• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شکریه بارکزۍ: طالبان د نیابتي جګړو پایله ده

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱

پخوانۍ افغان ډېپلوماټه او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ ویلي، د طالبانو راڅرګندېدل یوازې د یوه کلي د هغه ملا پورې محدوده کیسه نه ه چې قران کریم یې تر تخرګ لاندې نیولی وي.

هغې په هالنډ کې د «هاګ د عدالت خبرو اترو» دویم پړاو غونډه کې د خپلې وینا پر مهال ټینګار وکړ چې افغانستان په ۲۱مه پېړۍ کې دی او نیابتي جګړو د دغه هېواد په سیاسي او پوځي تحولاتو کې پرېکنده رول لوبولی دی.

بارکزۍ وویل، افغان مجاهدینو تر دوو لسیزو ډېر وخت له بېلابېلو هېوادونو مالي او پوځي مرستې ترلاسه کړې وې او له دغو امکاناتو سره سره د هغوی ګوښه کول اسانه کار نه و.

د هغې په وینا، طالبان هم باید د سیاسي پروژو او نیابتي جګړو په چوکاټ کې وڅېړل شي. بارکزۍ په افغانستان کې د دې ډلې چټک پراخېدو ته په اشارې وویل چې یو ساده کلیوال ملا په یوازې ځان دومره پېچلې طرحه نه شي پر مخ وړلای.

نوموړې همدارنګه زیاته کړه چې افراطیت په دې بڼه د افغانستان په تاریخ او کلتور کې ریښه نه لري او د دې هېواد خلک له ازادۍ، موسیقۍ او دودیزو نڅاوو سره مینه لري.

بارکزۍ د طالبانو لومړۍ واکمني، اوسني طالبان او داعش د سیاسي پروژو او نیابتي جګړو په چوکاټ کې سره تړلي وبلل. هغې وویل، نړیواله ټولنه باید خپل ټول پام یوازې له طالبانو سره تعامل ته محدود نه کړي، بلکې د افغانستان خلکو ته هم پاملرنه وکړي.

بارکزۍ ټینګار وکړ چې په واټونو کې د ښځو نه لیدل کېدل په دې معنا نه دي چې هغوی له اوسني وضعیت څخه خوښې دي. د هغې په وینا، ښځې، که په افغانستان کې دننه وي او که له هېواده بهر، د دغه هېواد تر ټولو مقاوم مدني ځواک دی.

د هغې په خبره، ښځې له فشارونو او ستونزو سره سره لا هم د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او له دې ستړې شوې دي چې طالبان یا کومه بله ډله پرې په زور وتپل شي.

ډېر لیدل شوي

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي
۱

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۲
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۳

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۴

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۵

طالبانو په کندهار کې د ښځینه جامو د ځینو خیاطانو دوکانونه تړلي

•
•
•

نور خبرونه

اصف درانی: پاکستان د افغانستان په اړه ګڼې تېروتنې کړې دي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۱ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، پاکستان د افغانستان په اړه ګڼې تېروتنې کړې دي او باید خپل تېر چلند له سره وارزوي او خپلې تېروتنې اصلاح کړي. هغه زیاته کړه، که افغانان متحد وای، طالبانو به واک ته د رسېدو توان نه درلود.

دراني د چهارشنبې په ورځ په هالنډ کې د «هاګ د عدالت خبرو اترو» په دویم پړاو کې ټینګار وکړ چې افغانان باید د بهرنیو لاسوهنو پرته د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي او افغانستان باید یو ځل بیا د جګړه‌مارو په منګولو کې ښکېل نه‌شي.

د «هاګ د عدالت خبرو اترو» غونډه د نړیوالو جزايي حقونو بنسټ په کوربه‌توب او د «د جګړې د قربانیانو غږ، د بشریت ګډ مسوولیت دی» تر شعار لاندې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې یو شمېر خبریالانو، څېړونکو او پخوانیو ډیپلوماټانو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د وضعیت، د مخالفانو د ځپلو، د ښځو د وضعیت، د سیمې د هېوادونو د رول او د نړیوالې ټولنې د مسوولیت په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي وویل، د افغانانو ترمنځ د یووالي نشتوالی د طالبانو د واک ته رسېدو له مهمو لاملونو څخه و. هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته په اشارې وویل چې د افغانستان په تحولاتو کې باید د بېلابېلو لوریو کړنې وڅېړل شي.

