• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معنوي: افغانستان بیا د سیمه‌ییزو او نړۍوالو استخباراتي او امنیتي سیالیو په مرکز بدل شوی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي کابل او کندهار ته د ترکیې د استخباراتو د مشر، د قطر د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي او د روسیې د بهرنيو استخباراتو د مشر سفرونو ته په اشارې لیکلي، چې افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ په استخباراتي او امنیتي مرکز بدل شوی.

معنوي د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) پر اېکس پاڼه په یوه تحلیل کې پوښتنه کړې، چې د روسیې د بهرنيو استخباراتو مشر په کابل کې څه کوي؟ د هغه په خبره، په یوه میاشت کې افغانستان ته د درېیو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي مسوولینو پرله‌پسې سفرونه ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې او نړۍ په استخباراتي او امنیتي محاسبو کې ځای نیولی دی.

که څه هم د دغه سفرونو کره موخې لا په رسمي ډول نه‌دي روښانه شوې؛ خو نوموړي ټینکار کړی چې د روسیې د بهرنيو استخباراتو د مشر سرګي ناریشکین سفر هم په همدې چوکاټ کې د ارزونې وړ دی.

د نوموړي په خبره، روسیه په اوکراین کې په جګړه بوخته ده او د اروپايي هېوادونو له ټینګ دریځ سره واشنګټن له احتیاط څخه کار اخلي چې د مسکو محاسبې یې لا پېچلې کړې دي.

معنوي زیاته کړې: «د روسیې یو له ستراتیژیکو اندېښنو څخه د تاجکستان او ازبکستان له لارې قزاقستان ته د ناامنۍ د لېږد احتمال او له روسیې سره د هېواد د ۷زره کیلومتره د ډېرې پولې بې‌ثباته کول دي».

نوموړي‌ اندېښنه ښودلې، چې دغه ډول سناریو ښايي مسکو اړ باسي چې په خپلو سویلي پولو کې نور ځواکونه ځای پر ځای کړي چې ورسره به د اوکراین په جبهه کې پوځي فشار هم زیات شي.

معنوي زیاته کړې، چې افغانستان ته د سوریې د یوشمېر وسله‌والو د لېږد او په ځانګړو کمپونو کې د هغوی د ساتلو او روزلو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي؛ د دغه راپورونو د لا زیاتو څېړنو اړتیا شته، خو که دغه ادعاوې ثابتې شي، د سیمې امنیتي اندېښنې به لا زیاتې کړي.

په دغه تحلیل کې یادونه شوې، چې منځنۍ اسیا د مسکو په امنیتي محاسبو کې مهم ارزښت لري او له افغانستان سره د تاجکستان شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده پوله په ځانګړي ډول د بدخشان په غرنیو او سختو لارو کې، د پولو د کنټرول پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کوي.

معنوي د افغانستان په اړه څو نورو ټکو ته هم اشاره کړې او په خپل تحلیل کې یې کاږلي دي: «د افغانستان په خاوره کې د ناټو د اډو او تجهیزاتو د احتمالي ځای پر ځای کېدو په اړه د روسي چارواکو وروستي خبرداري، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډو بې‌پایلې پاتې کېدل، پاکستان ته د روسیې د کورنیو چارو د وزیر سفر او د نورو لوبغاړو خوځښتونه، ټول د یوه بدلېدونکي امنیتي چاپېریال او د افغانستان د راتلونکي پر سر د سختې سیالۍ څرګندونه کوي».

د هغه په خبره، که څه هم طالبان د دغه سیالیو برخه دي خو په ورته وخت کې نه‌شي کولای د سیمې امنیتي اندېښنو او د نړۍوالې ټولنې سیاسي او حقوقي غوښتنو ته روښانه او عملي ځوابونه وړاندې کړي.

معنوي ویلي، چې له پاکستان، ایران، ترکیې، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اړیکې نه ثبات رامنځته کوي او نه د افغانستان ستونزې حل کوي. نوموړي د واک انحصار، په سیاسي بهیر کې د نورو لوریو د ګډون او د یوه مشروع او ځواب‌ویونکي نظام نشتوالی د تلپاتي ثبات پر وړاندې اساسي خنډونه یاد کړي دي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې: «که د افغانستان خلک او سیاسي خوځښتونه د دغه تحولاتو ډګر ته داخل نه‌شي او په مسوولانه درک سره یې له نږدې ونه څاري، افغانستان به یو ځل بیا د سیمه‌ییزو او نړۍوالو قدرتونو د امنیتي او استخباراتي ګټو د ټکر پر ډګر بدل شي».

