• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو سرمنشي: پر سعودي د حوثیانو بریدونه د منلو وړ نه‌دي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په یمن کې د پوځي نښتو پر پراخېدو او پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو پر دوام سخته اندېښنه ښودلې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د ملکي اهدافو په نښه کول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.


ګوترېش په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا بریدونه او نښتې ملکي وګړو ته بې‌ساري زیانونه او کړاوونه اړوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدارنګه خبرداری ورکړی چې دا ډول پوځي کړنې په سیمه کې تاوتریخوالی لاپسې پیاوړی کوي.

نوموړي له ټولو ښکېلو غاړو څخه په کلکه غوښتي دي چې له زغمه کار واخلي او له نور تاوتریخوالي ډډه وکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې د کړکېچ د هواري لپاره یمن یو روښانه سیاسي لیدلوري او ډیپلوماټیک حل ته بیړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه تازه غبرګون داسې مهال څرګندېږي چې په وروستیو ورځو کې د حوثي یاغیانو له لوري د سرحدي او هوايي بریدونو ګواښونه زیات شوي او نړیوال بنسټونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي هڅې کوي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په سعودي عربستان کې د حوثي ډلې د بریدونو له امله د خپلو یو شمېر غیرضروري کارکوونکو او د ډیپلوماتانو د کورنیو د ایستلو امر کړی دی. د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال لوبغاړي هڅه کوي چې د نښتو د پراخېدو مخه ونیسي او ښکېل لوري بېرته د خبرو مېز ته راوبولي.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي

•
•
•

نور خبرونه

ټرمپ مکلف شوی چې د بي‌بي‌سي پر ضد د ۱۰ میلیارد ډالرو دعوې په تړاو پوښتنو ته ځواب ووايي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
100%

یوه امریکايي فدرالي قاضي د پنجشنبې په ورځ امر کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د ډسمبر تر ۱۱مې نېټې پورې د بي‌بي‌سي پر ضد د ۱۰ میلیارد ډالرو د افترا دعوې په تړاو د دې رسنۍ د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې بي‌بي‌سي ټرمپ تورن کړی چې د قانوني پوښتنو له ځوابولو څخه د ځان ساتلو لپاره په قصدي ډول بهیر ځنډوي.

ټرمپ د بریتانیا پر عامه تمویل کېدونکې رسنۍ دعوه کړې او لږ تر لږه ۱۰ میلیارد ډالره تاوان غواړي. نوموړی ادعا کوي چې بي‌بي‌سي د هغه د یوې وینا ویډیو په ناسمه توګه ایډیټ کړې، څو داسې ښکاره شي چې ګواکې ده خپل پلویان د امریکا پر کانګرس د برید لپاره هڅولي دي. دا قضیه د هغو څو حقوقي دعوو له ډلې ده چې ټرمپ د هغو رسنیو پر ضد ثبت کړې چې د ده په وینا، د هغه په اړه ناسم یا ناخوښ راپورونه خپروي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا فدرالي مجسټریټ قاضي اېنژولیک لېټ د پنجشنبې په ورځ د محکمې په غونډه کې له محکمې څخه امر وکړ چې ټرمپ باید د بي‌بي‌سي د وکیلانو پوښتنو ته د لوړې تر مراسمو لاندې ځوابونه ورکړي. ټرمپ په اکتوبر کې د خپلې استماعیه ناستې له ترسره کولو ډډه کړې وه او د ولسمشرۍ د دندو له امله یې د وخت د نه لرلو خبره کړې وه.

د ټرمپ د حقوقي ډلې او بي‌بي‌سي استازو د نظر غوښتنې په اړه سملاسي ځواب نه دی ورکړی.

ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د شپږمې نېټې د وینا د ویډیو د ایډیټ کولو له امله د تېر کال په ډسمبر کې د فلوریډا په فدرالي محکمه کې دعوه ثبت کړه. هغه ادعا کوي چې بي‌بي‌سي د وینا بېلابېلې برخې سره نښلولې، څو لیدونکي دې پایلې ته ورسېږي چې ګواکې نوموړي خپل پلویان د امریکا پر کانګرس د برید لپاره هڅولي دي.