دراني زیاته کړه چې افغانان هم باید خپل تېر چلند وارزوي او تر هغه چې تېروتنې سمې نه شي، اوسنی وضعیت به دوام وکړي.

دراني د طالبانو په راڅرګندېدو کې د پاکستان د رول په اړه نیوکې رد کړې او ویې ویل چې طالبانو په خپلواکه توګه عمل کاوه. خو هغه په ورته وخت کې وویل، په پاکستان کې ځینې کسان چې د طالبانو واک ته په بېرته رسېدو خوښ وو، اوس ناهیلي شوي دي.

دراني د غونډې په بله برخه کې، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل په دې کې دی چې افغانستان یو ځل بیا د «جګړه‌مارۍ» ښکار نه شي او بهرني هېوادونه یې په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانان باید وکولای شي د بهرنیو لاسوهنو پرته د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

دراني همدارنګه ادعا وکړه چې هند په تېرو وختونو کې د افغانستان له مجاهدینو سره مالي مرستې کولې، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد یوه جبهه پرانیزي. هغه وویل، د هند ملي راډیو هم د پښتونستان له موضوع ملاتړ کاوه او دی ادعا کوي چې په دې اړه یې اسناد لیدلي دي.

هغه په دوام کې ادعا وکړه چې د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په څېر ډلې هم له هند څخه پیسې ترلاسه کوي. د هغه په باور، هند ته دا اسانه ده چې د افغانستان له لارې د پاکستان پر ضد جبهه پرانیزي.

بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان: د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو اترو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي.

دغه سازمان ویلي، راپورونه ښيي چې فرانسې له طالب چارواکو سره د هغو افغانانو د مستقیمې شړنې د اسانتیا لپاره «تخنیکي» خبرې پیل کړې دي چې امنیتي ګواښونه بلل کېږي یا په فرانسه کې د قانوني اقامت اسناد نه لري.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې فرانسه د عامه امنیت د ساتنې او د جدي جرمونو د عاملانو د محاکمه کولو حق او مسوولیت لري، خو د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي او د هغو کسانو بېرته ستنول توجیه نه کړي چې په خپل هېواد کې له ځورونې او شکنجې سره مخ کېدای شي.

د دغه سازمان په وینا، د هر کس قضیه باید په عادلانه قانوني بهیر کې په جلا توګه وڅېړل شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅوک داسې هېواد ته نه ستنېږي چې هلته یې ژوند او ازادي له ځورونې، شکنجې، خپل‌سرو نیونو یا ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکي چلند سره مخ وي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د هغو شرایطو پر لور د خلکو بېرته لېږل چې افغانان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي، د بې‌ځایه کېدو ستونزه نه حل کوي، بلکې دغه بحران اوږدوي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د کډوالو د شړلو په برخه کې همکاري باید د کډوالو د خوندیتوب، حساب ورکونې او انساني کرامت په بیه تمامه نه شي.

د فرانسې له ولسمشر او سیاسي ګوندونو غوښتنه

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ټینګار د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون، حکومت او ټولو سیاسي ګوندونو غوښتي چې د کډوالو د خوندیتوب په برخه کې د دغه هېواد نړیوال قانوني مکلفیتونه رعایت کړي او د جبري ستنولو پر ځای قانوني او انساني بدیلونه غوره کړي.

دغه سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي: «فرانسه کولای شي د بېرته نه ستنولو له اصل سره له جوړجاړي پرته، د خپل قضايي نظام له لارې د عامه امنیت مشروع اندېښنې حل کړي».

اعلامیه زیاتوي چې د هر هغه کس بېرته ستنول چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ځورونې، شکنجې، خپل‌سرو نیونو یا نورو جدي زیانونو له واقعي خطر سره مخ وي، د ناامنۍ ستونزه نه حل کوي، بلکې د انسانانو کړاوونه زیاتوي او جبري بې‌ځایه کېدل اوږدوي.

د بېرته نه ستنولو اصل څه دی؟

د بېرته نه ستنولو اصل د نړیوال کډوالۍ او بشري حقونو د قانون له مهمو اصولو څخه دی. د دغه اصل له مخې، خلک باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند یا ازادي د ځورونې یا نورو جدي ګواښونو له خطر سره مخ وي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د فرانسې حکومت باید د عامه امنیت د ساتنې او د جرمونو د مخنیوي لپاره داسې لارې چارې غوره کړي چې د افغان کډوالو اساسي حقونه او انساني کرامت خوندي کړي.

