• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د هلمند په بهرامچه کې د طالبانو د ۲ ځانګړو قطعو په خپلمنځي شخړه کې ۱۱ کسان وژل شوي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې د هبت الله اخوندزاده د ځانګړې قطعې او په هلمند کې د مخالفانو د ځپلو لپاره جوړې شوې قطعې ترمنځ دوه ورځې وړاندې خپلمنځي شخړه شوې، چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

دریو سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سې‌شنبې په ورځ د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې د هبت الله اخوندزاده ځانګړې قطعې او په هلمند کې د مخالفانو د ځپلو لپاره د جوړې شوې نوې قطعې ترمنځ خپل منځې شخړه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، په دې وسله واله شخړه کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.

یوې سرچینې وویل، چې د مړو جسدونه په هلمند او کندهار کې د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي او په پېښه کې ټپي شوي جنګیالي لومړی په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ډویر اډې ته او وروسته د هلمند قول اردو ته انتقال شوي دي.

د سرچینې په وینا، د یادو دوو قطعو ترمنځ شخړه د نیول شویو تاریاکو د انتقال پر سر شوې ده.

دغه سرچینه، چې پېښه یې له نږدې تعقیب کړې، وايي،« د هلمند قطعې په بهرامچه کې ایران ته د انتقالیدونکو تاریاکو درې ډک موټر ونیول. د هبت الله د ځانګړي قطعې کسانو ویل چې یاد تاریاک باید کندهار ته انتقال شي خو وروسته یې جنجال وکړ او یو پر بل یې ډزې وکړې».

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو یاده ډله نږدې هره اونۍ د هلمند په سرحدي ولسوالیو کې له ایران او پاکستان څخه د قاچاق کیدونکو توکو د نیولو خبر ورکوي.

ډیر وخت دغه طالب جنګیالي له پاکستان او ایران سره په سرحدي سیمو کې د انساني قاچاق د مخنیوي او په ځانګړې توګه د پخوانیو نظامیانو د تګ راتګ د مخینوی لپاره هم کمینونه نیسي.

د سرچینو په وینا، په سرحدي سیمو کې د قاچاق د مخنیوي لپاره ډیری د طالبانو ځانګړې قطعې سیمې ته ورځي او د تاریاکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم د هبت الله قطعه د هلمند بهرامچې ولسوالۍ ته لېږل شوې وه.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

•
•
•

نور خبرونه

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۱
100%

د طالبانو دوو مخالفو ډلو ازادۍ او مقاومت جبهو په یوه ګډه اعلامیه کې نړیوالو ډیپلوماټیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو دفترونو او بشري سازمانونو ته د «احتمالي بریدونو» په اړه خبرداری ورکړی. یادو جبهو ویلي چې ډیپلوماټیکې استازولۍ او بشري سازمانونه د دوی په بریدونو کې ځای نه لري.

د طالبانو د یادو مخالفو جبهو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې، ډیپلوماټیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو دفترونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو پر ادارو د احتمالي بریدونو په اړه یې کره استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي.

د یادو جبهو د معلوماتو له‌مخې، د طالبانو په امنیتي جوړښتونو کې دننه او یا هم په هغوی پورې تړلي بهرني «عناصر» په افغانستان کې پر نړیوالو ادارو او ګټو د بریدونو په طرحه کولو بوخت دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغو احتمالي بریدونو عاملین د خپلو موخو او هویت پټولو په پار له داعش او یا هم نورو مستعارو نومونو استفاده کوي.

دوی غوښتنه کړې چې د یادو معلوماتو جزییات دې د خپلواکو او باوري امنیتي ادارو له خوا وڅېړل شي.

ازادۍ او مقاومت جبهو ویلي چې «د دغو بریدونو موخه د ویرې فضا رامنځته کول، د طالبانو امنیتي جوړښتونو ته د نړیوالې ټولنې د اړتیا روښانول، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سیاسي باج اخیستنه، له شته بحرانونو د عامه افکارو منحرفول او د ازادۍ، عدالت، بنسټیزو حقونو او د یوه ډیموکراټیک نظام جوړولو لپاره د افغانانو د مشروع مبارزې بدنامول دي».

