• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملي استقلال جبهه: په میدان وردګو کې مو څلور طالبان وژلي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱

د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، ملي استقلال جبهې ادعا کړې چې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سالار سیمه کې یې د طالبانو پر یوه ګزموي رینجر موټر برید کړی او څلور طالب وسله‌وال یې وژلي دي.

ملي استقلال جبهې په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجه د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په سالار سیمه کې د طالبانو د ګزمې رینجر موټررته کمین نیولی و.

د جبهې د ادعا له مخې، په برید کې رینجر موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی او څلور طالبان وژل شوي دي.

جبهې ویلي چې د طالبانو پر ضد به خپلې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړي چې په افغانستان کې عدالت، ازادي او خپلواکي ټینګه شي.

دې جبهې په خپل پیغام کې زیاته کړې: «بریا د افغانستان د سرلوړي ملت ده!»

ملي استقلال جبهې د یاد برید په اړه یوه ویډیو هم خپره کړې ده، خو یوازې د جبهې د اعلامیې او پوسټ پر بنسټ د برید د څرنګوالي او د مرګ‌ژوبلې د شمېر خپلواک تایید ممکن نه دی.

تر اوسه ددغه برید په تړاو د طالبانو حکومت رسنیو ته څه ندي ویلي.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

د روغتیا نړۍوال سازمان: د مېندو او ماشومانو مړینه د روغتیايي خدمتونو نیمګړتیاوې څرګندوي

•
•
•

نور خبرونه

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری: په ژمي کې به ۴۰ سلنه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف‌ای‌او) او د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌ایف‌‌ ‌پي) خبرداری ورکړی چې د روان کال په ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له شدید ناورین سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغو دوو بنسټونو د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت مخ په خرابېدو دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې هم د پام وړ زیاتې شي.

د اعلامیې له مخې، د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د مدغمې ډلبندۍ (ای پي ایس) وروستۍ ارزونې ښيي چې د روان کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به، چې د ژمي موسم هم پکې شامل دی، شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.

دغه شمېر د تېر کال د ورته مودې له ۱۷.۴ میلیونه کسانو سره په پرتله زیاتوالی ښيي.

د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له دې ډلې به شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني حالت سره مخ شي، چې د خوړو د خوندیتوب د ډلبندۍ څلورم پړاو بلل کېږي.

د دغو بنسټونو په وینا، دا شمېر د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر میاشتو ترمنځ د شوې وړاندوینې په پرتله دوه برابره دی.

په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د خوړو د خوندیتوب تر ټولو خراب وضعیت به په بدخشان، بادغیس، دایکندي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني په کلیوالو سیمو کې وي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په دغو سیمو کې د انساني تلفاتو او د خلکو د معیشت د بشپړ له منځه تلو د مخنیوي لپاره بېړنیو خوراکي مرستو او کرنیز ملاتړ ته جدي اړتیا ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرېنچارډ ویلي چې د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید له وړاندې عملي اقدامات وشي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ باید همدا اوس عملي حل‌لارې پراخې کړو، د اټکل کېدونکو ناورینونو له رامنځته کېدو مخکې اقدام وکړو او د کرنیزو محصولاتو د پروسس او سیمه‌ییزو کرنیزو کاروبارونو په برخه کې پانګونه وکړو، څو کروندګر له بازارونو سره ونښلول شي او کاري فرصتونه رامنځته شي».

هغه ټینګار کړی چې افغان کورنۍ د ژمي د تېرولو لپاره ملاتړ او د باور وړ عایداتي فرصتونو ته اړتیا لري، څو د راتلونکو اقتصادي او اقلیمي ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړای شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د دفتر مسوول جان آیلف هم خبرداری ورکړی چې لوږه او خوارځواکي د افغان کورنیو ژوند ورځ تر بلې ستونزمنوي.

نوموړي ویلي: «لوږه او خوارځواکي پر افغان کورنیو فشار زیاتوي او په داسې حال کې چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره مالي سرچینې کمېږي، لا ډېر خلک د ناورین تر پولې رسېږي».

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د روان بشري ناورین یوه مهمه ځانګړنه د زیاتېدونکو اړتیاوو او کمېدونکو مالي سرچینو ترمنځ د واټن پراخېدل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه چارواکي ټینګار کړی چې د اقدام لپاره فرصت محدود دی او په چټکۍ سره له لاسه وځي.

