د غزني ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د کشف مدیریت له لوري د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، په تېرو پنځو میاشتو کې د غزني ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په لړ کې ۲۰۴ کسان د جنايي جرمونو په تړاو لکه؛ د غلاوو، قاچاق، د نشهيي توکو د لېږد او کاروبار او نورو ورته جرمونو په تړاو نیول شوي دي. په دې نیول شویو کسانو کې ۲۳ تنه یې ښځې دي.
د غزني د جنايي جرمونو لپاره د طالبانو د کشف مدیریت وايي: «د ۱۴۴۸ کال راهیسې [پنځو میاشتو راهیسې] د غزني د ولس په همکارۍ موږ ۲۰۴ مجرمین نیولي دي. په دې کې ۱۸۱ یې نارینه او ۲۳ یې ښځينه دي. نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي».
د دغه مدیریت په وینا، په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۳۰ پېښې دغه مدیریت ته رسېدلي او له ۱۶ پېښو پرته نورو ټولو ته رسېدنه شوې ده.
دغه مدیریت زیاتوي، له دغو غلو د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر او نور توکي هم ترلاسه شوي او بېرته یې مالکانو ته سپارل شوي دي.
د غزني د جنايي جرمونو لپاره د طالبانو د کشف مدیریت وايي: «په غزني کې په دې کال کې [۱۴۴۸ کال] ۱۳۰ واقعات رارسېدلي دي، چې په دې کې ۱۱۶ ته یې رسېدنه شوې او پاتې نور یې تر کشف لاندې دي. همدارنګه په روان کال کې له غلو ۲۲ موټرسایکلونه، د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جواهرات او د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د هټیو خوراکي او غیر خوراکي توکي هم ترلاسه شوي دي».
د سرچینې په وینا، یاد ترلاسه شوي توکي بېرته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او د میلیونونو ګډوالو له راستنېدو او په ځانګړې توګه د کاري زمینو د کمښت، فقر او د افغان کارګرو پر مخ د ګاونډيو هېوادونو د دروازو په تړل کېدو سره په هېواد کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو ګراف ډېر لوړ شوی دی.
د طالبانو اړوندې ادارې یوازې د نیول شویو غلو او د نورو جنايي پېښو د عاملینو د نیول کېدو په اړه څرګندونې کوي، خو د غلاوو کچه له دغو څرګندونو لوړه ده، ځکه طالبان د ثبت شویو پېښو راپورونه نه رسنیز کوي.
له دې سره سم، یونېسف بیا په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله خبرداری ورکړی او په ډاګه کړې یې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو ژوند لا سخت شوی دی. د پخوانیو نړیوالو مرستو بندېدل، اوږدمهاله جګړې، فساد او طبیعي افتونو د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د یادې نړۍوالې ادارې په وینا، په هېواد کې داسې پېښې هم ثبت شوي چې ځینې کورنیو د بېوزلۍ له امله د خپلو ماشومانو پلور یا ودولو اړې شوې دي.