د لاهور عالي محکمې د ۳۰ څخه د زیاتو افغان طبي زدهکوونکو د جبري ویستنې حکم وغځاوه

د پاکستان د لاهور عالي محکمې د څه باندې ۳۰ افغان طبي زدهکوونکو د شړلو د مخنیوي حکم غځولی او د پاکستان طبي او غاښونو شورا ته یې د رسمي ځواب وړاندې کولو لپاره نوره موده ورکړې ده.
د لاهور عالي محکمې قاضي خالد اسحاق پرون د څه باندې ۳۰ افغان طبي زدهکوونکو هغه غوښتنلیکونه واورېدل چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د اعلان پر وړاندې یې ثبت کړي دي.
د محکمې د اورېدنې پر مهال د یادې شورا وکیل وویل، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې افغان زدهکوونکو ته د زدهکړو د دوام اجازه ورکړي؛ خو په دې شرط چې معتبرې ویزې ولري او د کډوالۍ اړوند شرایط پوره کړي.
کله چې قاضي د شورا د لیکلي ځواب په اړه پوښتنه وکړه، وکیل د ځواب د وړاندې کولو لپاره د اضافي وخت غوښتنه وکړه. محکمې د هغه غوښتنه ومنله، اورېدنه یې د محکمې د دفتر له خوا ټاکل شوې بلې نېټې ته وځنډوله او د افغان زدهکوونکو د شړلو د مخنیوي پخوانی حکم یې هم وغځاوه.
افغان زدهکوونکو محکمې ته ویلي چې د دوی د شړلو خبرتیاوې د جولای په ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه صادرې شوې وې. دوی دغه خبرتیاوې ننګولي او له محکمې یې غوښتي چې غیرقانوني یې اعلان او لغوه یې کړي.
دا قضیه په داسې حال کې روانه ده چې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، یوازې هغه افغان زدهکوونکي په پاکستان کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکولی شي چې معتبرې ویزې ولري او له اړوندو تعلیمي ادارو سره ثبت وي. نور افغان زدهکوونکي به په دغه هېواد کې د زدهکړو اجازه ونه لري.
د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو دغه راز د هغو افغان ډاکټرانو د بېرته لېږلو بهیر هم پیل کړی چې د پنجاب ایالت په روغتونونو کې یې تخصصي روزنه کوله.
