• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان سوداګرو او پانګه‌والو ۵۰ کسیز پلاوی د اندونیزیا په نړۍوال نندارتون کې ګډون کوي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال حبیب‌الله عمر په مشرۍ د سوداګرو او پانګه‌والو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون په موخه د اندونیزیا پلازمېنې جارکارتا ښار ته رسېدلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) ویلي، چې دغه پلاوی به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه له اندونیزیایي سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدنې او خبرې وکړي.

اندونیزیا ته د تللي پلاوي موخه د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او پانګونې فرصتونو معرفي کول، د سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو په اړه د معلوماتو تبادله او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا لپاره د مناسبو لارو موندل یاد شوي دي.

د یادې خونې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان پانګه‌وال او سوداګر به د نندارتون په څنډه کې له اندونیزیایي سوداګرو او پانګه‌والو سره هم وګوري او په دغه لیدنو کې به په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې شته فرصتونه، د بېلابېلو اقتصادي سکټورونو وړتیاوې او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا امکانات معرفي او اندونیزیایي سوداګر او پانګه‌وال به په افغانستان کې پانګونې او د ګډو سوداګریزو فعالیتونو پیلولو ته وهڅوي.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۴

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو

۵

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

•
•
•

نور خبرونه

درېیو افغان مېرمنو د خپلو کوچنیو کاروبارونو له لارې ۳۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۱
100%

درېیو افغان مېرمنو د خپلو کوچنیو کاروبارونو له لارې ۳۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. نفیسه، لیلا او زهرا څو کاله وړاندې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وې؛ خو اوس یې د خپلو کوچنیو کاروبارونو له لارې نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د راپور له مخې، نفیسه د خپل مېړه تر مړینې وروسته د خپل زوی یوازینۍ سرپرسته پاتې شوه، لیلا د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو برابرولو توان نه درلود او زهرا له لوږې او د کور له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ وه.
لیلا وایي: «هغه مهال مو کله ناکله په ورځ کې یوازې یو وخت خواړه برابرولای شول او داسې میاشتې هم وې، چې غوښه او لبنیات مو نه‌شو پېرلای».
زهرا بیا وایي: «ماشومان به ډېر وخت وږي ویده کېدل. د کور کرایه مو نه‌شوه ورکولای او نه پوهېدو چې چېرته به ځو».
راپور کاږي، دغه ښځو لومړی په کور کې د اچارو، مربا، سرکې او وچو مېوو او سبزیو تولید پیل کړ؛ خو د وسایلو کمښت، بازارونو ته محدود لاسرسی او د سوداګرۍ تجربې نشتوالي یې کاروبارونه محدود کړي وو.
وروسته دوی د «افغانستان د ټولنیز مقاومت پروګرام»له لارې روزنه، وسایل او د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ ترلاسه کړ. د راپور له مخې، دغه ښځو د خپلو محصولاتو کیفیت ښه کړ، د بسته‌بندۍ او بازارموندنې لارې چارې یې زده کړې او خپل کاروبارونه یې په رسمي ډول ثبت کړل.
راپور کاږي، یو مهم بدلون هغه مهال رامنځته شو چې دوی په کابل کې د کرنیزو تولیداتو په نندارتونونو، په ځانګړي ډول د بادام باغ په نندارتون کې ګډون وکړ.
لیلا وایي: «دغه نندارتون زما پر مخ نوې نړۍ پرانیسته. ما د بسته‌بندۍ، نښې جوړولو او د محصولاتو د مسلکي وړاندې کولو په اړه ډېر څه زده کړل». د راپور له مخې، لیلا د دغه تجربو په مرسته په درېیو میاشتو کې نږدې ۷زره ډالره پلور ثبت کړ.
د هغې د اچارو او مربا شرکت اوس لس ښځې په کار ګومارلې، چې ګڼې یې کونډې او د کورنیو سرپرستې دي. لیلا وایي، د کاروبار له پراختیا وروسته یې پنځه ماشومان بېرته ښوونځي ته ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، زهرا هم د سوداګرۍ له پراختیا وروسته په درېیو میاشتو کې شاوخوا ۹زره ډالره عاید ترلاسه کړل. د هغې شرکت اوس هره میاشت شاوخوا ۱۳۵۰ کیلوګرامه خوراکي توکي تولیدوي او لسو ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
نفیسې بیا د زینت عمران خوراکي توکو د پروسس شرکت له لارې له سیمه‌ییزو بزګرانو سره اړیکې جوړې کړې او خپل تولیدات یې پراخ کړل. د راپور له مخې، د نفیسې میاشتنی خالص عاید په ۲۰۲۲کال کې شاوخوا ۵۰ ډالره و؛ خو په ۲۰۲۶کال کې نږدې زر ډالرو ته رسېدلی دی.
هغې اوس لس ښځې په کار ګومارلې او د خوراکي توکو د پروسس، د کیفیت کنټرول او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې ورته روزنه هم ورکوي. نفیسه وایي، د همدې کاروبار له برکته یې درملنه کړې، کور یې اخیستی او د خپل زوی د زده‌کړو لګښتونه برابروي.
راپور زیاتوي، چې د دغه درېیو شرکتونو له لارې اوس ۳۰ ښځې په مستقیم ډول کار کوي او له سیمه‌ییزو بزګرانو څخه د مېوو او سبزیو په پېرلو سره د سیمې اقتصادي فعالیتونه هم پیاوړي شوي دي.
د راپور له مخې، که څه هم د برېښنا، سړو خونو او مالي سرچینو ته د لاسرسي ستونزې لاهم شته؛ خو نفیسه، لیلا او زهرا غواړي خپل تولیدات زیات کړي، نوو بازارونو ته لاسرسی ولري او په راتلونکي کې خپل محصولات بهرنیو بازارونو ته هم صادر کړي.

