• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی: د نجونو پر مخ دې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې به ژر تر ژره د هغوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

کرزي یکشنبه(د تلې۱۹مه)، د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره باید د نجونو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی ته د زده کړو ټول فرصتونه برابر کړي.

نوموړي زیاته کړې چې نجونې باید وکولای شي د لوړو زده کړو پړاوونه بشپړ کړي او د خپلې پوهې، تخصص او مهارتونو له لارې د خلکو او هېواد خدمت وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د نجونو د پیاوړتیا په برخه کې د بیا ټینګار ترڅنګ، ژر تر ژره د هغوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، څو نجونې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي او په نړیواله کچه د افغانستان د ویاړ لامل شي.

کرزي همداراز ویلي چې افغانان د خپل لرغوني فرهنګ او ښځو او نجونو ته د ژور درناوي له مخې، په کورنیو او نړیوالو غونډو کې د هغوی د مقام، بریاوو او زړورتیا یادونه په ویاړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون رییس شهاب‌الدین دلاور په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې په دوحه کې له امریکایي لوري سره د ښځو د حقونو په اړه هېڅ خبرې نه‌وې شوې او په وینا یې د افغانانو لپاره د ښځو پر مسایلو خبرې کول په ځانګړي ډول په نړۍوالو ناستو کې یو ننګ ښکاري.

حامد کرزي تر دې وړاندې هم په وار وار پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو او ښځو پر مخ د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیځي.

•
•
•

نور خبرونه

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د ناټو پخوانۍ سلاکارې ډونا ار کنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سپټمبر د ۹مې راپور ته په اشارې ویلي، د طالبانو حکومتولي د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د لیدلوري پلي کولو او هغه ته د شخصي وفادارۍ پر بنسټ ولاړه ده.

نوموړې، چې تر تقاعد وروسته یې په افغانستان کې د ناټو د سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې، د ملګرو ملتونو د راپور له قوله ویلي چې وسله‌والو مخالفو ډلو محدود بریدونه ترسره کړي، خو دغو بریدونو د طالبانو پر واکمنۍ جدي اغېز نه دی کړی.

هغې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله لیکي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې دوام لري او دغو نښتو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې، کورنۍ یې بې‌ځایه کړي او زیربناوو ته یې زیان رسولی دی.

د ناټو پخوانۍ سلاکارې په وینا، د ملګرو ملتونو راپور د بشري حقونو په برخه کې د ښځو او نجونو د حقونو دوامداره محدودیتونه، د خبریالانو نیول، د پخواني حکومت د کارکوونکو لپاره د اعلان شوې عمومي بښنې د احتمالي نقض موارد او د بدني سزاوو دوام ثبت کړی دی.

هغه د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې وایي چې طالبان لا هم د هغو افغان ښځو د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو مخه نیسي چې له دغې ادارې سره کار کوي.

نوموړې د ملګرو ملتونو د راپور په استناد ویلي چې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیزونه او د ښځو پر کار محدودیتونه لا هم پر ځای دي.

هغې د ملګرو ملتونو د بشري وضعیت د ارزونې په حواله لیکي چې د خوړو ناامني او خوارځواکي دوام لري او د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د بشري اړتیاوو د غبرګون پلان یوازې ۲۹،۹ سلنه تمویل شوی دی.

د هغې په وینا، د ۱،۷ میلیارد ډالرو اړینې بودیجې په مقابل کې یوازې شاوخوا ۵۱۳ میلیونه ډالر برابر شوي دي.

نوموړې د ملګرو ملتونو د راپور هغې برخې ته هم اشاره کړې چې د پخواني جمهوري نظام د غړو لپاره د عمومي بښنې د نقض په اړه اندېښنه څرګندوي.

هغه لیکي چې د پخواني حکومت ګڼ پوځیان او افسران، چې له نړیوالو ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د حکومت تر سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شول او د نامعلوم وضعیت او وېرې سره مخ دي.

د نوموړې په باور، د افغانستان له تجربې څخه یو مهم درس دا دی چې پیاوړي بنسټونه د پوځي تجهیزاتو په پرتله ډېر ارزښت لري.

هغه استدلال کوي چې افغان امنیتي ځواکونه تر ډېره پر بهرنیو مرستو، لوژستیکي ملاتړ، قراردادیانو او هوايي ځواک متکي شوي وو او کله چې دغه ملاتړ ختم شو، دولتي جوړښت هم سقوط وکړ.