نصیر احمد اندېشه: د افغان کډوالو جبري ستنول د بشري ناورین د پراخېدو لامل کېږي

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو په جینوا دفتر کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول د روان بشري ناورین د حل پر ځای د دغه بحران د پراخېدو او دوام لامل کېږي.

اندېشه د چهارشنبې په ورځ، د تلې ۲۲مه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اجرایوي کمېټې په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې ویلي چې نږدې اته میلیونه افغانان له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي او ډېری یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ افغان کډوال په زور خپل هېواد ته ستانه کړل شوي، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین او د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دی.

اندېشه ټینګار کړی چې په زور د کډوالو ستنول د ستونزې د حل لار نه ده، بلکې د بشري بحران د اوږدېدو او پراخېدو لامل کېږي.

هغه ویلي: «هغه ستنېدل چې له زور او د انساني کرامت له تر پښو لاندې کولو سره مل وي، د حل لار نه ده، بلکې د بحران ځنډول او پراخول دي».

د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر خبرداری ورکړی چې د کډوالو د ستنولو سیاستونه باید د طالبانو د «جنسیتي اپارتاید» د عادي کولو او په اروپايي پلازمېنو کې د دغې ډلې د استازو د هرکلي لپاره پلمه ونه ګرځول شي.

اندېشه د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله له ایران او پاکستان څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دغو دوو هېوادونو له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه‌توب مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

هغه دغه راز د اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا له هغو هڅو ستاینه کړې چې له مخې یې سلګونه زره زیانمنونکي او له ګواښ سره مخ افغانان خوندي هېوادونو ته لېږدول شوي او د بیا مېشتېدو زمینه ورته برابره شوې ده.

خو نوموړي ټینګار کړی چې د کډوالو د کوربه‌توب مسوولیت باید یوازې د هغو هېوادونو پر اوږو پاتې نه شي چې اقتصادي امکانات یې محدود دي، بلکې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر وروستي سفر ته په اشارې ویلي چې افغانستان ته د هغوی تګ او له راستنېدونکو کډوالو او ځايي خلکو سره لیدنو افغانانو ته هیلې ورکړې دي.

هغه د کابل د یوې ځوانې نجلۍ هغو خبرو ته هم اشاره کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ته یې ویلي وو، وړتیاوې یې تر هغو محدودیتونو ډېرې دي چې پرې لګول شوي دي.

اندېشه ویلي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه په نړۍ کې بې‌ساري دي او افغانستان یې د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو ناوړه ځای بدل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د افغان ښځو وضعیت له جنسیتي اپارتاید سره ورته بللی او د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، له اقتصادي او ټولنیز ژوند څخه د ښځو محرومولو د افغانستان اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو زیان اړولی دی.

هغه ټینګار کړی چې تر هغو د افغانستان د ستونزو لپاره د تلپاتې حل‌لارو خبرې ناشونې دي چې د دغه هېواد نیمايي نفوس له زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محروم وي.

د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر ویلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه یوازې کورنۍ مسئله نه ده، بلکې د بشري مرستو رسولو او د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام پر بهیر هم مستقیم اغېز لري.

اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بودیجې کمښت ته هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغې ادارې د روان کال د مالي اړتیاوو یوازې ۳۵ سلنه پوره کړې ده.

نوموړي له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د افغانستان لپاره خپلې بشري مرستې کمې نه کړي، ځکه د بشري مرستو او د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام له پروګرامونو څخه د بودیجې کمول به په راتلونکي کې د لا ډېرې بې‌ثباتۍ لامل شي.

اندېشه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو د خوندیتوب، د ښځو د حقونو د ملاتړ او په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپل ګډ مسوولیتونه ترسره کړي.

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۱
100%

د چارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکې یوه ویډیو کې ښکاري چې طالبان یوه چورلکه لېږدوي. د چورلکې پر تنه ۵۹۵ شمېره ده او رنګ او بڼه یې د اېم‌ای ۱۷ چورلکې له پخوانیو انځورونو سره یو شان دي.

دا همغه چورلکه ده چې د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۱۹مه کې د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې نسکوره شوه. خو د دغې تازه ویډیو د ثبت وخت او ځای چې د چورلکې د لېږدولو هڅې ښيي، لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د چورلکې نښې

د چورلکې پر تنه ۵۹۵ شمېره تر ټولو مهمه نښه ده چې د هغې په پېژندلوو کې مرسته کوي. نسواري شین خاورین رنګونه، د بدنې بڼه او د نښان ځای هم د هغې له پخوانیو انځورونو سره یو شان دي.

