• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېرو شپږو میاشتو کې د هرات د صادراتو ارزښت ۱۲۴ مېلیون ډالرو ته رسېدلی

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هرات صادرات د اسلام‌کلا بندر له لارې د تېرکال د ورته مودې پرتله ۷۲ سلنه زیات شوي او ټولیز ارزښت یې ۱۲۴ مېلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د طالبانو دغه دفتر زیاتوي، چې د اسلام‌کلا بندر له لارې سوداګریزې راکړې ورکړې په عادي ډول روانې دي او د صادراتو زیاتوالی له دغه سوداګریزې لارې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا ښکارندوی دی.

د دوی په خبره، پر دغه لار هره ورځ شاوخوا زر بار وړونکي موټر د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره تګ‌راتګ کوي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳
ځانګړی

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۴
ځانګړی

طالبانو په بدخشان کې د بې پېلوټه الوتکو دویم عملیاتي مرکز جوړ کړی

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

•
•
•

نور خبرونه

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۱
100%

ازبکستان د قوش‌تیپې کانال د پروژې په اړه له طالبانو سره د تقابل او فشار پر ځای د خبرو اترو او تخنیکي همکاریو تګلاره غوره کړې ده. شنونکي وايي، تاشکند دې پایلې ته رسېدلی چې د افغانستان په خاوره کې د جوړېدونکې یادې سترې پروژې د درولو لپاره نه عملي او نه هم حقوقي وسیلې لري.

د «یوروپین یونین ریپورټر» رسنۍ د راپور له مخې، د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر شوکت خامرایف د ۲۰۲۵کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د اوبو حق ته په اشارې ویلي و: «ایا باید وسلې واخلو او جګړې ته ولاړ شو؟»
طالبانو په ۲۰۲۲کال کې د قوش‌تیپې کانال پروژه اعلان کړه. دغه ۲۸۵ کیلومتره اوږد کانال د افغانستان په شمال کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره جوړېږي. کابل اعلان کړی، چې غواړي دغه پروژه تر ۲۰۲۸کال پورې بشپړه کړي. د راپور له مخې، تر اوسه د کانال تر ۲۰۰ کیلومترو زیاته برخه کېندل شوې ده.
د اټکلونو له مخې، قوش‌تیپې کانال به د امو سیند د اوبو یوه د پام وړ برخه افغانستان ته واړوي. ځینې سرچینې وايي، دغه کانال ښايي د سیند شاوخوا ۲۰ سلنه اوبه وکاروي؛ په داسې حال کې چې نور اټکلونه په کال کې د شپږو تر لسو مکعب کیلومترو اوبو د لېږد یادونه کوي.
خو د کانال پروژې مسوولان استدلال کوي، امو سیند دومره اوبه لري چې د دغه کانال اړتیاوې پوره کولای شي.
راپور زیاتوي، ازبکستان او ترکمنستان د امو سیند تر ټولو ستر مصرفوونکي هېوادونه دي او د اوبو د کمښت احتمالي اغېزې به تر ټولو ډېرې همدوی احساس کړي. دا په داسې حال کې ده، چې امو سیند لا له وړاندې د وچکالۍ او د اوبو د زیات مصرف له امله تر فشار لاندې دی او د ارال سمندر د وچېدو له مهمو لاملونو څخه هم ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، تاشکند له طالبانو سره د اوبو پر سر د اختلاف په اړه د قانوني فشار راوړلو لپاره هم محدود امکانات لري. افغانستان د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۲کال د اوبو کنوانسیون غړی نه‌دی او د سرحدي سیندونو په اړه د کوم سیمه‌ییز تړون برخه هم نه‌دی.
همداراز، د سیمې ګڼ هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، چې له همدې امله د اوبو د وېش په اړه د رسمي هوکړې رامنځته کول ستونزمن دي.
د طالبانو چارواکي استدلال کوي، چې د امو سیند شاوخوا ۳۰ سلنه اوبه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي؛ خو افغانستان یوازې شاوخوا دوه سلنه اوبه کاروي. په مقابل کې د راپور د معلوماتو له مخې، ازبکستان د سیند نږدې ۴۸ سلنه او ترکمنستان ۳۶ سلنه اوبه مصرفوي.
له بلې خوا، ازبکستان نه غواړي د اوبو پر سر اختلاف له طالبانو سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېز وکړي. راپور لیکي، افغانستان د ټرانس‌افغان اورګاډي د سترې پروژې له امله د تاشکند لپاره ځانګړی اهمیت لري. دغه پروژه ازبکستان د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره نښلوي.
افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د یادې پروژې د امکان‌سنجۍ تړون لاسلیک کړی و او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ۲۰۲۶کال په فبرورۍ کې دغه پروژه تصویب کړه.
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې لګښت نږدې ۴.۸ مېلیارد ډالره اټکل شوی؛ خو پاکستان یې ارزښت ۸.۲ میلیارده ډالره بولي. په راپور کې راغلي، چې دغه اقتصادي او ترانزیټي ګټو تاشکند دې ته هڅولی؛ څو د فشار او تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړي.
د اوبو ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې طالبانو د تاشکند د اوبو اوونۍ غونډې ته هم خپل استازی لېږلی و. په دغه غونډه کې د طالبانو د اوبو وزارت مرستیال د ازبکستان له چارواکو سره د امو سیند د غاړو د ټینګښت او د اوبو سپما ټېکنالوژۍ په اړه خبرې کړې وې.
شنونکي باور لري، چې ازبکستان هڅه کوي د تخنیکي مرستو، تجربو شریکولو او همکاریو له لارې د قوش‌تیپې کانال په اړه د معلوماتو روڼتیا او د اوبو مدیریت ښه کولو کې اغېز ولري. راپور زیاتوي، که څه هم د ازبکستان د تعامل تګلارې تر اوسه کوم ګټور تضمین نه‌دی رامنځته کړی؛ خو تاشکند دې پایلې ته رسېدلی، چې له طالبانو سره تقابل د قوش‌تیپې کانال پروژې د درولو لپاره اغېزمنه لاره نه‌ده.
له همدې امله، ازبکستان د امو سیند د اوبو، له طالبانو سره د اړیکو او د ټرانس‌افغان اورګاډي د پروژې د خوندي ساتلو لپاره د خبرو اترو او همکارۍ تګلاره غوره کړې ده.