یادو جبهو په خپله ګډه اعلامیه کې پر ډیپلوماټیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو پر دفترونو، بشردوستانه سازمانونو، د بشري حقونو پر ادارو او د هغوی پر ملکي کارکوونکو هر ډول برید یا ګواښ غندلی او له یادو ادارو یې غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر په جدي توګه و ارزوي او د احتمالي ګواښونو په اړه دې یوازې د طالبانو پر معلوماتو بسنه نه کوي.

دوی دغه راز خبرداری ورکړی، چې که د دا ډول بریدونو په طرحه کولو، سهولتکارۍ یا پلي کولو کې په طالبانو پورې د تړلو کسانو، شبکو لاس لرل ثابت شي، عاملان اوو مشران یې باید په فردي او سازماني توګه ځواب ویونکي واوسي.

ازادۍ او مقاومت جبهې یوځل بیا د افغانانو د مشروع مبارزې او ترهګریزو کړنو ترمنځ پر توپیر ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی د طالبانو پر وړاندې مبارزې په لار کې روښانه موخې او لارې چارې لري. یادو جبهو ویلي چې ملکي وګړي، ډیپلوماټیکې استازولۍ، بشري سازمانونه او د بشري حقونو ادارې د دوی په بریدونو کې ځای نه لري.

یادو جبهو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هر ډول پیښې وړاندې دې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ګواښونو د خپلواکې ارزونې او د خپلو ادارو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د هغو ښځو ستړی ژوند چې له چرګ بانګ سره له خوبه پاڅیږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ زرینه د ورځې کارونه هغه وخت پیلوي چې ددې په خپله وینا، «ملا لا اذان نه وي کړی». هغه د شپږو ماشومانو مور ده او د چرګانو له بانګونو سره یوځای له خوبه پاڅیږي. د کورنۍ د پالنې تر څنګ د څارویو ساتنه کوي، شیدې لوېشي، د غوا شیدې پلوري او خامک ګنډي.

زرینه له څوارلس کلنۍ راهیسې خامک ګنډي. د کورنۍ د ژوند یوه برخه یې د باغونو پر حاصل ولاړه ده، خو د کور او ماشومانو د لګښتونو د پوره کولو لپاره د هغې خپل کار هم مهم دی.

سره له دې، زرینه وايي، د کلیوالو ښځو کار او زحمت ته په هغه کچه ارزښت نه ورکول کیږي، چې باید ورکړل شي. د هغې په اند، په ځینو کورنیو کې د ښځې پر ژوند، تګ راتګ او پرېکړو واک لا هم د نارینه‌وو په لاس کې دی.

نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « موږ ښځې یو ځل د پلار په کور، بیا د خاوند او وروسته د کلي او ماحول د مشرانو له خبرو سره مخ یو».

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلو محدودیتونو دا وضعیت لا پېچلی کړی دی.

هغه ښځې چې د کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو له لارې د کورنیو د ژوند بار په اوږه وړي، له پخوا راهیسې له اقتصادي او ټولنیزو خنډونو سره مخ وې، خو اوس هغه ښځې هم د فرصتونو له کمي سره مخ دي چې لوړې زده‌کړې، مسلکي وړتیاوې او د کار اوږده تجربه لري.

د کلیوالو ښځو کار ډېر ځله د کورنۍ د ورځني ژوند په عادي چارو کې پټېږي. د شیدو لوېشل، د لبنیاتو جوړول، د څارویو ساتنه، د کرنیزو محصولاتو پروسس، د غالیو او خامک ګنډل او د ماشومانو پالنه داسې چارې دي چې د کورنۍ د اقتصاد او هوساینې لپاره مهمې دي.