د ۲۰۱۰ کال په انځورونو کې یاده چورلکه د هرات په شینډنډ هوايي اډه کې د بار لېږدولو پرمهال ښيي.

د ۱۴۰۱ کال په یوه انځور کې چورلکه د طالبانو له سپین نښان او بیرغ سره لېدل کېږي. دغه انځورونه ښيي چې چورلکه د جمهوریت له پرځېدو وروسته هم د طالبانو په ماموریتونو کې کارول کېده.

100%
په ۲۰۱۰ کال کې ۵۹۵ شمېره چورلکه د بار د انتقال پرمهال. د امریکا د هوايي ځواک د رابرټ لېز عکس
100%
په ۲۰۱۰ کال کې د هرات په شینډنډ اډه کې د ۵۹۵ شمېرې چورلکې انځور چې د شمیرې انځور یې د بلې چورلکې تر شا پټ دی. انځور ایرک هریس


د جمهوریت دوره

په ایرهسټري کې ثبت شوي معلومات دا چورلکه د اېم‌ای‌ټي‌وي ۱ او اېم‌ای ۱۷ کورنۍ اړوند بولي. د دغې چورلکې د جوړېدو شمره ۹۶۷۴۱ ده او د خدمت د پیل وخت یې شاوخوا ۱۳۸۸ کال ښودل شوی دی.

په تولک کې سقوط او د لېږد ویډیو

افغانستان انټرنشنل د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۱۹مه د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې چورلکې د لوېدو خبر ورکړ. د هغې پېښې په ویډیو کې لیدل کېدل چې چورلکه له پورته کېدو لږ وروسته بېرته پر ځمکې ولوېده، خو اور یې وانخیست.

په دې چورلکه کې د طالبانو د کانونو وزیر هدایت‌الله بدري، د غور والي حیات‌الله مبارک او د کانونو وزارت مرستیال وحیدالله حلیمي لېږدول کېدل. د طالبانو دفاع وزارت ویلي وو چې دغو چارواکو ته زیان نه دی رسېدلی.

په یوه تازه ویډیو کې ښکاري چې طالبان یوه زیانمنه شوې چورلکه لېږدوي.

لا څرګنده نه ده چې دا ویډیو څه وخت او چېرته ثبت شوې ده او تر اوسه داسې شواهد هم په لاس کې نشته چې وښيي د ۵۹۵ شمېرې چورلکې په تولک کې له لوېدو وروسته بېرته الوتنه کړې او که نه.

د تولک موقعیت او د چورلکې د خدمت مخینه

د ۱۳۸۹ کال انځورونه ښيي چې د ۵۹۵ شمېرې چورلکې د افغانستان په هوايي ځواک کې خدمت کاوه او د بار لېږدولو پر مهال د شین‌ډنډ په هوايي اډه کې لیدل شوې وه. په ۱۴۰۱ کال کې همدا چورلکه د طالبانو له نښان او بیرغ سره ښکاره شوه.

د ۱۳۸۹ کال له انځورونو څخه د ۱۴۰۴ کال د وږي تر ۱۹مې نېټې، چې چورلکه پکې وغورځېده، د هغې د انځوریزې مخینې په پام کې نیولو سره، چورلکې تر سقوط مخکې شاوخوا ۱۵ کاله خدمت کړی و.

د ۱۴۰۵ کال په تلې میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې د ۵۹۵ شمېرې لرونکې زیانمنې شوې چورلکې د تنې د لېږد یوه ویډیو خپره شوه. د دې ویډیو د ثبت وخت او ځای لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نږدې ۱۰ چورلکو لوېدل

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۱۰ چورلکې لوېدلې یا له پېښو سره مخ شوې دي.

په دغو پېښو کې څلور روسي اېم‌ای ۱۷، دوه اېم‌ډي ۵۳۰ او یوه امریکايي بلک‌هاک چورلکه شاملې دي. په دغو پېښو کې په ټولیزه توګه لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه د افغانستان د پخواني حکومت هغه چورلکې چې د طالبانو لاس ته ورغلې دي، په کابل، بدخشان، سمنګان، جوزجان، پنجشېر، کندهار او غور کې لوېدلې دي.

طالبانو تر ډېره د دغو چورلکو د لوېدو لامل «تخنیکي ستونزې» بللې دي.

