اندېشه د چهارشنبې په ورځ، د تلې ۲۲مه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اجرایوي کمېټې په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې ویلي چې نږدې اته میلیونه افغانان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي او ډېری یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ افغان کډوال په زور خپل هېواد ته ستانه کړل شوي، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین او د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دی.
اندېشه ټینګار کړی چې په زور د کډوالو ستنول د ستونزې د حل لار نه ده، بلکې د بشري بحران د اوږدېدو او پراخېدو لامل کېږي.
هغه ویلي: «هغه ستنېدل چې له زور او د انساني کرامت له تر پښو لاندې کولو سره مل وي، د حل لار نه ده، بلکې د بحران ځنډول او پراخول دي».
د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر خبرداری ورکړی چې د کډوالو د ستنولو سیاستونه باید د طالبانو د «جنسیتي اپارتاید» د عادي کولو او په اروپايي پلازمېنو کې د دغې ډلې د استازو د هرکلي لپاره پلمه ونه ګرځول شي.
اندېشه د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله له ایران او پاکستان څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دغو دوو هېوادونو له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربهتوب مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
هغه دغه راز د اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا له هغو هڅو ستاینه کړې چې له مخې یې سلګونه زره زیانمنونکي او له ګواښ سره مخ افغانان خوندي هېوادونو ته لېږدول شوي او د بیا مېشتېدو زمینه ورته برابره شوې ده.
خو نوموړي ټینګار کړی چې د کډوالو د کوربهتوب مسوولیت باید یوازې د هغو هېوادونو پر اوږو پاتې نه شي چې اقتصادي امکانات یې محدود دي، بلکې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر وروستي سفر ته په اشارې ویلي چې افغانستان ته د هغوی تګ او له راستنېدونکو کډوالو او ځايي خلکو سره لیدنو افغانانو ته هیلې ورکړې دي.
هغه د کابل د یوې ځوانې نجلۍ هغو خبرو ته هم اشاره کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ته یې ویلي وو، وړتیاوې یې تر هغو محدودیتونو ډېرې دي چې پرې لګول شوي دي.
اندېشه ویلي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه په نړۍ کې بېساري دي او افغانستان یې د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو ناوړه ځای بدل کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د افغان ښځو وضعیت له جنسیتي اپارتاید سره ورته بللی او د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، له اقتصادي او ټولنیز ژوند څخه د ښځو محرومولو د افغانستان اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو زیان اړولی دی.
هغه ټینګار کړی چې تر هغو د افغانستان د ستونزو لپاره د تلپاتې حللارو خبرې ناشونې دي چې د دغه هېواد نیمايي نفوس له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محروم وي.
د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر ویلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه یوازې کورنۍ مسئله نه ده، بلکې د بشري مرستو رسولو او د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام پر بهیر هم مستقیم اغېز لري.
اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بودیجې کمښت ته هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغې ادارې د روان کال د مالي اړتیاوو یوازې ۳۵ سلنه پوره کړې ده.
نوموړي له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د افغانستان لپاره خپلې بشري مرستې کمې نه کړي، ځکه د بشري مرستو او د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام له پروګرامونو څخه د بودیجې کمول به په راتلونکي کې د لا ډېرې بېثباتۍ لامل شي.
اندېشه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو د خوندیتوب، د ښځو د حقونو د ملاتړ او په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپل ګډ مسوولیتونه ترسره کړي.