرتابه د پلاوي غړې هم ده. د دې مجمع بنسټاېښودونکې اصیلا وردګ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناوانېتم پیلای د دې بنسټ په جوړولو کې مهم رول درلود او له کلونو راهیسې یې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره هڅې کړې دي.
د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوال سازمانونو د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د نړیوال عدالت او د قانون د حاکمیت پر وړاندې یو بېساری برید بللی دی. دغې محکمې د ۴ طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) اعلان وکړ، چې هېواد یې د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګولي؛ داسې پرېکړه چې د بشري حقونو د ملاتړو په وینا، موخه یې د امریکایي او اسراییلي چارواکو ژغورل او د عدالت غوښتنې د بهیر کمزوري کول دي.
د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولویون وویل، چې د امریکا دا اقدام نه یوازې خپله محکمه بلکې له فلسطین څخه نیولې تر اوکراین، میانمار، سوډان او افغانستان پورې د ټولو سرغړونو د قربانیانو حقونه له ګواښ سره مخ کوي.
بل پلو، د بښنې نړیوال سازمان لوړپوړې چارواکې اریکا ګویوارا روزاس ټینګار کړی، چې د ټرمپ بندیزونه د جرمونو د نړیوالې محکمې د منحلولو او د هغې د منزوي کولو لپاره طرحه شوي او زیاته یې کړه، چې د نړۍ هېوادونه باید د دغو بندیزونو پر وړاندې پرېکنده او جدي عملي ګامونه پورته کړي.
د امریکا له لوري دغه نوي بندیزونه په داسې حال کې اعلان شوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خپل اقدامات ګړندي کړي او تر اوسه یې د ښځو او نجونو د ځورونې په ګډون د بشریت ضد جرمونو په تړاو د څلورو طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني چې لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې په واک کې دي، د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه یې د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
له دې وروسته د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیبالله اغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه هم د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۹مه صادر کړي او د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر پنځمه یې علني کړل.
دا څلور طالب چارواکي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د پراخ جنسیتي تبعیض، ځورونې او د بشریت ضد جرمونو په پلانولو او عملي کولو تورن شوي دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې د دویمې لومړنۍ څانګې د پرېکړې له مخې، دغو طالب مشرانو د زدهکړې د مخنیوي ترڅنګ د ښځو اساسي ازادۍ تر پښو لاندې کړي او پر افغان ولس د هغوی تپل شوي سیاستونه د شکنجه کولو، نیولو او جبري ورکېدو لامل شوي دي.
د امریکا دغه پرېکړه په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوې او د ملګرو ملتونو ترڅنګ د اروپا کمیسیون او لږ تر لږه لسو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د محکمې پر خپلواکۍ او د عدالت پر تامین ټینګار کړی دی. د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي، چې دا بندیزونه د هغو نړیوالو هڅو مخه نیسي چې غواړي د جنګي جنایتونو، نسلوژنې او د بشریت پر وړاندې د جرمونو عاملین، که هغه په هر موقف او قدرت کې وي، عدالت ته راکش کړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې هم پر دغه بنسټ د امریکا له لوري لګول شوي نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د عدالت پر وړاندې ښکاره خنډ بللی دی. د محکمې مشرې توموکو اکانه څرګنده کړې، چې دا ډول فشارونه به د دوی پر کړنو هېڅ اغېز ونهکړي او محکمه به په پوره بېپرې او خپلواکه توګه د درنو جرمونو د قربانیانو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهابالدین دلاور د طالب ځواکونو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زره یاد کړ او په تلویحي ډول یې پرې وسلهوال مخالفان وګواښل. دلاور د مخکیني ولسمشر غني په اړه وویل، هېواد ته د ستنېدو لپاره رسمي بلنه نهورکوي، خو که په خپله خوښه راستون شي «خوندي» به وي.
له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمېسیون مشر د کابل له یوې ځایي رسنۍ سره د مرکې پر مهال چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) خپره شوې وویل، چې له امریکا سره د دوحې د سولې تړون کې طالبانو د «نوي اسلامي دولت» د جوړولو ژمنه کړې وه. د ده په وینا، د دوی اوسنی حکومت د همدې ژمنې تطبیق دی، ځکه په خبره یې هم نوی او هم «اسلامي حکومت» یې رامنځته کړی دی.
شهاب الدین دلاور دا هم وویل، چې د طالبانو په څه باندې ۵ کلنه واکمنۍ کې د تېر جمهوري نظام تر یو نیم زرو پورې لوړپوړي چارواکي له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي او د ده په ادعا، له هیڅ ډول ستونزې سره نهدي مخ شوي.
هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله یادونه هم وکړه، چې په خبره یې کابل کې «خوندي» ژوند لري.
د حامد کرزي او عبدالله په اړه دا یادونه په داسې مهال بیا د یوه طالب چارواکي له لوري کیږي، چې پر هغوی د ورځ تر بلې زیاتیدونکو قیوداتو خبرونه زیات شوي دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو پر ضد ګڼې وسلهوالې جبهې کابو هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کوي، خو دغه طالب چارواکی د دوی د نظام د مخکښو مخالفانو شمېر تر ۲۵ تنو بولي او ټينګار لري، چې دوی له خپلو مخالفانو سره د مذاکراتو اړتیا نه ویني.
