• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: د سپېس‌اېکس ونډې به امریکايي ماشومانو ته د پانګونې زمینه برابره کړي

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایلن ماسک له هغې ژمنې هرکلی کړی چې غواړي راتلونکی کال د سپېس‌اېکس شرکت یوه ونډه د امریکا هر ماشوم ته ورکړي. ټرمپ ویلي، دا اقدام د «ټرمپ حسابونو» له لارې ماشومانو ته د پانګونې او د امریکايي خوب د یوې برخې د ترلاسه کولو زمینه برابروي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «له خپل افسانوي ملګري ایلن ماسک څخه د هغه د بې‌ساري سخاوت له امله ډېره مننه کوم، چې د ټرمپ حسابونو له لارې یې د امریکا میلیونونو ماشومانو ته د سپېس‌اېکس ونډې ورکولو ته زړه ښه کړی دی.»

هغه زیاته کړې، د ټرمپ حسابونو د جوړولو موخه دا وه چې خصوصي سکټور او سوداګر د ماشومانو پر راتلونکي پانګونه وکړي. د ټرمپ په وینا، ماشومان د امریکا تر ټولو ستره او مهمه پانګه ده او باید هر امریکايي ماشوم ته د «امریکايي خوب» د یوې برخې د ترلاسه کولو فرصت برابر شي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ایلن ماسک د دوشنبې په ورځ ژمنه کړې چې راتلونکی کال به د سپېس‌اېکس د شرکت یوه ونډه د امریکا هر ماشوم ته ورکړي. هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «راتلونکی کال به د سپېس‌اېکس یوه ونډه د امریکا هر ماشوم ته ورکړم. دا به د ډېرو نورو اقداماتو لومړی ګام وي.»

ماسک د ونډو د وېش د څرنګوالي، د مستحقو ماشومانو د شرایطو او د دې ژمنې د عملي کېدو د میکانېزم په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د اسوشیټېډ پرېس د اټکل له مخې، په امریکا کې تر ۱۸ کلونو کم عمر شاوخوا ۷۳ میلیون ماشومان ژوند کوي. د سپېس‌اېکس د هرې ونډې د ۱۴۶،۰۳ ډالرو د وروستي بیې پر بنسټ، هر ماشوم ته د یوې ونډې ورکول شاوخوا ۱۰،۶۶ میلیارد ډالره ارزښت لري.

د ماسک دغه ژمنه یوه ورځ وروسته له هغې اعلان شوه چې د مصنوعي ځیرکتیا شرکت «انتروپیک» وویل، د خپلو ونډو پنځه سلنه به د عامه ګټو یوه ځانګړي صندوق ته ځانګړې کړي. ماسک د دغه اعلان په غبرګون کې لیکلي وو: «زه سپارښتنه کوم چې ونډې په مستقیم ډول خلکو ته ورکړل شي.»

د ټرمپ حسابونه د امریکا د ماشومانو لپاره د پانګونې حسابونه دي چې د خصوصي سکټور له لوري پکې د ونډو او نورو مالي مرستو د لېږد زمینه برابره شوې ده. د ټرمپ د څرګندونو له مخې، د ماسک د ونډو د ورکولو ژمنه هم د همدې پروګرام له لارې عملي کېږي؛ خو د وېش د څرنګوالي په اړه لا بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

ډېر لیدل شوي

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي
۱

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۲

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۳

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې

۴

ملا برادر: یوناما باید عادلانه، په عیني واقیعتونو ولاړ بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړي

۵

خوشال سادات: طالبان دې د دفاع پر ځای پر اسلام‌اباد او کراچۍ بریدونه وکړي

•
•
•

نور خبرونه

له ایران سره د سوداګریزو لارو بندېدو په پاکستان کې د اوبلنو ګازو بیې لوړې کړې

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له ایران سره د پاکستان د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته په دغه هېواد کې د اوبلنو ګازو د یوه کیلوګرام بیه په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې ده. د اوبلنو ګازو سوداګر وايي، له ۴۵۰۰ ټنو څخه پر زیاتو ګازو بار لارۍ د ایران په خاوره کې بند پاتې دی.