بي‌بي‌سي منلې چې د ویډیو ایډیټ کول یې ګمراه کوونکي وو او له ټرمپ څخه یې بښنه غوښتې، خو دا ردوي چې د افترا په تور قانوني مسوولیت لري.

بي‌بي‌سي په محکمه کې په ثبت شویو اسنادو کې ټرمپ او د هغه وکیلان تورن کړي چې د اسنادو او نورو معلوماتو د سپارلو په برخه کې ځنډ کوي. دغه بهیر، چې د دعوې د دواړو خواوو ترمنځ د شواهدو او معلوماتو تبادله پکې کېږي، د حقوقي اصطلاح له مخې «د شواهدو راټولولو پړاو» بلل کېږي.

بي‌بي‌سي د ټرمپ د مارالاګو کلب او له هغه سره د تړلو سوداګریزو شرکتونو د مالي اسنادو غوښتنه کړې او وايي، دغه معلومات د ټرمپ د تاوان غوښتنې پر وړاندې د دفاع لپاره اړین دي.

د ټرمپ وکیلان بیا وايي، د بي‌بي‌سي غوښتنې ډېرې پراخې دي او له قضیې سره مستقیم تړاو نه لري. هغوی دا ادعا هم رد کړې چې ټرمپ له استماعیه ناستې څخه تېښته کوي او ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ دندې او امنیتي اړتیاوې باید لومړیتوب ولري.

د وینا ایډیټ شوې ویډیو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو لږ مخکې د بي‌بي‌سي د «پانوراما» په مستنده خپرونه کې ښودل شوې وه.

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او د ملي امنیت پخواني چارواکي کېت کېلوګ په یوه مقاله کې د طالبانو د یوې مخالفې جبهې له یوه غړي سره د خپلې لیدنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل په لټه کې له باوري افغان سیاسي جریانونو سره اړیکې وساتي.

کېلوګ واشنګټن پوسټ ته په یوه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، لیکلي چې افغانستان د ازادۍ حرکت غړی الیاس فیضي غوریاني واشنګټن ته تللی و، څو د افغانستان د راتلونکي په اړه د خپل حرکت لیدلوری ورسره شریک کړي.

د کېلوګ په وینا، د افغانستان د ازادۍ حرکت هڅه کوي چې د افغان سیاسي او مخالفو جریانونو غږونه د یوې ګډې سیاسي تګلارې تر چتر لاندې سره راټول کړي. د هغه په لیکنه کې د دې تګلارې مهم محورونه مشروع حکومتولي، اقتصادي فرصتونه او د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان راتلونکی بلل شوي دي.

کېلوګ ویلي چې له غوریاني سره یې خبرې لومړنۍ وې، خو هغه د دې فرصت هرکلی کړی چې د عملي سیاسي برنامې په بڼه د افغانستان د ازادۍ حرکت د موخو په اړه واوري.

هغه زیاته کړې چې د افغانانو په مشرۍ او د پراخ ایتلاف پر جوړولو د دغه حرکت ټینګار داسې پوښتنې راپورته کوي چې د لا ارزونې وړ دي.

د امریکا دغه پخوانی امنیتي چارواکی وايي، د افغانستان د ازادۍ حرکت د بریا معیار، د نورو نوظهورو سیاسي جریانونو په څېر، په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کول، د بېلابېلو ټولنو د یوځای کولو وړتیا او د حکومتولۍ لپاره د یوه باوري بدیل وړاندې کول دي.

کېلوګ په مقاله کې له واشنګټن غوښتي چې له هغو افغان سیاسي څېرو او جریانونو سره تعامل وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ لپاره د یوه مشروع بدیل په لټه کې دي. د هغه په باور، امریکا باید د دغو جریانونو مشرتابه او د ملاتړ د جلبولو وړتیا وارزوي او په ورته وخت کې د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او مالي ابزارو له لارې پر طالبانو فشار وساتي.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول تعامل افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بیا لېږلو، د ملت‌جوړونې د نوې پروژې پیلولو یا د امریکايي مالیه ورکوونکو پر اوږو د نویو مالي لګښتونو د اچولو غوښتنه نه کوي. د کېلوګ په وینا، په افغانستان کې هر دوامدار بدلون باید د افغانانو له خوا رامنځته شي.

