• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

رباب فاطمه په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړه

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده. نوموړې په ډیپلوماسۍ، نړیوالو اړیکو او عامه خدمتونو کې تر ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه کار پیل کړی دی.

فاطمه تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د هغو لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې ایسارو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمو مخ پر ودې هېوادونو لپاره د لوړې کچې استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په نیویارک کې د بنګله‌دېش دایمي استازې او سفیره وه. په دې موده کې یې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د ښځو چارو ادارې د اجراییوي بورډونو مشري او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام، د نفوسو صندوق او د پروژو د خدماتو دفتر د اجراییوي بورډ د مرستیالې په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، فاطمه په ۲۰۲۲ کال کې د سولې جوړونې کمېسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه او د دغه مقام لومړنۍ ښځینه مشره وه. نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷مې غونډې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

هغې له دې وړاندې په جاپان کې د بنګله‌دېش د سفیرې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د عمومي رییسې او په نیویارک، جنیوا، بیجینګ او کلکته کې د بنګله‌دېش د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د کارکوونکې په توګه دندې ترسره کړې دي.

فاطمې د کډوالۍ په نړیوال سازمان کې هم د سویلي او سوېل‌لوېدیځې اسیا لپاره د سیمه‌ییزې سلاکارې او د اقلیم بدلون او کډوالۍ په برخه کې د سلاکارې په توګه کار کړی دی. نوموړې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د سویلي اسیا لپاره د دې سازمان سیمه‌ییزه استازې هم وه او په لندن کې یې د مشترک‌المنافع هېوادونو په سکرتریت کې د بشري حقونو د مشرې په توګه دنده ترسره کړې ده.

رباب فاطمه د امریکا د ټفټس پوهنتون د فلیچر حقوقو او ډیپلوماسۍ له پوهنځي څخه په نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند او د اسټرالیا د کانبیرا پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. نوموړې پر خپلې مورنۍ بنګالي ژبې سربېره، په انګلیسي خبرې کوي او په هندي او اردو ژبو هم کاري پوهه لري.

ډېر لیدل شوي

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي
۱

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

۲

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره طالبانو ته: زموږ دښمنانو او ټي‌ټي‌پي ته پناه مه‌ورکوئ

۳

الجزیره خبري شبکه: مسکو د طالبانو او پاکستان تر منځ د منځګړیتوب هڅې کوي

۴

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت له امله زرګونه کسان بې‌کاره شوي

۵

مسکو کې طالب سفیر: د‌ پاکستان له لوري ‌د داعـش او وسله‌والو ډلو ملاتړ د سیمې ثبات ګواښي

•
•
•

نور خبرونه

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک وايي، د افغانستان د خلکو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او نړیوالې ټولنې د افغانانو ستونزو ته کافي پاملرنه نه ده کړې؛ په داسې حال کې چې د ښځو پر حقونو محدودیتونه، لوږه او د نړیوالو مرستو کمښت بشري بحران لا پراخوي.

ټایمز اف انډیا د فولکر ترک له قوله لیکلي، د افغانستان وضعیت له بد څخه لا پسې خرابېدو ته روان دی او داسې ښکاري چې نړۍ د دغه هېواد خلک هېر کړي دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان د بشري حقونو، اقتصاد، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه، د کاري فرصتونو کمښت، د خوراکي توکو ناامني او د نړیوالو مرستو کمېدل د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی.

د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو لپاره تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر شوي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، له پوهنتونونو د ښځو محرومول، د ښکلا سالونونو تړل او په پارکونو، ورزشي مرکزونو او عامه حمامونو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه د دغو اقداماتو مهمې بېلګې دي.

د راپور له مخې، طالبانو د امر بالمعروف قانون هم نافذ کړی چې له مخې یې ښځې اړې دي په عامه ځایونو کې خپل مخ او بدن پټ کړي. پر لوړ غږ د ښځو خبرې کول، سندرې ویل او تلاوت هم محدود شوي دي. پر کار، سفر او جامو لګېدلو محدودیتونو د ښځو ټولنیز حضور نور هم محدود کړی دی.