نوموړي ویلي: «د بېړني ملاتړ په ترلاسه کولو سره کورنۍ کولای شي ژمی په عزت تېر کړي، خو له مرستو پرته به ډېرې کورنۍ له داسې سختو انتخابونو سره مخ شي چې هېڅ مور او پلار باید ورته اړ نه شي».

د افغانستان بشري ناورین ولې پراخ شوی؟

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته له پراخ بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شوی چې له امله یې میلیونونه وګړي نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري ستنېدو، سختو وچکالیو، ناڅاپي سېلابونو، ویجاړوونکو زلزلو او د نړیوالو مرستو کمېدو دغه وضعیت نور هم خراب کړی دی.

سربېره پر دې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ګډوډیو هم د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت منفي اغېزې کړې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د ژمي له رارسېدو مخکې بېړنۍ مرستې برابرې نه شي، میلیونونه افغانان به د لوږې، خوارځواکۍ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له لا سختو ستونزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې په روانه اونۍ کې افغانستان ته ځي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱
100%

افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشره رباب فاطمې روانه اونۍ افغانستان ته لاړه شي او خپله دنده په رسمي ډول پیل کړي.

افغانستان انټرنشنل ته د ملګرو ملتونو لوړپوړو سرچینو ویلي، چې د یوناما نوې مشره به تر راتلونکو دریو ورځو کابل ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د چنګاښ میاشتې پر ۲۵مه په رسمي ډول بنګله‌دېشۍ لوړپوړې ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکله.

رباب فاطمې له دې وړاندې په نړیوالو غونډو کې ګډون کړی او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره یې مهمې لیدنې کړې دي.

ملګرو ملتونو په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته درې ښځینه استازې ټاکلې دي.

لومړۍ ښځه چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ځانګړې استازې په توګه وټاکله، ډیبورا لاینز کاناډایۍ ډیپلوماټه وه، چې له اوږدې نړیوالې تجربې وروسته یې په ۲۰۲۰ کال کې دیوناما مشري پرغاړه واخېسته. هغې د افغانستان د جمهوریت د وروستیو کلونو، د سولې خبرو او د سیاسي بدلونونو په یوه خورا حساس وخت کې د ملګرو ملتونو استازیتوب وکړ.

له هغې وروسته د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره روزا اوتونبایوا په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه کابل ته لاړه.

اوتونبایوا په خپلو راپورونو او څرګندونو کې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

رباب فاطمه داسې مهال کابل ته ځي، چې افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او عامه ژوند په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

رباب فاطمه څوک ده؟

رباب فاطمه یوه بنګله‌دېشۍ مسلکي ډیپلوماټه او د ملګرو ملتونو لوړپوړې چارواکې ده.

هغه په ملي او نړیوال ملکي خدمت کې له دریو لسیزو زیاته تجربه لري. د رباب کاري تجربه دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسي، پالیسۍ جوړونه، د پراختیایي پروګرامونو طرحه او پلي کول او د نړیوالو سازمانونو رهبري او مدیریت رانغاړي.

هغې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجرایوي بورډ مشري کړې، د سولې د ټینګښت کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره پاتې شوې او د نړیوالو پراختیايي پروګرامونو په رهبرۍ کې یې رول لوبولی دی.

100%

نوموړې د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې ښکیلو مخ پروده هېوادونو او کوچنیو ټاپوګانو پرمختیايي هېوادونو عالي استازې پاتې شوې. په دې دنده کې یې د نړۍ د تر ټولو زیانمنو هېوادونو لپاره د نړیوال ملاتړ د جلب، د دوامدارې پراختیا موخود پلي کېدو، د لږ پرمختللو هېوادونو د ۲۰۲۲–۲۰۳۱ کاري پروګرام د عملي کولو او یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو د چمتووالي مشري کړې ده.

