• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شبانه بسیج ‌راسیخ: له اکسفورډ سره په همکارۍ د افغان ښځو د بورسونو تمویل کوم

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د افغان نجونو د زده‌کړو د بنسټ «سولې» مشره شبانه بسیج ‌راسیخ وايي، له اکسفورډ پوهنتون سره د همکارۍ له لارې یې د افغان ښځو د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره ۲،۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي، څو هر کال لږ تر لږه یوې افغانې ښځې ته د زده‌کړو فرصت برابر شي.

بسیج‌ راسیخ په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې دا مالي مرسته د اکسفورډ پوهنتون له همکارو بنسټونو څخه د «وایدنفیلډ ـ هوفمن ټرسټ» په همکارۍ ځانګړې شوې ده. د هغې د پوسټ د موجودې برخې له مخې، موخه دا ده چې د بورس له لارې هر کال لږ تر لږه یوې افغانې ښځې ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د بسیج‌راسیخ دې اعلان ته په غبرګون کې لیکلي: «په دې ناخوښیو کې دا د یوه ښه خبر ټوټه ده. کور دې اباد وي.»

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې سیمه‌ییزې څېړونکې سمیرا حمیدي هم د بسیج ‌راسیخ د دې اقدام هرکلی کړی او لیکلي یې دي: «دا هغه څه دي چې افغان ښځې ورته اړتیا لري؛ ژمنتیا او داسې ونډه اخیستل چې د یوې ښځې په ژوند کې مستقیم بدلون راولي.»

حمیدي زیاته کړې چې د بسیج ‌راسیخ دا ګام به د تاریخ په حافظه کې تلپاتې پاتې شي او د هغې د نه ستړې کېدونکو هڅو مننه یې کړې ده.

د شبانې بسیج‌ راسیخ دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع شوې دي. په دې وضعیت کې د افغان ښځو لپاره له هېواده بهر د لوړو زده‌کړو بورسونه د زده‌کړو د دوام له محدودو لارو څخه ګڼل کېږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۵

تحلیلي راپور:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي

•
•
•

نور خبرونه

د نوبل د سولې جایزې سږنۍ ګټونکې د افغان ښځو د حقونو یوه ملاتړې هم ده

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱
100%

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د حقونو له ملاتړو څخه ده. نوموړې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او خپلو لیکنو کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړي او د «جنسیتي اپارتاید» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د ملاتړ د یوې ادارې د مشرتابه د پلاوي غړې هم ده.

ناوانېتم ناوي پېلای د سویلي افریقا ۸۵ کلنه حقوقپوهه او قاضۍ ده، چې د خپل ژوند څو لسیزې یې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو د دفاع او له تبعیض سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې دي. نوموړې تر دې مخکې د روانډا لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره پاتې شوې ده.

مېرمن پیلای د بشري حقونو د دفاع او له تبعیض سره د مبارزې ترڅنګ، د افغان ښځو له ملاتړو څخه هم ده. هغې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې او د سولې په بهیر کې د هغوی پر رښتینې او اغېزناکې ونډې ټینګار کړی دی.

ناوانېتم پیلای له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه د خپلې دندې پر مهال، څو ځله په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د افغان ښځو د حقونو د دفاع پر اړتیا خبرې کړې دي.

هغې د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال هم د بشري حقونو او د افغان ښځو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی او د هغو ګواښونو په اړه یې خبرداری ورکړی وو، چې دغه لاسته راوړنې یې له خطر سره مخ کولې.

د نوبل د سولې جایزې دې ګټونکې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم د افغان ښځو د حقونو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

100%

ناوانېتم پیلای د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په خپله خپره کړې یوه لیکنه کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې، د هغوی وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او د «جنسیتي اپارتاید» د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

هغې په دې لیکنه کې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه، د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو ګوښه کول د تبعیض بېلګې بللې دي.