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د کندوز د ساري ناروغیو روغتون د ۲۰۲۶کال له اپرېل راهیسې د افغانستان په شمال ختیځ کې زرګونه ناروغانو ته وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د کندوز د ساري ناروغیو ۵۰ بستریز روغتون د دغه ولایت او ګاونډیو ولایتونو هغه ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې د زیړي، نري رنځ، نس‌ناستې او نورو ساري ناروغیو له امله درملنې ته اړتیا لري.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷زره او ۷۴۵ ناروغانو له بستر کېدو پرته روغتیايي خدمات ترلاسه کړي چې ۱۳زره او ۴۹۹ یې ښځې وې. همداراز، ۲زره او ۱۱۴ ناروغان په روغتون کې بستر شوي او درملنه یې ترلاسه کړې، چې ۱۲۶۸ یې ښځې وې.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، دغه روغتون د هغه کورنیو لپاره مهمه اسانتیا ده چې د خصوصي درملنې د لګښتونو د ورکړې توان نه‌لري او غواړي خپلو سیمو ته نږدې تخصصي روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي.
د کندوز د ساري ناروغیو روغتون مشر ډاکټر احسان‌الله احسان ویلي، د تخصصي روغتیايي خدمتونو وړیا وړاندې کول نه یوازې د کورنیو مالي بار کموي؛ بلکې د کندوز پر سیمه‌ییز روغتون هم فشار راکموي.
هغه زیاته کړې، چې دغه روغتون د موسمي ساري ناروغیو د خپرېدو پرمهال هم مهم رول لري او د خطرناکو ناروغیو د کنټرول لپاره اړین خدمات وړاندې کوي. د راپور له مخې، ۵۵ کلن عبدالغفار چې د کندوز د «کوچي ګذر» سیمې اوسېدونکی دی، د «هیپاتیت سي» ناروغۍ له امله له سخت روغتیايي وضعیت سره مخ شوی و او د درملنې لپاره دغه روغتون ته وړل شوی و.
هغه ویلي: «ما په منظم ډول درمل ترلاسه کول، ډاکټرانو به په دوامداره توګه زما روغتیايي وضعیت څاره او هره ورځ به یې معاینات کول. اوس مې روغتیا ښه شوې او له روغتیايي کارکوونکو څخه خوښ یم».
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، عبدالغفار له شپږو ورځو درملنې او ځانګړي څار وروسته بېرته خپل کور ته ستون شوی دی. په همدې حال کې، د دغه روغتون روغتیاپالې حکیمې اسدي ویلي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو حضور د ښځینه ناروغانو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
هغې ویلي: «ښځینه ناروغانې له ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره خپلې ستونزې په اسانۍ شریکوي او دا ډاډ د درملنې بهیر اغېزمنوي». په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سنیزا سلواډور ویلي، تخصصي روغتیايي خدمات باید د خلکو د استوګنې ځای او اقتصادي وضعیت پورې تړلي نه وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ هڅې روانې دي؛ څو د ساري ناروغیو ناروغان د خپلو کورنیو ترڅنګ او له اضافي مالي لګښتونو پرته اړینې درملنې ته لاسرسی ولري. د روغتیا نړۍوال سازمان د اروپايي ټولنې له مالي ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستو د افغانستان په شمال ختیځ کې زرګونو ناروغانو ته د وړیا تخصصي درملنې زمینه برابره کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې غړی: د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي طرحه کانګرس ته وړاندې کېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د استازو جرګې غړي سام لیکاردو د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د بېرته فعالولو هڅه پیل کړې ده. نوموړی غواړي هغه طرحه چې له میاشتو راهیسې په کانګرس کې بنده پاتې ده، د یوه ځانګړي پارلماني میکانیزم له لارې د رایې ورکولو پړاو ته ورسوي.

