• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۱۲ میلیونه یورو بېلې کړې دي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۱

اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ېې ۱۲ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي. دغه پیسې په سویلي او سویل لویدیزو ولایتونو کې د ۳۴۷ زره کسانو لپاره د روغتیا، خوړو خوندیتوب او اوبو او د روغتیا ساتنې خدمتونو په برخه کې لګول کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي چې یادې پیسې د اړینو خدمتونو لپاره د ژوند ژغورنې پروژې تر چتر لاندې لګول کېږي.

دغه پروژه چې د ۲۰۲۶ کال د جون په لومړۍ نېټه پیل شوې، د ۲۰۲۷ کال د مې تر ۳۱مې به دوام وکړي.

اروپايي ټولنې ویلي چې یاده پروژه په کندهار، زابل، ارزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې دوام لري او د ځانګړې شوې بودجې له لارې به د یادو ولایتونو له ۳۴۷ زره زیاتو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو ترڅنګ، د ساري ناروغیو د خپرېدو، د زلزلې او بې‌ځایه کېدو په حالت کې بېړنۍ او سملاسي مرستې ورسوي.

د اروپايي ټولنې له‌خوا دا مرسته پرداسې مهال ځانګړې شوې چې په افغانستان کې ۲۱،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، زیانمنې ټولنې، په ځانګړې توګه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او تي ورکوونکې ښځې، معلولین او په لرې پرتو سیمو کې مېششتې کورنۍ لا هم اساسي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟
۱

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قطر د دولت وزیره: افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې مخکښ رول ولري

۵

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو د شیخ زاید ښارګوټي د ۵۲۱ اپارتمانونو مالکانو ته وروستی خبرداری ورکړی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت اعلان کړی چې د شیخ زاید ښارګوټي د هغو ۵۲۱ اپارتمانونو د بېرته اخیستو لپاره یې ټول اداري او تخنیکي چمتووالی بشپړ کړی، چې مالکانو یې په ټاکلي وخت کې د اپارتمانونو ۵۰ سلنه قسطونه نه دي ورکړي.

دغه وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي چې د یادو اپارتمانونو د بېرته اخیستو پرېکړه قطعي ده او له ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته به یې د عملي کولو لپاره اقدامات پیل شي.

وزارت له اړوندو اپارتمان‌لرونکو غوښتي چې د پرېکړې درناوی وکړي، د اپارتمانونو د بېرته اخیستو په بهیر کې له هر ډول خنډ او ځنډ څخه ډډه وکړي او له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

په خبرتیا کې له هغو کسانو هم چې اپارتمانونه یې بېرته اخیستل کېږي، غوښتل شوي چې د خپلو ورکړل شویو پیسو د ترلاسه کولو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته مراجعه وکړي.

وزارت خبرداری ورکړی چې له ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته به د اپارتمانونو د بېرته اخیستو بهیر عملي شي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به له اړوندو کسانو سره قانوني چلند وشي.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي ۵۲۱ اپارتمانونه د بېرته اخېستلو له خطر سره مخ دي او طالبانو د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې لومړنی نوملړ صادر کړی دی.

د ښارګوټي اوسېدونکي وایي، د قسطونو ورکولو ته چمتو دي، خو د پاتې پیسو د تادیې لپاره د اضافي مهلت غوښتنه یې تر اوسه نه ده منل شوې. د دوی په وینا، که د بېرته اخیستو بهیر عملي شي، سلګونه کورنۍ به د خپلو کورونو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شي.

د دغه ښارګوټي تر ۲۵۰ ډېرو اوسېدونکو د ډله‌ییزې عریضې له لارې د طالبانو د کور او ښارجوړولو وزارت، د عدلیې وزارت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د ریاست‌الوزرا له مقام څخه د پاتې قسطونو د سپارلو لپاره د مهلت غوښتنه کړې وه، خو طالبانو خپله پرېکړه پرېکنده بللې او مهلت یې نه دی ورکړی.

خو د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۱۱ بلاکونو د ۳ زره او ۳۳۰ اپارتمانونو د تمویل بهیر په ۱۳۹۲ کال کې بشپړ شوی و او د ۱۳۹۳ کال د وري په ۳۱مه د پخواني حکومت د ولسمشر د حکم او د ځانګړې شرطپاڼې له مخې پر غوښتونکو ووېشل شول.