رباب د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د شورا د سرمنشي د استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې نوموړې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د بنګله‌دېش سفیره او دایمي استازې وه. د همدې مودې پر مهال یې د لږ پرمختللو هېوادونو د پنځم نړیوال کنفرانس (LDC5) د چمتووالي کمېټې ګډه مشري وکړه او په ملګرو ملتونو کې یې د مشرتابه ګڼ مهم رولونه ترسره کړل، چې د ۲۰۲۲ کال د سولې د ټینګښت کمېسیون د مشرې په توګه ټاکل کېدل، د همدې کال دملګرو ملتونود ښځود اجرایوي بورډ ریاست، د ۲۰۲۱ کال د ملګرو ملتونو د دریو ادارو د اجرایوي بورډ مرستیالي، د ۲۰۲۰ کال د یونیسف د اجرایوي بورډ ریاست، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۶مې دورې مرستیالي پکې شامل دي.

دغې کاري مخینې او تجربو ته په پام، د افغانستان لپاره د هغې ټاکل، چې له بشري ناورین او د ښځو او نجونو د حقونو محدودیت له ننګونې سره مخ دی، مهم ګڼل کیږي.

رباب فاطمه په ۱۹۸۹ کال کې خپله ډیپلوماتیکه دنده پیل کړه او په نیویارک، کلکته، جنیوا او بېجینګ کې یې د بنګلس دېش په ډیپلوماتیکو استازولیو کې په بېلابېلو دندو خدمت کړی دی.

نوموړې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګله‌دېش د دایمي استازې دنده پر غاړه واخیسته.

تر دې وړاندې، نوموړې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په جاپان کې د بنګله‌دېش سفیره، له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییسه، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د کډوالۍ نړیوال سازمان د سویلي اسیا سیمه‌ییزه استازې او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د جنوبي او سوېل لوېدیزې اسیا او د اقلیم بدلون او کډوالۍ سیمه‌ییزه سلاکاره وه. هغه همدارنګه له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې په لندن کې د کامن‌وېلت دارالانشا د بشري حقونو د څانګې مشره هم پاتې شوې ده.

رباب فاطمه د امریکا له توفت پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند او د اسټرالیا له کانبیرا پوهنتون څخه د ټولنیزو علومو د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.

طالبانو پر یوناما تور ولګاوه چې په افغانستان کې «د نظام پر ضد پروپاګند» کوي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) پر وروستي راپور نیوکه کړې او تور یې لګولی، چې دغه دفتر په افغانستان کې د دوی پر ضد په «پروپاګند» بوخت دی.

مجاهد له یوناما غوښتي چې د یوه بې‌پرې نړیوال بنسټ په توګه خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ و کړي.

نوموړي د یوناما په راپور کې د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او نورو رسمي ادارو له‌خوا د ځینو کسانو نیونې «خپل‌سرې» بلل رد کړي او ویلي یې دي چې دغه نیونې د اړوندو ادارو د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، د غیرشرعي کړنو د مخنیوي او د اشخاصو د اصلاح په موخه شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د سرغړونو په تړاو قانوني نیونې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شته.

مجاهد له یوناما پوښتنه کړې چې ولې یې په خپل راپور کې د طالبانو د بېلابېلو ادارو د ولسي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د مېشتولو، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، سیاسي پرمختګونو او د لویو اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې ترسره شویو هڅو او پرمختګونو ته انعکاس نه دی ورکړی.

نوموړي ویلي چې یوناما باید د یوه بې‌پرې بنسټ په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د نږدې کولو او د ناسم پوهاوي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، خو د هغه په وینا، دغه دفتر د یوې «مغرضې ادارې» په توګه د افغانستان دننه د نظام پر ضد په «پروپاګند» بوخت دی او هڅه کوي له افغانستان څخه نړۍ ته منفي انځور وړاندې کړي.

مجاهد ټینګار کړی چې د یوناما دغه ډول چلند د دغه دفتر بې‌طرفي تر پوښتنې لاندې راولي.

د یوناما د بشري حقونو څانګې په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د طالبانو د امربالمعروف مامورانو ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د ښځو، رسنیو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پنځه کاله پوره شول، خو لاهم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې دي.

یوناما د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه څرګندونې هم یادې کړې چې ویلي یې دي، د نجونو د زده‌کړو په اړه لاهم «شرعي ملاحظات» شته او تر هغه چې د دیني عالمانو اجماع رامنځته نه‌شي دغه موضوع نه حل کېږي.

