شکریې بارکزۍ، چې د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې وه، د افغانستان انټرنشنل - پښتو په «سپړنه» خپرونه کې ویلي، طالبان باید روښانه کړي چې ښځې د کوم قانون له مخې د سینګار، د جامو یا په عامه ځایونو کې د تګ راتګ له امله له جزا سره مخ کوي.
هغې پوښتنه کړې: «طالبانو ته چا اجازه ورکړې؟ اسلام چې ښځو ته جزا نه ده ټاکلې، نو طالب څوک دی؟»
بارکزۍ ویلي، په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې دوی لیدلي، ښځې باحجابه دي، خو د هغې په وینا، طالبان بیا هم ښځې په بېاحترامۍ نیسي او کشوي یې. نوموړې زیاته کړې چې د زدهکړو غوښتنه اعتراض نه دی، بلکې د قران کریم د «اقرأ» حکم د لوستلو او زدهکړې پر ارزښت ټینګار کوي.
هغې د ښځو د وهلو او زنداني کولو په اړه هم پوښتنې راپورته کړي او ویلي یې دي چې له کوره د سودا اخیستلو یا نورو اړتیاوو لپاره د ښځو وتل جرم نه دی چې طالبان یې د نیولو حق ولري. بارکزۍ پوښتنه کړې چې ایا د طالبانو میندې او خویندې هم د نورو له خوا د ورته چلند له امله ځورول شوې دي، چې دوی له نورو ښځو سره دا ډول چلند کوي.
د جمهوري نظام د پارلمان بلې پخوانۍ غړې، شینکۍ کړوخېل، په همدې پروګرام کې ویلي چې طالبان د ښځو د زدهکړو حق محدودوي او د قدرت د ساتلو لپاره د شریعت په نوم پر ښځو ظلم کوي.
هغې ویلي: «طالبانو د قران حکم معطل کړی، اقرأ د خدای حکم دی چې ولولئ.»
کړوخېل د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند یوه نوې موضوع نه ده بللې او ادعا یې کړې چې په ځینو پخوانیو اسلامي نظامونو کې هم د واک د ساتلو لپاره دیني مفاهیم کارول شوي دي. د هغې په وینا، په افغانستان کې د بېلابېلو بحرانونو د پټولو لپاره ښځې تر فشار لاندې راوستل کېږي.
هغې ویلي چې ښځه په افغاني کلتور کې د درناوي وړ ګڼل شوې، خو اوس له سپکاوي سره مخ ده. د کړوخېل په وینا، طالبان د ښځو پر وړاندې د زور له کارولو سره خلکو ته دا پیغام ورکوي چې د ښځو پر ژوند او ازادۍ د واک لرونکي دي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) د اکتوبر په اتمه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د جولای او سپټمبر ترمنځ یې په کابل او هرات کې د لږ تر لږه ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول یا توقیف کېدل تایید کړي دي. د راپور له مخې، ځینې نورې ښځې هم د نیولو له ګواښ سره مخ شوې دي.
یوناما ویلي، د نیول شویو ښځو پر وړاندې د جامو د مقرراتو د سرغړونې ادعاوې مطرح شوې وې، په دغو مواردو کې د چادرۍ نه اغوستل، د ویښتانو ښکاره کېدل، رنګارنګ ټیکري یا سینګار کول او له محرم پرته په عامه ځایونو کې ګرځېدل شامل وو. د راپور له مخې، نیول شوې ښځې تر څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د پېښو حقیقي شمېر ښايي تر دې لوړ وي، ځکه د وېرې او ټولنیز بدنامۍ له امله ډېرې پېښې نه راپور کېږي. یوناما همداراز د ښځو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو او ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند ودروي او د ټولو افغانانو بشري حقونو او کرامت ته درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو نیول او توقیف کول د هغوی د تګ راتګ، څرګندونې او خپلواکۍ پر حقونو اغېز کوي او د ټولنیز محرومیت خطر یې زیاتوي.