راپور؛ وچکالي او بې‌وزلي افغانې کورنۍ د کم‌عمره نجونو ودونو ته اړ باسي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۱
100%

په افغانستان کې پرله‌پسې وچکالۍ، پراخې بې‌وزلۍ او د نړۍوالو مرستو کمښت ګڼې کورنۍ دې ته اړ اېستې، چې خپلې کم‌عمره لوڼې د پورونو د ادا کولو، د خوړو برابرولو او د ناروغانو د درملنې لګښتونو لپاره په نکاح ورکړي.

د ګارډين په یوه راپور کې چې د بادغیس او هرات ولایتونو د لسګونه کورنیو تجربې رانغاړي راغلي، چې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ له امله زرګونه کورنیو خپل معیشت له لاسه ورکړی او د بقا لپاره له سختو انتخابونو سره مخ شوې دي.
د بادغیس په قلعه‌نو ښار کې ۱۱ کلنه خدیجه له هغه نجونو ده، چې د کورنۍ د پورونو د پرې کولو لپاره کوژده شوې ده. د هغې مور نور بي‌بي وايي، لور یې تر کوژدې مخکې خوشحاله وه خو اوس اندېښمنه ده او هره ورځ اوښکې تویوي.
راپور کاږي، په بادغیس کې نږدې ۹۵ سلنه خلک پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي؛ خو وچکالۍ د هغوی عایدات له‌منځه وړي او د کم‌عمره نجونو ودول یې د ځینو کورنیو لپاره د بقا وسیله ګرځولې ده.
د ګل ببو په نوم یوې مور ویلي، خپلې دوه کلنې او پنځه کلنې لوڼې یې کوژده کړې دي؛ ځکه کورنۍ یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولای. هغې ویلي: «پوهېږم چې دوی ډېرې کوچنۍ دي؛ خو بله لار مو نه‌لرله».
د راپور له مخې، ډېرې دغه نجونې د بلوغ له عمر سره سم د مېړونو کورونو ته لېږدول کېږي او په کم عمر کې د زېږون پرمهال له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخامخېږي. افغانستان لاهم د مېندو د مړینې له لوړو کچو لرونکو هېوادونو دی.
د بادغیس اوسېدونکی نیاز محمد وايي، د وچکالۍ او پورونو له امله یې خپلې څلور لوڼې کم‌عمره ودې کړې دي. هغه ویلي: «د کورنۍ د نورو غړو د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید یو څوک قرباني شي».
راپور زیاتوي، په ځینو سیمو کې کورنۍ یوازې په ډوډۍ، چای او هغه وحشي بوټو ژوند کوي چې له غرونو او دښتو یې راټولوي.
محمد چې د سړک پر غاړه ایسکریم پلوري وايي، د کورنۍ لګښتونو د برابرولو لپاره یې یوه لور واده کړې او شپږ کلنه لور یې هم کوژده کړې ده. په هرات کې د بې‌ځایه شویو د «شهرک سبز» په پنډغالي کې هم ورته وضعیت لیدل کېږي. د راپور له مخې، ډېری کورنۍ د مرستو د کمښت او اقتصادي ستونزو له امله نور د خپلو ماشومانو د ساتلو توان نه‌لري.
۱۵ کلنه دور دانه چې اوس امېندواره ده وايي، په کم عمر کې واده ورته سخته تجربه وه. هغې ویلي: «زه لاهم ماشومه یم، په دې عمر کې واده ښه پرېکړه نه‌ده».
راپور د بهاو‌الدین په نوم د یوه پلار کیسه هم بیانوي، چې ادعا کوي د سختې بې‌وزلۍ له امله یې د خپل لس کلن زوی یوه ګرده د ۱۰۰زره افغانیو په بدل کې پلورلې ده. د راپور له مخې، د نجونو د ودولو په بدل کې ترلاسه کېدونکې پیسې له لسګونه زرو تر سلګونه زره افغانیو پورې رسېږي او کله چې ټولې پیسې ورکړل شي، د مېړه کورنۍ کولای شي نجلۍ خپل کور ته بوځي.
۱۴ کلنې بي‌بي سمیې د خپل واده په ورځ ویلي: «زه خوشحاله نه یم، ځکه لا ډېره کوچنۍ یم».
راپور خبرداری ورکوي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت د نجونو او ښځو وضعیت لا کړکېچن کړی دی.
د ورلډ ویژن نړۍوالې موسسې د افغانستان د مدافع چارو مشر مارک کالډر ویلي، کم‌عمره ودونه نجونې له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ کوي؛ خو هغه روغتیايي مرکزونه چې باید د دوی درملنه وکړي، د بودجې د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.
راپور ټینګار کوي، چې د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، بې‌وزلۍ او د بشري مرستو د کمښت ګډو اغېزو په افغانستان کې زرګونه کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره سختو پرېکړو ته اړې کړې او په ډېرو مواردو کې یې کم‌عمره نجونې تر ټولو ستره بیه پرې کوي.

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۱
100%

د فرانس۲۴ په یوه راپور کې راغلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې ډرونونه د دواړو خواوو د تقابل یوه نوې وسیله ګرځېدلې او اسلام‌اباد ادعا کوي چې یوازې د ۲۰۲۶کال په سپټمبر میاشت کې یې له افغانستان نه توغول شوي ۲۳ ځانمرګي ډرونونه شنډ کړي دي.