•
•
•

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

نور خبرونه

یوناما: د طالبانو د امربالمعروف مامورانو تېرو درېیو میاشتو کې ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو څانګې په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د طالبانو د امربالمعروف مامورانو ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ښځو، رسنیو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پنځه کاله پوره شول؛ خو لاهم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې دي.
یوناما د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه څرګندونې هم یادې کړې چې ویلي یې دي، د نجونو د زده‌کړو په اړه لاهم «شرعي ملاحظات» شته او تر هغه چې د دیني عالمانو اجماع رامنځته نه‌شي دغه موضوع نه حل کېږي.
یوناما وايي، چې په تېرو درېېیو میاشتو کې یې د ښځو د نیولو، توقیف او ګواښلو له ۵۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي. راپور کاږي، ډېری دغه پېښې په کابل او هرات کې رامنځته شوې او په ځینو مواردو کې ښځې د څو ساعتونو او حتی د یوې شپې لپاره په توقیف کې ساتل شوې دي.
راپور زیاتوي، چې په یوشمېر ولایتونو کې ښځې له محرم پرته روغتیايي مرکزونو او بازارونو ته له تګ منع شوې دي. یوناما په پروان او هلمند ولایتونو کې د دغه محدودیتونو مشخصې پېښې ثبت کړې دي. همداراز په راپور کې د طالبانو د حج او اوقافو او عدلیې وزارتونو له‌خوا هغه لارښوونې هم یادې شوې، چې ښځو ته په‌کې سپارښتنه شوې په کورونو کې پاتې شي، د مېړونو اطاعت وکړي او له اجازې پرته له کوره ونه وځي.
د پخواني جمهوري نظام د غړو او امنیتي ځواکونو په اړه یوناما وايي، چې په درې میاشتنۍ موده کې یې د لږترلږه څلورو وژنو او ۱۴ خپل‌سرو نیونو او توقیفونو پېښې مستند کړې دي. د راپور له مخې، په دغه پېښو کې هغه کسان هم شامل دي چې له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو. یوناما د کابل په هوايي ډګر کې د یوه پخواني پولیس افسر او د طالبانو د یوه نیوکه کوونکي د نیولو یادونه هم کړې ده.
د رسنیو په برخه کې یوناما وايي، په دې موده کې یېشمېر رسنۍ تړل شوې او یا یې هم فعالیتونه ځنډول شوې دي. د راپور له مخې، «اصلاح راډیو» د نوم بدلونې تر غوښتنې وروسته وتړل شوه، «الپیس میډیا مرکز» له بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور وتړل شو او د «راه فردا» ټلویزیون خپرونې هم وځنډول شوې.
راپور کاږي، خبریالان هم د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله نیول شوي دي. په بدخشان کې یو خبریال د طالبانو پر فعالیتونو د نیوکې له امله نیول شوی او یو بل خبریال لاهم د استخباراتو په توقیف کې ساتل کېږي.
یوناما همداراز ویلي، چې د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر پایه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر کارکوونکو د ښځو او نارینه‌و د ۴۴۳ خپل‌سرو نیونو او توقیفونو او د ناوړه چلند ۹۷ پېښې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې، دغه نیونې تر ډېره د حجاب نه مراعاتولو، د ږیرې لنډولو، د وېښتانو سټایل، جماعت ته نه حاضرېدو او د موسیقۍ اورېدو یا غږولو له امله شوې دي. یوناما وایي، په پکتیکا کې دوه سلمانان د ږېرو د لنډولو له امله د یوې میاشتې لپاره بندیان شوي وو او په ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ هټۍ جماعت ته د نه حاضرېدو په تور تړل شوې دي.
د راپور له مخې، په درې میاشتنۍ موده کې د ۲۸ کسانو پر وړاندې د بدني سزاوو قضیې هم ثبت شوې دي. په یوه پېښه کې د غزني د جاغوري ولسوالۍ په عام محضر کې څلور نارینه او یوه ښځه د محکمې د پرېکړې له مخې په درو وهل شوي دي.
یوناما د شیعه ټولنې اړوند بنسټونو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د راپور له مخې، د کابل د خاتم‌النبیین پوهنتون لسګونه کارکوونکي نیول شوي، د پوهنتون جواز لغوه شوی او یو شمېر نور دیني، روغتیايي او ښوونیز مرکزونه هم تړل شوي دي.
دارنګه د ډیورنډ کرښې د وضعیت او امنیتي پېښو په اړه راپور زیاتوي، چې د جولای او سپټمبر ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او ډزو له امله ۳۳ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. یوناما پاکستاني پوځ په کونړ، پکتیکا، خوست او هلمند کې د هاوان او نورو بریدونو له امله د ملکي مرګ‌ژوبلې مسوول بللی دی.
راپور همداراز څرګندوي، چې د ناچاوده توکود چاودنې له امله د ماشومانو او ملکيانو د ټپي کېدو څلور جلا پېښې ثبت شوې دي. یوناما په پایله کې ویلي، چې د ښځو او نجونو حقونه، د بیان ازادي، د رسنیو فعالیتونه، د پخوانیو دولتي کارکوونکو وضعیت او د مذهبي لږکیو حقونه لا هم د جدي اندېښنې وړ دي.

