• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ماریا زاخارووا: مسکو له طالبانو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې او دفاعي همکاریو پراختیا غواړي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له طالبانو سره د ترهګرۍ، نشه‌یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې روسیه به له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هغې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: «روسیه به له کابل سره د ترهګریزو ګواښونو، له نشه‌یي توکو سره د تړلو جرمونو پر ضد مبارزې او همدارنګه په دفاعي برخه کې خپلې اړیکې او همکارۍ په دوامداره توګه پراخې کړي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ، چې د سیمې امنیت ته د ورپېښو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې مبارزه د ټولو اړخونو ګډه موخه ده.

د نوموړې په وینا، دې موخې ته د رسېدو لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ رغنده خبرې اترې او ګډې همکارۍ اړینې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مسکو ته د سفر پر مهال له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو په برخه کې هوکړه کړې وه.

روسیې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هم ډیپلوماتیکې هڅې کړې دي.

مسکو تر دې وړاندې هم څو ځلې له طالبانو سره د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

روسیه لومړنی او تر اوسه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳

د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

۴

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۵

ملګري ملتونه: د سوداګرۍ خنډونو او د تېلو لوړو بیو د افغانانو د پېرلو ځواک کمزوری کړی

•
•
•

نور خبرونه

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱
100%

د کندهار یو شمېر پخواني نظامیان او اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان خوا څارل او تعقیبیږی. دوی وايي، دې وضعیت یې د کار، عبادت او ورځني ژوند چارې له ستونزو سره مخ کړې او له کوره د وتلو پر مهال د نیول کېدو او تور لګېدو وېره لري.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان یې د کورنۍ غړي تر څارنې لاندې نیسي او د کار لپاره له کوره د وتلو پر مهال یې تعقیبوي.

د تېر جمهوري نظام سرتېری سید نقیب چې اوس د کندهار ښار په سرپوښ بازار کې هټۍ لري وايي، کله چې سهار له کوره وځي، د طالبانو محتسبان یې تعقیبوي. هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي،:«د لارې په اوږدو کې تر دوکانه د رسېدو پورې مې ساه بندیږي، ځکه وېره لري چې طالبان به یې په داسې حال کې له شا په نه جرم ووهي او یا به ورته له شا کوم جرم وتړي».

همدارنګه د کندهار د عینو مینې اوسېدونکی زبیر احمد وايي، کله چې دی یا د کورنۍ بل غړی یې له کوره ووځي، طالبان یې تر بازاره یا هغه ځایه تعقیبوي چې د تګ نیت یې کړی وي.

نوموړی وايي:« یوه ورځ له ملګرو سره د مېلې لپاره له کوره وتلی وم، خو پوه شوم چې طالبان مې تعقیبوي. له لږ مزل وروسته مې له محتسبانو سره خبرې وکړې او ورته مې وویل چې ولې مې تعقیبوي، یا ما کوم جرم کړی؟، خو محتسبانو مې موبایل واخیست او په ډېرو زاریو او ننواتو یې بېرته را کړ». د زبیر ورور هم د تېر نظام پوځي و، چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي.

جان محمد، چې عمر خوړلی دی، وايي، د پښو د درد له امله ډېر ځله پیتاوي ته کښېني، خو طالبان یې څاري. نوموړی زیاتوي، طالبانو څو ځله په سپینه ږیره رټلی او ورته ویلي یې دي چې جاسوسي کوي او ولې ټوله ورځ بهر ناست یې.

جان محمد وايي، نه یوازې دی، بلکې د کورنۍ هر غړی یې چې له کوره وځي، له وېرې سره وځي او بېرته هم په وېره کور ته راګرځي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، نه پوهېږي چې طالبان ولې عام خلک ځوروي.

د دوی په وینا، هغوی په خپلو ورځنیو کارونو او د ژوند د اړتیاوو په برابرولو بوخت دي، خو د طالبانو د ځورونې له امله یې ورځنی ژوند او چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.

منان چې د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د امر بالمعروف محتسبان یې څاري. نوموړی وايي، کله چې له کوره د کار او روزګار لپاره وځي، د کور شاوخوا یې انتظار کېږي او څارل کېږي. د هغه په وینا، د دې چلند له امله دومره تر فشار لاندې راغلی چې نه په ارامه جومات ته د لمانځه لپاره تللی شي او نه په ډاډه زړه د خپل کار او روزګار په لټه کې له کوره وتلی شي.