یوناما ویلي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې د ښځو د نیولو، توقیف او ګواښلو له ۵۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

د پخواني جمهوري نظام د غړو او امنیتي ځواکونو په اړه یوناما ویلي، چې په درې میاشتنۍ موده کې یې د لږترلږه څلورو وژنو او ۱۴ خپل‌سرو نیونو او توقیفونو پېښې مستند کړې دي. د راپور له مخې، په دغه پېښو کې هغه کسان هم شامل دي چې له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو. یوناما د کابل په هوايي ډګر کې د یوه پخواني پولیس افسر او د طالبانو د یوه منتقد د نیولو یادونه هم کړې ده.

د رسنیو په برخه کې د ید دفتر رپوټ وايي، په دې موده کې ګڼې رسنۍ تړل شوې او یا یې هم فعالیتونه ځنډول شوې دي.

په جرمني کې دوه افغانان ایران ته د جاسوسۍ او د بریدونو پلانولو په تور په بند محکوم شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱
100%

د جرمني د هامبورګ لوړې محکمې دوه افغانان علي حسن سروري او تواب محسني د «جاسوسۍ او په جرمني کې د ترهګریزو عملیاتو د پلانولو» په تور مجرم پېژندلي او په بند یې محکوم کړي دي.

محکمې ته د وړاندې شویو اسنادو او شواهدو له مخې، علي حسن سروري او تواب محسني د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران د قدس ځواک د چارواکو په لارښوونه د جرمني د یهودانو د ټولنې د دوو مهمو شخصیتونو په اړه جاسوسي کړې او د هغوی د ترور هڅه یې کړې وه.

سروري او محسني د جرمني د یهودانو ټولنې د مشر یوزف شوستر او د جرمني او اسراییل د اړیکو ټولنې د مشر فولکر بېک په اړه معلومات راټول کړي او په برلین کې یې څارلي وو.

د هامبورګ د لوړې محکمې قاضي د قضیې د اصلي تورن د کړنو په اړه وویل چې نوموړي د «ایران د رژیم په دولتي ترهګرۍ» کې همکاري کړې ده.

قاضي وویل: «علي سروري څو ځله ایران ته سفر کړی او د علي حیدري او کاظم محمدي په ګډون د سپاه پاسداران امنیتي او استخباراتي چارواکو ورسره لیدلي او لارښوونې یې ترې ترلاسه کړې دي».

محکمې په پای کې اصلي تورن علي حسن سروري په اته کاله او شپږ میاشتې بند او تواب محسني په څلور کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړل.

د محکمې پر دې پرېکړه د استیناف غوښتنه کېدای شي.

د تورپاڼې له مخې، سروري چې افغانی الاصله ډنمارکی دی، خپلې لارښوونې په مستقیم ډول د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک له افسرانو ترلاسه کولې.

هغه همدارنګه تورن و چې په برلین کې یې د یهودانو د کوشر خوراکي توکو د یوه پلورنځي په سوځولو کې همکاري کړې ده.

کوشر هغو خوراکي توکو ته ویل کېږي چې د یهودي مذهبي اصولو له مخې چمتو شوي وي.

د تورپاڼې له مخې، سروري هڅه کړې وه چې محسني د فولکر بېک په ترور کې همکارۍ ته وهڅوي، یا داسې څوک پیدا کړي چې دغه برید وکړي.

څارنوالۍ ویلي، چې په پای کې د ترور د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د یوه کس پر پیدا کولو هوکړه شوې وه.

د دغې قضیې د اورېدنې په دویمه غونډه کې، چې د جولای په اوومه ترسره شوې وه، د جرمني د فدرالي جنایي پولیسو ادارې یوه څېړونکي د تورنو کسانو د اړیکو، سفرونو او فعالیتونو د څارنې په اړه جزئیات وړاندې کړل.

د نوموړي په وینا، د سروري ګرځنده ټیلیفون د اوږدې مودې لپاره تر څارنې او استخباراتي شننې لاندې و او امنیتي مامورانو د څو سفرونو پر مهال هم هغه څارلی و.

د محکمې په غونډه کې وړاندې شوي ځینې شواهد د سروري د ګرځنده ټیلیفون له څېړنې ترلاسه شوي وو.

د پولیسو د شاهد په وینا، سروري برلین ته له سفر مخکې د یهودانو د کوشر خوراکي توکو د پلورنځیو پتې لټولې وې. امنیتي مامورانو د دغو پلورنځیو له ډلې د یوه پلورنځي د عکس اخیستلو فعالیت هم ثبت کړی و.