درېیو افغان مېرمنو د خپلو کوچنیو کاروبارونو له لارې ۳۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۱
100%

درېیو افغان مېرمنو د خپلو کوچنیو کاروبارونو له لارې ۳۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. نفیسه، لیلا او زهرا څو کاله وړاندې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وې؛ خو اوس یې د خپلو کوچنیو کاروبارونو له لارې نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د راپور له مخې، نفیسه د خپل مېړه تر مړینې وروسته د خپل زوی یوازینۍ سرپرسته پاتې شوه، لیلا د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو برابرولو توان نه درلود او زهرا له لوږې او د کور له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ وه.
لیلا وایي: «هغه مهال مو کله ناکله په ورځ کې یوازې یو وخت خواړه برابرولای شول او داسې میاشتې هم وې، چې غوښه او لبنیات مو نه‌شو پېرلای».
زهرا بیا وایي: «ماشومان به ډېر وخت وږي ویده کېدل. د کور کرایه مو نه‌شوه ورکولای او نه پوهېدو چې چېرته به ځو».
راپور کاږي، دغه ښځو لومړی په کور کې د اچارو، مربا، سرکې او وچو مېوو او سبزیو تولید پیل کړ؛ خو د وسایلو کمښت، بازارونو ته محدود لاسرسی او د سوداګرۍ تجربې نشتوالي یې کاروبارونه محدود کړي وو.
وروسته دوی د «افغانستان د ټولنیز مقاومت پروګرام»له لارې روزنه، وسایل او د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ ترلاسه کړ. د راپور له مخې، دغه ښځو د خپلو محصولاتو کیفیت ښه کړ، د بسته‌بندۍ او بازارموندنې لارې چارې یې زده کړې او خپل کاروبارونه یې په رسمي ډول ثبت کړل.
راپور کاږي، یو مهم بدلون هغه مهال رامنځته شو چې دوی په کابل کې د کرنیزو تولیداتو په نندارتونونو، په ځانګړي ډول د بادام باغ په نندارتون کې ګډون وکړ.
لیلا وایي: «دغه نندارتون زما پر مخ نوې نړۍ پرانیسته. ما د بسته‌بندۍ، نښې جوړولو او د محصولاتو د مسلکي وړاندې کولو په اړه ډېر څه زده کړل». د راپور له مخې، لیلا د دغه تجربو په مرسته په درېیو میاشتو کې نږدې ۷زره ډالره پلور ثبت کړ.
د هغې د اچارو او مربا شرکت اوس لس ښځې په کار ګومارلې، چې ګڼې یې کونډې او د کورنیو سرپرستې دي. لیلا وایي، د کاروبار له پراختیا وروسته یې پنځه ماشومان بېرته ښوونځي ته ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، زهرا هم د سوداګرۍ له پراختیا وروسته په درېیو میاشتو کې شاوخوا ۹زره ډالره عاید ترلاسه کړل. د هغې شرکت اوس هره میاشت شاوخوا ۱۳۵۰ کیلوګرامه خوراکي توکي تولیدوي او لسو ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
نفیسې بیا د زینت عمران خوراکي توکو د پروسس شرکت له لارې له سیمه‌ییزو بزګرانو سره اړیکې جوړې کړې او خپل تولیدات یې پراخ کړل. د راپور له مخې، د نفیسې میاشتنی خالص عاید په ۲۰۲۲کال کې شاوخوا ۵۰ ډالره و؛ خو په ۲۰۲۶کال کې نږدې زر ډالرو ته رسېدلی دی.
هغې اوس لس ښځې په کار ګومارلې او د خوراکي توکو د پروسس، د کیفیت کنټرول او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې ورته روزنه هم ورکوي. نفیسه وایي، د همدې کاروبار له برکته یې درملنه کړې، کور یې اخیستی او د خپل زوی د زده‌کړو لګښتونه برابروي.
راپور زیاتوي، چې د دغه درېیو شرکتونو له لارې اوس ۳۰ ښځې په مستقیم ډول کار کوي او له سیمه‌ییزو بزګرانو څخه د مېوو او سبزیو په پېرلو سره د سیمې اقتصادي فعالیتونه هم پیاوړي شوي دي.
د راپور له مخې، که څه هم د برېښنا، سړو خونو او مالي سرچینو ته د لاسرسي ستونزې لاهم شته؛ خو نفیسه، لیلا او زهرا غواړي خپل تولیدات زیات کړي، نوو بازارونو ته لاسرسی ولري او په راتلونکي کې خپل محصولات بهرنیو بازارونو ته هم صادر کړي.

