• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ټرمپ: ایراني چارواکو له ما د نه وژل کېدو ضمانت غوښتی

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پرضد پوځي عملیاتو ته په اشارې ویلي، د دغه هېواد سمندري او هوايي ځواکونه له‌منځه تللي؛ خو د پوځي وړتیاوو نورې برخې لکه رادارونه او د هوايي دفاع سیستمونه یې ویجاړ شوي دي.

ټرمپ ویلي: «اوس د ایران ۱۲۹ جنګي الوتکې د دغه هېواد د هوايي ډګرونو پر بېلابېلو ځغاست‌لیکو پرتې دي. رادارونه یې له‌منځه تللي، د هوايي دفاع سیستمونه یې له‌منځه تللي، هر څه یې له‌منځه تللي او مشران یې هم له‌منځه تللي دي».
د امریکا ولسمشر د ایران د یوشمېر چارواکو وژل کېدو ته په اشارې زیاته کړې: «د هغوی لومړۍ درجه مشران له‌منځه تللي، دویمه درجه مشران یې هم له‌منځه تللي او د درېیمې درجې مشرانو نیمایي یې هم له‌منځه تللي دي».
ټرمپ زیاته کړې، چې د ایران پاتې چارواکو د بریدونو د درولو غوښتنه کړې او له هغه یې ډاډ غوښتی چې ونه وژل شي. هغه ویلي: «هغوی له ما د ډاډ غوښتنه کړې، چې د نورو هغه کسانو په څېر چې وړاندې مو وژلي وو، ونه وژنو».
ټرمپ دارنګه ایران د هغه ګڼو امریکایانو د وژل کېدو مسوول بللی، چې په تېرو کلونو کې د سړک غاړې بمونو په چاودنه کې وژل شوي دي. هغه په دې تړاو د خپلې لومړۍ دورې ولسمشرۍ پرمهال د ایران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژل کېدو ته هم اشاره کړې ده.

•
•
•

نور خبرونه

جنت ته د تلو په پلمه د ماشومانو د وژنې قضیه؛ د مذهبي ډلې مشر مجرم وپېژندل شو

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱
100%

د کینیا یوې محکمې د مذهبي ډلې مشر پاول مکینزي او ۳۰ نور کسان د ۱۹۰ ماشومانو او یوه بالغ کس د وژنې په تور مجرمان وپېژندل. څارنوالان وايي، مکینزي خپلو پیروانو ته امر کړی و چې د نړۍ تر پای مخکې جنت ته د تلو او له عیسی مسیح سره د لیدو په باور ځانونه او ماشومان وږي وساتي.

دسکای نیوزد راپور له مخې، قاضي ډایانا موچاشي د مومباسا په عالي محکمه کې ددغه مذهبي مشر پر ضد د دوشنبې په ورځ حکم صادر کړ. د قضیې په تړاو ټولو ۳۱ تورنو د وژنې تورونه رد کړي وو، خو محکمې ټول مجرم وپېژندل. د هغوی د سزا په اړه پرېکړه به د نومبر په میاشت کې وشي.

قاضي ویلي، د مکینزي د «ښه خبرونو نړیوالې کلیسا» پیروان د شاکاهولا ځنګل ته تر کډه کېدو مخکې هم له خپلې خپلواکۍ بې‌برخې شوي وو او د هغه پر لارښوونو یې بشپړه تکیه لرله.

موچاشي ویلي: «کله چې دوی شاکاهولا ځنګل ته کډه کېدل، ډېرو یې د خپلواک فکر او ځان‌باورۍ احساس له لاسه ورکړی و. دوی ځانونه بې‌وسه او د هغه پر هر امر متکي احساسول. قربانیانو خپلې شخصي پولې له لاسه ورکړې وې او د مکینزي له مشورې پرته یې هېڅ کار نه شو کولای.»

د قاضي په وینا، د ډلې پیروان دومره تر رواني اغېز لاندې راغلي وو چې کله مکینزي خپلو ماشومانو ته د واکسین لګولو او د رسمي یا بل هر ډول کار کولو مخالفت وکړ، هغوی یې له پوښتنې پرته ومنله. هغې زیاته کړې چې ماشومان د لوږې له لارې د مرګ پرېکړه په خپله نه شوای کولای، ځکه د داسې پرېکړې لپاره یې قانوني وړتیا نه لرله.