خو د دې کار لویه برخه په کورونو او شخصي چاپېریالونو کې کېږي. ډېرې ښځې د خپل کار په بدل کې منظم معاش نه لري، د کار رسمي قراردادونه ورسره نه وي او د هغوی د تولید اقتصادي ارزښت هم تل په سمه توګه نه حسابیږي.

د ګڼو ښځو په باور، چې افغانستان انټرنشنل ورسره خبرې کړې دي، کارګرې ښځې اقتصادي خپلواکي غواړي. ددوی په وینا، هغوی باید د خپل کار د عاید او محصول او تولید د قیمت په اړه پرېکړه وکړای شي، د شتمنۍ د مالکیت حق ولري، بازارونو ته لاسرسی ومومي او د خپلې کورنۍ او راتلونکي په اړه په پرېکړو کې وغږول شي.

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې چې ښځې بازارونو، مالي خدمتونو، مسلکي روزنې او رسمي کاري فرصتونو ته محدود لاسرسی لري، د هغوی مهارتونه تر محلي کچې او کورنیو اړتیاوو محدود پاتې کیږي.

له همدې امله د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د ملاتړ ځینې سازمانونه غواړي ښځې خپل تولید پراخ کړای شي او د خپلو محصولاتو مناسبه بیه ترلاسه کړي.

یوه لوستې ښځه د خیاطۍ ماشین ته کښېني

قدسیې په افغانستان کې اتلس کاله زده‌کړې وکړې او شاوخوا شل کاله کاري تجربه لري. هغې د تېر حکومت پر مهال د ښځو چارو وزارت په یوه ریاست کې دنده ترسره کوله، خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د هغې مسلکي ژوند له بنسټیز بدلون سره مخ شو.

قدسیه اوس د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره خیاطي کوي.

هغې ته دا بدلون اسانه نه و. د پخوانۍ دندې یادونه، د زده‌کړو کلونه او هغه کاري تجربه چې د مسلکي پرمختګ لپاره یې ترلاسه کړې وه، د هغې په ذهن کې پاتې دي. خو کله یې، چې لوڼې بې‌کاره شوې او خاوند یې د کار کولو توان له لاسه ورکړ، د کورنۍ اقتصادي اړتیاوو هغې ته بله لاره پرېنښوده.

د خیاطۍ ماشین اوس د هغې لپاره د عاید مهمه سرچینه ده.

100%
قدسیه اوس د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره خیاطي کوي

سودابه د طب پوهنځي د وروستي کال محصله وه. هغې تصور کاوه چې یوه ورځ به خپل روغتون ولري او د یوه مسلکي ټیم مشري به کوي، خو د قدسیې په څېر د هغې د ژوند مسیر بدل شو.

سودابه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په یوه خصوصي کلینیک کې یې کار پیدا کړ، خو کلینیک د طالبانو د محدودیتونو له امله ژر وتړل شو. وروسته یې د درملو په یوه پلورنځي کې دنده وموندله، خو د هغې په وینا، دا کار یې هم له لاسه ورکړ.

اوس هغه د یوې درمل جوړوونکې فابریکې لپاره درملتونونو ته د درملو د وېش په برخه کې کار کوي.

دا د کار موندلو یوه هڅه ده، خو له هغه مسلکي راتلونکي سره توپیر لري چې سودابې یې د طبي زده‌کړو پر مهال هیله لرله.

هغې وویل، « د کار لپاره د تګ راتګ پر مهال ډېر ځله ناامیده شم. خو بیا هم تمه لرم، چې شرایط به بدل شي او بېرته به خپل مسلک ته را وګرځم».

د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونو د ډېرو افغان نجونو او مېرمنو راتلونکی تیاره کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پر طبي زده‌کړو د طالبانو د بندیز له اعلان سره شاوخوا ۳۵ زره افغانې ښځې اغېزمنې شوې. په دې محدودیتونو کې د نرسنګ، قابلګۍ او نورو روغتیايي څانګو روزنیز پروګرامونه هم شامل وو. په دې توګه، هغه تحصیلي لارې هم محدودې شوې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ښځو د پوهنتوني زده‌کړو تر بندیز وروسته لا پرانیستې پاتې وې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په رپوټ کې خبرداری ورکړی چې که د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.