هغه زیاتوي:« ان د کوڅې کوچني ماشومان هم د دغو کسانو له چلنده په امن کې نه دي، په داسې حال کې چې لا د خپلو خبرو او کړنو په ښه او بد نه پوهېږي».

منان وايي، پرون چې له کوره د کار لپاره وتلی و، د کور مخې ته یو کس یې په انتظار ولاړ و. د هغه په وینا، کله چې بهر ووت، هغه کس ورپسې منډه کړه او دی اړ شو چې بېرته کور ته وتښتي.

نوموړي ویلي: «پر خدای قسم، نور دې حالت سخت ستړي کړي یو. نه د لمانځه لپاره په ډاډه زړه تللی شو او نه خپل حلال روزګار ته. نن یې ان د کور مخې ته ساعتونه تېر کړل، د کور دروازه یې په ډبرو وویشتله او ویل یې چې کور ته به ورننوځو.»

دغه اوسېدونکي او پخواني نظامیان وايي: «د خدای لپاره، موږ هم انسانان یو موږ هم د ژوند کولو، کار کولو او د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو حق او اړتیا لرو. که مو کومه تېروتنه کړې وي، د قانون او اصولو له مخې دې راسره چلند وشي، خو مهرباني وکړئ زموږ د ژوند، کار او عبادت لاره مه را تنګوئ.»

دوی ټینګار کوي چې له چا سره دښمني او شخړه نه غواړي، بلکې یوازې دومره غواړي چې په خپلو کورونو کې په امن کې واوسي، جومات ته په ارامه ولاړ شي او د خپلو کورنیو لپاره حلاله روزي پیدا کړي.

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۱
100%

ازبکستان د قوش‌تیپې کانال د پروژې په اړه له طالبانو سره د تقابل او فشار پر ځای د خبرو اترو او تخنیکي همکاریو تګلاره غوره کړې ده. شنونکي وايي، تاشکند دې پایلې ته رسېدلی چې د افغانستان په خاوره کې د جوړېدونکې یادې سترې پروژې د درولو لپاره نه عملي او نه هم حقوقي وسیلې لري.