د مایع ګازو د بازارموندنې ټولنې مرستیال مشر محمد علي حیدر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د وارداتو په تګلاره کې بدلونونو د مایع ګازو پر وارداتو او بازار ته پر رسولو اغېز کړی دی.
نوموړي ویلي، د ګازو د رسد د کمېدو له امله په بازار کې د بیو د لوړېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د محمد علي حیدر په وینا، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۱۶مه له ایران سره د سوداګرۍ په اړه د پخوانیو اسانتیاوو د بېرته اخیستو پرېکړه وکړه. له دې وروسته د ایران سره د مهمو سرحدي لارو سوداګري ودرول شوه.
د ګازو د سوداګرو په وینا، که سرحدي لارې ژر بېرته خلاصې نه شي او د ګازو واردات عادي حالت ته راونه ګرځي، د مایع ګازو بیې ښايي نورې هم لوړې شي. دوی په ځانګړي ډول د ژمي له رارسېدو سره د ګازو د تقاضا د زیاتېدو او په بازار کې د کمښت د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښيي.
محمد علي حیدر له حکومته غوښتي چې د مایع ګازو نرخونه دې د میاشتني نرخ‌ ټاکلو پر ځای هره اوونۍ اعلان کړي.
د هغه په وینا، په دې توګه به د نړیوالو بازارونو د بیو بدلون او د وارداتو د لګښتونو زیاتوالی یا کموالی په وخت په نرخونو کې حساب شي.
اوس مهال د پاکستان د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې د مایع ګازو رسمي نرخونه په میاشتني ډول اعلانوي. د سوداګرو په باور د نرخونو د اعلان دا طریقه د نړیوالو بیو او د رسد د لګښتونو له چټکو بدلونونو سره سمون نه خوري.
د صنعت د اړوندو سرچینو د اټکل له مخې، پاکستان په کال کې نږدې دوه میلیونه ټنه مایع ګازو کاروي او د اړتیا یوه لویه برخه یې له وارداتو پوره کېږي.
د ایران له لارې د ګازو د لېږد ګډوډېدل له همدې امله د پاکستان د انرژۍ پر رسد مستقیم اغېز لرلای شي.
په پاکستان کې ډېری کورنۍ، هوټلونه او واړه کاروبارونه د پخلي او نورو اړتیاوو لپاره مایع ګازو کاروي په ځانګړي ډول هغه سیمې چې د طبیعي ګازو د نلونو شبکه نه لري. د دې مایع ګازو د بیو لوړېدل د دغو کورنیو او کاروبارونو پر لګښتونو نور فشار هم زیاتوي.
تر اوسه حکومت د مایع ګازو د نرخونو د ورځني یا اوونیز اعلانولو په اړه د سوداګرو غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
سوداګر وايي، د سرحدي لارو پرانیستل او د وارداتو عادي کول د رسد د ثبات او د بیو د کنټرول لپاره مهم دي.

سرګي لاوروف: زیلینسکي مذاکرات نه غواړي او څو ځله یې د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نه غواړي له روسیې سره خبرې اترې وکړي. هغه پر زیلینسکي تور پورې کړ چې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د هیلو له رامنځته کېدو وروسته یې پر ملکي موخو بریدونه کړي.

لاوروف دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د بحرین په پلازمېنه منامه کې د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) د ستراتیژیکو خبرو اترو د وزیرانو د نهمې ګډې غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.

هغه ویلي: «موږ یوازې یوې پایلې ته رسېدای شو: زیلینسکي مذاکرات نه غواړي.» د لاوروف په وینا، د اوکراین ولسمشر څو ځله د خبرو اترو بهیر له خنډ سره مخ کړی، ځکه په باور یې، داسې هوکړه چې روسیه او امریکا یې ومني، ښايي د زیلینسکي د واکمنۍ او د هغه د سیاسي راتلونکي پای ته رسېدو لامل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز ادعا کړې چې په تېرو څو مواردو کې، په ځانګړي ډول کله چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیزونو مسکو او کییف د خبرو اترو د بیا پیل په اړه یوې ګډې زمینې ته نږدې کړي وو، اوکراین بله ورځ داسې کړنې ترسره کړې چې د هغه په وینا، د منلو وړ نه وې؛ په دغو مواردو کې یې پر ملکي اهدافو بریدونه یاد کړي دي.

لاوروف د هرمز تنګي په شاوخوا کې د کړکېچ په اړه ویلي چې د وضعیت د حل لپاره باید د ستونزې اصلي لاملونه په نښه شي. هغه د امریکا او ایران ترمنځ د «اسلام‌اباد یادښت» په نوم هوکړې د عملي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه سند لا هم د پراخې جګړې د بیا پیل د مخنیوي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو اترو د بېرته پیل لپاره اړین عناصر لري.