دغه پخوانۍ سلاکاره همداراز خبرداری ورکوي چې اقتصادي بحران، سرحدي شخړې او کمزورې حکومتولي هغه شرایط دي چې افراطي ډلې ترې ګټه اخلي او له همدې امله افغانستان لا هم د سیمې او نړۍ د امنیتي معادلو مهمه برخه پاتې ده.

هغه لیکلي چې زرګونه افغانان چې له نړیوالو ځواکونو او پخواني حکومت سره یې کار کړی، لا هم د ویزو او بیا مېشتېدو پروګرامونو په تمه دي او ځینې یې په درېیمو هېوادونو کې له نامعلوم وضعیت سره ژوند کوي.

راپور کې راغلي چې پنځه کاله وروسته طالبان لا هم پر افغانستان بشپړ واک لري، خو عادي افغانان له اقتصادي ستونزو، بشري اړتیاوو او محدودیتونو سره مخ دي او د پخواني نظام ګڼ منسوبین لا هم د وېرې او بې‌باورۍ په فضا کې ژوند کوي.

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۱
100%

د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي وايي، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر نوې پالیسي بې‌اسناده افغان محصلین اړ باسي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له دغه هېواده ووځي، او د طب په برخه کې د افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلینو، د زده‌کړو او عملي دورو پر دوام هم محدودیتونه لګوي.


په پاکستان کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرتیا کې د افغان طبي او غیرطبي محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره نوي شرایط ټاکل شوي دي.

شریعتي وايي، د خبرتیا له مخې، هغه افغان محصلین چې معتبرې ویزې او قانوني اسناد لري، کولی شي په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو هغه محصلین چې معتبره ویزه یا اړین اسناد نه لري، اړ دي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له پاکستان څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.

د نوموړي په وینا، د معتبر اسنادو لرونکو محصلینو لپاره هم ځینې شرایط ټاکل شوي، چې د پولیسو د تصفیې سند، پاسپورټ او نور اړین اسناد پکې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره د پوهنتونونو او طبي زده‌کړو د اړوندو ادارو د ثبت او تایید شرایط هم مطرح شوي دي.

شریعتي وویل، په خبرتیا کې راغلي چې هغه افغان محصلین چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې یې په طبي کالجونو کې داخله اخیستې، کولی شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو د نوموړي په وینا، له دې نېټې وروسته افغان محصلینو ته په پاکستان کې د طب په برخه کې د زده‌کړو د پیل اجازه نه ورکول کېږي.

هغه د دې پالیسۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د محصلینو په وینا، د زده‌کړو له بهیر سره د سیاسي مسایلو تړل او د دوی پر زده‌کړو محدودیتونه لګول له افغان محصلینو سره تبعیضي چلند دی. شریعتي ادعا وکړه چې د نورو هېوادونو محصلین له ورته چلند سره نه مخ کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د محصلینو په سیاسي مسایلو کې ښکېلول او د داسې پالیسیو پلي کول چې د هغوی زده‌کړې له خنډ سره مخ کوي، د دوی پر حقونو تېری دی.

شریعتي وویل، په دې پرېکړه کې نه یوازې نارینه، بلکې ګڼې افغانې محصلینې هم اغېزمنې شوې دي چې په پاکستان کې د طب او نورو طبي څانګو په برخه کې زده‌کړې کوي. هغه پوښتنه وکړه چې که دغه محصلینې افغانستان ته ستنې شي، څوک به ډاډ ورکوي چې هلته به وکولی شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي؟

د افغان محصلینو د اتحادیې مشر همداراز وویل، د ځینو افغان ډاکټرانو لپاره چې د طب اړوند سندونه یې ترلاسه کړي، په پاکستان کې د روغتونونو د عملي زده‌کړو یا سټېج دورې د بشپړولو پر وړاندې هم محدودیتونه رامنځته شوي دي. د هغه په وینا، له پنجاب ایالت څخه هم ځینو محصلینو ته خبرتیاوې لېږل شوي چې نور نه شي کولی خپلې عملي دورې بشپړې کړي او باید افغانستان ته ستانه شي.

شریعتي زیاته کړه چې افغان محصلینو د پاکستان بېلابېلو محکمو ته مراجعه کړې او اوس د دې موضوع په اړه د محکمې پرېکړې ته په تمه دي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا د لومړي وزیر د دفتر له خوا خپره شوې خبرتیا به په محکمه کې وننګول شي او که د دې ستونزې لپاره به بله قانوني لاره پیدا شي.