راپور؛ وچکالي او بې‌وزلي افغانې کورنۍ د کم‌عمره نجونو ودونو ته اړ باسي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۱
100%

په افغانستان کې پرله‌پسې وچکالۍ، پراخې بې‌وزلۍ او د نړۍوالو مرستو کمښت ګڼې کورنۍ دې ته اړ اېستې، چې خپلې کم‌عمره لوڼې د پورونو د ادا کولو، د خوړو برابرولو او د ناروغانو د درملنې لګښتونو لپاره په نکاح ورکړي.

د ګارډين په یوه راپور کې چې د بادغیس او هرات ولایتونو د لسګونه کورنیو تجربې رانغاړي راغلي، چې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ له امله زرګونه کورنیو خپل معیشت له لاسه ورکړی او د بقا لپاره له سختو انتخابونو سره مخ شوې دي.
د بادغیس په قلعه‌نو ښار کې ۱۱ کلنه خدیجه له هغه نجونو ده، چې د کورنۍ د پورونو د پرې کولو لپاره کوژده شوې ده. د هغې مور نور بي‌بي وايي، لور یې تر کوژدې مخکې خوشحاله وه خو اوس اندېښمنه ده او هره ورځ اوښکې تویوي.
راپور کاږي، په بادغیس کې نږدې ۹۵ سلنه خلک پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي؛ خو وچکالۍ د هغوی عایدات له‌منځه وړي او د کم‌عمره نجونو ودول یې د ځینو کورنیو لپاره د بقا وسیله ګرځولې ده.
د ګل ببو په نوم یوې مور ویلي، خپلې دوه کلنې او پنځه کلنې لوڼې یې کوژده کړې دي؛ ځکه کورنۍ یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولای. هغې ویلي: «پوهېږم چې دوی ډېرې کوچنۍ دي؛ خو بله لار مو نه‌لرله».
د راپور له مخې، ډېرې دغه نجونې د بلوغ له عمر سره سم د مېړونو کورونو ته لېږدول کېږي او په کم عمر کې د زېږون پرمهال له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخامخېږي. افغانستان لاهم د مېندو د مړینې له لوړو کچو لرونکو هېوادونو دی.
د بادغیس اوسېدونکی نیاز محمد وايي، د وچکالۍ او پورونو له امله یې خپلې څلور لوڼې کم‌عمره ودې کړې دي. هغه ویلي: «د کورنۍ د نورو غړو د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید یو څوک قرباني شي».
راپور زیاتوي، په ځینو سیمو کې کورنۍ یوازې په ډوډۍ، چای او هغه وحشي بوټو ژوند کوي چې له غرونو او دښتو یې راټولوي.
محمد چې د سړک پر غاړه ایسکریم پلوري وايي، د کورنۍ لګښتونو د برابرولو لپاره یې یوه لور واده کړې او شپږ کلنه لور یې هم کوژده کړې ده. په هرات کې د بې‌ځایه شویو د «شهرک سبز» په پنډغالي کې هم ورته وضعیت لیدل کېږي. د راپور له مخې، ډېری کورنۍ د مرستو د کمښت او اقتصادي ستونزو له امله نور د خپلو ماشومانو د ساتلو توان نه‌لري.
۱۵ کلنه دور دانه چې اوس امېندواره ده وايي، په کم عمر کې واده ورته سخته تجربه وه. هغې ویلي: «زه لاهم ماشومه یم، په دې عمر کې واده ښه پرېکړه نه‌ده».
راپور د بهاو‌الدین په نوم د یوه پلار کیسه هم بیانوي، چې ادعا کوي د سختې بې‌وزلۍ له امله یې د خپل لس کلن زوی یوه ګرده د ۱۰۰زره افغانیو په بدل کې پلورلې ده. د راپور له مخې، د نجونو د ودولو په بدل کې ترلاسه کېدونکې پیسې له لسګونه زرو تر سلګونه زره افغانیو پورې رسېږي او کله چې ټولې پیسې ورکړل شي، د مېړه کورنۍ کولای شي نجلۍ خپل کور ته بوځي.
۱۴ کلنې بي‌بي سمیې د خپل واده په ورځ ویلي: «زه خوشحاله نه یم، ځکه لا ډېره کوچنۍ یم».
راپور خبرداری ورکوي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت د نجونو او ښځو وضعیت لا کړکېچن کړی دی.
د ورلډ ویژن نړۍوالې موسسې د افغانستان د مدافع چارو مشر مارک کالډر ویلي، کم‌عمره ودونه نجونې له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ کوي؛ خو هغه روغتیايي مرکزونه چې باید د دوی درملنه وکړي، د بودجې د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.
راپور ټینګار کوي، چې د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، بې‌وزلۍ او د بشري مرستو د کمښت ګډو اغېزو په افغانستان کې زرګونه کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره سختو پرېکړو ته اړې کړې او په ډېرو مواردو کې یې کم‌عمره نجونې تر ټولو ستره بیه پرې کوي.

