• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د مرکزي اسمبلۍ د غړي نیول کېدو په بنو کې اعتراضونه راپارولي

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د «المرکز الاسلامي» دیني مدرسې استادانو او زده‌کوونکو د پاکستان مرکزي اسمبلۍ د غړي مولانا سید نسیم علي شاه د نیولو پر ضد اعتراضي غونډه کړې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

مولانا سید نسیم علي شاه د دوشنبې په ورځ د «المرکز الاسلامي» له دیني مدرسې څخه هغه مهال ونیول شو چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشرانو سره په یوه غونډه کې ناست و.
د مدرسې استادانو او دیني عالمانو د نوموړي نیول غندلي او ویلي یې دي چې له دیني مدرسې څخه د مرکزي اسمبلۍ د یوه منتخب غړي نیول د مدرسې د درناوي خلاف کار دی. په بنو کې د تحریک انصاف سیمه‌ییزو مشرانو هم د هغه نیول غندلي دي.
د تحریک انصاف ګوند سیمه‌ییزو مشرانو د سې‌شنبې په ورځ د ماسپښین په درېیو بجو د یوې غونډې رابللو اعلان کړی دی. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د مولانا سید نسیم علي شاه د نیولو پر ضد د اعتراض او راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه وشي.
تر اوسه پولیسو او سیمه‌ییزو چارواکو د مولانا سید نسیم علي شاه د نیولو د لامل او پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
همداراز، لا څرګنده نه ده چې نوموړی چېرته ساتل شوی او کله به محکمې ته وړاندې شي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل
۱

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۲
ځانګړی

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۳

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

۵
ځانګړی

طالبانو په بدخشان کې د بې پېلوټه الوتکو دویم عملیاتي مرکز جوړ کړی

•
•
•

نور خبرونه

راپورونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۱
100%

راپورونه ښیي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې او له ۱،۳ میلیارد ډالرو ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. په داسې حال کې چې د ډيورنډ کرښې تړل کېدو د پاکستان سوداګرو ته زیان اړولی، خو افغانستان خپلې سوداګریزې لارې د ایران او منځنۍ اسیا پر لور اړولې دي.

د راپورونو له مخې، د تورخم، چمن، خرلاڅي، غلام‌خان او انګور اډې په ګډون د مهمو سوداګریزو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو د سوداګرو، لېږد رالېږد شرکتونو او ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

پاکستاني چارواکي د سوداګرۍ د کړکېچ یو مهم لامل امنیتي ستونزې بولي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې د طالبانو حکومت باید د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د پاکستان په وینا، له افغان خاورې فعالیت کوي. پاکستان وايي، تر هغه چې په دې برخه کې د دوی اندېښنې حل نه شي، د سوداګریزو اړیکو عادي کېدل ستونزمن دي.

د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګرۍ د خنډونو په غبرګون کې د ایران او منځنۍ اسیا له لارو د وارداتو کچه لوړه کړې ده. د راپور د شمېرو له مخې، د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له دهلېزونو او ۴۶ سلنه د ایران له لارو ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نږدې صفر ته راټیټه شوې ده.

ایران د افغانستان د وارداتو د ۳۱،۴ سلنې په برابرولو سره د دغه هېواد تر ټولو لوی وارداتي شریک بلل شوی او د چابهار بندر د سوداګریزو توکو په لېږد کې مهم رول لري.

د سوداګرۍ د لارو بدلون د افغانستان لپاره د بدیلو مسیرونو د پراختیا په معنا دی، خو د نړیوال بانک په وینا، پر محدود شمېر سوداګریزو شریکانو او لارو تکیه هم اقتصادي خطرونه لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کمښت د پاکستان د درملو، کرنیزو محصولاتو او ترانسپورټ پر برخو هم اغېز کړی دی. د پاکستان د شمېرو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۳–۲۰۲۴ مالي کال کې افغانستان ته نږدې ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو؛ خو د سوداګریزو اړیکو له ګډوډېدو سره یې د دغو محصولاتو بازار زیانمن شوی دی.

د پاکستان کرنیز سوداګر هم د کچالو او سبزیجاتو د صادراتو د درېدلو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. د راپور له مخې، تر پخوا هره ورځ لسګونه لارۍ کچالو او سبزیجات افغانستان ته لېږدول کېدل، خو د لارو تړل کېدو دا بهیر ګډوډ کړی او په پاکستان کې یې د دغو محصولاتو پر بیو فشار زیات کړی دی.