نوموړي له حقوقي بنسټونو او په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفارت څخه وغوښتل چې د افغان محصلینو د ستونزو د حل لپاره ځانګړی میکانېزم جوړ کړي، څو ټول محصلین وکولی شي په مناسب ډول خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

شریعتي وویل ، چې پاکستان شپاړس میاشتې کیږي د افغان محصلینو ویزې تړلې دي خو بل لور ته وايی چې څوک ویزې لري هغه زدکړو ته ادامه ورکولی شي د ده په وینا دا ښکاره د پاکستان تګلاره ده چې افغان محصلین بیرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې افغان محصلین له سیاسي مسایلو لرې وساتي او اجازه ورکړي چې د نورو هېوادونو د محصلینو په څېر خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

تحلیلي:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱
100%

ډېپلوماټ په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې هوايي او بې‌پیلوټه بریدونه زیات کړي او ښايي د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو پر ضد د عملیاتو ترڅنګ، په کابل کې د خپل پخواني نفوذ د بېرته ترلاسه کولو هڅه هم کوي.

د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۴مه پاکستان د افغانستان دننه په لسو جلا هدفونو هوايي او ډرون بریدونه وکړل. وروسته افغان رسنیو راپور ورکړ چې د بریدونو له هدفونو څخه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د استوګنې ځای کندهار، او همداراز خوست او پکتیا ولایتونه وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي و چې دغه بریدونه «دقیق، حساب شوي او متناسب» وو او یوازې هغه پوځي هدفونه یې په نښه کړي چې د پاکستان پر ضد له بریدونو سره تړاو لري.

دا بریدونه تر هغه وروسته ترسره شول چې پاکستان ادعا وکړه له افغانستان نه ور اوښتي لسې بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي.

راپور وايي، له دې وړاندې د سپټمبر په ۲۱مه د پاکستان هوايي بریدونو د کونړ د نورګل ولسوالۍ او پکتیکا ځینې سیمې په نښه کړې وې. په دغو بریدونو کې د یوناما د معلوماتو له مخې درې ملکي وګړي، یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ وژل شوي وو.

اسلام‌اباد ادعا کړې وه چې په همدې عملیاتو کې یې ۲۸ وسله‌وال وژلي دي.

د راپور له مخې، دغو بریدونو په کابل او ځینو نورو سیمو کې د اعتراضونو لامل شول.
راپور وايي، پاکستان دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پر پولیسو د سپټمبر د ۱۸مې برید په ځواب کې کړي وو. په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ پولیس وژل شوي وو.

د پاکستاني چارواکو په وینا، برید د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم ډلې کړی و. دا ډله د حافظ ګل بهادر تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وسله‌والو ډلو ایتلاف بلل شوی چې له تحریک طالبان پاکستان سره نږدې اړیکې لري.

راپور زیاتوي چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۱۵ ځله د افغانستان دننه هوايي او ډرون بریدونه کړي دي.

د راپور د ارزونو له مخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو تاوتریخوالي له امله تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

راپور وايي، په همدې موده کې پاکستان هم له سخت امنیتي فشار سره مخ و او د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د ترهګرۍ اړوند پېښو کې نږدې ۱۷۰۰ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي. له دې ډلې ۵۴۵ کسان یوازې په خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.

راپور د ملګرو ملتونو د اګست ۲۰۲۶ راپور ته اشاره کوي، چې په کې ویل شوي وو طالبان لا هم له تحریک طالبان پاکستان سره اړیکې او ملاتړ لري.

خو راپور زیاتوي چې طالبانو د دغو تورونو په ځواب کې تل هر ډول ملاتړ رد کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو شاوخوا دوه زره د ټي‌ټي‌پي جنګیالي او د هغوی کورنۍ د پاکستان له ډیورنډ کرښې لرې سیمو ته لېږدولي او هبت‌الله اخوندزاده د پردې تر شاه د دغې ډلې مشرتابه ته خبرداری هم ورکړی چې پر پاکستان بریدونه ودروي.

راپور وايي، سره له دې چې طالبانو د فشار هڅه کړې، خو د پاکستان په اند دا اقدامات بسنه نه کوي.

شننه استدلال کوي چې پاکستان اوس یوازې د ټي‌ټي‌پي مخنیوی نه غواړي، بلکې په کابل کې د خپلې پخوانۍ ستراتیژیکې اغېزې د بیا احیا کولو هڅه هم کوي.