د راپور په وینا، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د محاکمو لپاره د جزايي اجراتو نوی قانون هم نافذ شوی دی. د راپور د ادعا له مخې، د دې قانون له مخې، که یو مېړه خپله مېرمن ووهي، یوازې هغه مهال تر ۱۵ ورځو بند محکومېدای شي چې د مات شوي هډوکي، ښکاره ټپ یا څرګند کبودوالي نښې موجودې وي. راپور زیاتوي چې د «نافرمانۍ» په صورت کې هم مېړونو ته د ښځو د تنبیه کولو واک ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د یوې ارزونې له مخې، له نیمایي ډېرو ښځو ویلي چې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره وځي. نږدې درې پر څلورمه برخه ښځې له محرم پرته ځان خوندي نه احساسوي او تر نیمایي ډېرې ښځې بازارونو او روغتیايي مرکزونو ته خپل تګ راتګ کم کړی دی.

له زده‌کړو د نجونو محرومیت او د ښوونکو کمښت

افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي.

د یونیسف د شمېرو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. ښځې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته هم د تګ اجازه نه لري.

د یونسکو او یونیسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې ۹۳ سلنه هغو ماشومانو چې لومړنۍ زده‌کړې یې بشپړې کړې وې، د لوستلو بنسټیز مهارتونه نه درلودل.

د ښځینه ښوونکو شمېر هم له ۹۸ زره او ۱۹۶ تنو څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۶۶ زره او ۲۰۸ تنو ته په ۲۰۲۴ کال کې راکم شوی چې شاوخوا ۳۲،۵ سلنه کمښت ښيي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې که د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو ډېرو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د ښځو پر رواني روغتیا د محدودیتونو اغېز

د راپور له مخې، د زده‌کړو، کار او ازاد تګ راتګ محدودیتونو د ښځو پر رواني روغتیا هم منفي اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۶ کال د اګست د یوې سروې له مخې، ۷۰ سلنه ښځو خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» بللی دی. د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام تر دې مخکې موندلې وه چې ۸۱ سلنه ښځې هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

په راپور کې راغلي چې ۳۷ سلنه ښځې له دوامدارې اندېښنې او ناامېدۍ سره مخ دي، ۲۲ سلنه د ژور خپګان نښې لري، ۲۱ سلنه د خوب او اشتها له ستونزو شکایت کوي، ۲۰ سلنه د ستړیا او ۱۲ سلنه له ټولنیزو اړیکو د ځان ګوښه کولو ستونزه لري.

اقتصادي ستونزې او د کار فرصتونو کمښت

د راپور په وینا، د افغانستان اقتصادي وضعیت هم خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، بې‌کاري د ۲۰۲۱ کال په پرتله نږدې دوه برابره شوې او تر ۵۰۰ زرو ډېر کاري فرصتونه له منځه تللي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، انفلاسیون له ۳،۶ سلنې څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې ۷،۶ سلنې ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، یوازې اووه سلنه افغانې ښځې په کار بوختې دي، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو د کار کچه ۸۴ سلنه ده.

د دغې ادارې د اټکل له مخې، د ښځو پر کار او زده‌کړو محدودیتونو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

د روغتیايي خدماتو کمښت

د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان روغتیايي سکټور هم له سختو ستونزو سره مخ شوی دی. د بودیجې د کمښت له امله تر ۴۴۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه محدود شوي دي.

د هغو افغانانو کچه چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، له ۱۶ سلنې څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳ سلنې ته په ۲۰۲۵ کال کې لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې، د ښځو پر طبي او روغتیايي زده‌کړو بندیز د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت اندېښنې زیاتې کړې دي. دا وضعیت په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو پر روغتیايي خدمتونو اغېز کولای شي، ځکه په ډېرو مواردو کې ښځینه ناروغانې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري.

میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به ۱۹،۲ میلیونه افغانان، چې د هېواد د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ وي.