د قربانیانو ډېری ماشومان د شپږو او لسو کلونو ترمنځ وو او تر ټولو کوچنی یې یوازې څو میاشتنی و.

څارنوالانو ویلي، مکینزي په شاکاهولا ځنګل کې پر خپل شاوخوا ۸۰۰ جریبه ملکیت د سختې لوږې لړۍ تنظیم کړې وه، څو پیروان یې د نړۍ تر پای مخکې جنت ته ولاړ شي. د دوی په وینا، د مرګ یوه منظمه لړۍ موجوده وه چې لومړی به ماشومان، ورپسې تنکي ځوانان، ښځې او په پای کې نارینه مړه کېدل.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال راهیسې د کینیا په ساحلي کیلِفي سیمه کې د شاکاهولا ځنګل ډله‌ییزو قبرونو څخه تر ۴۰۰ ډېر جسدونه موندل شوي دي.

د کینیا د بشري حقونو ملي کمېسیون په ۲۰۲۴ کال کې د مړو رسمي شمېر ۴۲۹ ښودلی و. د جسدونو د موندلو عملیاتو د پراخې بشري غمیزې او د مذهبي ډلو د څارنې په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

مکینزي، چې پخوا ټکسي چلوونکی و، د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې تر هغه وروسته ونیول شو چې چارواکو ته د ډلې د فعالیتونو په اړه خبر ورکړل شو او د ځینو پیروانو د ژغورلو هڅې پیل شوې.

نوموړی د ترهګرۍ اړوند جرمونو، غیرقانوني وژنو او شکنجې له نورو تورونو سره هم مخ دی.

له ایران سره د سوداګریزو لارو بندېدو په پاکستان کې د اوبلنو ګازو بیې لوړې کړې

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له ایران سره د پاکستان د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته په دغه هېواد کې د اوبلنو ګازو د یوه کیلوګرام بیه په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې ده. د اوبلنو ګازو سوداګر وايي، له ۴۵۰۰ ټنو څخه پر زیاتو ګازو بار لارۍ د ایران په خاوره کې بند پاتې دی.

د مایع ګازو د بازارموندنې ټولنې مرستیال مشر محمد علي حیدر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د وارداتو په تګلاره کې بدلونونو د مایع ګازو پر وارداتو او بازار ته پر رسولو اغېز کړی دی.
نوموړي ویلي، د ګازو د رسد د کمېدو له امله په بازار کې د بیو د لوړېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د محمد علي حیدر په وینا، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۱۶مه له ایران سره د سوداګرۍ په اړه د پخوانیو اسانتیاوو د بېرته اخیستو پرېکړه وکړه. له دې وروسته د ایران سره د مهمو سرحدي لارو سوداګري ودرول شوه.
د ګازو د سوداګرو په وینا، که سرحدي لارې ژر بېرته خلاصې نه شي او د ګازو واردات عادي حالت ته راونه ګرځي، د مایع ګازو بیې ښايي نورې هم لوړې شي. دوی په ځانګړي ډول د ژمي له رارسېدو سره د ګازو د تقاضا د زیاتېدو او په بازار کې د کمښت د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښيي.
محمد علي حیدر له حکومته غوښتي چې د مایع ګازو نرخونه دې د میاشتني نرخ‌ ټاکلو پر ځای هره اوونۍ اعلان کړي.
د هغه په وینا، په دې توګه به د نړیوالو بازارونو د بیو بدلون او د وارداتو د لګښتونو زیاتوالی یا کموالی په وخت په نرخونو کې حساب شي.
اوس مهال د پاکستان د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې د مایع ګازو رسمي نرخونه په میاشتني ډول اعلانوي. د سوداګرو په باور د نرخونو د اعلان دا طریقه د نړیوالو بیو او د رسد د لګښتونو له چټکو بدلونونو سره سمون نه خوري.
د صنعت د اړوندو سرچینو د اټکل له مخې، پاکستان په کال کې نږدې دوه میلیونه ټنه مایع ګازو کاروي او د اړتیا یوه لویه برخه یې له وارداتو پوره کېږي.
د ایران له لارې د ګازو د لېږد ګډوډېدل له همدې امله د پاکستان د انرژۍ پر رسد مستقیم اغېز لرلای شي.
په پاکستان کې ډېری کورنۍ، هوټلونه او واړه کاروبارونه د پخلي او نورو اړتیاوو لپاره مایع ګازو کاروي په ځانګړي ډول هغه سیمې چې د طبیعي ګازو د نلونو شبکه نه لري. د دې مایع ګازو د بیو لوړېدل د دغو کورنیو او کاروبارونو پر لګښتونو نور فشار هم زیاتوي.
تر اوسه حکومت د مایع ګازو د نرخونو د ورځني یا اوونیز اعلانولو په اړه د سوداګرو غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
سوداګر وايي، د سرحدي لارو پرانیستل او د وارداتو عادي کول د رسد د ثبات او د بیو د کنټرول لپاره مهم دي.