100%
سودابه اوس د یوې درمل جوړوونکې فابریکې لپاره درملتونونو ته د درملو د وېش په برخه کې کار کوي.

«زه شاقه کار کوم، خو لوستې ښځې یې نه شي کولی»

ګلچهره د دایکندي ولایت د یوې لرې پرتې اوسېدونکې ده. هغه د لبنیاتو په تولید بوخته ده او د خپل کار له لارې د کورنۍ د ژوند په چارو کې ونډه اخلي.

د هغې په وینا، کلیوالي ژوند له ښاري ژوند سره توپیر لري. کله به چې ښار ته د خپلوانو لیدو ته تلله، د ښاري ژوند د ځینو فرصتونو په لیدلو به یې د خپل ژوند په اړه هم فکر کاوه.

خو ګلچهره د هغو لوستو ښځو او نجونو راتلونکي ته اندېښمنه ده چې پخوا یې په بېلابېلو ادارو کې کار کاوه، خو اوس له محدودو کاري فرصتونو سره مخ دي او ځینې یې کلیو ته کوچېدلې دي.

ګلچهره وايي: «زه خو نالوستې یم او دا شاقه کار مخته وړم، خو لوستې ښځې دا نه شي کولی».

د هغې له نظره، لوستې ښځې باید د خپلو زده‌کړو مطابق په ادارو کې کار وکړي او د ددې په څېر د کلیوالو ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هم لارې چارې پیدا کړي.

د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، د لبنیاتو د کیفیت د ښه کولو، د کوچنیو کاروبارونو د مدیریت او د لاسي صنایعو د پلور لپاره مسلکي پوهه مهمه ده. که لوستې ښځې د کار اجازه او له کلیوالو تولیدوونکو سره اړیکې ولري، د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کېدای شي.

کلیوالې ښځې په کار کې خورا بوختې دي، خو د کار ارزښت یې هغسې چې لازم دی، نه درک کیږي.

په ډیرو کورنو کې ښځې سهار شیدې لوېشي، اخلی او پخلی کوي، د مشرانو کالي، بوټان، حتا د حمام او اوداسه اوبه چمتو کوي، ماشومان روزي، په پټیو کې کار کوي او وروسته د عاید لپاره خامک یا غالۍ ګنډي.

ډېر ځله هغوی د استراحت، زده‌کړو او شخصي ژوند لپاره لږ وخت مومي.

زرینه په دې باور ده، چې کلیوالې ښځې له دې ټولو زحمتونو سره سره، لاهم هغه ټولنیز ځای نه لري، چې دوی یې مستحقې دي.

د هغې په وینا، ځینې ښځې ان د خپلو خپلوانو لیدو ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي. د ښځو پر تګ راتګ او پرېکړو محدودیتونه د هغوی ټولنیزې اړیکې او د ملاتړ شبکې هم اغېزمنولی شي.

100%
یو شمېر ښځې په یوه کارخونه کې وړۍ ورېښي

د دودونو تر سیوري لاندې حقوق

د افغانستان د کلیوالو ښځو وضعیت د ټولو سیمو او کورنیو لپاره یو شان نه دی.

د اقتصادي امکاناتو، د کورنۍ د جوړښت، د سیمې د دودونو او د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو د شتون له مخې د ښځو تجربې توپیر لري.

خو په ګڼو کلیوالو ټولنو کې ځینې دودیز جوړښتونه د ښځو پر ژوند او انتخابونو ورته اغیز لري.

په کم عمر کې ودونه، د شخړو د حل لپاره په بدو کې د نجونو ورکول، د میراث له حق څخه محرومول او د کونډو پر شتمنۍ او ژوند د نارینه خپلوانو واک هغه ستونزې دي چې په ځینو کورنیو کې د ښځو اقتصادي او ټولنیزه خپلواکي محدودوي.

