د پاکستان او روسیې د امنیتي همکاریو له پراختیا سره هممهاله، مسکو وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرستې ته چمتو دی، خو د پاکستان له لوري د وړاندیز د منلو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.
په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خورېف افغانستان انټرنشنل ته په ځانګړې مرکه کې وویل، چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هغه کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي چې د سفیر په وینا، له یوې خوا د پاکستان امنیتي اندېښنې او له بلې خوا د پوځي اقداماتو له امله ملکي وګړو ته اوښتې مرګژوبله پکې مطرح ده.
خورېف په دې مرکه کې وویل، چې روسیې خپل وړاندیزونه له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي او اوس د اسلاماباد د ځواب په تمه ده. هغه زیاته کړه چې مسکو د پاکستان هغه اندېښنې درک کوي چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د نفوذ په اړه یې لري، خو په عین حال کې په افغانستان کې د پاکستاني اقداماتو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه هم اندېښمن دی.
د روسیې د سفیر څرګندونې داسې مهال دي، چې مسکو او اسلاماباد د امنیتي همکاریو د پراختیا هڅې کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیا د سیمې د ثبات یوه مهمه موضوع پاتې ده.
نوموړي د افغانستان انټرنشنل د خبریال طاهرخان د پوښتنې په ځواب کې وویل، « یوه موضوع چې زموږ [د کورنیو چارو] وزیر له پاکستاني سیالانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کې پرې ټینګار وکړ، دا وه چې روسیه چمتو ده د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.هو، یو ځل بیا وایم چې پاکستاني لوری زموږ وړاندیزونه اوري».
هغه زیاته کړه، « موږ د پاکستان دریځ درک کوو. د کورنیو چارو د وزیرانو په لیدنه کې هم دا موضوع مطرح شوه. موږ د پاکستان دریځ او هغه دلایل درک کوو، چې ولې پاکستان داسې سخت او جدي اقداماتو ته مخه کړې ده.البته، دا د اندېښنې وړ ده، ځکه له بده مرغه، دغه اقدامات د ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل هم شوي دي».
خو په ورته وخت کې د روسیې سفیر وویل، « موږ د هغو راپورونو په اړه هم اندېښنه لرو، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو عناصرو د نفوذ خبره کوي. دا موضوع د پاکستان پر امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا په ایالت کې، منفي اغېز لري.اوس مهال موږ په دې اړه د خبرو اترو په بهیر کې یو. روسي لوري خپل وړاندیزونه وړاندې کړي او د پاکستاني لوري د ځواب په تمه یو».
د مسکو او اسلاماباد امنیتي اړیکې پراخېږي
د خورېف په وینا، د روسیې د کورنیو چارو وزیر د پاکستان په څلور ورځني سفر کې له خپل پاکستاني سیال محسن نقوي او نورو لوړپوړو چارواکو سره د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
سفیر وویل، چې دا د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو ترمنځ له جون میاشتې راهیسې درېیمه مخامخ لیدنه وه. د هغه په وینا، د دغو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او صادقانه همکاریو د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
د خورېف په وینا، دواړو وزیرانو تر دې وړاندې په بشکېک کې د خپلې لومړۍ لیدنې پر مهال دوه تړونونه لاسلیک کړي وو او په اسلاماباد کې یې د منظمو جنایي شبکو پر ضد د ګډې مبارزې په اړه یو بل تړون هم لاسلیک کړ.
خورېف وویل، تمه ده چې د پاکستان څو پلاوي د دغو هوکړو د عملي کېدو او د سفر د پایلو د تعقیب لپاره مسکو ته ولاړ شي.
د مسکو فارمټ او د ګډې اعلامیې نشتوالی
د مرکې بله مهمه موضوع د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه وه، چې ګډونوال پکې پر یوې ګډې اعلامیې هوکړې ته ونه رسېدل.
خورېف د ګډې اعلامیې نه خپرېدل نه بری وباله او نه ناکامي، هغه دا د ګډونوالو ترمنځ د موجودو اختلافونو انعکاس وباله.
د روسیې سفیر وویل، چې مسکو د غونډې کوربه و، خو پر ګډونوالو یې خپل نظر نه دی تحمیل کړی. د هغه په وینا، د ګډ سند منل د غونډې اصلي موخه نه ده، بلکې پرېکړې باید د ټولو لورو د اجماع پر بنسټ وشي.
هغه زیاته کړه چې که ګډونوال یوې ګډې پایلې ته ونه رسېږي، نو د اعلامیې نه خپرېدل د همدې وضعیت څرګندونه کوي.
خورېف د مسکو فارمټ لا هم د سیمې له مهمو ډیپلوماټیکو میکانېزمونو څخه وباله. د هغه په وینا، دغه چوکاټ د افغانستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د سیمې بېلابېل لوري د خبرو اترو لپاره سره راټولولای شي.
هغه وویل، چې دا میکانېزم د دې فرصت برابروي چې سیمهییز لوري د خپلو ګټو اړوند مسایلو په اړه د سیمې له بهرنیو لوبغاړو پرته خبرې وکړي.
خورېف پاکستان ته د روسیې د ولسمشر د احتمالي سفر په اړه هم خبرې وکړې.
هغه د دې سفر د قطعي کېدو پخلی ونه کړ، خو ویې ویل چې د سفر لپاره به یو مناسب فرصت وي.