سرګي لاوروف: زیلینسکي مذاکرات نه غواړي او څو ځله یې د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نه غواړي له روسیې سره خبرې اترې وکړي. هغه پر زیلینسکي تور پورې کړ چې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د هیلو له رامنځته کېدو وروسته یې پر ملکي موخو بریدونه کړي.

لاوروف دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د بحرین په پلازمېنه منامه کې د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) د ستراتیژیکو خبرو اترو د وزیرانو د نهمې ګډې غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.

هغه ویلي: «موږ یوازې یوې پایلې ته رسېدای شو: زیلینسکي مذاکرات نه غواړي.» د لاوروف په وینا، د اوکراین ولسمشر څو ځله د خبرو اترو بهیر له خنډ سره مخ کړی، ځکه په باور یې، داسې هوکړه چې روسیه او امریکا یې ومني، ښايي د زیلینسکي د واکمنۍ او د هغه د سیاسي راتلونکي پای ته رسېدو لامل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز ادعا کړې چې په تېرو څو مواردو کې، په ځانګړي ډول کله چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیزونو مسکو او کییف د خبرو اترو د بیا پیل په اړه یوې ګډې زمینې ته نږدې کړي وو، اوکراین بله ورځ داسې کړنې ترسره کړې چې د هغه په وینا، د منلو وړ نه وې؛ په دغو مواردو کې یې پر ملکي اهدافو بریدونه یاد کړي دي.

لاوروف د هرمز تنګي په شاوخوا کې د کړکېچ په اړه ویلي چې د وضعیت د حل لپاره باید د ستونزې اصلي لاملونه په نښه شي. هغه د امریکا او ایران ترمنځ د «اسلام‌اباد یادښت» په نوم هوکړې د عملي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه سند لا هم د پراخې جګړې د بیا پیل د مخنیوي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو اترو د بېرته پیل لپاره اړین عناصر لري.

هغه زیاته کړې چې روسیه د خلیج د امنیت لپاره د یوې پراخې او ټول‌شموله سیمه‌ییزې تګلارې ملاتړ کوي، چې عربي خلیجي هېوادونه، ایران او د سیمې ګاونډیان، په ځانګړي ډول عراق او اردن، پکې شامل وي.

د لاوروف په وینا، د سیمې د امنیت په اړه پرېکړې باید تر ډېره د همدغو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي، نه دا چې بهرني لوبغاړي خپلې جیوپولیټیکې موخې پرې وتپي.

هغه ویلي، روسیه له څو لسیزو راهیسې د فارس خلیج لپاره د ګډ امنیت د یوه چوکاټ د جوړولو هڅې کوي او چمتو ده خپله طرحه د چین، ایران او د خلیج د همکارۍ شورا له نوښتونو سره همغږې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په غونډه کې د فلسطین پر مسله هم پراخ بحث شوی او دواړو لورو د فلسطیني دولت د جوړېدو د امکان د له منځه وړلو له هڅو سره مخالفت څرګند کړی دی.

لاوروف د اوکراین په اړه د خلیجي هېوادونو دریځ «متوازن او عیني» بللی او ویلي یې دي چې روسیې د دغو هېوادونو له هڅو مننه کړې، چې د بشري مسلو په حل کې منځګړیتوب کوي. د هغه په وینا، په دغو هڅو کې له خپلو کورنیو سره د ماشومانو یوځای کول، د جنګي بندیانو تبادله او د وژل شویو کسانو د جسدونو بېرته سپارل شامل دي.

لاوروف د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ډیزلو د معاملې په اړه هم څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، دا موضوع د روسیې او امریکا ترمنځ ده او د اروپايي ټولنې او زیلینسکي له نیوکو سره یې مخالفت کړی دی.