د «یوروپین یونین ریپورټر» رسنۍ د راپور له مخې، د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر شوکت خامرایف د ۲۰۲۵کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د اوبو حق ته په اشارې ویلي و: «ایا باید وسلې واخلو او جګړې ته ولاړ شو؟»
طالبانو په ۲۰۲۲کال کې د قوش‌تیپې کانال پروژه اعلان کړه. دغه ۲۸۵ کیلومتره اوږد کانال د افغانستان په شمال کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره جوړېږي. کابل اعلان کړی، چې غواړي دغه پروژه تر ۲۰۲۸کال پورې بشپړه کړي. د راپور له مخې، تر اوسه د کانال تر ۲۰۰ کیلومترو زیاته برخه کېندل شوې ده.
د اټکلونو له مخې، قوش‌تیپې کانال به د امو سیند د اوبو یوه د پام وړ برخه افغانستان ته واړوي. ځینې سرچینې وايي، دغه کانال ښايي د سیند شاوخوا ۲۰ سلنه اوبه وکاروي؛ په داسې حال کې چې نور اټکلونه په کال کې د شپږو تر لسو مکعب کیلومترو اوبو د لېږد یادونه کوي.
خو د کانال پروژې مسوولان استدلال کوي، امو سیند دومره اوبه لري چې د دغه کانال اړتیاوې پوره کولای شي.
راپور زیاتوي، ازبکستان او ترکمنستان د امو سیند تر ټولو ستر مصرفوونکي هېوادونه دي او د اوبو د کمښت احتمالي اغېزې به تر ټولو ډېرې همدوی احساس کړي. دا په داسې حال کې ده، چې امو سیند لا له وړاندې د وچکالۍ او د اوبو د زیات مصرف له امله تر فشار لاندې دی او د ارال سمندر د وچېدو له مهمو لاملونو څخه هم ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، تاشکند له طالبانو سره د اوبو پر سر د اختلاف په اړه د قانوني فشار راوړلو لپاره هم محدود امکانات لري. افغانستان د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۲کال د اوبو کنوانسیون غړی نه‌دی او د سرحدي سیندونو په اړه د کوم سیمه‌ییز تړون برخه هم نه‌دی.
همداراز، د سیمې ګڼ هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، چې له همدې امله د اوبو د وېش په اړه د رسمي هوکړې رامنځته کول ستونزمن دي.
د طالبانو چارواکي استدلال کوي، چې د امو سیند شاوخوا ۳۰ سلنه اوبه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي؛ خو افغانستان یوازې شاوخوا دوه سلنه اوبه کاروي. په مقابل کې د راپور د معلوماتو له مخې، ازبکستان د سیند نږدې ۴۸ سلنه او ترکمنستان ۳۶ سلنه اوبه مصرفوي.
له بلې خوا، ازبکستان نه غواړي د اوبو پر سر اختلاف له طالبانو سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېز وکړي. راپور لیکي، افغانستان د ټرانس‌افغان اورګاډي د سترې پروژې له امله د تاشکند لپاره ځانګړی اهمیت لري. دغه پروژه ازبکستان د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره نښلوي.
افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د یادې پروژې د امکان‌سنجۍ تړون لاسلیک کړی و او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ۲۰۲۶کال په فبرورۍ کې دغه پروژه تصویب کړه.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې لګښت نږدې ۴.۸ مېلیارد ډالره اټکل شوی؛ خو پاکستان یې ارزښت ۸.۲ میلیارده ډالره بولي. په راپور کې راغلي، چې دغه اقتصادي او ترانزیټي ګټو تاشکند دې ته هڅولی؛ څو د فشار او تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړي.
د اوبو ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې طالبانو د تاشکند د اوبو اوونۍ غونډې ته هم خپل استازی لېږلی و. په دغه غونډه کې د طالبانو د اوبو وزارت مرستیال د ازبکستان له چارواکو سره د امو سیند د غاړو د ټینګښت او د اوبو سپما ټېکنالوژۍ په اړه خبرې کړې وې.
شنونکي باور لري، چې ازبکستان هڅه کوي د تخنیکي مرستو، تجربو شریکولو او همکاریو له لارې د قوش‌تیپې کانال په اړه د معلوماتو روڼتیا او د اوبو مدیریت ښه کولو کې اغېز ولري. راپور زیاتوي، که څه هم د ازبکستان د تعامل تګلارې تر اوسه کوم ګټور تضمین نه‌دی رامنځته کړی؛ خو تاشکند دې پایلې ته رسېدلی، چې له طالبانو سره تقابل د قوش‌تیپې کانال پروژې د درولو لپاره اغېزمنه لاره نه‌ده.
له همدې امله، ازبکستان د امو سیند د اوبو، له طالبانو سره د اړیکو او د ټرانس‌افغان اورګاډي د پروژې د خوندي ساتلو لپاره د خبرو اترو او همکارۍ تګلاره غوره کړې ده.

د اوکراین جګړه؛ د ټرمپ استازی له پوتین سره ګوري

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۱
100%

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي؛ د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکاف به د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۹مه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