هغه زیاته کړې چې روسیه د خلیج د امنیت لپاره د یوې پراخې او ټول‌شموله سیمه‌ییزې تګلارې ملاتړ کوي، چې عربي خلیجي هېوادونه، ایران او د سیمې ګاونډیان، په ځانګړي ډول عراق او اردن، پکې شامل وي.

د لاوروف په وینا، د سیمې د امنیت په اړه پرېکړې باید تر ډېره د همدغو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي، نه دا چې بهرني لوبغاړي خپلې جیوپولیټیکې موخې پرې وتپي.

هغه ویلي، روسیه له څو لسیزو راهیسې د فارس خلیج لپاره د ګډ امنیت د یوه چوکاټ د جوړولو هڅې کوي او چمتو ده خپله طرحه د چین، ایران او د خلیج د همکارۍ شورا له نوښتونو سره همغږې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په غونډه کې د فلسطین پر مسله هم پراخ بحث شوی او دواړو لورو د فلسطیني دولت د جوړېدو د امکان د له منځه وړلو له هڅو سره مخالفت څرګند کړی دی.

لاوروف د اوکراین په اړه د خلیجي هېوادونو دریځ «متوازن او عیني» بللی او ویلي یې دي چې روسیې د دغو هېوادونو له هڅو مننه کړې، چې د بشري مسلو په حل کې منځګړیتوب کوي. د هغه په وینا، په دغو هڅو کې له خپلو کورنیو سره د ماشومانو یوځای کول، د جنګي بندیانو تبادله او د وژل شویو کسانو د جسدونو بېرته سپارل شامل دي.

لاوروف د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ډیزلو د معاملې په اړه هم څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، دا موضوع د روسیې او امریکا ترمنځ ده او د اروپايي ټولنې او زیلینسکي له نیوکو سره یې مخالفت کړی دی.

هغه د اروپايي ټولنې هغه دریځ ته په اشارې چې دغه معامله یې د اوکراین پر وړاندې خیانت بللې، او د زیلینسکي هغې ادعا ته چې د روسیې د ډیزلو صادرات باید د ده له اجازې سره تړلي وي، ویلي چې دا نور د انرژۍ د امنیت موضوع نه ده، بلکې د ځان مطرح کولو هڅه او «یو بل مسخره نندار» دی.

لاوروف د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې یادونه هم کړې ده. د هغه په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو لورو ترمنځ سوداګري ۴۵ سلنه زیاته شوې او نږدې ۱۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

هغه ویلي چې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د پام وړ فرصتونه شته.

ملګري ملتونه: د سولې په بهیرونو کې د ښځو د مشرتابه ملاتړ کم شوی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، د سولې په ټینګښت کې د ښځو د مشرتابه لپاره پانګونه کمېږي او ښځې د سولې له خبرو څخه په زیاتېدونکي ډول لرې کېږي. په افغانستان کې هم د طالبانو له واک ته بیا رسېدو وروسته ښځې د سولې، امنیت او د هېواد د راتلونکي په اړه له مهمو پرېکړو څخه څنډې ته شوې.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د یوې اعلامیې له مخې، د ښځو مشرتابه او خوندیتوب د ملي او نړیوال امنیت لپاره اړین دي، خو روانې جګړې ښځې او نجونې له لا ډېرو خطرونو سره مخ کړې دي. دغه اداره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اکتوبر په ۲۷مه د «ښځې، سولې او امنیت» په اړه د پرانیستو بحثونو په درشل کې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې اجنډا د عملي کولو لپاره خپلې ژمنې نوې او پانګونه زیاته کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، ښځې د سولې په خبرو اترو کې د ګډون له فرصتونو محرومېږي، په داسې حال کې چې د جګړو د مخنیوي، پای ته رسولو او د جګړې وروسته د بیارغونې لپاره د هغوی ونډه حیاتي ده.

په افغانستان کې د ښځو د ګډون وضعیت

افغانستان د ښځو، سولې او امنیت د نړیوالې اجنډا د عملي کېدو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغانستان د جنسیتي وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې دننه افغان ښځې نږدې په بشپړ ډول د ښځو، سولې او امنیت اړوند بحثونو او بهیرونو څخه ایستل شوې دي. د راپور له مخې، افغان ښځې د هېواد د وضعیت او راتلونکي په اړه په لوړو نړیوالو غونډو کې هم له ګډون څخه محرومې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ۲۰۲۵ کال راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له هرو لسو ځوانو ښځو څخه اته یې له زده‌کړو، کار یا مسلکي روزنې څخه بې‌برخې دي. دغه وضعیت د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، عامه ګډون او په ټولنه کې د هغوی د مشرتابه پر فرصتونو اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۶ کال د اګست په میاشت کې هم ویلي وو چې د طالبانو له واک ته تر بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود شوي دي. د دغې ادارې د سروې له مخې، له نیمایي ډېرو ښځو ویلي چې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره وځي، نږدې درې پر څلور برخې یې له محرم پرته له کوره وتل ناامنه ګڼي او له هرو لسو ښځو څخه اوو د خپل رواني روغتیا وضعیت خراب یا ډېر خراب بللی دی.