مېرمن پیلای لیکلي: «طالبانو یو سخت ځپوونکی نظام رامنځته کړی چې ښځې یې نږدې په بشپړه توګه له عامه ډګرونو او د بحث او خبرو اترو له فضا څخه لرې کړي او دا وضعیت ډېر خواشینوونکی دی».

مېرمن پیلای د «افغانستان لپاره د ښځو د مجمع» د مشرتابه د پلاوي غړې هم ده. د دې مجمع بنسټ‌اېښودونکې اصیلا وردګ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناوانېتم پیلای د دې بنسټ په جوړولو کې مهم رول درلود او له کلونو راهیسې یې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره هڅې کړې دي.

شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل: طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
100%

د پخواني پارلمان دوو غړو، شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل، د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند غندلی او ویلي یې دي، طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي او د زده‌کړو حقونه یې محدود کړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ملګرو ملتونو په کابل او هرات کې د ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول کېدل تایید کړل.

شکریې بارکزۍ، چې د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې وه، د افغانستان انټرنشنل - پښتو په «سپړنه» خپرونه کې ویلي، طالبان باید روښانه کړي چې ښځې د کوم قانون له مخې د سینګار، د جامو یا په عامه ځایونو کې د تګ راتګ له امله له جزا سره مخ کوي.

هغې پوښتنه کړې: «طالبانو ته چا اجازه ورکړې؟ اسلام چې ښځو ته جزا نه ده ټاکلې، نو طالب څوک دی؟»

بارکزۍ ویلي، په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې دوی لیدلي، ښځې باحجابه دي، خو د هغې په وینا، طالبان بیا هم ښځې په بې‌احترامۍ نیسي او کشوي یې. نوموړې زیاته کړې چې د زده‌کړو غوښتنه اعتراض نه دی، بلکې د قران کریم د «اقرأ» حکم د لوستلو او زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کوي.

هغې د ښځو د وهلو او زنداني کولو په اړه هم پوښتنې راپورته کړي او ویلي یې دي چې له کوره د سودا اخیستلو یا نورو اړتیاوو لپاره د ښځو وتل جرم نه دی چې طالبان یې د نیولو حق ولري. بارکزۍ پوښتنه کړې چې ایا د طالبانو میندې او خویندې هم د نورو له خوا د ورته چلند له امله ځورول شوې دي، چې دوی له نورو ښځو سره دا ډول چلند کوي.

د جمهوري نظام د پارلمان بلې پخوانۍ غړې، شینکۍ کړوخېل، په همدې پروګرام کې ویلي چې طالبان د ښځو د زده‌کړو حق محدودوي او د قدرت د ساتلو لپاره د شریعت په نوم پر ښځو ظلم کوي.

هغې ویلي: «طالبانو د قران حکم معطل کړی، اقرأ د خدای حکم دی چې ولولئ.»

کړوخېل د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند یوه نوې موضوع نه ده بللې او ادعا یې کړې چې په ځینو پخوانیو اسلامي نظامونو کې هم د واک د ساتلو لپاره دیني مفاهیم کارول شوي دي. د هغې په وینا، په افغانستان کې د بېلابېلو بحرانونو د پټولو لپاره ښځې تر فشار لاندې راوستل کېږي.

هغې ویلي چې ښځه په افغاني کلتور کې د درناوي وړ ګڼل شوې، خو اوس له سپکاوي سره مخ ده. د کړوخېل په وینا، طالبان د ښځو پر وړاندې د زور له کارولو سره خلکو ته دا پیغام ورکوي چې د ښځو پر ژوند او ازادۍ د واک لرونکي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) د اکتوبر په اتمه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د جولای او سپټمبر ترمنځ یې په کابل او هرات کې د لږ تر لږه ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول یا توقیف کېدل تایید کړي دي. د راپور له مخې، ځینې نورې ښځې هم د نیولو له ګواښ سره مخ شوې دي.