دا شمېر د تېر کال د ورته مودې له ۱۷،۴ میلیونو څخه ۱۰،۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بیړني حالت سره مخ دي او په ۲۰۲۶ کال کې ۲۱،۹ میلیونه افغانان، چې ۱۱،۶ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف وايي، ۳،۷ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او نږدې یو میلیون یې له شدیدې حادې خوارځواکۍ کړېږي. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا څلور میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بودیجې د کمښت له امله له هرو څلورو خوارځواکو ماشومانو څخه درې به د مرستو له ترلاسه کولو بې‌برخې شي.

د نړیوالو مرستو کمښت

د راپور په وینا، د نړیوالو مرستو کمېدو هم د افغانستان بشري بحران لا پراخ کړی دی.

متحده ایالات، چې د افغانستان له سترو مرسته‌کوونکو څخه و، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ له درې میلیارده ډالرو ډېرې مرستې کړې وې؛ خو د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې یې خپلې بشري مرستې وځنډولې.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د بشري غبرګون پلان د پلي کېدو لپاره ۱،۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا وه، خو د راپور له مخې، د اګست تر پایه یوازې ۵۰۹،۳ میلیونه ډالر برابر شوي وو.

د مرستو دغه کسر ګڼ بشري بنسټونه اړ کړي چې خپلې پروژې محدودې کړي یا یې په بشپړ ډول وتړي، چې له امله یې اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر له لا زیاتو ستونزو سره مخ شوی دی.

په ټوله کې، د راپور له مخې، د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، د اقتصادي ستونزو او لوږې زیاتوالی، روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کمښت او د نړیوالو مرستو کمېدل د افغانستان بشري بحران ژور کړی دی.

ملا برادر: یوناما باید عادلانه، په عیني واقیعتونو ولاړ بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۶ GMT+۱
100%

د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ادعا کړې چې د یوناما تحلیلي راپورونو له عیني واقیعتونو لري دي او دغه اداره یې په بې عدالتۍ او د بې طرفۍ په پام کې نه نیولو تورونه کړې.

ملا عبدالغني برادر یکشنه(د تلې۲۶مه) دغه څرګندونې د سرې میاشتې اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د یوناما د وروستي راپور په غبرګون کې کړې دي.

ملا برادر ویلي، چې یوناما باید خپل تحلیلي راپورونه د بې‌طرفۍ او د افغانستان د عیني واقعیتونو پر بنسټ خپاره کړي.
برادر همداراز غوښتي چې یوناما باید په «عادلانه» توګه د طالبانو د مرستو، پرمختګونو او په وینا یې د دوی اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنو برخې ته هم پوښښ ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي د یوناما پر راپور نیوکه کوي. تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دغه سازمان وروستی راپور ناسم بللی او تور یې لګولی و، چې یوناما په افغانستان کې د طالبانو پر ضد په «پروپاګند» بوخته ده.

مجاهد د یوناما په راپور کې د طالبانو د امربالمعروف او نورو ادارو له‌خوا د ځینو کسانو نیونې خپلسرې بلل رد کړي و او ویلي یې وو، چې دغه نیونې د اړوندو ادارو د قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خلکو او نړۍوالې ټولنې لخوا د طالبانو پر عدلي نظام نیوکې کیږي او ویل کیږي چې دغه ډله د یو منظم او نړۍوال طرز العمل او قانون پرته اقدام کوي.

یوناما په خپل وروستي درې‌میاشتني راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده رانغاړي، ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف مامورانو په دې موده کې ۴۴۳ کسان په خپلسري توګه نیولي دي.

د راپور له مخې، یوناما په افغانستان کې د ښځو، رسنیو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او مذهبي لږکیو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې هم ثبت کړې دي. دغه سازمان ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ښځو د نیولو، توقیف او ګواښلو له ۵۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

یوناما همداراز ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم له زده‌کړو محرومې دي او د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پنځه کاله پوره شوي دي.

مجاهد تر دې وړاندې له یوناما څخه غوښتي وو، چې د طالبانو د ادارو د ولسي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د مېشتولو، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او اقتصادي پروګرامونو فعالیتونو ته هم په خپلو راپورونو کې انعکاس ورکړي.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په توګه د بشري حقونو وضعیت څاري او په دوره‌یي راپورونو کې خپلې موندنې خپروي.