د ښځو، سولې او امنیت نړیواله اجنډا

د ښځو، سولې او امنیت اجنډا په ۲۰۰۰ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵م پرېکړه‌لیک په تصویب سره رامنځته شوه. د دې پرېکړه‌لیک موخه په شخړو کې د ښځو او نجونو خوندیتوب او د جګړو د مخنیوي، سولې خبرو اترو او د جګړې وروسته د بیارغونې په بهیرونو کې د ښځو د مانادار ګډون پیاوړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملیاتو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۷۶ میلیونه ښځې د مرګونو شخړو له پېښو څخه د ۵۰ کیلومترو په واټن کې اوسېدلې؛ دا شمېر له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې تر ټولو لوړ بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې مشرې، سیما باهوس، د جګړو او د سولې په بهیرونو کې د ښځو د وضعیت په اړه ویلي وو: «ښځې او نجونې په ریکارډ شمېر وژل کېږي، د سولې له خبرو اترو څخه ایستل کېږي او په داسې حال کې بې‌ملاتړه پرېښودل کېږي چې جګړې زیاتېږي. ښځې نورو ژمنو ته اړتیا نه لري، هغوی ځواک، خوندیتوب او برابر ګډون غواړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي چې له خپلو همکارانو سره په جګړه ځپلو او بحراني سیمو کې ښځو او نجونو ته د ژوند ژغورنې مرستې، خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ او اقتصادي فرصتونه برابروي.

دغه اداره ټینګار کوي چې د ښځو مشرتابه، ګډون او خوندیتوب باید د سولې او امنیت د ټولو هڅو اساسي برخه وي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اکتوبر ۲۷مې بحثونه د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د بشپړ عملي کولو، د هغې لپاره د پانګونې او د نړیوالو ژمنو د نوي کولو مهم فرصت بلل شوی دی.

ګارډین: د حوثیانو پر ضد د امارات او عربستان پوځي همکاري بیا پیلېږي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
100%

د ګارډين د راپور له مخې، سعودي او امارات په يمن کې د ايران له ملاتړه د برخمنو حوثيانو پر ضد د پوځي همکاریو پر بيا پيل هوکړه کړې ده. د دې هوکړې پر بنسټ، امارات به په سویل کې د عمالقه ځواکونو مالي لګښتونه پر غاړه واخلي او رياض به د هغوی لپاره هوايي ملاتړ چمتو کړي.

ګارډین ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده عربي امارات او سعودي عربستان په یمن کې د حوثيانو پر ضد د خپلو ګډو پوځي همکاریو د بیا پیلولو په اړه یوې نوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې په یمن کې پر حساسو سیمو د حوثیانو بریدونه زیات شوي او دغه وسله واله ډله د ایران له پراخ ملاتړه برخمنه ده.
د ګارډین د راپور له مخې، په نوې هوکړه کې څرګنده شوې، چې متحده عربي امارات به د یمن د دولتي ځواکونو د یوې برخې او په ځانګړي ډول په سویل کې د «عمالقه لواګانو» مالي ملاتړ بېرته پر غاړه واخلي. په مقابل کې سعودي عربستان ژمنه کړې، چې د دغو ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره به ټول اړین هوايي ملاتړ چمتو کړي او پر حوثي سنګرونو به بمبارۍ وکړي.
دغه نوې هوکړه لا په رسمي ډول نه‌ده اعلان شوې، خو شنونکي یې د ریاض او ابوظبۍ ترمنځ د ژورو پخوانیو اختلافاتو د کمېدو لومړنۍ څرګنده نښه بولي.

پر سعودي عربستان د حوثیانو د توغندیزو او ډرون بریدونو دوام او همدارنګه په ځینو سیمو کې د دوی وروستیو پرمختګونو، دواړه ګاونډي هېوادونه اړ کړي چې یو ځل بیا خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.
متحده عربي امارات د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې په یمن کې خپل پوځي حضور او مالي مرستې وځنډولې چې د دوی او سعودي عربستان ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل. دا تر هغې وروسته وو، چې د سعودي جنګي الوتکو په سویل کې د بېلتونپالو ځواکونو لپاره د امارات د وسلو پر استول شویو جوپو بریدونه وکړل.