لیکاردو ویلي، چې د کانګرس له رخصتیو وروسته به د «ډسچارج پټیشن» په نوم غوښتنلیک وړاندې کړي. دا یوه پارلماني پروسه ده، چې له مخې یې د استازو جرګې د مشرتابه له هوکړې پرته هم یوه طرحه د رایې ورکولو لپاره عمومي غونډې ته وړاندې کېدای شي.
یاده طرحه د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون» په نوم ثبت شوې او د سام لیکاردو ترڅنګ د کانګرس غړو جېسن کرو، ډان بېکن او ماریا سالازار له‌خوا وړاندې شوې ده.
د یادې طرحې موخه دا ده، چې افغان کډوال یو ځل بیا د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) تر پوښښ لاندې راولي او د کډوالۍ د دوسیو تر ارزونې پورې یې له اېستلو خوندي وساتي. لیکاردو ویلي، امریکا باید له هغه افغانانو سره خپلې ژمنې پر ځای کړي چې د افغانستان د جګړې پرمهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او خپل ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و.
د طرحې له مخې، افغانستان به د ۲۰۲۹کال د جولای تر لومړۍ نېټې د لنډمهاله خوندي وضعیت لپاره وړ هېواد پاتې شي. غوښتونکي به له امنیتي او بایومټریک ارزونو تېرېږي او د امریکا د کورني امنیت وزارت به اړ وي چې د هر غوښتنلیک په اړه د ۹۰ ورځو په موده کې پرېکړه وکړي.
د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونه وايي، د یادې طرحې په تصویب سره به هغه افغانان له اېستلو خوندي شي چې اوس په امریکا کې ژوند کوي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي. دغه راز به هغوی ته د قانوني کار کولو حق هم ورکړل شي.
د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت پروګرام پای ته ورساوه. دغه پرېکړه د هغه اقداماتو برخه وه، چې له مخې یې د ۱۳ هېوادونو د وګړو لپاره ورته خوندیتوب لغوه شو.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د یادې پرېکړې له امله تر ۸زره ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ شوي دي. د کلیفورنیا ایالت د فریمونټ ښار چې په امریکا کې د افغان کډوالو له سترو مېشت‌ځایونو ګڼل کېږي، هم له یادې پرېکړې اغېزمن شوی دی.
اوس‌مهال دغه طرحه د استازو جرګې د قضايي چارو په کمېټه کې ده او لا عمومي غونډې ته د وړاندې کېدو پړاو ته لاره نه ده رسېدلې. د استازو جرګې د اصولو له مخې، که د «ډسچارج پټیشن» غوښتنلیک د جرګې د ۲۱۸ غړو ملاتړ ترلاسه کړي، طرحه د مشرتابه له مخالفت سره، سره هم د رایې ورکولو لپاره عمومي غونډې ته وړاندې کېدای شي.
د افغان ـ امریکايي بنسټ مشر جوزف اعظم د یادې طرحې ځنډ د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت پای ته رسېدو د ګڼو افغانانو باور زیانمن کړی دی.
هغه ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره باید له ټولو شته قانوني او سیاسي لارو چارو کار واخیستل شي. دا هڅه داسې مهال کېږي، چې زرګونه افغان کډوال لا هم په امریکا کې د خپل قانوني وضعیت او د اېستلو د احتمالي ګواښ په اړه له ناروښانه حالت سره مخ دي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې نږدې ۱۶ مېلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي چې له دې ډلې ۳.۴ مېلیونه کسان په بېړني وضعیت کې ژوند کوي.