په حقوقي اسنادو کې د حق موجودیت او په ورځني ژوند کې د هغه د ترلاسه کولو امکان سره توپیر کوي.

ښځه ښايي د میراث یا ملکیت حق ولري، خو د پوهاوي، حقوقي مرستې، اقتصادي امکاناتو او اغیزناکو بنسټونو نشتوالی یې د دغه حق ترلاسه کول ستونزمنولای شي.

د لوګر په مرکز کې حلیمه (مستعار نوم) له دې امله د خپلو خپلوانو تر نیوکې لاندې ده، چې د پلار تر مرګ وروسته یې د هغه په جایداد کې خپله ونډه غوښتې ده. محکمې د هغې په ګټه پرېکړه کړې، خو د کورنۍ نارینه غړو ورسره اړیکې غوڅې کړې دي.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « وروڼه او خپلوان مې دا عار ګڼي، چې یوه ښځه دې د پلار په جایداد کې خپل حق وغواړي، خو مور او مېړه مې ددې پلوي وو».

په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښځو ته په ملکیت کې حق نه ورکول د سیمه ییزو او قبیلوي شخړو په مخنیوي توجیه کیږي.

د لوګر په قومي او د ځمکو په منازعاتو کې ښکيل یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ځینو مواردو کې چې ښځو ته په جایداد کې حق ورکړل شوی، ځمکه یې د خاوند په ملکیت کې راغلې او خاوند یې له بلې قبیلې یا سیمې سره د تړاو له امله د «مداخله ګر» په توګه تعبیر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، « کله کله دا د شخړې باعث ګرځي، ځکه ځینې خلک پر خپلو ځمکو اوښي نه شي زغملی، خو دا عمومي مساله نه ده. په ځینو مواردو کې موږ بدیلې حل لارې موندلې دي، مثلا ځمکه د ښځې په ګټه د هغې پر ورور پلورل شوې ده او هغې ته خپل حق رسېدلی دی».

د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې ډېرې کلیوالې ښځې لا هم د خپلو کورنیو د اقتصاد د بار تر څنګ، له دودیزو بندیزونو، د زده‌کړو، کار او اقتصادي خپلواکۍ له محدودیتونو سره مخ دي. دوی د کورنۍ د ژوند د دوام لپاره ستړیاوې ګالي، خو دغه ستړیاوې یې ډېرې کمې په کار کې حسابیږي.

افغانستان په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د نس‌ناستې ناروغۍ د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان، یونېسف او د روغتیا او اوبو برخې ګډو بنسټونو په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د نس‌ناستې د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.