دا نوې همکاري په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د سعودي ملاتړ لرونکو ځواکونو د باب‌المندب تنګي شاوخوا او د مارب په ولایت کې د حوثیانو د شاتمبولو لپاره نوي پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د حوثي وسله والو له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو لړۍ په تېرو میاشتو کې ډېره پراخه شوې ده. د یمن حوثیانو د سعودي پر ضد سمندري کلابندي اعلان کړې او د دغه هېواد د ارامکو تېلو پر تاسیساتو، په تېره بیا په جازان، بقیق، نجران او خمیس‌مشیط کې پر نفتي مرکزونو او نفت وړونکو بېړیو بریدونه کړي چې له امله یې جازان کې د ۴۰۰ زره بېرلو تصفیه‌خونه هم له فعالیت څخه لوېدلې وه. سعودي عربستان هم په صعده، الحدیده او مارب کې د حوثیانو پر پټنځایونو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

امریکا پر روسیې لګول کېدونکي بندیزونه وځنډول خو اوکراین دا چاره «تېروتنه» بولي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغې پرېکړې سختې نیوکې کړي، چې له‌مخې یې پر روسیې د نویو اقتصادي بندیزونو او تعرفو لګول وځنډول شول. ټرمپ بیا ویلي، چې د بندیزونو دا معافیت د امریکا د متحده ایالاتو ملي ګټې رانغاړي.

ولادیمیر زیلېنسکي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) وویل، چې د بندیزونو بېرته اخیستل او درول یوه لویه «تېروتنه» ده او دا پرېکړه یوازې له روسیې سره مرسته کوي او د مسکو تېري لا زیاتوي. د ټرمپ دغه اجراییوي فرمان داسې مهال صادر شوی، چې ټاکل شوې وه نوي بندیزونه راتلونکې اونۍ پلي شي.

د ولسمشر ټرمپ د لاسلیک شوي فرمان له‌مخې، پر هغو هېوادونو او شرکتونو لګول کېدونکي بندیزونه وځنډول شول چې د روسیې تېل او ګاز پېري او یا هم له دغه هېواده توکي واردوي. ټرمپ ویلي، چې د بندیزونو دا معافیت د امریکا د متحده ایالاتو ملي ګټې رانغاړي، خو زیلېنسکي بیا ویلي، چې دغه اقدام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زړور کوي او مسکو نور هم د خلکو وژلو ته هڅوي، په داسې حال کې چې روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین د برېښنا د تولید او لېږد پر پنځلسو مرکزونو بریدونه کړي دي.

د روسیې د پانګونې استازي کیریل دیمیتریف د ټرمپ دا پرېکړه «یو ریښتینی تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي، چې د بندیزونو په عملي کېدو سره به د واشنګټن او مسکو ترمنځ ټولې اقتصادي همکارۍ په بشپړه توګه درېدلې وای.

له بلې‌خوا د امریکا د ډیموکرات ګوند استازي ډان بایر پر ولسمشر ټرمپ په نیوکو سره ویلي، چې ټرمپ یو ځل بیا د پوتین پر وړاندې «تسلیم» شو او د اوکراین له ملګرو سره یې «جفا» وکړه. چین او هند هم تر دې مخکې د امریکا له لوري د پراخو تعرفو د لګول کېدو په تړاو خبرداری ورکړی وو.

دا قانون چې د سناتور لینډسي ګراهام په نوم یادېږي ولسمشر ته دا واک ورکوي، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره بندیزونه وځنډوي. زیلېنسکي د سناتور لینډسي ګراهام د مړینې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د هغه له نشتوالي سره مبارزه خورا ستونزمنه شوې ده. د اوکراین ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښایي د ډیزل تر وروستي تړون او د ګراهام قانون تر ځنډولو وروسته هم له روسیې سره اقتصادي اسانتیاوو ته دوام ورکړي.

دغه پرمختګونه داسې مهال کېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمې پوځي نښتې او د امریکا سمندري کلابندي روانه ده، چې له امله یې د انرژۍ او تېلو بیې په نړیواله کچه لوړې شوې دي. کارپوهان وایي، چې د امریکا د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې، د ټرمپ اداره اندېښمنه وه، چې پر روسي نفتو او ګازو نوې تعرفې به د تېلو بیې لا لوړې کړي او امریکایي وګړو ته به نور مالي زیانونه واړوي.