د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۳مه پاکستاني پوځ ویلي و چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې له افغانستان نه توغول شوي اته ډرونونه شنډ کړي دي. که څه هم دغه ډرونونه محدود ویجاړونکی ځواک لري؛ خو کشف یې ستونزمن دی او د دوی سره مقابله د پاکستان پوځ ته د دروند لګښت لامل کېدای شي.
فرانس۲۴ وایي، د ۲۰۲۶کال له فبرورۍ راهیسې طالبانو د پاکستان پر وړاندې د اېف‌پي‌وي او همداراز د ثابت وزر لرونکو ډرونونو کارول زیات کړي دي. راپور کاږي، چې دغه کوچني ډرونونه د هاوان مرمۍ او نور چاودېدونکي توکي لېږدولای شي؛ په داسې حال کې چې لوی ثابت وزر لرونکي ډرونونه د سلګونه کیلومټرو واټن وهلو وړتیا لري.
د سپټمبر په ۲۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه میاشت کې یې د افغانستان له خاورې د پاکستان هوايي حریم ته د توغول شویو ۲۳ ډرونونو په اړه طالبانو ته رسمي اعتراض‌لیک سپارلی دی.
راپور د بې‌پیلوټه الوتکو د چارو کارپوه مارک ګروزل په حواله لیکي، چې دغه ډرونونه شاوخوا دوه متره اوږدوالی لري او کولای شي له نیم کیلوګرام څخه تر یو کیلوګرام پورې چاودېدونکي توکي ولېږدوي.
د هغه په وینا، د دغه ډرونونو نظامي اغېز محدود دی؛ ځکه ورو الوځي او په اسانۍ سره په نښه کېدای شي، خو کشف یې ستونزمن وي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه ډول ډرونونو جوړول اوس ډېر پېچلي کار نه‌دی.
راپور زیاتوي، د پاکستان له‌خوا د خپرو شویو انځورونو تر ارزولو وروسته داسې ښکاري چې په دغه ډرونونو کې د «ډي‌اېل‌اې ۵۵» ډوله انجنونه کارول شوي چې په نړۍوالو سوداګریزو بازارونو کې په اسانۍ موندل کېږي.
د ګروزل په وینا، د دغه ډرونونو اصلي ځواک د هغوی رواني اغېز دی نه پوځي وړتیا. هغه ویلي: «د دغه ډرونونو کمه بیه هغوی د هرې ډلې لپاره د لاسرسي وړ ګرځوي او مخالف لوري ته دا پیغام رسوي، چې هر وخت یې زېربناوو ته ګواښ پېښولای شي».
پاکستان د دغه کړکېچ لامل په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پټنځایونه او له هغه ځایه پر پاکستان د بریدونو پلانول یادوي. راپور یادونه کوي، چې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په چټکۍ زیات شوي دي. د دغه راپور د معلوماتو له مخې، د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې له ۲۰۲۱کال د ۹۸ پېښو څخه په ۲۰۲۴کال کې ۴۷۰ پېښو ته لوړې شوې دي. راپور لیکي، چې د پاکستان هوايي بریدونه، د افغان طالبانو ځوابي اقدامات، د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه او د مېلیونونو افغان کډوالو اېستل د دواړه خواوو ترمنځ کړکېچ نور هم ژور کړی او د سیمې امنیتي وضعیت یې له نوو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ مېلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې په کلني راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ مېلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان نه د څه باندې ۲.۲۳ مېلیونه افغانانو ستنېدو د افغانستان پر روغتیايي سیستم بې‌ساری فشار راوستی و.