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
100%

له سپوږمکۍ څخه د واخان اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د دغه سړک د جوړېدو چارې له طالب واکمنۍ مخکې پيل شوې وې. د شنونکو په باور، چین د طالبانو د ادعا برعکس، دغه سړک ته خوښ نه دی، بلکې د یوه «ترهګریز ګواښ» په سترګه ورته ګوري او ورته څېرمه یې کلکې امنیتي تابیاوې نیولي دي.

افغانستان انټرنشنل له سپوږمکۍ څخه د واخان اخیستل شوي تصویرونه ارزولي، چې ښيي د «واخجیر» پېچومي له لارې د چین او افغانستان ترمنځ د نښلوونکي سړک جوړولو چارې د طالبانو له بیا واکمنېدو کلونه وړاندې پیل شوې وې. د ۲۰۱۷ کال په اړوندو دغو تصویرونو کې ښکاري، چې د چین په خاوره کې د وسایطو او موټرو د تګ‌راتګ لپاره یو سړک چمتو شوی وو. د ۲۰۲۴ کال انځورونه بیا دا ښیي چې د چین په خاوره کې د دغه سړک ځینې برخې کرېړ شوې هم وې. په سپوږمکۍ کې، د ۲۰۲۵ کال د اخیستل شویو تصویرونو ارزونه څرګندوي، چې د چین پولې ته څېرمه له «واخجیر» پېچومي څخه په واخان کې تر «بزای ګنبد» پورې، د افغانستان لوري ته لږ تر لږه ۵۰ کیلومتره سړک جوړ شوی دی.

طالبان دا سړک د سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره حیاتي بولي، خو کارپوهان بیا وایي، چین داسې عملي اقدام نه‌دی کړی، چې د دغې لارې د پرانېستلو لپاره د هغوی لېوالتیا وښيي. چین تل د واخان او بدخشان امنیتي وضعیت، له سختو اندېښنو سره څارلی دی. سپوږمکيز تصویرونه دا هم ښيي، چې چین په خپله خاوره کې سختې امنیتي تابیاوې نیولي؛ د اغزنو تارونو غځول او د پولې په اوږدو کې د پوځي چمتووالي لوړول د دې تدابیرو یوه برخه ده.

د طالبانو هيله مندي

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وایي، د واخان دهلېز سړک جوړ شوی او کولای شي د افغانستان او سیمې د هېوادونو سوداګریزې لارې خورا لنډې کړي. چین د دغه سړک د پرانېستې غونډې ته خپل کوم استازی ونه‌لېږه او لا هم د بېجینګ له‌خوا د پولې پرانېستلو ته د چمتووالي هېڅ نښه نه لیدل کېږي. کارپوهان وايي، د چین امنیتي محاسبې او اندېښنې او د دغې لارې درانه اقتصادي لګښتونه د دې سبب شوي، چې د واخان له لارې د چین له بازار سره د افغانستان د وصلېدو راتلونکی ګونګ پاتې شي.

100%
د واخان سړک د پرانېستې مراسمو کې د طالب چارواکو ګډون

منصور په کابل کې له شمشاد ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې د واخان سړک د جوړولو چارې بشپړې شوي او دا لاره اوس ګټې اخیستنې ته چمتو ده. نوموړي واخان د «افغانستان سر» یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دا سیمه افغانانو ته خورا سیاسي او اقتصادي ارزښت لري او کولای شي تاجکستان، ازبکستان او ایران ته هم ډېره ګټه ورسوي. د هغه په وینا، دغه سړک کولای شي د انتقالاتو مسیر لنډ او د رسېدو وخت یې را کم کړي. منصور زیاته کړه، چې له اوسني مسیر څخه د توکو لېږد اوس ځینې وخت ډېرې ورځې وخت نیسي، خو د واخان له لارې ښایي دا موده دوه- درې ورځو ته را لنډه شي.