هغه د اروپايي ټولنې هغه دریځ ته په اشارې چې دغه معامله یې د اوکراین پر وړاندې خیانت بللې، او د زیلینسکي هغې ادعا ته چې د روسیې د ډیزلو صادرات باید د ده له اجازې سره تړلي وي، ویلي چې دا نور د انرژۍ د امنیت موضوع نه ده، بلکې د ځان مطرح کولو هڅه او «یو بل مسخره نندار» دی.

لاوروف د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې یادونه هم کړې ده. د هغه په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو لورو ترمنځ سوداګري ۴۵ سلنه زیاته شوې او نږدې ۱۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

هغه ویلي چې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د پام وړ فرصتونه شته.

ملګري ملتونه: د سولې په بهیرونو کې د ښځو د مشرتابه ملاتړ کم شوی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، د سولې په ټینګښت کې د ښځو د مشرتابه لپاره پانګونه کمېږي او ښځې د سولې له خبرو څخه په زیاتېدونکي ډول لرې کېږي. په افغانستان کې هم د طالبانو له واک ته بیا رسېدو وروسته ښځې د سولې، امنیت او د هېواد د راتلونکي په اړه له مهمو پرېکړو څخه څنډې ته شوې.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د یوې اعلامیې له مخې، د ښځو مشرتابه او خوندیتوب د ملي او نړیوال امنیت لپاره اړین دي، خو روانې جګړې ښځې او نجونې له لا ډېرو خطرونو سره مخ کړې دي. دغه اداره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اکتوبر په ۲۷مه د «ښځې، سولې او امنیت» په اړه د پرانیستو بحثونو په درشل کې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې اجنډا د عملي کولو لپاره خپلې ژمنې نوې او پانګونه زیاته کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، ښځې د سولې په خبرو اترو کې د ګډون له فرصتونو محرومېږي، په داسې حال کې چې د جګړو د مخنیوي، پای ته رسولو او د جګړې وروسته د بیارغونې لپاره د هغوی ونډه حیاتي ده.

په افغانستان کې د ښځو د ګډون وضعیت

افغانستان د ښځو، سولې او امنیت د نړیوالې اجنډا د عملي کېدو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغانستان د جنسیتي وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې دننه افغان ښځې نږدې په بشپړ ډول د ښځو، سولې او امنیت اړوند بحثونو او بهیرونو څخه ایستل شوې دي. د راپور له مخې، افغان ښځې د هېواد د وضعیت او راتلونکي په اړه په لوړو نړیوالو غونډو کې هم له ګډون څخه محرومې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ۲۰۲۵ کال راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له هرو لسو ځوانو ښځو څخه اته یې له زده‌کړو، کار یا مسلکي روزنې څخه بې‌برخې دي. دغه وضعیت د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، عامه ګډون او په ټولنه کې د هغوی د مشرتابه پر فرصتونو اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۶ کال د اګست په میاشت کې هم ویلي وو چې د طالبانو له واک ته تر بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود شوي دي. د دغې ادارې د سروې له مخې، له نیمایي ډېرو ښځو ویلي چې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره وځي، نږدې درې پر څلور برخې یې له محرم پرته له کوره وتل ناامنه ګڼي او له هرو لسو ښځو څخه اوو د خپل رواني روغتیا وضعیت خراب یا ډېر خراب بللی دی.

د ښځو، سولې او امنیت نړیواله اجنډا

د ښځو، سولې او امنیت اجنډا په ۲۰۰۰ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵م پرېکړه‌لیک په تصویب سره رامنځته شوه. د دې پرېکړه‌لیک موخه په شخړو کې د ښځو او نجونو خوندیتوب او د جګړو د مخنیوي، سولې خبرو اترو او د جګړې وروسته د بیارغونې په بهیرونو کې د ښځو د مانادار ګډون پیاوړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملیاتو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۷۶ میلیونه ښځې د مرګونو شخړو له پېښو څخه د ۵۰ کیلومترو په واټن کې اوسېدلې؛ دا شمېر له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې تر ټولو لوړ بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې مشرې، سیما باهوس، د جګړو او د سولې په بهیرونو کې د ښځو د وضعیت په اړه ویلي وو: «ښځې او نجونې په ریکارډ شمېر وژل کېږي، د سولې له خبرو اترو څخه ایستل کېږي او په داسې حال کې بې‌ملاتړه پرېښودل کېږي چې جګړې زیاتېږي. ښځې نورو ژمنو ته اړتیا نه لري، هغوی ځواک، خوندیتوب او برابر ګډون غواړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي چې له خپلو همکارانو سره په جګړه ځپلو او بحراني سیمو کې ښځو او نجونو ته د ژوند ژغورنې مرستې، خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ او اقتصادي فرصتونه برابروي.