د افغانستان د ازادۍ حرکت له استازي سره د کېلوګ د لیدنې یادونه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت او د یوه بدیل نظام د رامنځته کېدو پر څرنګوالي بحثونه روان دي.

کېلوګ په خپله مقاله کې له افغانستان سره د امریکا د اړیکو پر بیا ارزولو او د افغان سیاسي جریانونو پر ارزونې ټینګار کړی، خو د افغانستان د ازادۍ حرکت د ملاتړ، په رسمیت پېژندلو یا ورسره د رسمي همکارۍ اعلان یې نه دی کړی.

کیلوګ د ټرمپ په دویمه اداره کې د اوکراین لپاره ځانګړی استازی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې دنده پای ته رسېدلی ده.

روغتیا نړیوال سازمان: د سختې ګرمۍ له امله د وخت مخکې زېږون خطر ۲۶ سلنه زیاتېږي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې سخته ګرمي د امیندوارو ښځو او ماشومانو روغتیا ګواښي او د وخت مخکې زېږون احتمال ۲۶ سلنه زیاتوي. په افغانستان کې هم د یونیسف د راپور له مخې، له ۸،۸ میلیونو ډېر ماشومان له وچکالۍ، سېلابونو او تودوخې څپو په ګډون له څو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان، د هوا پېژندنې نړیوال سازمان، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۱مه، د سختې ګرمۍ له امله د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د روغتیايي خطرونو د څارنې لپاره نوی نړیوال چوکاټ پیل کړ. دغه چوکاټ له هېوادونو سره مرسته کوي چې د ګرمۍ روغتیايي اغېزې وڅاري، د خطرونو پر وړاندې چمتووالی پیاوړی کړي او پر وخت اقدامات وکړي.

د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱،۵ میلیارده ماشومان له هغو تودوخې څپو سره مخ دي چې تکرار، موده یا شدت یې زیات شوی دی. څېړنې ښيي چې د سختې ګرمۍ اغېزې د امیندوارۍ له پړاو څخه تر ماشومتوبه روغتیا ته زیان رسولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د چاپېریال، اقلیم بدلون، یوې روغتیا او کډوالۍ څانګې سرپرست مشر، بروس ګورډن، ویلي: «لکه څنګه چې زموږ نړۍ ورځ تر بلې تودېږي، روغتیا ته نوي خطرونه رامنځته کوي او زاړه کسان، امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او کوچنیان له هغو ډلو څخه دي چې له دې خطرونو څخه د ځان ژغورلو لږ توان لري.»

هغه زیاته کړې، روغتیايي نظامونه داسې معلوماتو ته اړتیا لري چې د ګرمۍ د خطرونو په پېژندلو او د خلکو په ساتنه کې مرسته وکړي، او اقلیمي خطرونه په ورځنیو روغتیايي خدمتونو کې هم په پام کې ونیول شي.

د افغانستان په اړه د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اقلیمي خطرونو راپور ښيي چې د دغه هېواد له شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومانو څخه تر ۸،۸ میلیونو ډېر، یعنې ۴۱ سلنه، له لږ تر لږه درېیو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي. په دغو ګواښونو کې سخته ګرمي، د تودوخې څپې، وچکالي، سېلابونه او د شګو او دوړو توپانونه شامل دي.

د یونیسف په وینا، په افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر ماشومان له اوږدو او ډېر تکرارېدونکو تودوخې څپو سره مخ دي. دغه خطرونه د خوړو او پاکو اوبو پر لاسرسي هم اغېز کوي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په نوي چوکاټ کې سپارښتنه کړې چې هېوادونه د سختې ګرمۍ پر مهال د وخت مخکې زېږون، مړو زېږونونو، د کم وزن ماشومانو، د امیندوارۍ پر مهال د لوړ فشار، د ماشومانو د مړینې او روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې شمېر وڅاري. د ښوونځیو د زده‌کوونکو حاضري هم د دې معلومولو لپاره مهمه ده چې ګرمي د ماشومانو پر ورځني ژوند څه اغېز کوي.