د طالبانو دغه وزیر دې لارې ته د چین لېوالتیا ته په اشارې سره وویل، هغه لارې چې تر واخان پورې رسېږي په‌خپله د چین له‌خوا جوړې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو ادارې د سړک پرانېستلو غونډې ته د چین سفارت بللی وو، خو د دغه هېواد استازي په مراسمو کې حاضر نه‌شول. منصور د دغې غیرحاضرۍ لامل د چین د نوي سفیر تبادله او بدلون وباله.

100%
۲۰۲۲: په عکس کې د چین پولې او بزای ګنبد ترمنځ د واخجیر لارې یوه برخه ښکاري چې په هغه وخت کې د سړک جوړولو کار لا نه‌وو پیل شوی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د واخان دهلېز د پاکستان د سوداګریزو لارو بدیل او د دغه هېواد لپاره سرخوږی کېدای شي وویل، دا لاره ګاونډیانو ته ګواښ نه‌ده، بلکې باید د فرصت په توګه ورته وکتل شي. منصور زیاته کړه، چې د افغانستان مخکیني حکومتونه د پېچلې جغرافیې، د اکسیجن کمښت او د واورو او توپانونو له امله نه‌وو توانېدلي دا لاره پرانیزي، خو د طالبانو حکومت له دې ټولو خنډونو سره سره د سړک کار پای ته ورساوه.

د چین اندېښنې

د طالبانو له هيله‌مندۍ سره سره، د چین چلند ښیي چې يوازې د سړک جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیلولو لپاره کافي نه‌دي. چین د تلې پر ۱۲مه د دې لارې پرانېستې غونډې ته کوم استازی ونه‌لېږه او تر اوسه د دې سرحدي لارې د پرانېستلو په تړاو د بېجینګ له‌خوا د کومې رسمي پرېکړې نښه نه‌ده لیدل شوې. سپوږمکیز تصویرونه ښیي چې د افغانستان له‌خوا سړک د چین تر پولې پورې په څو متری فاصله کې غځېدلی دی، خو د چین لور ته، بیا له پولې څخه د څارنې لپاره اغزن تارونه غځول او ماشینګڼې درول شوي، پوځي پوستې، خندقونه او څارنیزې کمرې لګول شوې دي.

د بېجینګ پوهنتون د سیاسي علومو ډاکټر او د امریکا د پیټسبورګ پوهنتون څېړونکي رامین منصوري افغانستان انټرنشنل ته وویل، چین له افغانستان سره د مستقیم وصل او د واخجیر لارې د پرانېستل کېدو هرکلی نه‌کوي. د هغه په وینا، د بېجینګ اصلي اندېښنه د ترهګرۍ ګواښ او د سنکیانګ پر خلکو د طالبانو د فکر او نظريې احتمالي نفوذ او پراختیا ده.

منصوري بیا ویلي، چې چین له افغانستان سره خپله پوله یو اقتصادي دهلېز نه، بلکې د «ترهګرۍ» پر وړاندې د جګړې «لومړۍ کرښه» بولي او زیاته یې کړه، چې طالبانو د چین له مخالفت سربېره د دغه سړک په جوړولو سره بېجینګ ته یوه نوې ننګونه راټوکولې ده.

د منصوري په وینا، چینایي چارواکو له دې وړاندې هم د دې لارې له پرانېستلو سره هېڅ موافقه نه درلوده، خو خپل دا مخالفت یې په ښکاره توګه نه اعلاناوه. د ده په وینا، ځینې مخکیني چارواکي د دې لارې د پرانېستو د مخنیوي لپاره تطمیع کېدل او زیاته یې کړه، چې طالبانو د سړک د کار په غځولو سره چین له یوه ستونزمن حالت سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا، بېجینګ د احتمالي خطرونو پر وړاندې د کرښې په اوږدو کې خپل پوځي او امنيتي تدابیر زيات کړي دي. هغه وویل: «چین د پولې په اوږدو کې اغزن تارونه غځولي او د نږدې کېدونکو کسانو د پیژندلو لپاره له مصنوعي استخباراتو (AI)، احساسوونکو غوږونو او پرمختللیو څارنیزو کمرو څخه کار اخلي».

