سلیمانوف چې د روان کال په زمري کې یې افغانستان ته سفر کړی و، وویل چې په دغه سفر کې یې له خلکو او د طالبانو د چارواکو په ګډون د دغې ډلې له ویاند ذبیحالله مجاهد سره په کندهار کې لیدلي وو.
د هغه په وینا، د افغانستان خلک احساس کوي چې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول لوېدیځو هېوادونو دغه هېواد هېر کړی دی. هغه زیاته کړه چې نړیوالو کړکېچونو د نړۍ د پام په لومړیتوبونو کې د افغانستان پخوانی ځای کم کړی دی.
سلیمانوف همدارنګه وویل چې درې کاله وړاندې په کابل کې د ښځو د یوه لاریون د انځور اخیستو پر مهال د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او درې ورځې یې په زندان کې تېرې کړې.
د هغه په وینا، طالبانو ګومان کاوه چې دی د لوېدیځو رسنیو لپاره کار کوي او غواړي د دې ډلې منفي انځور وړاندې کړي. هغه زیاته کړه چې په خپل وروستي سفر کې یې نور هېڅ ښځه یا نجلۍ ونه لیدله چې په واټونو کې د طالبانو پر ضد لاریون وکړي.
سلیمانوف، سره له دې چې طالبان یې یوه افراطي ډله وبلله، ویې ویل چې اوس مهال د دې ډلې لپاره روښانه بدیل نه شته. هغه خبرې اترې د افغانستان د خلکو لپاره یوازینۍ موجوده لار وبلله.
د ملا عمر په اړه د کتاب لیکواله: د افغانستان د جګړې روایتونه باید له سره وڅېړل شي
د ملا عمر په اړه د یوه کتاب لیکواله او څېړونکې بټي ډم په دې غونډه کې وویل، په افغانستان کې د جګړې ښکېلو لوریو هڅه کړې چې خپل روایتونه نړۍ ته وړاندې کړي.
نوموړې وایي، خبریالانو کولای شول د جګړې د ښکېلو لوریو د ادعاوو په رښتیا معلومولو کې اغېزناک رول ولوبوي، خو د هغې په باور، ډېرو خبریالانو تر اړتیا زیاته دا انګېرله چې د ناټو روایت سم دی.
ډم زیاته کړه چې ناټو په افغانستان کې د بریا لپاره پراخ پلان درلود، خو د جګړې واقعیت تر دې ډېر پېچلی و او په دغه هېواد کې بېلابېلو لوریو بریدونه کول.
د هغې په خبره، د حامد کرزي د شاوخوا کسانو په اړه د څېړنې پر مهال ورته څرګنده شوې وه چې د هغه ځینې نږدې کسان په بریدونو کې لاس لري. دې موضوع وهڅوله چې په افغانستان کې د طالبانو رول نور هم وڅېړي.
ډم د ملا عمر په اړه د خپلې څېړنې په هکله وویل چې غوښتل یې د رسنیو د خپرو شویو روایتونو او هغو واقعیتونو ترمنځ توپیر وڅېړي چې د پنځو کلونو ساحوي څېړنو په ترڅ کې یې ترلاسه کړي وو.
د نوموړې په وینا، ملا عمر یو کلیوال سړی و، دیني زدهکړې یې محدودې وې او ډېر سخت دریځي نظرونه یې لرل.
ډم زیاته کړه چې د ملا عمر په شاوخوا کې د طالبانو داسې کسان هم وو چې له امریکا سره د تعامل مخالفت یې نه کاوه. د هغې په وینا، نن هم په کابل کې د طالبانو داسې کسان شته چې له لوېدیځو هېوادونو سره د تعامل مخالف نه دي.
دغه څېړونکې د ملا عمر د راڅرګندېدو د شرایطو په اړه وویل چې د افغانستان کورنیو جګړو په کندهار کې قبایلي جوړښتونه کمزوري کړي وو. د هغې په وینا، په داسې شرایطو کې د ځینو پخوانیو قبایلي مشرانو او قاچاقوړونکو پرېکړه وکړه چې ملا عمر د ګډوډۍ او کورنۍ جګړې پر وړاندې د یوه سمبولیک شخصیت په توګه مطرح کړي.
ډم په ورته وخت کې وویل چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ او اوسني وضعیت ترمنځ توپیرونه شته، که څه هم د نن ورځې په افغانستان کې نجونې هم له شپږم ټولګي وروسته په ښوونځیو کې له زدهکړو بېبرخې دي.
ډم په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو تجربې ته په اشارې وویل چې دغو هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان پر خلکو ډېر کړاوونه تېر کړل، ځکه د هغې په باور، د افغانستان واقعیتونه یې په سمه توګه نه وو درک کړي.
هغې د افغانستان اوسنی وضعیت یوه تریخ بنبست وباله.