د راپور له مخې، افغانستان د جګړو، اقتصادي ځوړ، طبیعي پېښو، د ناروغیو د خپرېدو او د کډوالو د پراخې ستنېدنې له امله د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه ترټولو ډېر اغېزمن هېواد پاتې شوی دی.
راپور زیاتوي، د بودجې د کمښت له امله په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه په ټپه درېدلي چې له امله یې ۳.۷۹ مېلیونه کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې ویلي، چې د ټاکل شوي ۹.۳ مېلیونه کسانو د هدف ۷.۹ مېلیونه کسانو یعنې ۸۵ سلنې ته روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي. راپور کاږي، دغه خدمتونه د ۷۱ همکارو موسسو او ۱۵۸۷ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، د مرستو ترلاسه کوونکو ۶۲ سلنه یې ښځې او نجونې وې.
د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې یې د هېواد په کچه ۸۷ ملي او سیمه‌ییزې همغږۍ غونډې ترسره کړې او د روغتیايي خدمتونو، د ناروغیو د څار، چمتووالي او بیړني غبرګون چارې یې همغږې کړې دي. راپور د ښځو پر طبي زده‌کړو د محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د ۲۰۲۴کال د فرمان له امله ۱۶۴ طبي او نیمه طبي ښوونیز بنسټونه اغېزمن شوي دي.
د راپور له مخې، له ۴۵زره ښځینه محصلانو څخه یوازې ۴۶۰۰ تنه فارغې شوې او شاوخوا ۹۸۰۰ نورې چې د فراغت په درشل کې وې ونه توانېدې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګه خبرداری ورکوي، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په راتلونکو کلونو کې د مېندو، ماشومانو او نجونو پر روغتیايي خدمتونو منفي اغېز ولري.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې له ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له ایران او پاکستان نه بېرته هېواد ته ستانه شوي او دا د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره له لویو ننګونو څخه وه.
راپور زیاتوي، د کډوالو د روغتیا د کاري ډلې له لارې ۴۴۴زره او ۱۹۲ ستنېدونکو ته په سرحدي سیمو کې روغتیايي مشورې او درملنه برابره شوې ده؛ همداراز ۱۲۸زره او ۹۴۵ ماشومان د خوارځواکۍ له پلوه ارزول شوي دي.
راپور ښیي، چې ۳۴زره او ۱۹۷ امېندواره ښځو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي، ۱۰زره او ۶۰۹ مېندو ته تر زېږون وروسته روغتیايي پاملرنه ورکړل شوې او له ۸۰۳ ډېر خوندي زېږونونه ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال د جنورۍ او نومبر ترمنځ د نس‌ناستي ۱۴۸زره او ۶۷۱ مشکوکې پېښې او ۷۳ مړینې ثبت شوې دي. د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګه ویلي، چې د ۲۰۲۵کال لپاره یې ۲۷۹.۷ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لرله؛ خو یوازې ۴۴.۸ سلنه بودجه یې ترلاسه کړې ده.
راپور خبرداری ورکوي، چې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د راستنېدونکو دوامداره زیاتوالی، د ناروغیو خپرېدل او د بودجې کمښت به په ۲۰۲۶کال کې هم د افغانستان روغتیايي سکتور له جدي ننګونو سره مخ کړي.