د منصوري په وینا، دا پرمختللي سیسټمونه د کسانو د نږدې کېدو پر مهال په دري او پښتو ژبو غږیز پېغامونه خپروي او خبرداری ورکوي، چې نږدې نه‌شي. منصوري همدا راز وویل، چین په تاشقرغان کې د بلې اداري اکسیزن په جوړولو هڅه کړې چې سرحدي کنټرول او لوژستیکي اسانتیاوې لا سمبالې کړي او زیاته یې کړه، چې چین د هر ډول احتمالي امنیتي ګواښ مقابلې ته پوځي تیاری نیسي.

د چین په لانژو پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتي مرکز مشر ژو یونګ‌بیاو هم فردا راډیو ته ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې د دغه غرني پېچومي د راپرانیستل کېدو احتمال «خورا کم» دی. د هغه په وینا، د چین له بازار سره د دې لارې د وصلېدو د احتمالي لګښتونو پرتله، له افغانستانه ترلاسه کېدونکې اقتصادي ګټې خورا کمې دي او یوازې اقتصادي ګټې نه‌شي کولای د بېجینګ درانه مالي لګښتونه او امنیتي ګواښونه توجیه کړي. چین ته د افغانستان سوداګریز صادرات تر ډېره ځڼغوزي، کشته او قیمتي ډبرې دي.

100%
۲۰۲۵: د واخجیر لارې هغه برخه د چین د پولې او بزای ګنبد ترمنځ ښکاري چې خامه سړک یې جوړ شوی.

د نظر خاوندان وایي، د چین اساسي اندېښنه په افغانستان کې د اسلامپالو وسله‌والو ډلو حضور او د سنکیانګ سیمې امنیت ته احتمالي ګواښونه دي. چین په ځانګړي ډول د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) له فعالیتونو او په ځانګړې توګه د ایغور د هغو وسله‌والو ډلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، چې په سنکیانګ کې د یوه اسلامي حکومت غوښتونکي دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال راپور هم په بدخشان کې د دې ډلې موجودیت او تحرکاتو ته اشاره کړې ده. ژو یونګ‌بیاو وایي، د طالبانو ادارې تر اوسه د دې ډلې په اړه د چین هېڅ غوښتنه نه ده پوره کړې او له همدې امله لرې ښکاري چې بېجینګ په نږدې راتلونکي کې طالبانو ته ستر امتیازونه ورکړي.

چین په تېرو کلونو کې د افغانستان په پوله خپلې امنیتي تابیاوې غښتلې کړې دي. راپورونه وایي، هغه تاسیسات چې د چین له‌خوا جوړې شوې دي، د څارنې له پیاوړتیا سربېره د هغوی د وسله‌والو ځواکونو د ګزمو د اسانتیاوو لپاره طرحه شوې دي. چینایي رسنیو له افغانستان سره خپله سرحدي کرښه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مهم سنګر بللی دی.

د واخان د سړک د جوړولو پروژه په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د مخکیني حکومت پر مهال پیل شوې وه، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د څه وخت لپاره په ټپه ودرېده. د سړک د جوړېدو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې بیا پیل شوه. راپورونه د دغه سړک د رغولو لګښت شاوخوا ۵،۶ میلیونه ډالره ښیي.

ژو یونګ‌بیاو وايي، د دغه سړک پایته رسول کولای شي د لرې پرتو سیمو د رغولو په برخه کې د طالبانو د توان یو سمبولیک پیغام وي، خو دا لاسته راوړنه الزاماً د چین له بازار سره د افغانستان د نښلېدو معنا نه‌ورکوي.

یوه چینایي شنونکي په هغې لیکنه کې چې د تلې پر ۱۸مه په «سوهو» وېب‌پاڼه کې خپره شوې، د واخان پېچومي نږدې ۴۸۰۰ متره لوړوالي او د هغې د سخت چاپیریالي او بادي هوا حالاتو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، په دغې لاره کې د موټرو د شوني تګ‌راتګ توان به په کال کې یوازې تر درېیو میاشتو محدود وي. دغه شنونکي دا پوښتنې هم راپورته کړي، چې ایا طالبان د افغانستان پر ټولې خاورې واکمن دي، ایا د وسله‌والو ډلو روزنیز کمپونه لا هم فعال دي او ایا له پولې د جنګیالیو د تېرېدو مخنیوی شوی دی که نه؟ د هغه په اند، تر څو چې دغه اندېښنې لرې نه‌شي، لرې ده، چې چین خپل سخت سرحدي تدابیر یوې خوا ته کړي.