په تر ټولو وروستۍ پېښه کې، د روان کال د تلې په ۱۵مه، د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغونې قطعې وویل چې د پنجشېر په ارزو دره کې یې د طالبانو یوه چورلکه ویشتلې او راغورځولې ده. په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند تایید کړه چې په دې ولایت کې یوه چورلکه زیانمنه شوې ده.

خو سیف‌الدین لټون د پنجشېر په ارزو سیمه کې د چورلکې د لوېدو راپورونه رد کړل او ویې ویل چې چورلکه د ناستې پر مهال په یوه نامناسب ځای کې له ډبرې سره لګېدلې او لږ زیانمنه شوې ده.

په یوه بله پېښه کې، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۲۲مه، د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د ځواکونو او د جمعه‌خان فاتح د اړوندو کسانو ترمنځ د نښتو پر مهال د طالبانو یوه پوځي چورلکه ولوېده. ځايي سرچینو دا پېښه له نښتو سره تړلې بللې وه، خو د طالبانو دفاع وزارت ویلي وو چې چورلکه د ناستې پر مهال له یوې پایې سره لګېدلې او زیانمنه شوې ده. د دغه وزارت په وینا، په دې پېښه کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ کال لپاره د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم د بودجې د زیاتولو وړاندیز کړی او غواړي د دغه بنسټ کلنۍ بودجه له شاوخوا ۱،۷ میلیونه ډالرو څخه نږدې ۵ میلیونه ډالرو ته لوړه کړي. په دې کې ۳،۲ میلیونه اضافي بودجه ده.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ کال د بودجې د وړاندیز له مخې، د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۴ میلیونه او ۹۶۶ زره او ۴۰۰ ډالر په پام کې نیول شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۶ کال کې د دغه میکانېزم لپاره یو میلیون او ۶۸۶ زره او ۶۰۰ ډالر تصویب شوي وو.

د دې وړاندیز له مخې، د میکانېزم په بودجه کې ۳ میلیونه او ۲۷۹ زره او ۸۰۰ ډالر زیاتوالی راځي.

د بودجې په وړاندیز کې د میکانېزم د کارکوونکو د شمېر زیاتوالی هم شامل دی. د سند له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د دغه بنسټ لپاره ۱۰ بستونه تصویب شوي وو، خو د ۲۰۲۷ کال لپاره د بستونو شمېر ۲۷ ته د لوړولو وړاندیز شوی دی.

په دې طرحه کې د ۱۷ نویو بستونو جوړول شامل دي چې حقوقي چارې، څېړنې، امنیتي همغږي، د معلوماتو تحلیل او مدیریت، معلوماتي سیسټمونه، ژباړه او اداري خدمتونه به پیاوړي کړي.

د سند له مخې، د نویو کارکوونکو د ګومارنې موخه د میکانېزم د څېړنیزو او اداري ظرفیتونو پراخول او د هغه د کاري پروګرام عملي کول دي.

د میکانېزم دنده څه ده؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ۶۰/۲ پرېکړه‌لیک له لارې د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړ کړ.

د دغه میکانېزم دنده په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو او د نړیوالو قوانینو د تر ټولو جدي سرغړونو او ناوړه استفادو په اړه د شواهدو راټولول، یوځای کول، ساتل او تحلیلول دي. په دې کې د ښځو او نجونو خلاف د احتمالي سرغړونو څېړنه هم شامله ده.

میکانېزم به د راټولو شویو شواهدو پر بنسټ دوسیې چمتو کوي، څو په هغو ملي، سیمه‌ییزو یا نړیوالو محکمو کې د عادلانه او خپلواکو قضایي بهیرونو د اسانتیا زمینه برابره شي چې د اړوندو جرمونو د څېړلو واک ولري.

د بودجې د سند له مخې، میکانېزم به په ۲۰۲۷ کال کې د شواهدو راټولولو او ارزونې، د څېړنیزو کاري میتودونو جوړولو، د قربانیانو او شاهدانو د خوندیتوب او ګډون او د احتمالي مسوولینو د پېژندنې لپاره خپل فعالیتونه پراخ کړي.

دغه بنسټ به همدارنګه له اړوندو څېړنیزو میکانېزمونو او ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو محکمو سره د همغږۍ او همکارۍ د لارو د رامنځته کولو هڅې وکړي.

د سند له مخې، د میکانېزم د فعالیتونو پراختیا به په تدریجي ډول ترسره کېږي او د نویو کارکوونکو ګومارنه به د دې بهیر یوه برخه وي.