راپور کاږي، وچکالي، د څښاک اوبو کمښت، د حفظ الصحې کمزورې اسانتیاوې، د روغتیايي خدمتونو محدودېدل او د راستنېدونکو زیاتوالی د یادې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ لا زیات کړی دی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې ۲۱.۹ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۷.۴ مېلیونه نور له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.
همداراز له ایران او پاکستان نه د افغانانو د پراخې ستنېدنې څپې د اوبو، روغتیا او حفظ الصحې پر خدماتو بې‌ساری فشار راوستی دی. راپور ښيي، چې د روغتیايي بودجې د کمښت له امله په ۲۰۲۵کال کې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو او له دې امله مېلیونونه کسان له لومړنیو روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د نس‌ناستې ۱۶۶زره او ۱۸۸ پېښې ثبت شوې وې او ۸۰ کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي وو. د ثبت شویو ناروغانو ۵۷.۵ سلنه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او نږدې نیمايي یې ښځې وې.
راپور کاږي، د اوبو او حفظ الصحې وضعیت لاهم د اندېښنې وړ دی؛ ۱۵.۹ مېلیونه کسان د اوبو او حفظ الصحې مرستو ته اړتیا لري، ۲۵ سلنه کورنۍ لاهم له ناپاکه اوبو ګټه اخلي، ۴۶ سلنه کورنۍ د څښاک اوبو ته د لاسرسي ستونزې لري، ۳۷ سلنه کورنۍ صابون نه‌لري او ۱۷ سلنه کورنۍ له ناسمې حفظ الصحې کار اخلي.
د راپور له مخې، افغانستان د اوبو له پراخ ناورین سره هم مخ دی او په ګڼو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه د وچکالۍ، د نفوس زیاتوالي او د اوبو د ډېرې استفادې له امله په چټکۍ سره راټیټېږي.
د ارزونې له مخې، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي نو په ۲۰۲۷کال کې د نس‌ناستې د پېښو شمېر په غوره حالت کې ۱۶۵زره او ۶۸۸، په منځني حالت کې ۲۰۲زره او ۵۰۷ او په ناوړه حالت کې ۲۳۰زره او ۱۲۲ پېښو ته رسېدای شي.
راپور زیاتوي، چې په احتمالي ناوړه سناریو کې به د ناروغانو د درملنې لپاره تر ۴۱۰۰ ډېرو بسترونو ته اړتیا وي. د معلوماتو له مخې، کابل، پکتیا، نیمروز، پکتیکا او پروان په ۲۰۲۵کال کې د ناروغۍ له پلوه تر ټولو ډېر اغېزمن ولایتونه وو.
راپور ټینګار کوي، چې د ناروغۍ د پراختیا مخنیوي لپاره په لوړو ګواښ لرونکو سیمو کې د چټک غبرګون ډلې، د درملنې ځانګړي مرکزونه، د څښاک اوبو رسونې پروګرامونه، د اوبو د پاکولو توکو وېش او د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه اړین دي.
د روغتیا، اوبو او تغذیې سکټورونو ګډ راپور خبرداری ورکوي، چې د ککړو اوبو کارول، خوارځواکي، د روغتیايي مرکزونو کمښت او د حفظ الصحې محدود امکانات لاهم د نس‌ناستې د پراخېدو ګواښ په جدي توګه پر ځای ساتي او که بېړني اقدامات ونه شي، د ۲۰۲۷کال پرمهال به د ناروغۍ د پراخو څپو ګواښ لوړ وي.

معنوي: افغانستان بیا د سیمه‌ییزو او نړۍوالو استخباراتي او امنیتي سیالیو په مرکز بدل شوی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي کابل او کندهار ته د ترکیې د استخباراتو د مشر، د قطر د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي او د روسیې د بهرنيو استخباراتو د مشر سفرونو ته په اشارې لیکلي، چې افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ په استخباراتي او امنیتي مرکز بدل شوی.

معنوي د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) پر اېکس پاڼه په یوه تحلیل کې پوښتنه کړې، چې د روسیې د بهرنيو استخباراتو مشر په کابل کې څه کوي؟ د هغه په خبره، په یوه میاشت کې افغانستان ته د درېیو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي مسوولینو پرله‌پسې سفرونه ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې او نړۍ په استخباراتي او امنیتي محاسبو کې ځای نیولی دی.

که څه هم د دغه سفرونو کره موخې لا په رسمي ډول نه‌دي روښانه شوې؛ خو نوموړي ټینکار کړی چې د روسیې د بهرنيو استخباراتو د مشر سرګي ناریشکین سفر هم په همدې چوکاټ کې د ارزونې وړ دی.

د نوموړي په خبره، روسیه په اوکراین کې په جګړه بوخته ده او د اروپايي هېوادونو له ټینګ دریځ سره واشنګټن له احتیاط څخه کار اخلي چې د مسکو محاسبې یې لا پېچلې کړې دي.

معنوي زیاته کړې: «د روسیې یو له ستراتیژیکو اندېښنو څخه د تاجکستان او ازبکستان له لارې قزاقستان ته د ناامنۍ د لېږد احتمال او له روسیې سره د هېواد د ۷زره کیلومتره د ډېرې پولې بې‌ثباته کول دي».