د اوچا ویاندې اولګا چرویکو د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) له کابل نه په یوه خبري غونډه کې وویل، سره له دې چې د کرنیزو محصولاتو حاصلات ښه شوي؛ خو لاهم په افغانستان کې مېلیونونه کورنۍ د کافي خوراکي توکو د پېرلو توان نه‌لري.

چرویکو چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان له سویلي او شمال‌ختیځو سیمو لیدنه کړې وویل: «د کرنیزو محصولاتو حاصلاتو او په بازارونو کې د خوراکي توکو له زیاتولي سره، سره ښایي کورنۍ وږې پاتې شي».

د نوموړې په وینا، ستونزه یوازې د خوراکي توکو کمښت نه‌دی؛ بلکې بې‌کاري، د عاید کمښت او بنسټیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی هم د دې لامل شوی، چې ګڼې کورنۍ د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

هغې زیاته کړه: «ما له نږدې ولیدل چې ستونزه یوازې د خوړو د شته‌والي نه ده؛ بلکې دا هم مهمه ده چې خلک د خوړو د پېرلو توان لري که نه، عاید ترلاسه کولای شي که نه، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لري که نه او دا چې د راتلونکي ناورین پر وړاندې د مقابلې لپاره ورسره څه پاتې دي که نه».

د اوچا ویاندې خبرداری ورکړی، چې وضعیت د لا کړکېچنېدو په حال کې دی او د کلونو جګړو، اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او پرله‌پسې ناورینونو د ستونزمنو حالاتو سره یې د کورنیو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی.

چرویکو وویل، له لوږې سره مخ د مېلیونونه کسانو د شمېرو تر شا ماشومان هم شته چې مور او پلار یې د مغذي خوړو د پېرلو توان نه لري او داسې کورنۍ هم شته چې نور د ژوند د دوام لپاره کافي سرچینې نه لري.

چرویکو وویل، د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره بشري مرستې اړینې دي؛ خو دغه مرستې نه شي کولای د تل لپاره د کاري فرصتونو او عامه خدمتونو تشه ډکه کړي.

هغې زیاته کړه: «بشري مرستې نن ورځ د انسانانو ژوند ژغوري؛ خو یوازې په معیشت، خدمتونو او اقتصادي فرصتونو کې دوامداره او ټول‌شموله پانګونه کولای شي له خلکو سره مرسته وکړي، څو په راتلونکي کې پر بېړنیو مرستو لږه تکیه وکړي».

