د یادو جبهو د معلوماتو لهمخې، د طالبانو په امنیتي جوړښتونو کې دننه او یا هم په هغوی پورې تړلي بهرني «عناصر» په افغانستان کې پر نړیوالو ادارو او ګټو د بریدونو په طرحه کولو بوخت دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو احتمالي بریدونو عاملین د خپلو موخو او هویت پټولو په پار له داعش او یا هم نورو مستعارو نومونو استفاده کوي.
دوی غوښتنه کړې چې د یادو معلوماتو جزییات دې د خپلواکو او باوري امنیتي ادارو له خوا وڅېړل شي.
ازادۍ او مقاومت جبهو ویلي چې «د دغو بریدونو موخه د ویرې فضا رامنځته کول، د طالبانو امنیتي جوړښتونو ته د نړیوالې ټولنې د اړتیا روښانول، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سیاسي باج اخیستنه، له شته بحرانونو د عامه افکارو منحرفول او د ازادۍ، عدالت، بنسټیزو حقونو او د یوه ډیموکراټیک نظام جوړولو لپاره د افغانانو د مشروع مبارزې بدنامول دي».
یادو جبهو په خپله ګډه اعلامیه کې پر ډیپلوماټیکو استازولیو، د ملګرو ملتونو پر دفترونو، بشردوستانه سازمانونو، د بشري حقونو پر ادارو او د هغوی پر ملکي کارکوونکو هر ډول برید یا ګواښ غندلی او له یادو ادارو یې غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر په جدي توګه و ارزوي او د احتمالي ګواښونو په اړه دې یوازې د طالبانو پر معلوماتو بسنه نه کوي.
دوی دغه راز خبرداری ورکړی، چې که د دا ډول بریدونو په طرحه کولو، سهولتکارۍ یا پلي کولو کې په طالبانو پورې د تړلو کسانو، شبکو لاس لرل ثابت شي، عاملان اوو مشران یې باید په فردي او سازماني توګه ځواب ویونکي واوسي.
ازادۍ او مقاومت جبهې یوځل بیا د افغانانو د مشروع مبارزې او ترهګریزو کړنو ترمنځ پر توپیر ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی د طالبانو پر وړاندې مبارزې په لار کې روښانه موخې او لارې چارې لري. یادو جبهو ویلي چې ملکي وګړي، ډیپلوماټیکې استازولۍ، بشري سازمانونه او د بشري حقونو ادارې د دوی په بریدونو کې ځای نه لري.
یادو جبهو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هر ډول پیښې وړاندې دې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ګواښونو د خپلواکې ارزونې او د خپلو ادارو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ زرینه د ورځې کارونه هغه وخت پیلوي چې ددې په خپله وینا، «ملا لا اذان نه وي کړی».
هغه د شپږو ماشومانو مور ده او د چرګانو له بانګونو سره یوځای له خوبه پاڅیږي. د کورنۍ د پالنې تر څنګ د څارویو ساتنه کوي، شیدې لوېشي، د غوا شیدې پلوري او خامک ګنډي.
زرینه له څوارلس کلنۍ راهیسې خامک ګنډي. د کورنۍ د ژوند یوه برخه یې د باغونو پر حاصل ولاړه ده، خو د کور او ماشومانو د لګښتونو د پوره کولو لپاره د هغې خپل کار هم مهم دی.
سره له دې، زرینه وايي، د کلیوالو ښځو کار او زحمت ته په هغه کچه ارزښت نه ورکول کیږي، چې باید ورکړل شي. د هغې په اند، په ځینو کورنیو کې د ښځې پر ژوند، تګ راتګ او پرېکړو واک لا هم د نارینهوو په لاس کې دی.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « موږ ښځې یو ځل د پلار په کور، بیا د خاوند او وروسته د کلي او ماحول د مشرانو له خبرو سره مخ یو».
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زدهکړو او کار لګېدلو محدودیتونو دا وضعیت لا پېچلی کړی دی.