د راپور له مخې، اسلام‌اباد باور لري چې طالبان د هغوی له نفوذه وتلي او له همدې امله پوځي فشار او د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ د فشار د مهمو وسیلو په توګه کاروي.

خو راپور زیاتوي چې د پاکستان تکراري بریدونه تر اوسه د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی. برعکس، په افغانستان کې یې د پاکستان ضد احساسات نور هم پیاوړي کړي دي.

راپور وايي، د طالبانو په لیکو کې له داخلي اختلافونو سره سره، د کندهار د رهبرۍ شورا لا هم د واک اصلي مرکز دی او خپل مشروعیت او کنټرول یې ساتلی دی.

د شننې له مخې، طالبان اوس د پاکستان له پخواني سیاست څخه زده‌کړه کړې او هڅه کوي د بېلابېلو وسله‌والو او سیاسي ډلو له نفوذه د فشار د وسیلې په توګه ګټه واخلي.
راپور په پای کې خبرداری ورکوي چې د طالبانو د تسلیمولو لپاره یوازې د هوايي بریدونو او پوځي فشارونو تګلاره ښايي د امریکا د شل کلنې جګړې په څېر، محدودې او ان معکوسې پایلې ولري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ نور هم ژور کړي.

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
100%

د نړیوالو او سیمه‌ییزو رسنیو وروستي راپورونه ښيي چې که څه هم افغانستان لا د یوې نوې کورنۍ جګړې پړاو ته نه دی داخل شوی، خو د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی، د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا، په طالبانو کې اختلافات او اقتصادي ستونزې د بې‌ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د سیکورټي رسک اشیا د راپور له مخې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه د تحریک طالبان پاکستان پر سر له لفظي اختلافونو او سرحدي نښتو ور هاخوا تللې او داسې ادعاوې هم مطرح شوې چې اسلام‌اباد ښايي د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ ته مخه کړې وي.

دغه رسنۍ د جاپان «نیکي اسیا» د یوې ارزونې له قوله لیکلي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مخ په زیاتېدونکو اختلافونو او د چین د منځګړیتوب د هڅو ناکامۍ په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ خطر زیات کړی دی.

راپور د افغانستان د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ وروستیو نښتو ته اشاره کوي او خبرداری ورکوي چې د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیتونو پراخېدل کولی شي د تاوتریخوالي نوې څپې ته لار هواره کړي.

همداراز راپور وايی ،چې پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح هم په اګست میاشت کې ادعا کړې وه چې افغانستان د کورنۍ جګړې مرحلې ته داخل شوی دی. هغه ویلي وو چې د طالبانو پر ضد مخالفتونه په بېلابېلو بڼو روان دي او وسله‌وال بریدونه یې تر ټولو څرګنده بڼه ده.

بلخوا، راپور د «اسیا ټایمز» د یوې شننې استدلال هم راخیستی او وایی چې طالبان د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو د دوی پر ضد وسله‌وال مقاومت په جغرافیایي او تنظيمي توګه پراخ شوی او نور یوازې د شمال محدودې سیمې نه رانغاړي. د راپور په وینا، طالبان که څه هم پخوانۍ جګړه ګټلې، خو ښايي د یوې نوې شخړې د رامنځته کېدو زمینه یې برابره کړې وي.

راپور زیاتوي چې ټول راپورونه له دې ارزونې سره موافق نه دي. اسوشیټېډ پرېس په خپل وروستي راپور کې ویلي چې طالبان لا هم په افغانستان کې پر واک بشپړ کنټرول لري او د ۲۰۲۱ کال د اګست له بیا واکمنېدو وروسته امنیت د پام وړ ښه شوی دی، که څه هم د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه پراخې نیوکې موجودې دي.

راپور زیاتوي، افغانستان اوس مهال د کورنۍ جګړې په حالت کې نه دی، خو یو شمېر هغه عوامل چې په تېرو لسیزو کې یې د شخړو زمینه برابره کړې وه، یو ځل بیا راڅرګندېږي.

د راپور په وینا ،په دغو عواملو کې د طالبانو دننه د کندهار د مشرتابه او حقاني شبکې ترمنځ اختلافات، د بغلان، پنجشېر او بدخشان په ولایتونو کې د مخالفو ډلو فعالیتونه، د داعش خراسان حضور، اقتصادي بحران، د کډوالو بېرته ستنېدل، طبیعي پېښې، د خوراکي ناامنۍ دوام او د ښځو او لږکیو محدودیتونه شامل بلل شوي دي.