وېټکاف د سې‌شنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم لیدلي دي. یوه امریکايي چارواکي د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړو استازو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ترمنځ خبرې «ګټورې» بللې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امریکايي چارواکي ویلي، اوکراین په اوسلو کې د خبرو پرمهال نوي نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي دي. د نوموړي په وینا، په دغه خبرو کې چې د ناروې او فنلنډ مشرانو، د اروپا استازو او د ناټو چارواکو هم ګډون درلود؛ له روسیې سره د تعامل لپاره د یوې ګډې تګلارې د جوړولو په برخه کې «د پام وړ پرمختګ» شوی دی.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، خبرې د سولې د یوه هر اړخیز چوکاټ پر مهمو برخو متمرکزې وې. په دغه برخو کې د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه، تر جګړې وروسته اقتصادي پلان او د اروپا پراخ امنیتي جوړښت شامل وو.
د نوموړي په وینا، وېټکاف به هڅه وکړي چې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د مستقیمو درې‌اړخیزو خبرو او همداراز د پراخو څو‌اړخیزو مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي. زېلېنسکي له واشنګټن سره د اړیکو بیارغولو لپاره اوسلو ته سفر کړی او هلته یې د امریکا له ځانګړو استازو سره لیدلي دي.
د زېلېنسکي او ټرمپ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي. دغه وضعیت له هغه وروسته رامنځته شوی، چې ټرمپ له مسکو سره د اړیکو د نږدې کولو هڅې پیل کړې. کی‌یف شکایت کړی، چې واشنګټن ورسره د حیاتي پوځي مرستو او استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي.
زېلېنسکي د اوسلو له غونډې او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل، چې اوکراین ته یو ځل بیا د روسیې د توغندیزو بریدونو په اړه مخکیني خبرداري رسېږي.
هغه وویل: «اوس دغه سیستم بېرته فعال شوی او ډېر ښه کار کوي». زېلېنسکي زیاته کړې، چې له امریکا سره یې د ناټو تړون د پنځمې مادې په څېر د امنیتي تضمینونو په اړه خبرې کړې دي. د ناټو تړون د پنځمې مادې له مخې، پر یوه غړي هېواد برید د ټولو غړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
هغه وویل: «له امریکايي لوري مننه کوم، چې یو ځل بیا یې ټینګار وکړ دغه امنیتي تضمینونه به پیاوړي او باوري وي». زېلېنسکي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې اوکراین غواړي د اوکراین، روسیې او امریکا د مشرانو په ګډون په درې‌اړخیزه غونډه کې د جګړې د پای ته رسولو پر مهمو موضوعاتو خبرې وشي.
ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ له اوکراین وغوښتل، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې سره یوې هوکړې ته ورسېږي. هغه وویل، مسکو هم غواړي دغه هوکړه وروستۍ شي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: «اوکراین باید وغواړي چې دغه جګړه پای ته ورسوي.» هغه په غیرمستقیم ډول دا هم وویل، چې روسیه د جګړې په ډګر کې برلاسی لري.

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د کندوز د ساري ناروغیو روغتون د ۲۰۲۶کال له اپرېل راهیسې د افغانستان په شمال ختیځ کې زرګونه ناروغانو ته وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د کندوز د ساري ناروغیو ۵۰ بستریز روغتون د دغه ولایت او ګاونډیو ولایتونو هغه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې د زیړي، نري رنځ، نس‌ناستې او نورو ساري ناروغیو له امله درملنې ته اړتیا لري.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷زره او ۷۴۵ ناروغانو له بستر کېدو پرته روغتیايي خدمات ترلاسه کړي چې ۱۳زره او ۴۹۹ یې ښځې وې. همداراز، ۲زره او ۱۱۴ ناروغان په روغتون کې بستر شوي او درملنه یې ترلاسه کړې، چې ۱۲۶۸ یې ښځې وې.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، دغه روغتون د هغه کورنیو لپاره مهمه اسانتیا ده چې د خصوصي درملنې د لګښتونو د ورکړې توان نه‌لري او غواړي خپلو سیمو ته نږدې تخصصي روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي.
د کندوز د ساري ناروغیو روغتون مشر ډاکټر احسان‌الله احسان ویلي، د تخصصي روغتیايي خدمتونو وړیا وړاندې کول نه یوازې د کورنیو مالي بار کموي؛ بلکې د کندوز پر سیمه‌ییز روغتون هم فشار راکموي.
هغه زیاته کړې، چې دغه روغتون د موسمي ساري ناروغیو د خپرېدو پرمهال هم مهم رول لري او د خطرناکو ناروغیو د کنټرول لپاره اړین خدمات وړاندې کوي. د راپور له مخې، ۵۵ کلن عبدالغفار چې د کندوز د «کوچي ګذر» سیمې اوسېدونکی دی، د «هیپاتیت سي» ناروغۍ له امله له سخت روغتیايي وضعیت سره مخ شوی و او د درملنې لپاره دغه روغتون ته وړل شوی و.
هغه ویلي: «ما په منظم ډول درمل ترلاسه کول، ډاکټرانو به په دوامداره توګه زما روغتیايي وضعیت څاره او هره ورځ به یې معاینات کول. اوس مې روغتیا ښه شوې او له روغتیايي کارکوونکو څخه خوښ یم».
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، عبدالغفار له شپږو ورځو درملنې او ځانګړي څار وروسته بېرته خپل کور ته ستون شوی دی. په همدې حال کې، د دغه روغتون روغتیاپالې حکیمې اسدي ویلي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو حضور د ښځینه ناروغانو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
هغې ویلي: «ښځینه ناروغانې له ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره خپلې ستونزې په اسانۍ شریکوي او دا ډاډ د درملنې بهیر اغېزمنوي». په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سنیزا سلواډور ویلي، تخصصي روغتیايي خدمات باید د خلکو د استوګنې ځای او اقتصادي وضعیت پورې تړلي نه وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ هڅې روانې دي؛ څو د ساري ناروغیو ناروغان د خپلو کورنیو ترڅنګ او له اضافي مالي لګښتونو پرته اړینې درملنې ته لاسرسی ولري. د روغتیا نړۍوال سازمان د اروپايي ټولنې له مالي ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستو د افغانستان په شمال ختیځ کې زرګونو ناروغانو ته د وړیا تخصصي درملنې زمینه برابره کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې غړی: د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي طرحه کانګرس ته وړاندې کېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د استازو جرګې غړي سام لیکاردو د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د بېرته فعالولو هڅه پیل کړې ده. نوموړی غواړي هغه طرحه چې له میاشتو راهیسې په کانګرس کې بنده پاتې ده، د یوه ځانګړي پارلماني میکانیزم له لارې د رایې ورکولو پړاو ته ورسوي.