هغه ښځې چې د کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو له لارې د کورنیو د ژوند بار په اوږه وړي، له پخوا راهیسې له اقتصادي او ټولنیزو خنډونو سره مخ وې، خو اوس هغه ښځې هم د فرصتونو له کمي سره مخ دي چې لوړې زدهکړې، مسلکي وړتیاوې او د کار اوږده تجربه لري.
خو د دې کار لویه برخه په کورونو او شخصي چاپېریالونو کې کېږي. ډېرې ښځې د خپل کار په بدل کې منظم معاش نه لري، د کار رسمي قراردادونه ورسره نه وي او د هغوی د تولید اقتصادي ارزښت هم تل په سمه توګه نه حسابیږي.
د ګڼو ښځو په باور، چې افغانستان انټرنشنل ورسره خبرې کړې دي، کارګرې ښځې اقتصادي خپلواکي غواړي. ددوی په وینا، هغوی باید د خپل کار د عاید او محصول او تولید د قیمت په اړه پرېکړه وکړای شي، د شتمنۍ د مالکیت حق ولري، بازارونو ته لاسرسی ومومي او د خپلې کورنۍ او راتلونکي په اړه په پرېکړو کې وغږول شي.
ګلچهره د دایکندي ولایت د یوې لرې پرتې اوسېدونکې ده. هغه د لبنیاتو په تولید بوخته ده او د خپل کار له لارې د کورنۍ د ژوند په چارو کې ونډه اخلي.
د هغې په وینا، کلیوالي ژوند له ښاري ژوند سره توپیر لري. کله به چې ښار ته د خپلوانو لیدو ته تلله، د ښاري ژوند د ځینو فرصتونو په لیدلو به یې د خپل ژوند په اړه هم فکر کاوه.
خو ګلچهره د هغو لوستو ښځو او نجونو راتلونکي ته اندېښمنه ده چې پخوا یې په بېلابېلو ادارو کې کار کاوه، خو اوس له محدودو کاري فرصتونو سره مخ دي او ځینې یې کلیو ته کوچېدلې دي.
ګلچهره وايي: «زه خو نالوستې یم او دا شاقه کار مخته وړم، خو لوستې ښځې دا نه شي کولی».
د هغې له نظره، لوستې ښځې باید د خپلو زدهکړو مطابق په ادارو کې کار وکړي او د ددې په څېر د کلیوالو ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هم لارې چارې پیدا کړي.
د هغې په وینا، ځینې ښځې ان د خپلو خپلوانو لیدو ته د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي. د ښځو پر تګ راتګ او پرېکړو محدودیتونه د هغوی ټولنیزې اړیکې او د ملاتړ شبکې هم اغېزمنولی شي.
یو شمېر ښځې په یوه کارخونه کې وړۍ ورېښي
د دودونو تر سیوري لاندې حقوق
د افغانستان د کلیوالو ښځو وضعیت د ټولو سیمو او کورنیو لپاره یو شان نه دی.
د اقتصادي امکاناتو، د کورنۍ د جوړښت، د سیمې د دودونو او د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو د شتون له مخې د ښځو تجربې توپیر لري.
خو په ګڼو کلیوالو ټولنو کې ځینې دودیز جوړښتونه د ښځو پر ژوند او انتخابونو ورته اغیز لري.
په کم عمر کې ودونه، د شخړو د حل لپاره په بدو کې د نجونو ورکول، د میراث له حق څخه محرومول او د کونډو پر شتمنۍ او ژوند د نارینه خپلوانو واک هغه ستونزې دي چې په ځینو کورنیو کې د ښځو اقتصادي او ټولنیزه خپلواکي محدودوي.
نوموړي زیاته کړه، « کله کله دا د شخړې باعث ګرځي، ځکه ځینې خلک پر خپلو ځمکو اوښي نه شي زغملی، خو دا عمومي مساله نه ده. په ځینو مواردو کې موږ بدیلې حل لارې موندلې دي، مثلا ځمکه د ښځې په ګټه د هغې پر ورور پلورل شوې ده او هغې ته خپل حق رسېدلی دی».