راپور وایی ،چې افغانستان تر اوسه د نوې کورنۍ جګړې درشل ته نه دی رسېدلی، خو د بهرني ملاتړ لرونکي مقاومت، سیاسي اختلافونو، وسله‌والو فعالیتونو او اقتصادي فشارونو زیاتوالی داسې عوامل دي چې د سیمې او نړۍ له لوري نږدې څارنې ته اړتیا لري.

د اسټرالیا پخوانی سرتېری: افغانستان مو باثباته کړ خو طالبانو د خلکو ازادۍ محدودې کړې

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۱
100%

د اسټرالیا د پوځ یو پخوانی سرتېری متیو بېل چې د ارزګان په ترینکوت پوځي اډه کې یې دنده ترسره کړې وايي، اسټرالیايي ځواکونو هغه مهال د افغانستان د امنیت په ټینګښت او د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې ونډه لرله، خو اوس طالبانو د خلکو ازادۍ محدودې کړې دي.

هغه پخواني اسټرالیايي سرتېري چې په افغانستان کې یې دندې ترسره کړي د یکشنبې په ورځ د تلې په ۱۹مه، د افغانستان په جګړه کې د خپل هېواد د پوځي ماموریت د پیل د ۲۵مې کلیزې په مناسبت سره راټولېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځي حضور په اړه جنجالونه او بېلابېل نظرونه شته، یو شمېر هغه سرتېري چې د جګړې په ډګر کې حاضر وو، لا هم له خپل رول او لاسته راوړنو دفاع کوي.

متیو بېل له اسوشیټېډ پرېس اسټرالیا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې د دوی ځواکونو په افغانستان کې بدلونونه راوستل، په ځینو سیمو کې یې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړه او په کلیوالو سیمو کې یې د نجونو د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو د پراختیا زمینه برابره کړه.

دغه ۳۸ کلن پخواني سرتېري زیاته کړه، چې د هغه وخت د افغانستان خلکو تر ډېره له زیاتو ازادیو برخمن وو، خو اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پراخو محدودیتونو او ځپونکو اقداماتو سره مخ دي.

د «اسلیپر» په نوم د اسټرالیا لومړنی پوځي ماموریت د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه په افغانستان کې پیل شو او تر ۲۰۱۴ کال پورې یې دوام وکړ. د دې عملیاتو او په افغانستان او سیمه کې د اسټرالیا د ورپسې پوځي ماموریتونو پر مهال، د دوو لسیزو په اوږدو کې د دغه هېواد له ۳۵ زرو څخه ډېر ښځینه او نارینه پوځیان منځني ختیځ ته واستول شول.

په دې موده کې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو ۴۷ غړي د پوځي خدمت پر مهال ووژل شول او ۲۶۳ نور ټپیان شول. متیو بېل وویل، چې د اسټرالیايي ځواکونو په ماموریت کې د پوځي موټرو په وسیله یا په پښو د دښتو، شنو سیمو او د ځايي خلکو د مېشت ځایونو ګزمې شاملې وې، څو د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې د دوی د ماموریت سیمه خطرناکه وه او اسټرالیايي ځواکونه څو ځله د مخامخ ډزو په ګډون له بېلابېلو ګواښونو سره مخ شوي وو.

اسټرالیا د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو پوځي ځواکونو د اېستلو بهیر په رسمي ډول بشپړ کړ. امریکايي ځواکونه هم د همدغه کال په اګست کې له افغانستان څخه ووتل او د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل.

په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځي ماموریت د ۲۵مې کلیزې په درشل کې د دغه هېواد پخواني سرتېري وایي، حکومت یې د افغانستان او منځني ختیځ د جګړو اړوند څلور ټوکه تاریخي اسناد لا هم نه‌دي خپاره کړي. دوی دا ځنډ د حقایقو پټول ګڼي او وایي دغه وضعیت د دوی پر رواني حالت ناوړه اغېزه کړې ده.

په اسټرالیا کې د پخوانیو سرتېرو سازمانونو او د یاد هېواد د جګړې یادګار ادارې له خپل حکومت څخه غوښتي، چې په افغانستان او عراق کې د دغه هېواد د جګړو رسمي تاریخي اسناد نور خپاره کړي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۳

پاکستان تازه افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

۴

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کمپ کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۵

د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه؛ د بشري حقونو بنسټونو دا اقدام ناعادلانه بللی