• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ادعا؛ خلک زموږ په واکمنۍ شکر باسي او وایي د « ازادۍ» په خوند پوه شوو

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د قبایلو چارو وزارت چارواکو ادعا کړې، چې خلکو په یوه غونډه کې، د دوی په واکمنۍ د خدای « شکر» ادا کړی او ویلي یې دي چې اوس د «ازادۍ» په خوند پوه شوي، خو فریډم هاوس سازمان، د ۲۰۲۶ راپور کې افغانستان د « غیر ازادو» هېوادونو په ډله کې د « تر ټولو ټیټ» مقام لرونکی ګڼلی.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د قبایلو او جرګو د همغږۍ مشر مولوي محمداجان رهبر، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د خپلې یوې غونډې د ګډونوالو له قوله ادعا کړې، چې دوی د طالبانو په واکمنیدو د خدای« شکر» ایستی او ویلي، چې اوس یې د « ازادۍ» خوند څکلی.

د یاد شوي وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د شریعت د تطبیق او ولسي همغږۍ په موخه، د دیني علماوو، قومي مخورو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس محمد آجان رهبر ویلي، چې دا طالبانو واکمني، د ټولو وګړو« ګډ کور »دی او ساتنه یې د ټولو افغانانو «شریک مسوولیت» ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدان، د دوی واکمني« طالب ګډونه» او نور افغانان پکې له ونډې محروم ګڼي. افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون مشر، شهاب الدین دلاور، څه موده مخکې په یوه مرکه کې دا ادعا تایید او د خپلې واکمنۍ له انحصاري توب څخه دفاع هم وکړه. دلاور، د طالبانو لخوا د واک د انحصار په توجیه کې وویل، چې دوی په دوحې تړون کې، د « افغان شموله» واکمنۍ ژمنه نه وه کړې.
د طالبانو د سرحدونو وزارت، په خپله خبرپاڼه کې نه ده روښانه کړې، چې کوم دیني عالم یا قومي مشر، د دوی په یاده غونډه کې، د دوی پر واکمنۍ« شکر» ایستی، یا له« ازادۍ» د خوند اخیستو خبره یې کړې ده.

تر دې مخکې، خپله ګڼو طالب چارواکو له خلکو غوښتي، چې د دوی پر واکمنۍ« شکر» وباسي، ځکه د دوی په ادعا، د دوی واکمني افغانانو ته « د خدای نعمت» دی او که د دوی په ټکیو، « ناشکري» پرې وشي، پایلې به یې«بدې» وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، په میلیونونه افغانان له هېواده وتلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ډېر لیدل شوي

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي
۱

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۲

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۳

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې

۴

ملا برادر: یوناما باید عادلانه، په عیني واقیعتونو ولاړ بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړي

۵

خوشال سادات: طالبان دې د دفاع پر ځای پر اسلام‌اباد او کراچۍ بریدونه وکړي

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان پخوانی سفیر: د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه د طالبانو او اسلام‌اباد د کړکېچ اصلي لامل دی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
100%

افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر سید ابرار حسین وایي، د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ اصلي لامل دی. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو اندېښنو تر حل کېدو پورې به پاکستان خپلو اوسنیو سیاستونو ته دوام ورکړي.

سید ابرار حسین د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب د هڅو ناکامي د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي اختلافونو پایله ده.

نوموړي ویلي، اسلام‌اباد ځان د اوسنیو سیاستونو دوام ته اړ بولي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان وګړي او امنیتي ځواکونه هره ورځ له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ټینګار کړی چې د اسلام‌اباد له نظره، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی.

هغه زیاته کړې چې که د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو په اړه د پاکستان اندېښنې حل شي، د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې بېرته عادي حالت ته ستنېدای شي.

ابرار حسین ویلي چې پاکستان په لومړیو کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو هرکلی وکړ، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه زیات شول او ورسره د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې هم پراخې شوې.

نوموړي د روان کړکېچ د حل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې طالبانو تر اوسه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزناک او عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنې یوازې په پاکستان پورې محدودې نه دي، بلکې نور هېوادونه هم په دې برخه کې اندېښنې لري.