نوموړي‌ اندېښنه ښودلې، چې دغه ډول سناریو ښايي مسکو اړ باسي چې په خپلو سویلي پولو کې نور ځواکونه ځای پر ځای کړي چې ورسره به د اوکراین په جبهه کې پوځي فشار هم زیات شي.

معنوي زیاته کړې، چې افغانستان ته د سوریې د یوشمېر وسله‌والو د لېږد او په ځانګړو کمپونو کې د هغوی د ساتلو او روزلو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي؛ د دغه راپورونو د لا زیاتو څېړنو اړتیا شته، خو که دغه ادعاوې ثابتې شي، د سیمې امنیتي اندېښنې به لا زیاتې کړي.

په دغه تحلیل کې یادونه شوې، چې منځنۍ اسیا د مسکو په امنیتي محاسبو کې مهم ارزښت لري او له افغانستان سره د تاجکستان شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده پوله په ځانګړي ډول د بدخشان په غرنیو او سختو لارو کې، د پولو د کنټرول پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کوي.

معنوي د افغانستان په اړه څو نورو ټکو ته هم اشاره کړې او په خپل تحلیل کې یې کاږلي دي: «د افغانستان په خاوره کې د ناټو د اډو او تجهیزاتو د احتمالي ځای پر ځای کېدو په اړه د روسي چارواکو وروستي خبرداري، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډو بې‌پایلې پاتې کېدل، پاکستان ته د روسیې د کورنیو چارو د وزیر سفر او د نورو لوبغاړو خوځښتونه، ټول د یوه بدلېدونکي امنیتي چاپېریال او د افغانستان د راتلونکي پر سر د سختې سیالۍ څرګندونه کوي».

د هغه په خبره، که څه هم طالبان د دغه سیالیو برخه دي خو په ورته وخت کې نه‌شي کولای د سیمې امنیتي اندېښنو او د نړۍوالې ټولنې سیاسي او حقوقي غوښتنو ته روښانه او عملي ځوابونه وړاندې کړي.

معنوي ویلي، چې له پاکستان، ایران، ترکیې، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اړیکې نه ثبات رامنځته کوي او نه د افغانستان ستونزې حل کوي. نوموړي د واک انحصار، په سیاسي بهیر کې د نورو لوریو د ګډون او د یوه مشروع او ځواب‌ویونکي نظام نشتوالی د تلپاتي ثبات پر وړاندې اساسي خنډونه یاد کړي دي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې: «که د افغانستان خلک او سیاسي خوځښتونه د دغه تحولاتو ډګر ته داخل نه‌شي او په مسوولانه درک سره یې له نږدې ونه څاري، افغانستان به یو ځل بیا د سیمه‌ییزو او نړۍوالو قدرتونو د امنیتي او استخباراتي ګټو د ټکر پر ډګر بدل شي».