100%
۲۰۲۶: په عکس کې له واخجیر څخه تر بزای ګنبد پورې جوړ شوی سړک ښکاري چې شاوخوا ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو، چې د واخان دهلېز پرانېستل کولای شي پر پاکستاني سوداګریزو لارو د افغانستان تکیه او تړاو کم کړي. طالب چارواکو له پاکستان سره د سرحدي لارو پر پرله‌پسې بندېدو او د کراچۍ او ګوادر بندرونو پر ستونزو کلکې نیوکې کړي او زیاتوي، چې دا حالت افغان سوداګرو ته درانه تاوانونه رسوي. سره له دې، کارپوهان ټینګار کوي، چې د افغانستان په خاوره کې د سړک جوړول کله هم د چین د سیاسي او امنیتي پرېکړو ځای نه‌شي نیولی، څو چې بېجینګ خپله پوله خلاصه نه‌کړي، دا سړک به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد عملي بڼه خپله نه‌کړي.

نظام‌الدین قیصاري: ټول پلویان مې د ایران لپاره ځانونه قربانوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱
100%

نظام‌الدین قیصاري چې ځان د جنبش ګوند مشر بولي، په ایران کې د خپلو لسګونه پلویانو په ګډون یوه غونډه کې یوه ایراني مقام ته خطاب کې ویلي، په دغه هېواد کې مېشت ټول پلویان یې د ایران لپاره ځانونه قربانوي. ایران له‌پخوا راهیسې د خپلو نیابتي موخو لپاره د افغانانو په کارولو تورن دی.

نظام‌الدین قیصاري د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) په خپله‌ فېسبوک‌پاڼه د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځغونډې مراسمو ویډيو او خپله وینا خپره کړې ده. په دې ویډیو کې یو ایرانی هم لیدل کېږي، چې قیصاري یې «سردار صاحب» بولي، خو د هغه د دولتي موقف په تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړل شوی.

هغه دغه ایراني مسوول ته په خطاب کې ویلي: «جناب سردار! دوی ټول، د زړه له تله، د ایران پر اسلامي جمهوریت ځانونه قربانوي.تاسې ته ډاډ درکوم، چې دوی ټول پر ایران ځانونه قربانوي.که خدای مه کړه، جګړه وشي، دوی ټول ځانونه قربانوي».

قیصاري، له دې خبرې وروسته له خپلو پلویانو څخه، د دغې خبرې تایید غواړي، چې د غونډې له منځه د تایید ډېر غږونه اورېدل کیږي.

نوموړي، دغه ایراني چارواکي ته، چې ملکي درېشي یې اغوستې او بشپړ نوم او دنده یې نه ده ښودل شوې، دا هم ویلي، چې په غونډه کې ناست پلویان یې ټول عادي کارګران او په خپلو لګښتونو یې نننۍ غونډه جوړه کړې ده.

قیصاري، له ایران څخه د خپلو پلویانو د قربانېدو خبره په داسې مهال کړې، چې ایران له پخوا راهیسې د خپلو نیابتي موخو لپاره، د افغان کډوالو په کارولو تورن دی.

د فاطمیون ډله چې په سوریه کې یې د ایران په پلوۍ سختې جګړې کړې وې، په ایران کې له مېشتو افغان شیعه مذهبو جوړه ډله وه، چې د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جواد ظریف یې له افغان کډوالو په رامنځته کېدو اعتراف هم کړی وو.

د طالبانو د واکمنۍ یو شمېر منتقدان، دوی تورنوي چې په افغانستان کې د نامشروع واکمنۍ او ځپونکو تګلارو له واکمنولو سره یې، پر میلیونونه افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او اړ شوي، چې کډوال او د بهرنیو نیابتي موخو قرباني شي.