په تېرو ۵ میاشتو کې؛ غزني کې د ۲۳ ښځو په ګډون ۲۰۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د غزني لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۳ ښځو په ګډون ۲۰۴ کسان د جنايي جرمونو او په ځانګړې توګه د غلاوو په تړاو نیول شوي دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د کشف مدیریت له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، په تېرو پنځو میاشتو کې د غزني ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په لړ کې ۲۰۴ کسان د جنايي جرمونو په تړاو لکه؛ د غلاوو، قاچاق، د نشه‌يي توکو د لېږد او کاروبار او نورو ورته جرمونو په تړاو نیول شوي دي. په دې نیول شویو کسانو کې ۲۳ تنه یې ښځې دي.

د غزني د جنايي جرمونو لپاره د طالبانو د کشف مدیریت وايي: «د ۱۴۴۸ کال راهیسې [پنځو میاشتو راهیسې] د غزني د ولس په همکارۍ موږ ۲۰۴ مجرمین نیولي دي. په دې کې ۱۸۱ یې نارینه او ۲۳ یې ښځينه دي. نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي».

د دغه مدیریت په وینا، په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۳۰ پېښې دغه مدیریت ته رسېدلي او له ۱۶ پېښو پرته نورو ټولو ته رسېدنه شوې ده.

دغه مدیریت زیاتوي، له دغو غلو د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر او نور توکي هم ترلاسه شوي او بېرته یې مالکانو ته سپارل شوي دي.

د غزني د جنايي جرمونو لپاره د طالبانو د کشف مدیریت وايي: «په غزني کې په دې کال کې [۱۴۴۸ کال] ۱۳۰ واقعات رارسېدلي دي، چې په دې کې ۱۱۶ ته یې رسېدنه شوې او پاتې نور یې تر کشف لاندې دي. همدارنګه په روان کال کې له غلو ۲۲ موټرسایکلونه، د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جواهرات او د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د هټیو خوراکي او غیر خوراکي توکي هم ترلاسه شوي دي».

د سرچینې په وینا، یاد ترلاسه شوي توکي بېرته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او د میلیونونو ګډوالو له راستنېدو او په ځانګړې توګه د کاري زمینو د کمښت، فقر او د افغان کارګرو پر مخ د ګاونډيو هېوادونو د دروازو په تړل کېدو سره په هېواد کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو ګراف ډېر لوړ شوی دی.

د طالبانو اړوندې ادارې یوازې د نیول شویو غلو او د نورو جنايي پېښو د عاملینو د نیول کېدو په اړه څرګندونې کوي، خو د غلاوو کچه له دغو څرګندونو لوړه ده، ځکه طالبان د ثبت شویو پېښو راپورونه نه رسنیز کوي.

له دې سره سم، یونېسف بیا په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله خبرداری ورکړی او په ډاګه کړې یې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو ژوند لا سخت شوی دی. د پخوانیو نړیوالو مرستو بندېدل، اوږدمهاله جګړې، فساد او طبیعي افتونو د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د یادې نړۍوالې ادارې په وینا، په هېواد کې داسې پېښې هم ثبت شوي چې ځینې کورنیو د بې‌وزلۍ له امله د خپلو ماشومانو پلور یا ودولو اړې شوې دي.