د پاکستان حکومت هم د کچالو د بیو د راټیټېدو ستونزه منلې او د اضافي محصولاتو لپاره یې د بدیلو بازارونو او صادراتي لارو د موندلو هڅې پیل کړې دي.

د لېږد رالېږد په برخه کې هم ګڼو موټرچلوونکو او د باروړونکو موټرو مالکانو د فعالیتونو د درېدو له امله زیانونه ګاللي دي. د سوداګرو په وینا، د ډيورند کرښې تړل کېدو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په هغو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کړي چې د افغانستان له بازار سره تړلي دي.

د سوداګرۍ د کړکېچ په اړه د پاکستان د سوداګرۍ د خونې د استازو او سوداګرو نظرونه سره توپیر لري. د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې استازي د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل لپاره د خوندي لارو او قانوني سوداګرۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

خو په پېښور کې ځینې سوداګر وايي، ملي امنیت باید تر سوداګریزو ګټو لومړیتوب ولري او تر هغو چې امنیتي اندېښنې نه وي حل شوې، اقتصادي ملاحظات باید پر امنیت مقدم ونه ګڼل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغانستان په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي او پاکستان د خپل پخواني بازار د له لاسه ورکولو له اقتصادي پایلو سره مخ دی.

له ایران سره د سوداګریزو لارو بندېدو په پاکستان کې د اوبلنو ګازو بیې لوړې کړې

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له ایران سره د پاکستان د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته په دغه هېواد کې د اوبلنو ګازو د یوه کیلوګرام بیه په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې ده. د اوبلنو ګازو سوداګر وايي، له ۴۵۰۰ ټنو څخه پر زیاتو ګازو بار لارۍ د ایران په خاوره کې بند پاتې دی.

د مایع ګازو د بازارموندنې ټولنې مرستیال مشر محمد علي حیدر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د وارداتو په تګلاره کې بدلونونو د مایع ګازو پر وارداتو او بازار ته پر رسولو اغېز کړی دی.
نوموړي ویلي، د ګازو د رسد د کمېدو له امله په بازار کې د بیو د لوړېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د محمد علي حیدر په وینا، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۱۶مه له ایران سره د سوداګرۍ په اړه د پخوانیو اسانتیاوو د بېرته اخیستو پرېکړه وکړه. له دې وروسته د ایران سره د مهمو سرحدي لارو سوداګري ودرول شوه.
د ګازو د سوداګرو په وینا، که سرحدي لارې ژر بېرته خلاصې نه شي او د ګازو واردات عادي حالت ته راونه ګرځي، د مایع ګازو بیې ښايي نورې هم لوړې شي. دوی په ځانګړي ډول د ژمي له رارسېدو سره د ګازو د تقاضا د زیاتېدو او په بازار کې د کمښت د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښيي.
محمد علي حیدر له حکومته غوښتي چې د مایع ګازو نرخونه دې د میاشتني نرخ‌ ټاکلو پر ځای هره اوونۍ اعلان کړي.
د هغه په وینا، په دې توګه به د نړیوالو بازارونو د بیو بدلون او د وارداتو د لګښتونو زیاتوالی یا کموالی په وخت په نرخونو کې حساب شي.
اوس مهال د پاکستان د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې د مایع ګازو رسمي نرخونه په میاشتني ډول اعلانوي. د سوداګرو په باور د نرخونو د اعلان دا طریقه د نړیوالو بیو او د رسد د لګښتونو له چټکو بدلونونو سره سمون نه خوري.
د صنعت د اړوندو سرچینو د اټکل له مخې، پاکستان په کال کې نږدې دوه میلیونه ټنه مایع ګازو کاروي او د اړتیا یوه لویه برخه یې له وارداتو پوره کېږي.
د ایران له لارې د ګازو د لېږد ګډوډېدل له همدې امله د پاکستان د انرژۍ پر رسد مستقیم اغېز لرلای شي.
په پاکستان کې ډېری کورنۍ، هوټلونه او واړه کاروبارونه د پخلي او نورو اړتیاوو لپاره مایع ګازو کاروي په ځانګړي ډول هغه سیمې چې د طبیعي ګازو د نلونو شبکه نه لري. د دې مایع ګازو د بیو لوړېدل د دغو کورنیو او کاروبارونو پر لګښتونو نور فشار هم زیاتوي.
تر اوسه حکومت د مایع ګازو د نرخونو د ورځني یا اوونیز اعلانولو په اړه د سوداګرو غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
سوداګر وايي، د سرحدي لارو پرانیستل او د وارداتو عادي کول د رسد د ثبات او د بیو د کنټرول لپاره مهم دي.