د ابرار حسین په وینا، د دغو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا د هېوادونو، چین او روسیې امنیت هم ګواښلی شي.

سید ابرار حسین له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې په کابل کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د لارو تړل کېدو اقتصادي او بشري پایلې

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي اختلافونو دوام د دواړو هېوادونو پر عامو وګړو مستقیمې اغېزې کړې دي.

د نوموړي په وینا، سوداګریز محدودیتونه، د سرحدي لارو تړل کېدل او د ویزو د ترلاسه کولو ستونزې د افغانستان او پاکستان پر وګړو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې سوداګریزې لارې د تېر کال له تلې میاشتې راهیسې د سرحدي نښتو له امله د عادي سوداګرۍ پر مخ تړلې پاتې دي.

د دغو لارو تړل کېدو د سوداګرو، موټرچلوونکو او هغو کارګرانو فعالیتونه اغېزمن کړي چې د سرحدي سوداګرۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

دغه وضعیت د پولې دواړو غاړو ته ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د لارو بېرته پرانیستل او د سوداګرۍ او ټرانزیټ بیا پیل د طالبانو له هغې همکارۍ سره تړاو لري چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې کوي.

ابرار حسین خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به نه یوازې د طالبانو او پاکستان سیاسي اړیکې نورې هم زیانمنې کړي، بلکې د دواړو هېوادونو د عامو وګړو پر اقتصاد او ژوند به هم فشارونه زیات کړي.

په افغانستان کې د دوړو او خاورو د توپانونو په اړه څه پوهېږو؟

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۱
•
نصیر ندیم
100%

دافغانستان په شمال کې د دوړو او خاورو پرله‌پسې توپانونو د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی او د لید واټن یې کم کړی دی. کارپوهان وايي، وچکالي، د ونو او بوټو کمېدل او د تالابونو وچېدل د ځمکې د سطحې حاصلخېزه خاوره له خپل ځایه وړي او د سیمو د زیانمنېدو لامل کېږي.

په وروستیو اونیو کې بلخ، جوزجان، فاریاب او کندوز د هغو ولایتونو له ډلې وو چې د اوسېدونکو په وینایې ، د خاورو او دوړو له سختو توپانونو سره مخ شوي دي.

دغو توپانونو د لید واټن کم کړی او تګ راتګ او ورځني فعالیتونه یې ستونزمن کړي دي.

د افغانستان د هوا پوهنې ادارې هم په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له دوړو سره د مل سختو بادونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په یوه رسمي خبرداري کې، چې د تلې پر اتمه د چارشنبې په ورځ خپور شوی و، د هېواد په ځینو شمالي، لوېدیځو، سویلي او مرکزي سیمو کې د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې اټکل شوی و. دغه خبرداري د سختو بادونو د پېښېدو احتمال ښيي، خو په یوازې ځان دا نه شي څرګندولای چې د دوړو توپانونه د تېرو کلونو په پرتله څومره تیز یا ډېر شوي دي.

د مزارشریف یوه اوسېدونکي، رستم انصاري، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په وروستیو کلونو کې توپانونه سخت شوي او کله ناکله خلک اړ باسي چې د توپان په ورځو کې په کورونو کې پاتې شي.

هغه وايي، کورونو ته د خاورو او دوړو ننوتلو کورنۍ اړې کړې دي چې په یوه میاشت کې څو ځله اساسي پاک‌کاري وکړي. د هغه په وینا، د توپان په شدید حالت کې د لید واټن کله ناکله شاوخوا یو متر ته راټیټېږي.

100%

وچکالي او د ونو او بوټو کمېدل د خاورې د تخریب اصلی لاملونه

افغانستان تر ډېره یو وچ او نیمه‌وچ هېواد دی او ځینې سیمې د وچکالۍ او د باد په وسیله د خاورې د تخریب یا الوتلو پر وړاندي ډېرې زیان‌منې دي. د بارانونو کمېدل، د خاورې د سطحې وچېدل او د نباتي پوښښ له منځه تلل کولای شي د خاورې ذرات د باد پر وړاندې لا اسیب پذیر کړي.