یوناما ویلي، د نیول شویو ښځو پر وړاندې د جامو د مقرراتو د سرغړونې ادعاوې مطرح شوې وې، په دغو مواردو کې د چادرۍ نه اغوستل، د ویښتانو ښکاره کېدل، رنګارنګ ټیکري یا سینګار کول او له محرم پرته په عامه ځایونو کې ګرځېدل شامل وو. د راپور له مخې، نیول شوې ښځې تر څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د پېښو حقیقي شمېر ښايي تر دې لوړ وي، ځکه د وېرې او ټولنیز بدنامۍ له امله ډېرې پېښې نه راپور کېږي. یوناما همداراز د ښځو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو او ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند ودروي او د ټولو افغانانو بشري حقونو او کرامت ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو نیول او توقیف کول د هغوی د تګ راتګ، څرګندونې او خپلواکۍ پر حقونو اغېز کوي او د ټولنیز محرومیت خطر یې زیاتوي.

راپور؛ په افغانستان کې د امېندواره ښځو لپاره روغتیايي پاملرنه ورځ تر بلې ستونزمنېږي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د څېړونکو شبکې (AAN) په یوه راپور کې د زرغونې په نوم د یوې ۳۸ کلنې افغانې کیسه خپره کړې، چې ښيي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، د روغتیايي خدمتونو کمښت او د ښځو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو له امله د امېندوارۍ موده د ګڼو ښځو لپاره له جدي ستونزو سره مل ده.

زرغونه چې د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له خپلو څلورو ماشومانو سره ژوند کوي. د هغې مېړه د جمهوري نظام پرمهال د یوه خصوصي ښوونځي مدیر و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او د کار موندلو لپاره لومړی ایران او وروسته دوبۍ ته ولاړ.
د راپور له مخې، هغې د امېندوارۍ پرمهال د مېړه د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله په پیل کې روغتیايي مرکز ته مراجعه ونه کړه؛ خو وروسته د کمزورۍ، سرګرځېدو او دوامداره ستړیا له امله اړه شوه ډاکټر ته ولاړه شي.
هغې ویلي، د ده‌سبز په سیمه کې نږدې کلینیک کې د نسایي برخې ډاکټره نه وه او اړ شوه چې د کابل ښار مرکز ته د ښځینه ډاکټرې د لیدنې لپاره ولاړه شي. زرغونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نه‌شي کولای یوازې سفر وکړي او د ښار مرکز ته د تګ لپاره یې د یوه نارینه خپلوان ملتیا ته اړتیا لرله.
د راپور له مخې، لومړنۍ معاینې ښودلې وه چې زرغونه په سختې کم‌خونۍ اخته ده او د ماشوم شاوخوا مایعات هم کم شوي دي. ډاکټرې هغې ته درمل ورکړي او سپارښتنه یې کړې وه، چې هره میاشت د معاینې لپاره ورشي.
خو زرغونه وايي، د پیسو نشتوالی، د ماشومانو ساتنه او د نارینه خپلوانو د پیدا کولو ستونزې د دې لامل شوې چې څو میاشتې ډاکټر ته ولاړه نه‌شي. کله چې د امېندوارۍ په اوومه میاشت کې بېرته روغتون ته ولاړه، ډاکټرې ورته ویلي و که لږ نوره هم ځنډېدلې وای، ښايي ماشوم یې له خطر سره مخ شوی وای.
د راپور له مخې، زرغونه وروسته هره ورځ نږدې کلینیک ته د درملنې لپاره تلله؛ خو د امېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې یې روغتیايي وضعیت نور هم خراب شو. هغې ویلي، د زېږون پرمهال د سخت درد له امله دولتي روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو هلته د اوږد انتظار او د روغتیايي کارکوونکو له ناسم چلند سره مخ شوه.
د راپور له مخې، ډاکټرانو زرغونې ته ویلي و چې د ماشوم د ژغورلو لپاره باید سیزرین عملیات ترسره شي. زرغونه وایي، د عملیاتو د لګښتونو له امله یې اندېښنه لرله؛ ځکه د خصوصي روغتون وس یې نه لاره او حتی د معاینو لپاره یې هم له خپل لېور پور اخیستی و.
هغې ویلي، چې بالاخره یې عملیات ترسره شول او ماشوم یې په سلامتیا وزېږېد. زرغونه په راپور کې شکایت کوي، چې په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته درناوی نه کېږي او ډېری خدمات، درمل او طبي معاینات بیا هم د ناروغانو له جېب څخه ورکول کېږي.
هغې ویلي: «کله کله فکر کوم که روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه وای، ښايي د امېندوارۍ موده مې دومره ستونزمنه نه وای تېره شوې». د افغانستان د څېړونکې شبکې په پای کې ویلي، چې د اقتصادي ستونزو، د ښځو د تګ‌راتګ محدودیتونو، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت او د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ستونزو له امله په افغانستان کې ګڼې امېندواره ښځې له ورته ننګونو سره مخ دي.

