د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۴مه پاکستان د افغانستان دننه په لسو جلا هدفونو هوايي او ډرون بریدونه وکړل. وروسته افغان رسنیو راپور ورکړ چې د بریدونو له هدفونو څخه د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د استوګنې ځای کندهار، او همداراز خوست او پکتیا ولایتونه وو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي و چې دغه بریدونه «دقیق، حساب شوي او متناسب» وو او یوازې هغه پوځي هدفونه یې په نښه کړي چې د پاکستان پر ضد له بریدونو سره تړاو لري.
دا بریدونه تر هغه وروسته ترسره شول چې پاکستان ادعا وکړه له افغانستان نه ور اوښتي لسې بېپیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي.
راپور وايي، له دې وړاندې د سپټمبر په ۲۱مه د پاکستان هوايي بریدونو د کونړ د نورګل ولسوالۍ او پکتیکا ځینې سیمې په نښه کړې وې. په دغو بریدونو کې د یوناما د معلوماتو له مخې درې ملکي وګړي، یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ وژل شوي وو.
اسلاماباد ادعا کړې وه چې په همدې عملیاتو کې یې ۲۸ وسلهوال وژلي دي.
د راپور له مخې، دغو بریدونو په کابل او ځینو نورو سیمو کې د اعتراضونو لامل شول.
راپور وايي، پاکستان دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پر پولیسو د سپټمبر د ۱۸مې برید په ځواب کې کړي وو. په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ پولیس وژل شوي وو.
د پاکستاني چارواکو په وینا، برید د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم ډلې کړی و. دا ډله د حافظ ګل بهادر تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وسلهوالو ډلو ایتلاف بلل شوی چې له تحریک طالبان پاکستان سره نږدې اړیکې لري.
راپور زیاتوي چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۱۵ ځله د افغانستان دننه هوايي او ډرون بریدونه کړي دي.
د راپور د ارزونو له مخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو تاوتریخوالي له امله تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
راپور وايي، په همدې موده کې پاکستان هم له سخت امنیتي فشار سره مخ و او د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د ترهګرۍ اړوند پېښو کې نږدې ۱۷۰۰ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي. له دې ډلې ۵۴۵ کسان یوازې په خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.
راپور د ملګرو ملتونو د اګست ۲۰۲۶ راپور ته اشاره کوي، چې په کې ویل شوي وو طالبان لا هم له تحریک طالبان پاکستان سره اړیکې او ملاتړ لري.
خو راپور زیاتوي چې طالبانو د دغو تورونو په ځواب کې تل هر ډول ملاتړ رد کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو شاوخوا دوه زره د ټيټيپي جنګیالي او د هغوی کورنۍ د پاکستان له ډیورنډ کرښې لرې سیمو ته لېږدولي او هبتالله اخوندزاده د پردې تر شاه د دغې ډلې مشرتابه ته خبرداری هم ورکړی چې پر پاکستان بریدونه ودروي.
راپور وايي، سره له دې چې طالبانو د فشار هڅه کړې، خو د پاکستان په اند دا اقدامات بسنه نه کوي.
شننه استدلال کوي چې پاکستان اوس یوازې د ټيټيپي مخنیوی نه غواړي، بلکې په کابل کې د خپلې پخوانۍ ستراتیژیکې اغېزې د بیا احیا کولو هڅه هم کوي.
د راپور له مخې، اسلاماباد باور لري چې طالبان د هغوی له نفوذه وتلي او له همدې امله پوځي فشار او د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ د فشار د مهمو وسیلو په توګه کاروي.
خو راپور زیاتوي چې د پاکستان تکراري بریدونه تر اوسه د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی. برعکس، په افغانستان کې یې د پاکستان ضد احساسات نور هم پیاوړي کړي دي.
راپور وايي، د طالبانو په لیکو کې له داخلي اختلافونو سره سره، د کندهار د رهبرۍ شورا لا هم د واک اصلي مرکز دی او خپل مشروعیت او کنټرول یې ساتلی دی.
د شننې له مخې، طالبان اوس د پاکستان له پخواني سیاست څخه زدهکړه کړې او هڅه کوي د بېلابېلو وسلهوالو او سیاسي ډلو له نفوذه د فشار د وسیلې په توګه ګټه واخلي.
راپور په پای کې خبرداری ورکوي چې د طالبانو د تسلیمولو لپاره یوازې د هوايي بریدونو او پوځي فشارونو تګلاره ښايي د امریکا د شل کلنې جګړې په څېر، محدودې او ان معکوسې پایلې ولري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ نور هم ژور کړي.