د اوبو د سرچینو او چاپېریال د مدیریت کارپوه، نجیب‌الله سدید افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هوا د جریان بڼې په افغانستان کې د سختو بادونو د رامنځته کېدو له مهمو عواملو څخه دي.

د هغه په وینا، د منځنۍ اسیا او لوېدیځو سیمو د بادونو جریانونه کولای شي د افغانستان شمال ته ورسېږي او په وچو دښتو کې نرم رسوبات هوا ته پورته کړي. هغه همداراز د نباتي پوښښ کمېدل، د څړځایونو له ظرفیت څخه ډېر څړ او د تالابونو وچېدل هغه عوامل بولي چې د خاورې تخریب زیاتولای شي.

نباتي پوښښ د خاورې په ټینګولو او د ځمکې سطحې ته نږدې د باد د سرعت په کمولو سره د خاورو د تخریب په محدودولو کې مرسته کوي. کله چې دغه پوښښ له منځه ولاړ شي، د خاورې واړه ذرات او وچ شوي رسوبات په اسانۍ سره لېږدیږي.

خو دافغانستان په شمال کې د وروستیو توپانونو د عواملوروښانولو لپاره د خاورې د رطوبت، د نباتي پوښښ د وضعیت، د باد د شدت او د دوړو د سرچینو په اړه سیمه‌ییزو معلوماتو ته اړتیا ده.

سدید وايي، چې له وچکالۍ سره یوځای، له حده ډېر څړ او د سون توکو د برابرولو لپاره د بوټو پرې کولو د څړځایونو وضعیت کمزوری کړی دی. هغه همداراز باور لري چې د افغانستان په لوېدیځ او له ایران سره په سرحدي سیمه کې د هامون تالابونو وچېدا د دوړو پر وړاندې د ځینو سیمو اسیب پذیري ډېره کړې ده.

د قوش‌تپې کانال د خاورې د کیندلو په لړ کې د تخریب احتمال زیاتوي

د قوش‌تپې کانال د افغانستان له سترو اوبو لېږدوونکو پروژو څخه یو دی، چې موخه یې د هېواد په شمال کې کرنیزو ځمکو ته د امو سیند د اوبو لېږدول بلل شوي. دغه پروژه په خپله لاره کې له وچو سیمو او دښتو تېرېږي چې د سختو بادونو تر اغېز لاندې دي.

په داسې چاپېریالونو کې د خاورې کیندل، که نرمه او ناټینګه شوې خاوره پر خپل حال پاتې شي، کولای شي د باد له امله د خاورې د تخریب زمینه زیاته کړي. خو یوازې د دغه خطر شته والی دا نه ثابتوي چې یوه مشخصه پروژه د سیمې د توپانونو د زیاتېدو لامل شوې ده.

د اوبو او چاپېریال انجنیر او د امریکا د پنسلوانیا ایالت د یوه پوهنتون استاد سجاد حمیدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په وچو سیمو کې عمراني پروژې باید د خاورې د ټینګولو او د ایستل شویو رسوباتو د مدیریت لپاره تدابیر ولري.

د هغه په وینا، په پراخه کچه د خاورې کیندل کولای شي د پروژې په اوږدو کې د نرمې خاورې ډېرې زېرمې رامنځته کړي. که دغه مواد په سمه توګه کلک یا تثبیت نه شي، سخت بادونه ښايي د هغو یوه برخه له خپل ځایه ولېږدوي.

حمیدي دغه خطر د امریکا په مرکزي دښتو کې د ۱۹۳۰مې لسیزې د دوړو له توپانونو سره پرتله کړی چې وچکالي او د ځمکې د ناسمې کارونې طریقې د خاورې د پراخ تخریب لامل شوې وې.

خو د دې لپاره چې ایا د قوش‌تپې کانال څخه ایستل شوې خاورې په وروستیو توپانونو کې ونډه لرلې ده که نه، باید د رسوباتو د لېږد د مسیر او وخت اړوند شواهد وڅېړل شي.