لیکاردو ویلي، چې د کانګرس له رخصتیو وروسته به د «ډسچارج پټیشن» په نوم غوښتنلیک وړاندې کړي. دا یوه پارلماني پروسه ده، چې له مخې یې د استازو جرګې د مشرتابه له هوکړې پرته هم یوه طرحه د رایې ورکولو لپاره عمومي غونډې ته وړاندې کېدای شي.
یاده طرحه د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون» په نوم ثبت شوې او د سام لیکاردو ترڅنګ د کانګرس غړو جېسن کرو، ډان بېکن او ماریا سالازار له‌خوا وړاندې شوې ده.
د یادې طرحې موخه دا ده، چې افغان کډوال یو ځل بیا د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) تر پوښښ لاندې راولي او د کډوالۍ د دوسیو تر ارزونې پورې یې له اېستلو خوندي وساتي. لیکاردو ویلي، امریکا باید له هغه افغانانو سره خپلې ژمنې پر ځای کړي چې د افغانستان د جګړې پرمهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او خپل ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و.
د طرحې له مخې، افغانستان به د ۲۰۲۹کال د جولای تر لومړۍ نېټې د لنډمهاله خوندي وضعیت لپاره وړ هېواد پاتې شي. غوښتونکي به له امنیتي او بایومټریک ارزونو تېرېږي او د امریکا د کورني امنیت وزارت به اړ وي چې د هر غوښتنلیک په اړه د ۹۰ ورځو په موده کې پرېکړه وکړي.
د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونه وايي، د یادې طرحې په تصویب سره به هغه افغانان له اېستلو خوندي شي چې اوس په امریکا کې ژوند کوي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي. دغه راز به هغوی ته د قانوني کار کولو حق هم ورکړل شي.
د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت پروګرام پای ته ورساوه. دغه پرېکړه د هغه اقداماتو برخه وه، چې له مخې یې د ۱۳ هېوادونو د وګړو لپاره ورته خوندیتوب لغوه شو.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د یادې پرېکړې له امله تر ۸زره ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ شوي دي. د کلیفورنیا ایالت د فریمونټ ښار چې په امریکا کې د افغان کډوالو له سترو مېشت‌ځایونو ګڼل کېږي، هم له یادې پرېکړې اغېزمن شوی دی.
اوس‌مهال دغه طرحه د استازو جرګې د قضايي چارو په کمېټه کې ده او لا عمومي غونډې ته د وړاندې کېدو پړاو ته لاره نه ده رسېدلې. د استازو جرګې د اصولو له مخې، که د «ډسچارج پټیشن» غوښتنلیک د جرګې د ۲۱۸ غړو ملاتړ ترلاسه کړي، طرحه د مشرتابه له مخالفت سره، سره هم د رایې ورکولو لپاره عمومي غونډې ته وړاندې کېدای شي.
د افغان ـ امریکايي بنسټ مشر جوزف اعظم د یادې طرحې ځنډ د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت پای ته رسېدو د ګڼو افغانانو باور زیانمن کړی دی.
هغه ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره باید له ټولو شته قانوني او سیاسي لارو چارو کار واخیستل شي. دا هڅه داسې مهال کېږي، چې زرګونه افغان کډوال لا هم په امریکا کې د خپل قانوني وضعیت او د اېستلو د احتمالي ګواښ په اړه له ناروښانه حالت سره مخ دي.