میاں افتخار حسین: عوامي نشنل ګوند د چا سیاسي لارښوونې نه مني

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشر میاں افتخار حسین وايي، ګوند به یې د هېچا سیاسي لارښوونې ونه مني او د پښتنو د حقونو، د ایالت د خپلواکۍ او د تلپاتې سولې لپاره به پر خپل اصولي دریځ ولاړ وي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین وايي چې عوامي نېشنل ګوند یې د هېچا سیاسي لارښوونې او فشارونه نه مني او د واک، دولتي څوکیو یا امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره به له خپلو نظریاتو او اصولي دریځ څخه لاس وانخلي.
هغه څرګنده کړه چې د عوامي نېشنل ګوند د سیاست اساسي موخه د پښتنو د حقونو ساتنه، په خېبر پښتونخوا کې د تلپاتې سولې ټینګښت، د خلکو د عزت او درناوي بېرته راګرځول او د اساسي قانون له مخې د خپلواک واک دفاع ده.
میاں افتخار حسین ویلي، د اوسنیو سیاسي حالاتو په اړه د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي مشر سناتور ایمل ولي خان څرګند دریځ د دغه ګوند د سل کلن تاریخ، فکري تګلاره او د پښتنو د حقونو لپاره د اوږدې مبارزې دوام دی.
د هغه په وینا، عوامي نېشنل ګوند تل د ولسواکۍ ارزښتونو، اصولو او ملي مسؤلیتونو ته لومړیتوب ورکړی او د فشارونو یا سیاسي ګټو لپاره یې په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی.
د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر ویلي هېڅوک باید دا تمه ونه لري چې دغه عوامي نېشنل ګوند به د نورو په لارښوونه خپله سیاسي تګلاره وټاکي.
هغه زیاته کړې عوامي نېشنل ګوند به د واک ترلاسه کولو یا د چا د خوشحالولو لپاره له خپلو سیاسي نظریاتو لاس وانخلي.
د نوموړي په وینا، د دغه ګوند د سیاسي مبارزې موخه د څوکۍ او امتیازاتو ترلاسه کول نه دي بلکې د خلکو د حقونو ساتنه ده.
میاں افتخار حسین وویل د عوامي نېشنل ګوند تاریخ له سیاسي قربانیو، زندانونو او ستونزو سره تړلی دی.
د هغه په وینا، په تېرو وختونو کې فشارونو، مخالفتونو او لالچونو هم دا ګوند له خپلو نظریاتو څخه نه دی اړولی.
هغه زیاته کړه چې عوامي نېشنل ګوند پر ولسواکۍ او د هغې پر اصولو باور لري او د څوکۍ یا امتیازاتو په بدل کې له خپلو ملي مسوولیتونو څخه تېرېدل ورته د منلو وړ نه دي.
د خېبر پښتونخوا د اساسي قانوني او مالي حقونو په اړه میاں افتخار حسین وویل د دې ایالت د اساسي قانون له مخې د واکونو ترلاسه کول د ملي مالي کمېسیون د پرېکړې له مخې د ایالت د پاتې پیسو ترلاسه کول د مالي حقونو تأمین او د تلپاتې سولې ټینګښت د پښتنو اساسي غوښتنې دي.
د هغه په وینا، دا حقونه د هېڅ حکومت یا ادارې احسان نه دی بلکې د خېبر پښتونخوا د ایالت او د خلکو قانوني او اساسي حقونه دي.
هغه وویل د دغو موضوعاتو په اړه د خبرو او همکارۍ لپاره د دوی دروازې پرانیستې دي خو خبرې اترې په دې معنا نه دي چې ګوند به له خپل اصولي دریځ څخه تېر شي.
نوموړي زیاته کړه عوامي نېشنل ګوند به د خېبر پښتونخوا د حقونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
هغه د خپل دریځ په بیا څرګندولو سره وویل، چې د باچا خان فکر د عوامي نېشنل ګوند سل کلنه سیاسي مبارزه او د ولسواکۍ اصول لا هم د دې ګوند د سیاست بنسټ جوړوي.