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د افغان ښځو لپاره د دوامداره زده‌کړو غوښتنه کړې

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونېسف» د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د راتلونکي نسل د روزنې لپاره د افغان ښوونکو د «جذبې، پوهې او ژمنتیا» ستاینه کړې ده. یونېسف ویلي، چې افغان نجونو ته باید د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) ویلي، چې په افغانستان کې نجونې له منځنیو زده‌کړو او د دغه دورې له ګڼو فرصتونو بې‌برخې شوې دي.

یونېسف ټینګار کړی، چې له دغه محرومیتونو سره، سره د افغانستان نجونې لاهم د خپلو هیلو پوره کولو لپاره هڅه کوي. یونېسف ویلي: «د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق باید بېرته ورکړل شي».

د یونېسف په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان له یوې خوا د مسلکي او ماهرو ښځو له لاسه ورکولو له ستونزې سره مخ دی او له بلې خوا د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز هغه راتلونکی نسل چې باید د دغه ښځو ځایناستی شي له زده‌کړو او فرصتونو بې‌برخې کوي.

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، که تر ۲۰۳۰کال پورې په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر څلور مېلیونه ډېرې نجونې به له لومړنیو زده‌کړو پورته د زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې شي.

یونسکو تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې تر دوه مېلیونه ډېرې نجونې له لومړنیو زده‌کړو وروسته د خپلو زده‌کړو له دوام بې‌برخې شوې دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی و، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰کال پورې به له زده‌کړو د بې‌برخو نجونو شمېر نږدې څلورو مېلیونو ته ورسېږي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې د ۱۴۰۰کال په وږي میاشت کې ودرول شوې او د ۱۴۰۱کال د لېندۍ په میاشت کې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده‌کړو منع شوې.

یونېسف خبرداری ورکړی، چې د دغه محدودیتونو دوام د نجونو د زده‌کړو د محرومولو ترڅنګ، د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره د مسلکي ښځینه کدرونو د روزلو وړتیا هم کموي. د دغه بنسټ د اټکل له مخې، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۰زره ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د ښوونکي نړۍواله ورځ هرکال د اکتوبر په پنځمه نمانځل کېږي. یونسکو په ۱۹۹۴کال کې د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړۍوالې ورځې په توګه وټاکله او له هغه وخت راهیسې دغه ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم د ښوونکو پر ملاتړ او د هغوی د مسلکي مقام پر لوړولو ټینګار کړی دی. یونسکو ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ښوونکي له ډیجیټلي ټېکنالوژیو، اقلیمي بدلونونو، کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي، ښوونکي د دې لپاره چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي، لا ډېر ملاتړ، مناسب کاري شرایط او د هغوی د مسلک وړ مسلکي مقام ته اړتیا لري.