سدید هم ویلي، چې د هغه په باور، د ساحې معاینات او سپوږمکۍ انځورونه د پروژې له پیل وروسته د افغانستان په شمال کې د خاورې د لېږد د زیاتېدو څرګندونه کوي. هغه د کانال په اوږدو کې د خاورې د تثبیت لپاره د منظمو پروګرامونو نشتوالی د دوړو د زیاتېدو یو احتمالي لامل بولي.

پر عامې روغتیا د دوړو او شګو د توپانونو اغېزې

د دوړو او شګو توپانونه کولای شي په هوا کې د معلقو ذراتو غلظت زیات کړي او د انسان روغتیا وګواښي. د دې خطر شدت د ذراتو په اندازې او ترکیب، په هوا کې د هغو په غلظت او له دغو ذراتو سره د مخامخ کېدو په موده پورې تړاو لري.

د داخله او سږو ناروغیو متخصص احمد شکیب افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دوړو واړه ذرات کولای شي د سږو ژورو برخو ته ورسېږي او تنفسي ستونزې لا پسې زیاتې کړي.

د هغه په وینا، د سالنډۍ او د زړه او تنفسي سیستم د بنسټیزو ناروغیو لرونکي کسان، ماشومان او زاړه خلک له هغو ډلو څخه دي چې ښايي د هوا د شدیدې ککړتیا پر وړاندې ډېر زیان ګالي وي.

له معلقو ذراتو سره مخامخ کېدل کولای شي د سترګو او تنفسي لارو د تحریک لامل شي او په حساسو کسانو کې د شته ناروغیو نښې لا پسې زیاتې کړي. د افغانستان په شمالي سیمو کې د خطر د کچې د ارزونې لپاره د هوا د کیفیت د اندازه‌ګیرۍ معلومات او د توپانونو د دورو اړوند روغتیايي معلومات مهم دي.

د دې راپور په لومړنیو معلوماتو کې د معلقو ذراتو د غلظت، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د مراجعې یا په زیانمنو سیمو کې د تنفسي ناروغیو د زیاتېدو په اړه خپلواکې شمېرې نه دي وړاندې شوې.

کارپوهانو د خاورې پر تثبیت، د نباتي پوښښ پر ساتنې او د څړځایونو د مدیریت پر ښه‌والي ټینګار کړی دی. هغوی همداراز د هوا د کیفیت د څارنې د سیستمونو د جوړولو او د افغانستان دشمالي ولایتونو د چاپېریالي وضعیت د منظمې ارزونې غوښتنه کړې ده.

روسیه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د اسلام‌اباد ځواب ته په تمه ده

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د روسیې سفیر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو کې مرسته وکړي، خو د اسلام ابادځواب ته په تمه دي. هغه د پاکستان د بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او له افغان خاورې د وسله‌والو د نفوذ په اړه اندېښنه وښوده.

د پاکستان او روسیې د امنیتي همکاریو له پراختیا سره هم‌مهاله، مسکو وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرستې ته چمتو دی، خو د پاکستان له لوري د وړاندیز د منلو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خورېف افغانستان انټرنشنل ته په ځانګړې مرکه کې وویل، چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هغه کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي چې د سفیر په وینا، له یوې خوا د پاکستان امنیتي اندېښنې او له بلې خوا د پوځي اقداماتو له امله ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله پکې مطرح ده.

خورېف په دې مرکه کې وویل، چې روسیې خپل وړاندیزونه له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي او اوس د اسلام‌اباد د ځواب په تمه ده. هغه زیاته کړه چې مسکو د پاکستان هغه اندېښنې درک کوي چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو د نفوذ په اړه یې لري، خو په عین حال کې په افغانستان کې د پاکستاني اقداماتو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه هم اندېښمن دی.

د روسیې د سفیر څرګندونې داسې مهال دي، چې مسکو او اسلام‌اباد د امنیتي همکاریو د پراختیا هڅې کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیا د سیمې د ثبات یوه مهمه موضوع پاتې ده.