د اوچا ویاندې په کرنه، کلیوالي اقتصاد، سیمه‌ییزو بازارونو، کارموندنې، د اوبو رسولو او روغتیايي خدمتونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه او د ښځو لپاره یې د اقتصادي فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

هغې خبرداری ورکړی، چې نړۍواله ټولنه باید د ژمي له رارسېدو مخکې اقدام وکړي، نه هغه مهال چې کورنۍ د خپلو اړتیاوو پوره کولو ټولې لارې له لاسه ورکړي. چرویکو وویل، د نوموړې وروستیو لیدنو ښودلې چې د افغانستان کړکېچ یوازې د بېړنیو مرستو له لارې نه شي حل کېدای؛ بلکې د دې لپاره چې دغه وضعیت بیا تکرار نه شي، باید خلکو ته کاري فرصتونه او د دوامدار عایداتي سرچینې برابرې شي.

دغه خبرداري په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) او د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) هم د روانې اوونۍ په یوه ګډ راپور کې اټکل کړی چې په راتلونکي ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۱۹.۲ مېلیونه وګړي چې د هېواد د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.

د دغه دوو ادارو په وینا، له یاد شمېر څخه به پنځه مېلیونه کسان په بېړني وضعیت کې وي. بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني کلیوالي هغه سیمې دي چې د خوراکي ناامنۍ له امله به تر ټولو ډېرې زیانمنې شي.

فایو او د خوړو نړۍوال پروګرام همدارنګه خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۷کال کې به د سختې خوارځواکۍ پېښې نږدې ۱۰ سلنه زیاتې شي او شمېر به یې څلور مېلیونو ته ورسېږي. اټکل کېږي، چې د دغه پېښو څلورمه برخه به سخته او ګواښوونکې وي.

همدارنګه، په روان زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان نه د څه باندې ۱.۲ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو، د سوداګریزو لارو ګډوډۍ او د نړۍوالو مرستو کمښت پر زیانمنونکو کورنیو فشارونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده، د مرستو سرچینې مخ په کمېدو دي. هغه وویل، لا هم د کړکېچ د لا خرابېدو د مخنیوي فرصت شته؛ خو دغه فرصت په چټکۍ سره له‌منځه ځي.

فایو او د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي مرستو، له بزګرانو څخه د ملاتړ او د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د بېړنۍ بودجې برابرولو غوښتنه کړې؛ څو مرستې د ژمي د سختې یخنۍ له پیل مخکې اړمنو کورنیو ته ورسېږي.

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
100%

روسیې په داسې حال کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې تر دې وړاندې د څو هېوادونو هڅو د دواړو لورو د ترینګلتیا په کمولو کې څرګنده پایله نه ده لرلې.

خو له طالبانو سره د مسکو نږدې اړیکې، له امریکا سره د پاکستان اړیکې او د روسیې د فشار محدودې وسیلې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا مسکو کولای شي د طالبانو او اسلام‌اباد په محاسبو کې بدلون راولي؟

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له دوام سره، روسیې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. تېره اوونۍ د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر کابل ته او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته سفرونه وکړل. له دغو لیدنو وروسته، په اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر اعلان وکړ چې مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی. د هغه په وینا، دا موضوع اسلام‌اباد ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هم مطرح شوې وه.

د روسیې له خوا د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي له اعلان سره سره، اسلام‌اباد تر اوسه د مسکو د منځګړیتوب د رسمي بهیر پیل نه دی تایید کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۲۴مه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د روسیې له کوم رسمي نوښت څخه خبر نه دی.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترینګلتیا د کمولو لپاره د خپلو ملګرو هېوادونو د هڅو هرکلی کوي، خو دا ډول هڅې باید د پام وړ پایلې ولري؛ په دې کې د طالبانو له خوا د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې عملي او د تایید وړ اقدامات هم شامل دي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او فعالیتونه کوي.

دا هڅه په داسې وخت کې کېږي چې روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کوربه‌توب کړې وه. دغه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اختلافونو له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده او ګډونوال یې ونه توانېدل چې ګډه اعلامیه خپره کړي.