د یوزف شوستر د پتې لټون او د فولکر بېک هغه انځورونه چې د تورن په ټیلیفون کې ساتل شوي وو، هم د محکمې په غونډه کې له مطرح شویو موضوعاتو څخه وو.

په همدې غونډه کې د سروري او محسني ترمنځ په مک‌ډونالډز رستورانت کې د لیدنو انځورونه هم نندارې ته وړاندې شول.

د پولیسو شاهد همدارنګه وویل چې تورنو کسانو د ټیلیګرام پیغام‌رسوونکي اپلېکېشن له لارې له هغو کسانو سره اړیکې نیولې وې چې د تحقیقاتو پر مهال د قدس ځواک اړوند د اړیکو د کسانو په توګه پېژندل شوي وو.

د پولیسو د دغه چارواکي په وینا، سروري له خپلې لور څخه پوښتنه کړې وه چې ایا کومه فلسطینۍ یا سومالیايي ښځه پېژني چې پیسو ته اړتیا ولري او چمتو وي چې د ۳۰ زره ډنمارکي کرونو، چې نږدې څلور زره یورو کېږي، په بدل کې د یهودانو اړوند یو پلورنځی وسوځوي.

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۱
100%

د طالبانو دوو مخالفو ډلو ازادۍ او مقاومت جبهو په یوه ګډه اعلامیه کې نړیوالو ډیپلوماټیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو دفترونو او بشري سازمانونو ته د «احتمالي بریدونو» په اړه خبرداری ورکړی. یادو جبهو ویلي چې ډیپلوماټیکې استازولۍ او بشري سازمانونه د دوی په بریدونو کې ځای نه لري.

د طالبانو د یادو مخالفو جبهو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې، ډیپلوماټیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو دفترونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو پر ادارو د احتمالي بریدونو په اړه یې کره استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي.

د یادو جبهو د معلوماتو له‌مخې، د طالبانو په امنیتي جوړښتونو کې دننه او یا هم په هغوی پورې تړلي بهرني «عناصر» په افغانستان کې پر نړیوالو ادارو او ګټو د بریدونو په طرحه کولو بوخت دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغو احتمالي بریدونو عاملین د خپلو موخو او هویت پټولو په پار له داعش او یا هم نورو مستعارو نومونو استفاده کوي.

دوی غوښتنه کړې چې د یادو معلوماتو جزییات دې د خپلواکو او باوري امنیتي ادارو له خوا وڅېړل شي.

ازادۍ او مقاومت جبهو ویلي چې «د دغو بریدونو موخه د ویرې فضا رامنځته کول، د طالبانو امنیتي جوړښتونو ته د نړیوالې ټولنې د اړتیا روښانول، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سیاسي باج اخیستنه، له شته بحرانونو د عامه افکارو منحرفول او د ازادۍ، عدالت، بنسټیزو حقونو او د یوه ډیموکراټیک نظام جوړولو لپاره د افغانانو د مشروع مبارزې بدنامول دي».

یادو جبهو په خپله ګډه اعلامیه کې پر ډیپلوماټیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو پر دفترونو، بشردوستانه سازمانونو، د بشري حقونو پر ادارو او د هغوی پر ملکي کارکوونکو هر ډول برید یا ګواښ غندلی او له یادو ادارو یې غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر په جدي توګه و ارزوي او د احتمالي ګواښونو په اړه دې یوازې د طالبانو پر معلوماتو بسنه نه کوي.

دوی دغه راز خبرداری ورکړی، چې که د دا ډول بریدونو په طرحه کولو، سهولتکارۍ یا پلي کولو کې په طالبانو پورې د تړلو کسانو، شبکو لاس لرل ثابت شي، عاملان اوو مشران یې باید په فردي او سازماني توګه ځواب ویونکي واوسي.

ازادۍ او مقاومت جبهې یوځل بیا د افغانانو د مشروع مبارزې او ترهګریزو کړنو ترمنځ پر توپیر ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی د طالبانو پر وړاندې مبارزې په لار کې روښانه موخې او لارې چارې لري. یادو جبهو ویلي چې ملکي وګړي، ډیپلوماټیکې استازولۍ، بشري سازمانونه او د بشري حقونو ادارې د دوی په بریدونو کې ځای نه لري.

یادو جبهو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هر ډول پیښې وړاندې دې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ګواښونو د خپلواکې ارزونې او د خپلو ادارو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کړي.