د پاکستان پخوانی سفیر: د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه د طالبانو او اسلام‌اباد د کړکېچ اصلي لامل دی

۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
100%

افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر سید ابرار حسین وایي، د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ اصلي لامل دی. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو اندېښنو تر حل کېدو پورې به پاکستان خپلو اوسنیو سیاستونو ته دوام ورکړي.

سید ابرار حسین د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب د هڅو ناکامي د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي اختلافونو پایله ده.

نوموړي ویلي، اسلام‌اباد ځان د اوسنیو سیاستونو دوام ته اړ بولي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان وګړي او امنیتي ځواکونه هره ورځ له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ټینګار کړی چې د اسلام‌اباد له نظره، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی.

هغه زیاته کړې چې که د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو په اړه د پاکستان اندېښنې حل شي، د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې بېرته عادي حالت ته ستنېدای شي.

ابرار حسین ویلي چې پاکستان په لومړیو کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو هرکلی وکړ، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه زیات شول او ورسره د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې هم پراخې شوې.

نوموړي د روان کړکېچ د حل په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې طالبانو تر اوسه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزناک او عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنې یوازې په پاکستان پورې محدودې نه دي، بلکې نور هېوادونه هم په دې برخه کې اندېښنې لري.

د ابرار حسین په وینا، د دغو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا د هېوادونو، چین او روسیې امنیت هم ګواښلی شي.

سید ابرار حسین له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې په کابل کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د لارو تړل کېدو اقتصادي او بشري پایلې

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي اختلافونو دوام د دواړو هېوادونو پر عامو وګړو مستقیمې اغېزې کړې دي.

د نوموړي په وینا، سوداګریز محدودیتونه، د سرحدي لارو تړل کېدل او د ویزو د ترلاسه کولو ستونزې د افغانستان او پاکستان پر وګړو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې سوداګریزې لارې د تېر کال له تلې میاشتې راهیسې د سرحدي نښتو له امله د عادي سوداګرۍ پر مخ تړلې پاتې دي.

د دغو لارو تړل کېدو د سوداګرو، موټرچلوونکو او هغو کارګرانو فعالیتونه اغېزمن کړي چې د سرحدي سوداګرۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

دغه وضعیت د پولې دواړو غاړو ته ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د لارو بېرته پرانیستل او د سوداګرۍ او ټرانزیټ بیا پیل د طالبانو له هغې همکارۍ سره تړاو لري چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې کوي.

ابرار حسین خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به نه یوازې د طالبانو او پاکستان سیاسي اړیکې نورې هم زیانمنې کړي، بلکې د دواړو هېوادونو د عامو وګړو پر اقتصاد او ژوند به هم فشارونه زیات کړي.