نوموړي د افغانستان انټرنشنل د خبریال طاهرخان د پوښتنې په ځواب کې وویل، « یوه موضوع چې زموږ [د کورنیو چارو] وزیر له پاکستاني سیالانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کې پرې ټینګار وکړ، دا وه چې روسیه چمتو ده د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.هو، یو ځل بیا وایم چې پاکستاني لوری زموږ وړاندیزونه اوري».

هغه زیاته کړه، « موږ د پاکستان دریځ درک کوو. د کورنیو چارو د وزیرانو په لیدنه کې هم دا موضوع مطرح شوه. موږ د پاکستان دریځ او هغه دلایل درک کوو، چې ولې پاکستان داسې سخت او جدي اقداماتو ته مخه کړې ده.البته، دا د اندېښنې وړ ده، ځکه له بده مرغه، دغه اقدامات د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل هم شوي دي».

خو په ورته وخت کې د روسیې سفیر وویل، « موږ د هغو راپورونو په اړه هم اندېښنه لرو، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو عناصرو د نفوذ خبره کوي. دا موضوع د پاکستان پر امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په ایالت کې، منفي اغېز لري.اوس مهال موږ په دې اړه د خبرو اترو په بهیر کې یو. روسي لوري خپل وړاندیزونه وړاندې کړي او د پاکستاني لوري د ځواب په تمه یو».

د مسکو او اسلام‌اباد امنیتي اړیکې پراخېږي

د خورېف په وینا، د روسیې د کورنیو چارو وزیر د پاکستان په څلور ورځني سفر کې له خپل پاکستاني سیال محسن نقوي او نورو لوړپوړو چارواکو سره د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

سفیر وویل، چې دا د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو ترمنځ له جون میاشتې راهیسې درېیمه مخامخ لیدنه وه. د هغه په وینا، د دغو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او صادقانه همکاریو د پیاوړتیا څرګندونه کوي.

د خورېف په وینا، دواړو وزیرانو تر دې وړاندې په بشکېک کې د خپلې لومړۍ لیدنې پر مهال دوه تړونونه لاسلیک کړي وو او په اسلام‌اباد کې یې د منظمو جنایي شبکو پر ضد د ګډې مبارزې په اړه یو بل تړون هم لاسلیک کړ.

خورېف وویل، تمه ده چې د پاکستان څو پلاوي د دغو هوکړو د عملي کېدو او د سفر د پایلو د تعقیب لپاره مسکو ته ولاړ شي.

د مسکو فارمټ او د ګډې اعلامیې نشتوالی

د مرکې بله مهمه موضوع د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه وه، چې ګډونوال پکې پر یوې ګډې اعلامیې هوکړې ته ونه رسېدل.

خورېف د ګډې اعلامیې نه خپرېدل نه بری وباله او نه ناکامي، هغه دا د ګډونوالو ترمنځ د موجودو اختلافونو انعکاس وباله.

د روسیې سفیر وویل، چې مسکو د غونډې کوربه و، خو پر ګډونوالو یې خپل نظر نه دی تحمیل کړی. د هغه په وینا، د ګډ سند منل د غونډې اصلي موخه نه ده، بلکې پرېکړې باید د ټولو لورو د اجماع پر بنسټ وشي.

هغه زیاته کړه چې که ګډونوال یوې ګډې پایلې ته ونه رسېږي، نو د اعلامیې نه خپرېدل د همدې وضعیت څرګندونه کوي.

خورېف د مسکو فارمټ لا هم د سیمې له مهمو ډیپلوماټیکو میکانېزمونو څخه وباله. د هغه په وینا، دغه چوکاټ د افغانستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د سیمې بېلابېل لوري د خبرو اترو لپاره سره راټولولای شي.

هغه وویل، چې دا میکانېزم د دې فرصت برابروي چې سیمه‌ییز لوري د خپلو ګټو اړوند مسایلو په اړه د سیمې له بهرنیو لوبغاړو پرته خبرې وکړي.

خورېف پاکستان ته د روسیې د ولسمشر د احتمالي سفر په اړه هم خبرې وکړې.

