د ملګرو ملتونو دغو دوو بنسټونو د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت مخ په خرابېدو دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې هم د پام وړ زیاتې شي.
د اعلامیې له مخې، د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د مدغمې ډلبندۍ (ای پي ایس) وروستۍ ارزونې ښيي چې د روان کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به، چې د ژمي موسم هم پکې شامل دی، شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.
دغه شمېر د تېر کال د ورته مودې له ۱۷.۴ میلیونه کسانو سره په پرتله زیاتوالی ښيي.
د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له دې ډلې به شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني حالت سره مخ شي، چې د خوړو د خوندیتوب د ډلبندۍ څلورم پړاو بلل کېږي.
د دغو بنسټونو په وینا، دا شمېر د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر میاشتو ترمنځ د شوې وړاندوینې په پرتله دوه برابره دی.
په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د خوړو د خوندیتوب تر ټولو خراب وضعیت به په بدخشان، بادغیس، دایکندي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني په کلیوالو سیمو کې وي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په دغو سیمو کې د انساني تلفاتو او د خلکو د معیشت د بشپړ له منځه تلو د مخنیوي لپاره بېړنیو خوراکي مرستو او کرنیز ملاتړ ته جدي اړتیا ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرېنچارډ ویلي چې د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید له وړاندې عملي اقدامات وشي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ باید همدا اوس عملي حللارې پراخې کړو، د اټکل کېدونکو ناورینونو له رامنځته کېدو مخکې اقدام وکړو او د کرنیزو محصولاتو د پروسس او سیمهییزو کرنیزو کاروبارونو په برخه کې پانګونه وکړو، څو کروندګر له بازارونو سره ونښلول شي او کاري فرصتونه رامنځته شي».
هغه ټینګار کړی چې افغان کورنۍ د ژمي د تېرولو لپاره ملاتړ او د باور وړ عایداتي فرصتونو ته اړتیا لري، څو د راتلونکو اقتصادي او اقلیمي ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړای شي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د دفتر مسوول جان آیلف هم خبرداری ورکړی چې لوږه او خوارځواکي د افغان کورنیو ژوند ورځ تر بلې ستونزمنوي.
نوموړي ویلي: «لوږه او خوارځواکي پر افغان کورنیو فشار زیاتوي او په داسې حال کې چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره مالي سرچینې کمېږي، لا ډېر خلک د ناورین تر پولې رسېږي».
هغه زیاته کړې چې د افغانستان د روان بشري ناورین یوه مهمه ځانګړنه د زیاتېدونکو اړتیاوو او کمېدونکو مالي سرچینو ترمنځ د واټن پراخېدل دي.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه چارواکي ټینګار کړی چې د اقدام لپاره فرصت محدود دی او په چټکۍ سره له لاسه وځي.
نوموړي ویلي: «د بېړني ملاتړ په ترلاسه کولو سره کورنۍ کولای شي ژمی په عزت تېر کړي، خو له مرستو پرته به ډېرې کورنۍ له داسې سختو انتخابونو سره مخ شي چې هېڅ مور او پلار باید ورته اړ نه شي».
د افغانستان بشري ناورین ولې پراخ شوی؟
افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته له پراخ بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شوی چې له امله یې میلیونونه وګړي نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري ستنېدو، سختو وچکالیو، ناڅاپي سېلابونو، ویجاړوونکو زلزلو او د نړیوالو مرستو کمېدو دغه وضعیت نور هم خراب کړی دی.
سربېره پر دې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد کې ګډوډیو هم د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت منفي اغېزې کړې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د ژمي له رارسېدو مخکې بېړنۍ مرستې برابرې نه شي، میلیونونه افغانان به د لوږې، خوارځواکۍ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له لا سختو ستونزو سره مخ شي.