یوناما: د طالبانو د امربالمعروف مامورانو تېرو درېیو میاشتو کې ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو څانګې په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د طالبانو د امربالمعروف مامورانو ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ښځو، رسنیو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پنځه کاله پوره شول؛ خو لاهم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې دي.
یوناما د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه څرګندونې هم یادې کړې چې ویلي یې دي، د نجونو د زده‌کړو په اړه لاهم «شرعي ملاحظات» شته او تر هغه چې د دیني عالمانو اجماع رامنځته نه‌شي دغه موضوع نه حل کېږي.
یوناما وايي، چې په تېرو درېېیو میاشتو کې یې د ښځو د نیولو، توقیف او ګواښلو له ۵۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي. راپور کاږي، ډېری دغه پېښې په کابل او هرات کې رامنځته شوې او په ځینو مواردو کې ښځې د څو ساعتونو او حتی د یوې شپې لپاره په توقیف کې ساتل شوې دي.
راپور زیاتوي، چې په یوشمېر ولایتونو کې ښځې له محرم پرته روغتیايي مرکزونو او بازارونو ته له تګ منع شوې دي. یوناما په پروان او هلمند ولایتونو کې د دغه محدودیتونو مشخصې پېښې ثبت کړې دي. همداراز په راپور کې د طالبانو د حج او اوقافو او عدلیې وزارتونو له‌خوا هغه لارښوونې هم یادې شوې، چې ښځو ته په‌کې سپارښتنه شوې په کورونو کې پاتې شي، د مېړونو اطاعت وکړي او له اجازې پرته له کوره ونه وځي.
د پخواني جمهوري نظام د غړو او امنیتي ځواکونو په اړه یوناما وايي، چې په درې میاشتنۍ موده کې یې د لږترلږه څلورو وژنو او ۱۴ خپل‌سرو نیونو او توقیفونو پېښې مستند کړې دي. د راپور له مخې، په دغه پېښو کې هغه کسان هم شامل دي چې له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو. یوناما د کابل په هوايي ډګر کې د یوه پخواني پولیس افسر او د طالبانو د یوه نیوکه کوونکي د نیولو یادونه هم کړې ده.
د رسنیو په برخه کې یوناما وايي، په دې موده کې یېشمېر رسنۍ تړل شوې او یا یې هم فعالیتونه ځنډول شوې دي. د راپور له مخې، «اصلاح راډیو» د نوم بدلونې تر غوښتنې وروسته وتړل شوه، «الپیس میډیا مرکز» له بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور وتړل شو او د «راه فردا» ټلویزیون خپرونې هم وځنډول شوې.
راپور کاږي، خبریالان هم د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله نیول شوي دي. په بدخشان کې یو خبریال د طالبانو پر فعالیتونو د نیوکې له امله نیول شوی او یو بل خبریال لاهم د استخباراتو په توقیف کې ساتل کېږي.
یوناما همداراز ویلي، چې د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر پایه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر کارکوونکو د ښځو او نارینه‌و د ۴۴۳ خپل‌سرو نیونو او توقیفونو او د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې، دغه نیونې تر ډېره د حجاب نه مراعاتولو، د ږیرې لنډولو، د وېښتانو سټایل، جماعت ته نه حاضرېدو او د موسیقۍ اورېدو یا غږولو له امله شوې دي. یوناما وایي، په پکتیکا کې دوه سلمانان د ږېرو د لنډولو له امله د یوې میاشتې لپاره بندیان شوي وو او په ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ هټۍ جماعت ته د نه حاضرېدو په تور تړل شوې دي.
د راپور له مخې، په درې میاشتنۍ موده کې د ۲۸ کسانو پر وړاندې د بدني سزاوو قضیې هم ثبت شوې دي. په یوه پېښه کې د غزني د جاغوري ولسوالۍ په عام محضر کې څلور نارینه او یوه ښځه د محکمې د پرېکړې له مخې په درو وهل شوي دي.
یوناما د شیعه ټولنې اړوند بنسټونو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د راپور له مخې، د کابل د خاتم‌النبیین پوهنتون لسګونه کارکوونکي نیول شوي، د پوهنتون جواز لغوه شوی او یو شمېر نور دیني، روغتیايي او ښوونیز مرکزونه هم تړل شوي دي.
دارنګه د ډیورنډ کرښې د وضعیت او امنیتي پېښو په اړه راپور زیاتوي، چې د جولای او سپټمبر ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او ډزو له امله ۳۳ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. یوناما پاکستاني پوځ په کونړ، پکتیکا، خوست او هلمند کې د هاوان او نورو بریدونو له امله د ملکي مرګ‌ژوبلې مسوول بللی دی.
راپور همداراز څرګندوي، چې د ناچاوده توکود چاودنې له امله د ماشومانو او ملکيانو د ټپي کېدو څلور جلا پېښې ثبت شوې دي. یوناما په پایله کې ویلي، چې د ښځو او نجونو حقونه، د بیان ازادي، د رسنیو فعالیتونه، د پخوانیو دولتي کارکوونکو وضعیت او د مذهبي لږکیو حقونه لا هم د جدي اندېښنې وړ دي.