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۱
100%

د فرانس۲۴ په یوه راپور کې راغلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې ډرونونه د دواړو خواوو د تقابل یوه نوې وسیله ګرځېدلې او اسلام‌اباد ادعا کوي چې یوازې د ۲۰۲۶کال په سپټمبر میاشت کې یې له افغانستان نه توغول شوي ۲۳ ځانمرګي ډرونونه شنډ کړي دي.

د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۳مه پاکستاني پوځ ویلي و چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې له افغانستان نه توغول شوي اته ډرونونه شنډ کړي دي. که څه هم دغه ډرونونه محدود ویجاړونکی ځواک لري؛ خو کشف یې ستونزمن دی او د دوی سره مقابله د پاکستان پوځ ته د دروند لګښت لامل کېدای شي.
فرانس۲۴ وایي، د ۲۰۲۶کال له فبرورۍ راهیسې طالبانو د پاکستان پر وړاندې د اېف‌پي‌وي او همداراز د ثابت وزر لرونکو ډرونونو کارول زیات کړي دي. راپور کاږي، چې دغه کوچني ډرونونه د هاوان مرمۍ او نور چاودېدونکي توکي لېږدولای شي؛ په داسې حال کې چې لوی ثابت وزر لرونکي ډرونونه د سلګونه کیلومټرو واټن وهلو وړتیا لري.
د سپټمبر په ۲۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه میاشت کې یې د افغانستان له خاورې د پاکستان هوايي حریم ته د توغول شویو ۲۳ ډرونونو په اړه طالبانو ته رسمي اعتراض‌لیک سپارلی دی.
راپور د بې‌پیلوټه الوتکو د چارو کارپوه مارک ګروزل په حواله لیکي، چې دغه ډرونونه شاوخوا دوه متره اوږدوالی لري او کولای شي له نیم کیلوګرام څخه تر یو کیلوګرام پورې چاودېدونکي توکي ولېږدوي.
د هغه په وینا، د دغه ډرونونو نظامي اغېز محدود دی؛ ځکه ورو الوځي او په اسانۍ سره په نښه کېدای شي، خو کشف یې ستونزمن وي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه ډول ډرونونو جوړول اوس ډېر پېچلي کار نه‌دی.
راپور زیاتوي، د پاکستان له‌خوا د خپرو شویو انځورونو تر ارزولو وروسته داسې ښکاري چې په دغه ډرونونو کې د «ډي‌اېل‌اې ۵۵» ډوله انجنونه کارول شوي چې په نړۍوالو سوداګریزو بازارونو کې په اسانۍ موندل کېږي.
د ګروزل په وینا، د دغه ډرونونو اصلي ځواک د هغوی رواني اغېز دی نه پوځي وړتیا. هغه ویلي: «د دغه ډرونونو کمه بیه هغوی د هرې ډلې لپاره د لاسرسي وړ ګرځوي او مخالف لوري ته دا پیغام رسوي، چې هر وخت یې زېربناوو ته ګواښ پېښولای شي».
پاکستان د دغه کړکېچ لامل په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پټنځایونه او له هغه ځایه پر پاکستان د بریدونو پلانول یادوي. راپور یادونه کوي، چې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په چټکۍ زیات شوي دي. د دغه راپور د معلوماتو له مخې، د ټي‌ټي‌پي او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې له ۲۰۲۱کال د ۹۸ پېښو څخه په ۲۰۲۴کال کې ۴۷۰ پېښو ته لوړې شوې دي. راپور لیکي، چې د پاکستان هوايي بریدونه، د افغان طالبانو ځوابي اقدامات، د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه او د مېلیونونو افغان کډوالو اېستل د دواړه خواوو ترمنځ کړکېچ نور هم ژور کړی او د سیمې امنیتي وضعیت یې له نوو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ مېلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې په کلني راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵کال کې ۲۲.۹ مېلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان نه د څه باندې ۲.۲۳ مېلیونه افغانانو ستنېدو د افغانستان پر روغتیايي سیستم بې‌ساری فشار راوستی و.