طالب چارواکي ادعا لري، چې افغانستان یې د ټولو افغانانو لپاره «خوندي کور» ګرځولی، خو منتقدان یې نظام الدین قیصاري د یوې بېلګې په توګه یادوي، چې د دوی په باور، افغانستان ته له ستنېدو وروسته یې هم له طالبانو سره ژوند ونه‌شو او بېرته هېواد پرېښودو ته اړ وت.

نظام الدین قیصاري چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د سیمه‌ییزو پاڅونوالو او دغه راز د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان پاتې شوی و، د جمهوري نظام له‌خوا په باج اخیستو او انسان تښتونو هم تورن وو.

قیصاري د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ایران ته تللی و، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په تلې میاشت کې یې د ایراني ځواکونو له لوري د «اسنادو د جعل» په تور د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی وو.

قیصاري د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ کې، د طالبانو په بلنه کابل ته ستون او د دوی له واکمنۍ ملاتړ اعلان کړ، خو وروسته بیرته ایران ته لاړ او د تېر کال د لړم په ۱۶مه په تهران ښار کې د دغه ګوند د رهبرۍ په نه حضور کې په یوې غونډه کې ځان د جنبش ګوند رييس اعلان کړ، په داسې حال کې چې عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند رهبر او بنسټګر دی، خو د هغه دغه خوځښت ته یې څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
100%

ډیپلوماټ مجلې په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، طالبانو که څه هم له ایډیالوژیک پلوه بدلون نه‌دی کړی، خو واک ته له بیا رسېدو پنځه کاله وروسته یې د خپلې «لومړۍ دورې» له تېروتنو درس اخیستی او د ټولنې د کنټرول او مدیریت چارې یې لا پیاوړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي دې مجلې ته ویلي، طالبان په بنسټیزه توګه هماغه پخواني کسان دي، خو اوس مهال د واک ساتلو او پیغام رسولو په برخو کې هوښیار شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، له دې هېواد څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، که څه هم د طالبانو حکومت امنیت تامین کړی، خو دغه وضعیت د خلکو پر فردي ازادیو د سختو بندیزونو او پراخې څارنې په بیه تمام شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هوټلونو او عامه ځایونو کې د مېلمنو د هویت او تګ‌راتګ ثبتول جبري کړي او د هېواد په کچه د پلټنې بې‌شمېره پوستې یې جوړې کړې دي.

هم‌مهاله د بشري حقونو د څار سازمان په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې پر رسنیو سانسور او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه سخت شوي او خبریالان، پوهنتونوال او مدني فعالان له نیونو، شکنجو او ګواښونو سره مخ دي.

له دې سربېره، د کوکنارو کښت ۹۶ سلنه کم شوی او روږدي کسان په زوره تداوۍ ته بېول شوي، خو له بلې خوا ښځې تر شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې دي او په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور او اړیکو سخت «غیر انساني» بندیزونه لګول شوي دي.

ډیپلوماټ مجله لیکي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له یوه ویجاړونکي اقتصادي وضعیت او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دی. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، تر ۱۷ میلیونو ډېر افغانان چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د نړیوالو مرستندویه ادارو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو په وتلو سره زرګونه کاري فرصتونه له منځه تللي او ښځې له کاري ډګره اېستل شوې دي. دغه اقتصادي بحران په داسې حال کې مخ پر خرابېدو دی چې کډوال هم له بهرنیو هېوادونو په جبري توګه شړل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو جبري شړلو او دغه راز له اروپایي هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو بېرته ستنولو پر محدودو سرچینو او ښاري زېربناوو بې‌ساری دروند فشار راوړی دی.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله، د افغانستان نفوس اوس مهال نږدې ۴۵ میلیونو ته رسېدلی او یوازې په وروستیو پنځو کلونو کې ۵ میلیونه کسان ورزیات شوي دي.

دا مجله زیاتوي، دغه وضعیت، د لوېدیځوالو له ناکامۍ او له هېواده له وتلو وروسته، داسې مهال رامنځته شوی چې سیمه‌ییز هېوادونه لکه چین او روسیه له نوي واقعیت سره جوړجاړي ته رسېدلي او له طالبانو سره تعامل کوي.