هغه د دې سفر د قطعي کېدو پخلی ونه کړ، خو ویې ویل چې د سفر لپاره به یو مناسب فرصت وي.

طالبان د ودانیو ساتونکو ته: مخابرې واخلئ او پولیسو ته د هرې پېښې خبر ور کوئ

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د ودانیو ساتونکو او د سیمو چوکیدارانو ته امر کړی چې مخابرې واخلي او د دوی پولیسو ته د ورځنیو پېښو خبر ور کړي. د سرچینو په وینا، طالبانو دغه راز له ساتونکو غوښتي چې ځانونو ته یونیفورم چمتو کړي.

همدارنګه دغو سرچینو وویل، چې طالبانو دا طرحه د کابل په ځینو سیمو کې، چې خیرخانه مېنه هم پکې شامله ده، پلې کړې او نورو سیمو ته یې هم د پراخولو په حال کې دي.

د رارسېدلو معلوماتو پر بنسټ، د ساتونکو د مخابرو او یونیفورم د برابرولو لګښت د استوګنیزو ودانیو د اوسېدونکو پر غاړه دی.

دغو سرچینو زیاته کړه، چې طالبانو له ساتونکو او چوکیدارانو غوښتي چې په منظم ډول له اړوندې امنیتي حوزې او نورو ساتونکو سره د مخابرې له لارې په اړیکه کې وي.

د هغو معلوماتو پر بنسټ چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د طالبانو مامورانو د کابل د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې په دویمه حصه کې د استوګنیزو ودانیو ساتونکي احضار کړي او هغوی ته یې امر کړی چې پوځي یونیفورم او مخابره په خپلو او د ودانیو د اوسېدونکو په پیسو وپېري.

د حوزې مسوولانو دغو ساتونکو ته ویلي، چې د مخابرې له اخیستلو او د امنیتي حوزې له مخابراتي فریکونسۍ سره له نښلېدو وروسته، مکلف دي چې په سیمو کې هر ډول پېښه او تګ‌راتګ بې ځنډه مخابره کړي.

د یوولسمې حوزې یوه چوکیدار د دغه امر د پایلو په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «حیران پاتې یم څه وکړم. زه یو غریب سړی یم، نه د دغو وسایلو د اخیستلو توان لرم او نه هم ځان د سیمې له خلکو سره دښمن کوم. مجبوره یم دا دنده پرېږدم، که نه نو کوم کس به ما په مرمۍ وولي. زه خپل وجدان، شرف او ایمان نه پلورم».

له دې شکایت سره سم، یوې بلې سیمه‌ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د سیمې اوسېدونکي مجبور کړي چې د خپلې سیمې د چوکېدارانو لپاره د دغو وسایلو او تجهیزاتو د اخیستلو لګښت ورکړي.

د ښاریانو پر ژوند د طالبانو د څارنې سختېدل

ځینو ښاریانو دا اقدامات په «امنیتي مخبرانو» د خلکو د کورونو د ساتونکو بدلول وبلل او ویې ویل چې په پوځي تجهیزاتو د هغوی سمبالښت د سیمو د اوسېدونکو ترمنځ وېره او بې‌باوري زیاته کړې ده.

هغوی همدارنګه د ښاریانو پر شخصي ژوند د طالبانو د څارنې د سختېدو په اړه اندېښمن دي.

سیمه‌ییزې سرچینې تاییدوي، چې دا بهیر د کابل په یوولسمه او پنځلسمه حوزو کې له څو اونیو راهیسې عملي شوی او د حوزو امریتونه هڅه کوي دغه شبکه د پلازمېنې نورو ناحیو ته هم وغځوي څو استوګنیزې سیمې په سیستماتیک ډول تر استخباراتي پوښښ لاندې راولي.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو دغه امر د خلکو لګښتونه ډېر کړي دي.

د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او بېکارۍ ته په کتو، ځینې ښاریان ساتونکو ته د دغو تجهیزاتو په برابرولو کې له ستونزې سره مخ شوي دي.

طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته په کابل کې د امنیتي کنټرول د ټینګښت لپاره پراخې هڅې پیل کړې چې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرو لګول د هغو یوه برخه وه.

