د روغتیا نړیوال سازمان، د هوا پېژندنې نړیوال سازمان، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۱مه، د سختې ګرمۍ له امله د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د روغتیايي خطرونو د څارنې لپاره نوی نړیوال چوکاټ پیل کړ. دغه چوکاټ له هېوادونو سره مرسته کوي چې د ګرمۍ روغتیايي اغېزې وڅاري، د خطرونو پر وړاندې چمتووالی پیاوړی کړي او پر وخت اقدامات وکړي.
د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱،۵ میلیارده ماشومان له هغو تودوخې څپو سره مخ دي چې تکرار، موده یا شدت یې زیات شوی دی. څېړنې ښيي چې د سختې ګرمۍ اغېزې د امیندوارۍ له پړاو څخه تر ماشومتوبه روغتیا ته زیان رسولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د چاپېریال، اقلیم بدلون، یوې روغتیا او کډوالۍ څانګې سرپرست مشر، بروس ګورډن، ویلي: «لکه څنګه چې زموږ نړۍ ورځ تر بلې تودېږي، روغتیا ته نوي خطرونه رامنځته کوي او زاړه کسان، امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او کوچنیان له هغو ډلو څخه دي چې له دې خطرونو څخه د ځان ژغورلو لږ توان لري.»
هغه زیاته کړې، روغتیايي نظامونه داسې معلوماتو ته اړتیا لري چې د ګرمۍ د خطرونو په پېژندلو او د خلکو په ساتنه کې مرسته وکړي، او اقلیمي خطرونه په ورځنیو روغتیايي خدمتونو کې هم په پام کې ونیول شي.
د افغانستان په اړه د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اقلیمي خطرونو راپور ښيي چې د دغه هېواد له شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومانو څخه تر ۸،۸ میلیونو ډېر، یعنې ۴۱ سلنه، له لږ تر لږه درېیو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي. په دغو ګواښونو کې سخته ګرمي، د تودوخې څپې، وچکالي، سېلابونه او د شګو او دوړو توپانونه شامل دي.
د یونیسف په وینا، په افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر ماشومان له اوږدو او ډېر تکرارېدونکو تودوخې څپو سره مخ دي. دغه خطرونه د خوړو او پاکو اوبو پر لاسرسي هم اغېز کوي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په نوي چوکاټ کې سپارښتنه کړې چې هېوادونه د سختې ګرمۍ پر مهال د وخت مخکې زېږون، مړو زېږونونو، د کم وزن ماشومانو، د امیندوارۍ پر مهال د لوړ فشار، د ماشومانو د مړینې او روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې شمېر وڅاري. د ښوونځیو د زدهکوونکو حاضري هم د دې معلومولو لپاره مهمه ده چې ګرمي د ماشومانو پر ورځني ژوند څه اغېز کوي.
د سازمان د جنسي، تولیدي، میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا او زړښت څانګې مشرې، پاسکال الوټي ویلي: «ګرمي لا له وړاندې زموږ پر تر ټولو زیانمنونکو ډلو، په ګډون د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو، اغېز کوي. خو هغه څه چې روغتیايي نظامونه یې نه شمېري، پر وړاندې یې اقدام هم نه شي کولای.»
د راپور له مخې، د روغتیايي معلوماتو او د هوا د تودوخې د کچې یوځای څارنه کولی شي له چارواکو سره مرسته وکړي چې د ګرمۍ پر مهال غیرعادي بدلونونه وپېژني، روغتیايي مرکزونه د مراجعینو د زیاتېدو لپاره چمتو کړي، امیندوارو ښځو او کورنیو ته خبرداری ورکړي او تر ټولو زیانمنې ټولنې په نښه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د خپلو شرایطو له مخې د ګرمۍ د روغتیايي خطرونو د مدیریت پلانونه جوړ او پلي کړي، د وختي خبرداریو سیستمونه پیاوړي کړي او د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د ساتنې لپاره پر وخت اقدامات وکړي.