سره له دې، د طالبانو په اړه د مسکو دریځ تر ډېره د دې ډلې له دریځ سره نږدې پاتې شوی دی. روسي چارواکو د هغه څه ستاینه کړې چې دوی یې د طالبانو له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بولي، او له دې ډلې سره یې د ملاتړ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني، په یوه مقاله کې د مسکو فارمټ غونډې په پای کې د روسیې دریځ د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پراخولو او په نړیوال ډګر کې د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لپاره د مسکو د لېوالتیا نښه بللې ده.

روسیه اندېښنه لري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو دوام به په افغانستان او سیمه کې ناامني پراخه کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت به هم له ګواښ سره مخ کړي. په ورته وخت کې، داسې ښکاري چې د دغو ترینګلتیاوو د ریښو په اړه د مسکو لیدلوری تر یوه بریده د طالبانو له دریځ سره نږدې دی. طالبان ادعا کوي چې پاکستان د لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ هڅه کوي پر دې ډلې فشار راوړي، خو داسې روښانه شواهد نشته چې روسیه دې هم دا ادعا منلې وي.

د روسیې د منځګړیتوب هڅې وروسته له هغې پیل شوې چې د ترکیې، سعودي عربستان، قطر او چین هڅې د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې د پام وړ پایلې ته ونه رسېدې. پوښتنه دا ده چې ایا مسکو کولای شي له خپلو سیاسي امکاناتو څخه په ګټې اخیستو دغه کړکېچ مات کړي، او که د روسیې نوې هڅه به هم له هغو خنډونو سره مخ شي چې پخواني منځګړي یې له بریا پاتې کړي دي؟

مسکو د طالبانو ترڅنګ

د روسیې د منځګړیتوب په اړه یوه اساسي پوښتنه دا ده چې دغه هېواد تر کومه بریده بې‌طرفه دی او څومره کولای شي د دواړو لورو پر محاسبو اغېز وکړي. مسکو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او لومړنی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده. دا نږدېوالی ښايي د طالبانو مشرانو ته د روسیې لاسرسی اسانه کړي، خو په ورته وخت کې د منځګړي په توګه د مسکو پر رول د پاکستان باور محدودولای شي.

په مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر، عمر نثار، وایي چې روسیه له طالبانو سره نږدې ده او هڅه کوي پر پاکستان فشار راوړي. هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «روسیې د طالبانو اړخ نیولی دی. د روسیې موخه پر پاکستان فشار راوړل دي».

نثار همداراز ویلي چې داسې ښکاري مسکو د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف، له دریځه ناخوښ دی. د هغه په وینا، شریف د امریکا د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره مسکو ته خپل سفر څو ځله ځنډولی دی.

دا لیدلوری ښيي چې د مسکو او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي اختلافونه ښايي د منځګړیتوب پر بهیر اغېز وکړي. روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د شهباز شریف حکومت له امریکا سره نږدې اړیکې ساتي. دا وضعیت ښايي د روسیې او پاکستان ترمنځ د همکارۍ زمینه محدوده کړي، که څه هم له واشنګټن سره د اسلام‌اباد اړیکې په یوازې ځان له مسکو سره د پاکستان دریځ نه ټاکي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي، آصف دراني، هم په یوه مقاله کې د طالبانو په اړه د روسیې پر تګلارې نیوکه کړې ده. هغه لیکلي چې مسکو د افغانستان په اړه د خپلو غونډو په بهیر کې له خپلو لومړنیو موخو واټن اخیستی دی.

دراني د مسکو فارمټ غونډې پر بهیر د نیوکې پر مهال لیکلي چې دغه غونډه د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو له څېړلو لرې شوې او د «له طالبانو سره د تعامل او جوړجاړي» پر یوې وسیلې بدله شوې ده.