د بښنې نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا د پراخو څارنیزو شبکو پراخول، د ښاریانو له شخصي حریم څخه ښکاره سرغړونه ده او فردي ازادۍ او عامه امنیت په کلکه ګواښي.

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ډلې مشر مولوي هبت الله په کابل کې د رییس الوزرا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډې محدودې کړي دي. د سرچینو په وینا، د ریاست الوزرا ټول مرستیالان خپلې پرېکړې د تایید لپاره د هبت الله دفتر ته لېږي.

د طالبانو باخبره سرچینو نن دوشنبه، د تلې پر ۲۷مه وویل، چې په ارګ کې د رییس الوزرا ملاحسن اخوند په مشرۍ د کابینې غونډې له جوړېدو څخه وړاندې د مولوي هبت الله له دفتر څخه اجازه اخلي او د هغه له اجازې وروسته د کابینې غونډه کیږي.

د طالبانو یوې باخبره سرچینې وویل:« شېخ هبت الله ملاحسن اخوند ته په شفاهي ډول احوال لېږلی چې له دې وروسته د کابینې غونډې لپاره له هغه اجازه واخیستل شي او په کابل کې د وزیرانو د راټولېدو څخه ډډه وکړئ.»

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې په ارګ کې د ملاحسن اخوند په مشرۍ د کابینې وروستۍ غونډه د روان کال د مې په ۱۸مه جوړه شوې وه، چې ۵ میاشتې پرې تېریږي.

د طالبانو ترواک لاندې ارګ په خپله وېبپاڼه کې په وروستي ځل د مولوي هبت الله په مشرۍ د وزیرانو شورا وروستۍ غونډه د روان کال د غبرګولي پر ۲۳مه اعلان کړې ده او له هغه وروسته په رسمي ډول طالبانو د وزیرانو شورا د ترسره کېدو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د سرچینو په وینا، په کندهار کې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله دفتر په کابل کې له ټولو وزیرانو او خپلواکو ادارو څخه غوښتي، چې د غونډو ټول راپورونه دوی ته ولېږي او د پرېکړو په برخه کې دده د دفتر تایید ترلاسه کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې اقتصادي کمیسیون ، چې مشري یې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر کوي، د ټولو پرېکړو له عملي کولو څخه وړاندې، هغه د وروستي تایید لپاره مولوي هبت الله ته لېږي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت د رسمي اعلامیو په پای کې لیکل شوي، چې د وروستي تایید لپاره د ناستې ټولې پرېکړې د مولوي هبت الله دفتر ته لېږل کېږي.

د طالبانو د والیانو ته نژدې ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ولایت په کچه د مهمو پرېکړو په اړه لومړی له مولوي هبت الله څخه تاییدي اخیستل شرط دي او سترې پرېکړې والیان په خپل سر نه شي کولی.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو هم دا تایید کړه، چې سراج الدین حقاني او د هغه د مرستیالانو د ټولو ناستو راپورونه د پرېکړو د تایید لپاره د مولوي هبت الله دفتر ته راجع کېږي او د هغوی له تایید وروسته د ناستو پر پرېکړو عمل کېږي.

د طالبانو یوه امنیتي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ټولې اړوندې ادارې اړې دي، چې خپل رسمي مکتوبونه د یاد ریاست د مشر عبدالحق وثیق او د مرستیال تاجمیر جواد پرځای په کندهار کې د مولوي هبت الله دفتر ته واستوي.

په یوه تازه ګومارنه کې نن دوشنبه، د تلې پر ۲۷مه د طالبانو مالیې وزارت اعلان وکړ، چې ضیا الحق عثمان د مولوي هبت الله د حکم پر بنسټ د ننګرهار د ولایت مستوفي په توګه ټاګل شوی دی.

د طالبانو کابل میشتي ځینې وزیران او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د مولوي هبت الله له لوري د واک د انحصار له امله ناراضه دي او ځینې طالب لوړ رتبه چارواکي د هغه له دې چلند څخه خوښ نه دي.