دلاور څرګنده کړې، چې د دوی مخالفانو د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال، نه د دوی د جنګیالیو پر وړاندې څه وکړای شول او نه یې د ادعا له مخې، اوس د دوی پر وړاندې څه کولای شي.
د طالبانو د تماس کمېسیون مشر دغه راز له خپلو مخالفانو سره مذاکراتو ته غاړه اېښودل، هغوی ته د «حیثیت او رسمیت» ورکولو معادل وګڼل؛ هغه څه چې په وینا یې، دوی یې نهشي کولای.
شهاب الدین دلاور زیاته کړه: «دوی هېڅ نهشي کولای، چې دا ۲۰ کاله یې زموږ د مجاهدینو په مقابل کې څه ونهکړای شول، بیا یې هم نهشي کولای. سهي ده شهیدان به وشي، افغانستان به څه ناڅه خراب شي، خو دوی به هېڅکله دا ارمان ته ونهرسیږي چې هغسې خودسري شروع کړي او هغسې ملوک الطوایفي شروع کړي».
دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې عمومي مشر یې ملا هبتالله ورته له ځینو کسانو سره هېواد ته د ستنېدو لپاره د ټیلېفوني اړیکو او خبرو سپارښتنه کړې وه، خو دوی چا ته د ستنېدو د بلنې ډېره اړتیا نهویني.
دلاور څرګنده کړه، چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني په ګډون ټول بهر مېشتي افغانان له کومې بلنې پرته هېواد ته خپله را ستنېدای شي او دوی د «خوندیتوب» ډاډ ورکوي.
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو ځواکونو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زره وښود او په تلویحي ډول یې خپل مخالفان پرې وګواښل.
د طالبانو مخالفو لوریو تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نهدی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی، چې مذاکراتو او یوې سیاسي- ملي حل لارې ته د طالبانو د نه چمتووالي په صورت کې به د هر ډول پېښیدونکو ناوړه پایلو مسوولیت د طالبانو پر غاړه وي.
شهاب الدین دلاور، په تازه مرکه کې دغه خبرداري ته په غبرګون کې وویل، چې دوی د مخالفانو له خبرداریو نهوېریږي.
په مسکو کې مېشت امریکايي سیاسي شنونکی انډریو کوریبکو په یوې نوې مقاله کې څرګنده کړې، چې د پاکستان په اړه د طالبانو لیدلوری او دریځ په بشپړه توګه ناسم نهدی او یو څه ريښتینولي لري.
د هغه په وینا، که څه هم د طالبانو لهخوا د پاکستان انځورول د یوې داسې پوځي دیکتاتورۍ په توګه چې یوازې د یوه قوم یا پنجاب لهخوا اداره کېږي او ترهګري صادروي تر یوه حده اغراق ښکاري، خو په واقعیت کې د دغه تصویر شاته څرګند واقعیتونه هم شته دي.
کوریبکو په خپله شننه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) یې خپره کړې لیکلي، چې په ټولنیزو شبکو کې د پاکستاني کاروونکو لهخوا د روسیې پر ضد روان تبلیغاتي کمپاین د دې ښکارندوی دی، چې د اسلاماباد او مسکو ترمنځ د طالبانو د ادارې په تړاو ژور او بنسټیز اختلافونه موجود دي. هغه ټینګار کړی، چې پاکستان له ډېر پخوا راهیسې په غیرمتعارفو جګړو او د وسلهوالو په ملاتړ کې مخینه لري او اوس طالبان ادعا کوي، چې اسلاماباد د داعش خراسان څانګې او د طالبانو د مخالفو ډلو تر شا ولاړ دی.
دغه امریکايي شنونکی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال له بدلونونو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان له واکمنۍ وروسته، پاکستان یو ځل بیا په نا اعلان شوې توګه د یوه پوځي نظام تر کنټرول لاندې راغلی دی. د نوموړي په خبره، په پاکستان کې د پښتنو او په ځانګړي ډول د بلوڅو لږکیو په څېر غیرپنجابي توکمونه له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو او نابرابرۍ سره مخامخ دي او د عمران خان نیول او د هغه د پلویانو ځپل هم تر ډېره د همدې پوځي جوړښتونو د واکمنۍ پایله ده.
د مقالې پر بنسټ، په پاکستان کې د پوځ او استخباراتي شبکو پورې تړلې رسنۍ او انټرنېټي فعالان د مسکو پر ضد څرګندونې کوي، څو عامه افکار له کورنیو سیاسي بحرانونو څخه بل لور ته واړوي. کوریبکو اشاره کړې، چې دا ډول څرګندونې ښایي د دې لپاره هم وي چې اسلاماباد له لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړي توګه له اوکراین سره خپلو همکاریو ته زمینه برابره کړي او عامه ذهنیت له دغه مسیر سره همغږی کړي.
له بلې خوا، یوې جاپانۍ رسنۍ نېکي اسیا هم په یوه مطلب کې راپور ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو دوام او د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چین د منځګړیتوب ناکامي، د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی دی. دې رسنۍ خبرداری ورکړی، چې د اوسني وضعیت دوام افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو خطر زیاتولی شي.
همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو سره د دوی اختلافات یوازې د بیانونو تر کلمو پورې محدود نهدي، بلکې بنسټیز او ژور ماهیت لري.