له پاکستان څخه جبري ستنېدل؛ محصلان او ډاکټران د خپل تعلیمي راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې مېشت افغان زده‌کوونکي د کډوالو د بېرته ستنېدو له بهیر سره د خپلو زده‌کړو د نیمګړې پاتې کېدو په اړه اندېښمن دي. په پېښور کې افغان محصل او په سوات کې افغان ډاکټران له چارواکو غواړي چې په دغه هېواد کې د خپلو زده‌کړو د بشپړولو لپاره ورته نور وخت ورکړي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د بېرته ستنېدو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. په دغو افغان کډوالو کې افغان زده‌کوونکي هم شامل دي چې کلونه یې د زده‌کړو لپاره هڅې کړې دي خو اوس د بېرته ستنېدو له امله اندېښمن دي چې خپلې زده‌کړې به څنګه بشپړې کړي او تعلیمي راتلونکی به یې څه وي.
زوهیب افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې دی د پېښور اسلامیه پوهنتون د روغتیايي ټکنالوژۍ په څانګه کې د زده‌کړو په پنځم سمسټر کې دی او غواړي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
زوهیب وايي، پوهنتون ته تګ او په خپله خوښه څانګه کې زده‌کړې کول ورته یوازې د سند ترلاسه کولو په معنا نه دي بلکې له دې سره یې د ښه راتلونکي جوړولو، د یوې مسلکي دندې موندلو او پر خپلو پښو د درېدو هیلې هم تړلې دي.
هغه اندېښنه لري چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ښايي د ده پر زده‌کړو اغېز وکړي او د زده‌کړو د بشپړولو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.
نوموړی وايي، د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو له امله د تګ راتګ پر مهال هم ځان خوندي نه احساسوي. هغه وېره لري چې پولیس به یې ونیسي، وځوروي او یا به یې له پاکستانه وباسي.
زوهیب وايي، د ده تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې زده‌کړې یې نیمګړې پاتې نه شي. نوموړي کلونه هڅې کړې دي چې د پوهنتون تر پنځم سمسټر پورې زده‌کړې ورسوي او نه غواړي چې د داسې حالاتو له امله خپلې زده‌کړې پرېږدي چې د ده په واک کې نه دي.
هغه زیاتوي، په افغانستان کې د روغتیايي ټکنالوژۍ په څانګه کې د خپلو زده‌کړو دوام ورته ستونزمن دی ځکه د ده په وینا هلته د خپلې اوسنۍ څانګې د زده‌کړو د دوام لپاره مناسب امکانات نه لري.
نوموړی وايي، که زده‌کړې یې نیمګړې پاتې شي نو دا به نه یوازې پر مسلکي راتلونکي یې منفي اغېز وکړي بلکې هغه پلانونه به یې هم له خنډونو سره مخ کړي چې له فراغت وروسته یې د خپل ژوند لپاره جوړ کړي دي.
د زوهیب کورنۍ هم د هغه د زده‌کړو د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.
دوی نه پوهېږي چې زوهیب به وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او که افغانستان ته د بېرته ستنېدو له امله به اړ شي چې پوهنتون پرېږدي.
زوهیب له اړوندو چارواکو غواړي چې افغان زده‌کوونکو ته په پاکستان کې د خپلو لوړو زده‌کړو د بشپړولو فرصت ورکړي.
د هغه په وینا، دغو زده‌کوونکو کلونه هڅې کړې او د زده‌کړو د بشپړولو لپاره یې ډېر وخت لګولی دی.

100%

افغان ډاکټر عبدالحق ویلي، چې ده او دوو نورو افغان ډاکټرانو، اجمل خان او هدایت الله هم له پاکستان څخه د وتلو خبرتیاوې ترلاسه کړې دي.
د عبدالحق په وینا، دوی په پاکستان کې د تخصص د زده‌کړو ۱۵ میاشتې بشپړې کړې دي او یوازې وروستی سمسټر یې پاتې دی.
اوس د پاکستان د پرېښودو خبرتیاوو دوی د خپلو زده‌کړو د بشپړولو په اړه اندېښمن کړي دي.
هغه زیاته کړه چې دوی ټول قانوني اسناد لري او په پاکستان کې د خپلو زده‌کړو لګښتونه پخپله ورکوي.
عبدالحق وویل، که دوی د تخصص د زده‌کړو په دې مهم پړاو کې له پاکستانه ووځي نو د زده‌کړو ارزښتناک وخت به یې ضایع شي او د تخصص د بشپړولو بهیر به یې له خنډ سره مخ شي.
هغه له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د زده‌کړو د بشپړولو لپاره دې ورته وخت ورکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که حکومت یې غوښتنه ونه مني، دوی به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د زده‌کړو د دوام لپاره محکمې ته مراجعه وکړي.

100%

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې تر ۲۰۰ ډېر افغان طبي زده‌کوونکي پېژندل شوي دي.
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د معلوماتو له مخې له پېژندل شویو زده‌کوونکو څخه د ۲۲ کسانو اسناد او نوم‌لیکنه بشپړ او قانوني دي.
له دې ډلې ۱۴ کسانو خپلې طبي زده‌کړې بشپړې کړې دي او تمه ده چې ۸ نور زده‌کوونکي به په راتلونکي کال کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
د پاتې ۱۷۶ زده‌کوونکو د اسنادو د ارزونې او کره‌والي معلومولو بهیر لا هم روان دی.