دا نیوکه د پاکستان د سیاسي کړیو د یوې برخې اندېښنې څرګندوي؛ هغوی له طالبانو سره د روسیې نږدېوالی د اختلافونو د حل لاره نه، بلکې د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا یو عامل ګڼي. په ورته وخت کې، پاکستان په نړیوالو غونډو کې تل هڅه کړې چې طالبان د ترهګرۍ ملاتړي او د افغانستان خاوره یو نړیوال ګواښ وښيي او د طالبانو له ادارې سره د تعامل او د هغې د رسمیت پېژندلو مخه ونیسي.

په همدې حال کې، ځینې پاکستاني شنونکي باور لري چې له واشنګټن سره د شهباز شریف او عاصم منیر نږدې اړیکو د اسلام‌اباد پر سیمه‌ییزو محاسبو اغېز کړی دی. په پاکستان کې دا نظر هم مطرح شوی چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان مسکو ته سفر، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې له برید لږ مخکې ترسره شوی و، له لوېدیځ سره د هغه د اړیکو په خرابېدو کې ونډه لرلې ده.

ولې ښايي روسیه د دواړو لورو په جوړجاړي کې بریالۍ نه شي؟

له طالبانو سره د روسیې سیاسي نږدېوالی په دې معنا نه دی چې مسکو به وکولای شي دا ډله د خپلو سیاستونو بدلون ته اړ کړي. د پاکستان په اړه هم ورته محدودیتونه شته. منځګړیتوب هغه وخت پایله ورکولای شي چې منځګړی له ښکېلو لورو سره د اړیکو ترڅنګ داسې وسیلې هم ولري چې هغوی همکارۍ ته وهڅوي یا د اختلافونو د دوام لګښت پرې لوړ کړي.

د افغانستان د پخواني حکومت یوه لوړپوړي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «شونې نه ده روسیه د طالبانو او پاکستان په اوسنیو دریځونو کې د پام وړ بدلون راولي، ځکه د دواړو لورو پر وړاندې اغېزمنې وسیلې، لکه هڅوونکي امتیازونه، د فشار اهرمونه او د مخنیوي امکانات، په واک کې نه لري.»

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف «ژور» او د دواړو لورو غوښتنې «متضادې» بللې دي.

د هغه په وینا، طالبان نه اراده لري او نه هم توان چې له خپلو پخوانیو متحدانو څخه لاس واخلي. په مقابل کې، پاکستان له طالبانو تمه لري چې لکه څنګه یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نسکورولو کې ونډه لرله، چې پاکستان یې خپل سیال باله، اوس دې تحریک طالبان پاکستان هم له منځه یوسي؛ هغه ډله چې اسلام‌اباد یې خپل دښمن ګڼي.

دغه پخواني چارواکي ویلي: «دا به ډېره ستونزمنه وي چې روسیه د دواړو لورو په محاسبو او سیاستونو کې بنسټیز بدلون راولي».

د هغه په اند، د روسیې رول تر ډېره د سیاسي سپارښتنو او منځګړیتوب تر کچې محدود دی، نه دا چې د دواړو لورو ستراتیژیکې محاسبې بدلې کړي. هغه ویلي: «د روسیې رول به تر ډېره د یوه نصیحت کوونکي په کچه پاتې شي، نه د محاسبو د بدلوونکي په توګه.»

د طالبانو او پاکستان اختلاف یوازې د ډیپلوماتیکو ناسم‌پوهاویو پایله نه ده. اسلام‌اباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي، خو طالبانو تر اوسه د پاکستان د غوښتنو په اړه بل دریځ خپل کړی دی. تر هغه چې دواړه لوري د دې امنیتي مسئلې په اړه یوې هوکړې ته ونه رسېږي، یوازې ډیپلوماتیکې لیدنې ښايي د اړیکو مسیر بدل نه کړای شي.

سره له دې چې د مسکو امکانات محدود ښکاري، د منځګړیتوب بهیر ته د روسیې د ننوتلو څرنګوالی هم مهم دی. روسیې په تېر یوه کال کې څو ځله د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر منځګړیتوب ټینګار کړی، خو دواړو لورو دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې روسیه د طالبانو په غوښتنه دې بهیر ته ورګډه شوې ده. د هغه په وینا، طالبانو تر دې مخکې هم له ترکیې، چین او قطر څخه غوښتنه کړې وه چې له پاکستان سره د ترینګلتیا د کمولو او د اختلافونو د حل لپاره مرسته وکړي، خو دغو هڅو د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو لامل نه شو.