د سازمان د جنسي، تولیدي، میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا او زړښت څانګې مشرې، پاسکال الوټي ویلي: «ګرمي لا له وړاندې زموږ پر تر ټولو زیان‌منونکو ډلو، په ګډون د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو، اغېز کوي. خو هغه څه چې روغتیايي نظامونه یې نه شمېري، پر وړاندې یې اقدام هم نه شي کولای.»

د راپور له مخې، د روغتیايي معلوماتو او د هوا د تودوخې د کچې یوځای څارنه کولی شي له چارواکو سره مرسته وکړي چې د ګرمۍ پر مهال غیرعادي بدلونونه وپېژني، روغتیايي مرکزونه د مراجعینو د زیاتېدو لپاره چمتو کړي، امیندوارو ښځو او کورنیو ته خبرداری ورکړي او تر ټولو زیان‌منې ټولنې په نښه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د خپلو شرایطو له مخې د ګرمۍ د روغتیايي خطرونو د مدیریت پلانونه جوړ او پلي کړي، د وختي خبرداریو سیستمونه پیاوړي کړي او د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د ساتنې لپاره پر وخت اقدامات وکړي.

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
100%

سنټرل ایشیا ټایمز رسنۍ په یو تحلیل کې ویلي، که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي، خو په افغانستان کې د داعـ .ـش خراسان او نورو وسله‌والو ډلو د شتون له امله امنیتي اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

مسکو د روان کال د اکټوبر پر ۱۶مه د شانګهای، ډله‌ییز امنیت او ګډو ګټو سازمان په ګډه غونډه کې خبرداری ورکړ چې افراطي ډلې هڅه کوي له افغان خاورې منځنۍ اسیا او روسیې ته نفوذ وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، وسله‌وال د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پر پوله په پرتو افغان ولایتونو کې د پام وړ حضور لري او داعش خراسان څانګه د سیمې پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی.

روسیې او چین له طالبانو غوښتي چې د خپلو پولو د امنیت او د بهرنیو وسله‌والو د مهارولو لپاره تضمینونه ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اکټوبر پر ۱۵مه د «سیکا» په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه واخلي. بېجینګ اندېښنه لري چې د داعش او القاعده ترڅنګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د چینايي وګړو او سوداګریزو لارو خوندیتوب له خطر سره مخامخ کوي. په ورته وخت کې د شانګهای همکارۍ سازمان مرستیال احمد سیدمرادزاده اعلان کړی چې له کابل سره د دغه سازمان د تماس ډلې کارونه ځنډول شوي دي.

تحلیل کې راغلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د مۍ او جولای میاشتو ترمنځ په امنیتي پېښو کې د ۱۱ سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی. په دغه موده کې د طالبانو وسله‌والو مخالفانو، لکه د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د یاسین ضیا اړوند د افغانستان د ازادۍ جبهې، د ۸۸ بریدونو ادعا کړې چې ۵۵ یې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي دي. سنترل ایشیا ټایمز لیکي، خو دا بریدونه له نړیوالو ترهګریزو فعالیتونو سره توپیر لري او اصلي موخه یې د افغانستان په داخل کې له طالبانو سره مخالفت دی. بل خوا واشنګټن طالبان ترهګرو ته د پټنځایونو پر برابرولو تورنوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له القاعده او نورو ډلو سره هر ډول اړیکې ردوي.

د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې بشري او اقتصادي کړکېچ هم زیات شوی دی. د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمان اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر او ۲۰۲۷ کال د اپرېل ترمنځ به ۱۹ اعشاریه ۲ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي او ۵ میلیونه وګړي به له بېړنۍ لوږې سره لاس او ګرېوان وي. پر دې سربېره، په ۲۰۲۶ کال کې له ایران او پاکستان څخه د ۱ اعشاریه ۲ میلیونو افغان کډوالو جبري شړلو او د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتو د خلکو ستونزې او سوداګریز خنډونه نور هم زیات کړي دي، که څه هم مسکو ویلي چې د نشه‌يي توکو په تولید کې ۹۰ سلنه کموالی د کابل د هڅو مثبته پایله ده.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان کړی چې مسکو غواړي له طالبانو سره خپلو دفاعي همکاریو ته پراختیا ورکړي. هغې ویلي چې دا همکارۍ به د ترهګرۍ ضد مبارزې، د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي او ګډو دفاعي چارو پر پیاوړتیا متمرکزې وي. دغه ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې سیمه‌ییز هېوادونه لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په هکله سختې اندېښنې لري او د عملي مخنیوي غوښتنه یې کوي.