دغه اداره ټینګار کوي چې د ښځو مشرتابه، ګډون او خوندیتوب باید د سولې او امنیت د ټولو هڅو اساسي برخه وي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اکتوبر ۲۷مې بحثونه د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د بشپړ عملي کولو، د هغې لپاره د پانګونې او د نړیوالو ژمنو د نوي کولو مهم فرصت بلل شوی دی.

ګارډین: د حوثیانو پر ضد د امارات او عربستان پوځي همکاري بیا پیلېږي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
100%

د ګارډين د راپور له مخې، سعودي او امارات په يمن کې د ايران له ملاتړه د برخمنو حوثيانو پر ضد د پوځي همکاریو پر بيا پيل هوکړه کړې ده. د دې هوکړې پر بنسټ، امارات به په سویل کې د عمالقه ځواکونو مالي لګښتونه پر غاړه واخلي او رياض به د هغوی لپاره هوايي ملاتړ چمتو کړي.

ګارډین ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده عربي امارات او سعودي عربستان په یمن کې د حوثيانو پر ضد د خپلو ګډو پوځي همکاریو د بیا پیلولو په اړه یوې نوې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې په یمن کې پر حساسو سیمو د حوثیانو بریدونه زیات شوي او دغه وسله واله ډله د ایران له پراخ ملاتړه برخمنه ده.
د ګارډین د راپور له مخې، په نوې هوکړه کې څرګنده شوې، چې متحده عربي امارات به د یمن د دولتي ځواکونو د یوې برخې او په ځانګړي ډول په سویل کې د «عمالقه لواګانو» مالي ملاتړ بېرته پر غاړه واخلي. په مقابل کې سعودي عربستان ژمنه کړې، چې د دغو ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو لپاره به ټول اړین هوايي ملاتړ چمتو کړي او پر حوثي سنګرونو به بمبارۍ وکړي.
دغه نوې هوکړه لا په رسمي ډول نه‌ده اعلان شوې، خو شنونکي یې د ریاض او ابوظبۍ ترمنځ د ژورو پخوانیو اختلافاتو د کمېدو لومړنۍ څرګنده نښه بولي.

پر سعودي عربستان د حوثیانو د توغندیزو او ډرون بریدونو دوام او همدارنګه په ځینو سیمو کې د دوی وروستیو پرمختګونو، دواړه ګاونډي هېوادونه اړ کړي چې یو ځل بیا خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.
متحده عربي امارات د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې په یمن کې خپل پوځي حضور او مالي مرستې وځنډولې چې د دوی او سعودي عربستان ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل. دا تر هغې وروسته وو، چې د سعودي جنګي الوتکو په سویل کې د بېلتونپالو ځواکونو لپاره د امارات د وسلو پر استول شویو جوپو بریدونه وکړل.

دا نوې همکاري په داسې مهال رامنځته کېږي، چې د سعودي ملاتړ لرونکو ځواکونو د باب‌المندب تنګي شاوخوا او د مارب په ولایت کې د حوثیانو د شاتمبولو لپاره نوي پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د حوثي وسله والو له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو لړۍ په تېرو میاشتو کې ډېره پراخه شوې ده. د یمن حوثیانو د سعودي پر ضد سمندري کلابندي اعلان کړې او د دغه هېواد د ارامکو تېلو پر تاسیساتو، په تېره بیا په جازان، بقیق، نجران او خمیس‌مشیط کې پر نفتي مرکزونو او نفت وړونکو بېړیو بریدونه کړي چې له امله یې جازان کې د ۴۰۰ زره بېرلو تصفیه‌خونه هم له فعالیت څخه لوېدلې وه. سعودي عربستان هم په صعده، الحدیده او مارب کې د حوثیانو پر پټنځایونو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

ډېر لیدل شوي

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي
۱

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۲

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۳

جرمني د افغانانو د قضیو له بیا ارزونې وروسته هم د ۳۲ کسانو د ویزو غوښتنې رد کړې

۴

ملا برادر: یوناما باید عادلانه، په عیني واقیعتونو ولاړ بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړي

۵

خوشال سادات: طالبان دې د دفاع پر ځای پر اسلام‌اباد او کراچۍ بریدونه وکړي