په کابل کې د طالبانو یوې نږدې څېرې هم د روسیې د هڅو د پایله‌ورکوونکې کېدو په اړه شک څرګند کړی دی.

هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «فکر نه کوم چې د روسیې منځګړیتوب به پایله ورکړي. که روسیه اغېز لرلای، تر ټولو مخکې به یې په دې منځګړیتوب کې ګام اخیستی وای.»

دا څرګندونې ښيي چې ان د طالبانو ځینې نږدې کسان هم د اختلافونو په حل کې د روسیې پر وړتیا شک لري. خو له مسکو څخه د طالبانو غوښتنه ښايي دا وښيي چې دغه ډله غواړي له روسیې سره له خپلو نږدې اړیکو څخه په ګټې اخیستو د پاکستان فشار راکم کړي.

100%

اسلام‌اباد تر کومه بریده خبرو ته چمتو دی؟

د پاکستان د خبریال طاهر خان په اند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا حل په پای کې د کابل او اسلام‌اباد پر پرېکړو پورې تړلی دی، نه یوازې د بهرنیو قدرتونو پر نوښتونو. هغه په پاکستان کې سیاسي فضا ته په اشارې ویلي: «څه چې زه په پاکستان کې وینم، دا هېواد نور له طالبانو سره خبرو او غونډو ته لېوالتیا نه لري.»

د طاهر خان په وینا، طالبان او پاکستان د یو بل غوښتنو ته پام نه کوي او په پاکستان کې امنیتي وضعیت هم کړکېچن دی.

د امنیتي تشې په اړه د روسیې اندېښنه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په اړه د روسیې اندېښنه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو محدوده نه ده. مسکو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ناامنۍ د پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. د جګړو دوام ښايي په سیمه کې بې‌ثباتي زیاته او د روسیې په شاوخوا کې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي.

له بلې خوا، طالبانو په وار وار ادعا کړې چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو پروژه له لوېدیځو هېوادونو څخه ترلاسه کړې ده. دا ادعا له اسلام‌اباد سره د اختلافونو د ریښو په اړه د طالبانو د سیاسي روایت یوه برخه ده.

په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو مخالفانو د مهارولو په اړه د ایران، روسیې او چین غوښتنې رد کړې او له پاکستان سره یې شخړه د پلمې په توګه وړاندې کړې ده.»

په حقیقت کې، د طالبانو او پاکستان اختلاف د مسکو لپاره یوازې د دوو لورو ترمنځ کړکېچ نه دی، بلکې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه له پراخو اندېښنو سره هم تړاو لري. روسیه ښايي وغواړي د منځګړیتوب له لارې هم د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او هم طالبان وهڅوي چې د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

منځګړیتوب که د کړکېچ مدیریت؟

د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو کارپوه، غوث جانباز، باور لري چې مسکو کولای شي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي، خو د دواړو لورو د جوړجاړي لپاره د هغوی د اړ کولو وړتیا او نفوذ محدود دی.

هغه ویلي: «د پاکستان پر امنیتي محاسبو او د کابل پر پوځي پرېکړو د روسیې نفوذ محدود دی».

روسیه ښايي د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو او د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، خو یوې تلپاتې هوکړې ته رسېدل د دواړو لورو په امنیتي دریځونو کې بدلون ته اړتیا لري. تر اوسه د داسې بدلون نښې نه لیدل کېږي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې او اختلافونه لا هم مخ په زیاتېدو دي.

100%

د قطر، ترکیې، چین او سعودي عربستان د پخوانیو هڅو تجربه هم ښيي چې یوازې د یوه بهرني منځګړي شتون د اختلافونو د حل لپاره بسنه نه کوي. دغو څلورو هېوادونو له طالبانو او پاکستان سره نږدې اړیکې لري.