د راپور له مخې، افغانستان د جګړو، اقتصادي ځوړ، طبیعي پېښو، د ناروغیو د خپرېدو او د کډوالو د پراخې ستنېدنې له امله د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه ترټولو ډېر اغېزمن هېواد پاتې شوی دی.
راپور زیاتوي، د بودجې د کمښت له امله په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه په ټپه درېدلي چې له امله یې ۳.۷۹ مېلیونه کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې ویلي، چې د ټاکل شوي ۹.۳ مېلیونه کسانو د هدف ۷.۹ مېلیونه کسانو یعنې ۸۵ سلنې ته روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي. راپور کاږي، دغه خدمتونه د ۷۱ همکارو موسسو او ۱۵۸۷ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، د مرستو ترلاسه کوونکو ۶۲ سلنه یې ښځې او نجونې وې.
د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې یې د هېواد په کچه ۸۷ ملي او سیمه‌ییزې همغږۍ غونډې ترسره کړې او د روغتیايي خدمتونو، د ناروغیو د څار، چمتووالي او بیړني غبرګون چارې یې همغږې کړې دي. راپور د ښځو پر طبي زده‌کړو د محدودیتونو په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د ۲۰۲۴کال د فرمان له امله ۱۶۴ طبي او نیمه طبي ښوونیز بنسټونه اغېزمن شوي دي.
د راپور له مخې، له ۴۵زره ښځینه محصلانو څخه یوازې ۴۶۰۰ تنه فارغې شوې او شاوخوا ۹۸۰۰ نورې چې د فراغت په درشل کې وې ونه توانېدې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګه خبرداری ورکوي، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په راتلونکو کلونو کې د مېندو، ماشومانو او نجونو پر روغتیايي خدمتونو منفي اغېز ولري.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې له ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له ایران او پاکستان نه بېرته هېواد ته ستانه شوي او دا د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره له لویو ننګونو څخه وه.
راپور زیاتوي، د کډوالو د روغتیا د کاري ډلې له لارې ۴۴۴زره او ۱۹۲ ستنېدونکو ته په سرحدي سیمو کې روغتیايي مشورې او درملنه برابره شوې ده؛ همداراز ۱۲۸زره او ۹۴۵ ماشومان د خوارځواکۍ له پلوه ارزول شوي دي.
راپور ښیي، چې ۳۴زره او ۱۹۷ امېندواره ښځو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي، ۱۰زره او ۶۰۹ مېندو ته تر زېږون وروسته روغتیايي پاملرنه ورکړل شوې او له ۸۰۳ ډېر خوندي زېږونونه ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال د جنورۍ او نومبر ترمنځ د نس‌ناستي ۱۴۸زره او ۶۷۱ مشکوکې پېښې او ۷۳ مړینې ثبت شوې دي. د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګه ویلي، چې د ۲۰۲۵کال لپاره یې ۲۷۹.۷ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لرله؛ خو یوازې ۴۴.۸ سلنه بودجه یې ترلاسه کړې ده.
راپور خبرداری ورکوي، چې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، د راستنېدونکو دوامداره زیاتوالی، د ناروغیو خپرېدل او د بودجې کمښت به په ۲۰۲۶کال کې هم د افغانستان روغتیايي سکتور له جدي ننګونو سره مخ کړي.