رویټرز: امریکایي څارنوالانو پر مادورو او مېرمن یې د شکنجې اړوند نوي تورونه لګولي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
100%

د امریکا څارنوالانو د ونزوېلا پر پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه پر مېرمن سیلا فلوریس د شکنجه کولو ضد فدرالي قانون لاندې نوي تورونه لګولي. رویټرز د قضایي اسنادو د څېړنې پر بنسټ راپور ورکړی چې دوی په بهر کې د سیاسي مخالفانو د شکنجه کولو لپاره د سازش په تور تورن شوي دي.

۶۳ کلن مادورو او ۷۰ کلنې فلوریس تېره اونۍ په محکمه کې ځانونه بې‌ګناه بللي دي. دا پروسه وروسته له هغې پیل شوه چې دواړه د تېر کال په جنورۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په امر په کاراکاس کې ونیول شول او ټاکل شوې ده چې محکمه یې د ۲۰۲۷ کال په جون میاشت کې ترسره شي.

دغه قانون چې په ۱۹۹۴ کال کې تصویب شوی، په بهر کې شکنجه کول یو فدرالي جرم بولي او مادورو او فلوریس اووم او اتم کسان دي چې د دغه قانون له مخې پرې تور پورې کېږي.

تر دې وړاندې د لایبریا، ګامبیا، سوریې او همدارنګه په عراق کې د یوې ناقانونه وسلې جوړولو اړوند څلور کسان تر دې مادې لاندې محکوم شوي دي. حقوقي کارپوه مایکل پارادیس ویلي دا لومړی ځل دی چې امریکا د یوه هېواد پخوانی مشر په خپل هېواد کې د شکنجه کولو د اجازې ورکولو په تور محاکمه کوي. نوموړي دا یوه تاریخي قضیه بللې چې د نشه‌يي توکو له قاچاق ورهاخوا د بشري حقونو سرغړونې د قضیې اصلي محور ګرځوي.

د فلوریس مدافع وکیلانو مارک ډونلي او اندرس سانچیز ویلي چې د هغوی مؤکله له ټولو تورونو پاکه او بې‌ګناه ده. دوی ټینګار کړی چې د نویو تورونو په پام کې نیولو سره به د قضیې د ردولو غوښتنلیک بیا وړاندې کړي. د متحده ایالاتو یو پخوانی فدرالي څارنوال ارټي مک‌کانل ویلي چې دا نوي تورونه د حکومت دریځ پیاوړی کوي او په نیویارک کې به منصفه پلاوي ته د شکنجه شویو قربانیانو غږ ورسوي.

په تورلیک کې راغلي چې د ونزویلا پوځي افسرانو په ۲۰۱۸ کال کې یو بندي په توره وهلی او د کیمیاوي موادو شیندلو له لارې یې شکنجه کړی و.

د امریکا د ۱۹۹۴ کال د شکنجې ضد قانون تر شلو کلونو پورې د بند سزا ټاکي او که قرباني مړ شي، د عمر قید یا اعدام سزا هم لرلی شي، خو مادورو او فلوریس یوازې د سازش په تور تورن دي او له اعدام سره مخ نه دي.

د منهتن د څارنوالۍ دفتر څارنوال کوین سلیوان د اکتوبر په اتمه په محکمه کې وویل چې همکار شاهدان به په دې سازش کې د دوی د ښکېلتیا په اړه شهادت ورکړي. په امریکا کې د شکنجې ټولې پخوانۍ قضیې په محکومیت نه وې پای ته رسېدلې، لکه د سلیمان موجاګیچ او سیاد میلیکوویچ قضیې چې یا بهر ته وسپارل شول یا هم بري الذمه وګڼل شول، خو کارپوهان باور لري چې د یوه پخواني ولسمشر د تورونو روښانتیا به د منصفه پلاوي لپاره بېله بڼه ولري.