د حساب ورکونې او فعالیت نړۍواله شبکه: بشري ناورین افغان ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړې دي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
100%

د حساب ورکونې او فعالیت نړۍوالې شبکې په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان لاهم د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو پېچلو او له محدودیتونو ډکو هېوادونو څخه دی او له دې امله ښځې او نجونې د روانو کړکېچونو له امله خورا ډېرې اغېزمنې شوې دي.

یاد راپور د ۲۰۲۲کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ ال تر ډسمبر پورې افغانستان کې د بشري مرستو وضعیت څېړلی. په دې څېړنه کې پر څو مهمو موضوعاتو تمرکز شوی، چې په بشري مرستو کې د جنسیت موضوع، ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره د شرایطو له مخې د لارو چارو بدلون، د نړۍوالو بندیزونو اغېزې، بشري اصول او عملیاتي جوړجاړی، د ۲۰۲۵کال د مالي مرستو د کمښت اغېزې، اداري ستونزې، کړنلارې او د مرستو په چارو کې د کورنیو ادارو د ونډې زیاتېدل په‌کې شامل دي.
د یادې شبکې په وینا، د ښځو پر تګ‌راتګ، کار، زده‌کړو او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګېدلو محدودیتونو مرستو ته د هغوی لاسرسی لا ستونزمن کړی او مرستندویه ادارې هم د ښځو او نجونو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي.
د راپور له مخې، ښځې ډېری وخت اړې وي خپلې اړتیاوې د نارینه‌و له لارې وړاندې کړي چې له امله یې هغه ښځې چې پیاوړې ټولنیزې اړیکې نه‌لري له بشري مرستو څخه د برخمنېدو لږ فرصت لري.

راپور زیاتوي، چې مرستندویه ادارو د ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخیستی لکه له ښځینه کارکوونکو سره د محرم ګومارل او داسې نورې لارې؛ خو دغه کار د مرستو عملیاتي لګښتونه زیات کړي او په ځینو مواردو کې یې له ښځو سره مستقیمې اړیکې محدودې کړې دي.
همدارنګه نړۍوالو بندیزونو د مرستندویه ادارو، د اداري پروسو او د اسنادو اړتیاوې زیاتې کړې، چې کوچني او د ښځو په مشرۍ کورني سازمانونه یې تر نورو ډېر اغېزمن کړي دي. د حساب ورکونې او فعالیت نړۍواله فعاله شبکه وايي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو اصول لکه بې‌پرېتوب او خپلواکي هم له ننګونو سره مخ ده او مرستندویه ادارې د فعالیتونو د دوام او خلکو ته د لاسرسي لپاره اړ شوې چې له واکمنو چارواکو سره تعامل وکړي او په ځینو مواردو کې خپلې عملیاتي لارې چارې بدلې کړي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د مالي مرستو کمښت هم پر بشري پروګرامونو اغېز کړی او د خلکو د معیشت، د ښځو مسلکي زده‌کړو، تغذیې، روغتیا او خوندیتوب پروګرامونه یې اغېزمن کړي دي. په ځینو سیمو کې د خوړو وېش او نغدي مرستې هم درول شوې دي.

راپور کاږي، چې د پروژو له پلي کېدو وړاندې د اداري جوازونو او څو پړاونو بشپړولو پر وخت د بشري مرستو د رسېدو او اغېزمنتیا ته هم زیان رسولی دی. په دې منځ کې کورني مرستندویه سازمانونه د خپلې سیمه‌ییزې پوهې او له خلکو او چارواکو سره د اړیکو له امله د مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی؛ خو لاهم د مالي پرېکړو او د مرستو د عمومي همغږۍ په برخه کې محدود رول لري.

د راپور موندنې ښيي، چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵کال پورې په افغانستان کې بشري مرستې د سیاسي، مالي، جنسیتي او اداري ستونزو تر اغېز لاندې وې؛ مرستندویه ادارو د فعالیتونو د دوام لپاره خپلې لارې چارې بدلې کړې، خو په دې بهیر کې ښځې او نجونې د بشري مرستو له پلوه تر ډېره له پامه غورځول شوې دي.