د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې ډېرې کلیوالې ښځې لا هم د خپلو کورنیو د اقتصاد د بار تر څنګ، له دودیزو بندیزونو، د زدهکړو، کار او اقتصادي خپلواکۍ له محدودیتونو سره مخ دي. دوی د کورنۍ د ژوند د دوام لپاره ستړیاوې ګالي، خو دغه ستړیاوې یې ډېرې کمې په کار کې حسابیږي.
که څه هم د دغه سفرونو کره موخې لا په رسمي ډول نهدي روښانه شوې؛ خو نوموړي ټینکار کړی چې د روسیې د بهرنيو استخباراتو د مشر سرګي ناریشکین سفر هم په همدې چوکاټ کې د ارزونې وړ دی.
د نوموړي په خبره، روسیه په اوکراین کې په جګړه بوخته ده او د اروپايي هېوادونو له ټینګ دریځ سره واشنګټن له احتیاط څخه کار اخلي چې د مسکو محاسبې یې لا پېچلې کړې دي.
معنوي زیاته کړې: «د روسیې یو له ستراتیژیکو اندېښنو څخه د تاجکستان او ازبکستان له لارې قزاقستان ته د ناامنۍ د لېږد احتمال او له روسیې سره د هېواد د ۷زره کیلومتره د ډېرې پولې بېثباته کول دي».
نوموړي اندېښنه ښودلې، چې دغه ډول سناریو ښايي مسکو اړ باسي چې په خپلو سویلي پولو کې نور ځواکونه ځای پر ځای کړي چې ورسره به د اوکراین په جبهه کې پوځي فشار هم زیات شي.
معنوي زیاته کړې، چې افغانستان ته د سوریې د یوشمېر وسلهوالو د لېږد او په ځانګړو کمپونو کې د هغوی د ساتلو او روزلو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي؛ د دغه راپورونو د لا زیاتو څېړنو اړتیا شته، خو که دغه ادعاوې ثابتې شي، د سیمې امنیتي اندېښنې به لا زیاتې کړي.
په دغه تحلیل کې یادونه شوې، چې منځنۍ اسیا د مسکو په امنیتي محاسبو کې مهم ارزښت لري او له افغانستان سره د تاجکستان شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده پوله په ځانګړي ډول د بدخشان په غرنیو او سختو لارو کې، د پولو د کنټرول پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کوي.
معنوي د افغانستان په اړه څو نورو ټکو ته هم اشاره کړې او په خپل تحلیل کې یې کاږلي دي: «د افغانستان په خاوره کې د ناټو د اډو او تجهیزاتو د احتمالي ځای پر ځای کېدو په اړه د روسي چارواکو وروستي خبرداري، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډو بېپایلې پاتې کېدل، پاکستان ته د روسیې د کورنیو چارو د وزیر سفر او د نورو لوبغاړو خوځښتونه، ټول د یوه بدلېدونکي امنیتي چاپېریال او د افغانستان د راتلونکي پر سر د سختې سیالۍ څرګندونه کوي».
د هغه په خبره، که څه هم طالبان د دغه سیالیو برخه دي خو په ورته وخت کې نهشي کولای د سیمې امنیتي اندېښنو او د نړۍوالې ټولنې سیاسي او حقوقي غوښتنو ته روښانه او عملي ځوابونه وړاندې کړي.
معنوي ویلي، چې له پاکستان، ایران، ترکیې، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اړیکې نه ثبات رامنځته کوي او نه د افغانستان ستونزې حل کوي. نوموړي د واک انحصار، په سیاسي بهیر کې د نورو لوریو د ګډون او د یوه مشروع او ځوابویونکي نظام نشتوالی د تلپاتي ثبات پر وړاندې اساسي خنډونه یاد کړي دي.
نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې: «که د افغانستان خلک او سیاسي خوځښتونه د دغه تحولاتو ډګر ته داخل نهشي او په مسوولانه درک سره یې له نږدې ونه څاري، افغانستان به یو ځل بیا د سیمهییزو او نړۍوالو قدرتونو د امنیتي او استخباراتي ګټو د ټکر پر ډګر بدل شي».