د وزارت په وینا، د اپارتمانونو د وېش پر مهال په شرطپاڼه کې راغلي وو چې مالکین باید خپل قسطونه پر ټاکلي وخت ورکړي او که یې ورنه کړي، اپارتمانونه به بېرته واخیستل شي. وزارت ادعا کوي چې د وخت په تېرېدو ډېرو اپارتمان‌لرونکو خپل قسطونه پر وخت نه دي ورکړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وروسته څو ځله له اپارتمان‌لرونکو غوښتل شوي چې خپل پاتې قسطونه ورکړي او لږ تر لږه یې ۵۰ سلنې ته ورسوي، خو د وزارت په وینا، دغو غوښتنو پایله نه ده ورکړې.

د طالبانو د کابینې د ۱۴۰۱لمریز کال د لړم ۱۴مې په ۱۶مه ګڼه مصوبه کې پرېکړه شوې وه چې که اپارتمان‌لرونکي د ۱۴۰۱ کال تر پایه خپل لږ تر لږه ۵۰ سلنه قسطونه ورکړي، ۱۰ سلنه تخفیف به ترلاسه کړي.

د وزارت په وینا، د اپارتمان‌لرونکو لپاره د قسطونو د ورکولو موده وروسته د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشتې تر پایه هم وغځول شوه، خو بیا هم د وزارت په ادعا، د قسطونو د ورکولو په برخه کې د پام وړ پایله ترلاسه نه شوه.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کابینې له پرېکړو وروسته موضوع د ددې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده دفتر ته هم وړاندې شوې وه. نوموړي په یوه حکم کې لارښوونه کړې وه چې اپارتمان‌لرونکو ته دې له دریو تر شپږو میاشتو پورې نور وخت ورکړل شي او که په دې موده کې بریالي نه شول، د بېرته اخیستو بهیر دې پیل شي.

وزارت وايي، د اپارتمانونو د بېرته اخیستو لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه کړې، د اړوندو ادارو په ګډون یې کمېټه جوړه کړې او د عملي کار طریقه، د استرداد فورمې او عمومي نوملړ یې چمتو کړي دي.

د شیخ زاید ښارګوټی په ۲۰۱۸ کال کې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه ښارګوټی سلګونه استوګنیز واحدونه لري چې غوښتونکو ته په قسطي ډول ورکړل شوي دي.

له پاکستان نه د افغانانو اخراج په پېښور کې د سپینو زرو بازار سوړ کړی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۱
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د پېښور د اندر شیر بازار په تنګو کوڅو کې هغه ګڼه ګوڼه چې پخوا یې افغان سوداګر، عمده پېرونکي او د ګاڼو مینه‌وال راکښل، اوس د ډېرو زرګرانو په وینا، کمه شوې ده. د افغانانو په وتلو سره په پېښور کې د سپینو زرو بازار سوړ شوی او د کلونو سوداګریزې اړیکې یې هم زیانمنې شوې دي.

هغه افغانان چې پخوا به یې له پېښوره سپین زر په عمده او پرچون ډول اخیستل او افغانستان او نورو هېوادونو ته یې لېږدول ، اوس ډېر کم لیدل کېږي. د پېښور د زرګرانو په وینا، د افغان کډوالو د اخراج او لارو بندیدو له امله یې کاروبار په بې‌ساري ډول کمزوری شوی دی.

سلیمان شینواری، چې د اندر شیر بازار زرګر دی، د دې تغییر اغېز په خپل ورځني کاروبار کې احساسوي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « پخوا ډېری افغانانو په عمده او پرچون ډول سپین زر اخیستل، خو د افغانانو له ستنېدو وروسته زموږ کاروبار نږدې ۸۰ سلنه کم شوی دی».

هغه وايي، افغانان د ده د هټۍ تر ټولو مهم پېرېدونکي وو. ځینو به سپین زر په عمده توګه اخیستل او افغانستان ته به یې لېږدول؛ ځینو به نورو هېوادونو ته صادرول او ځینو نورو به په پېښور کې له ده څخه مال اخیست، څو پر نورو زرګرانو او هټیوالو یې وپلوري.

100%
سلیمان شینواری، چې د اندر شیر بازار زرګر دی،د افغان کډوالو د اخراج اغیز په خپل ورځني کاروبار کې احساسوي.

د شینواري په څېر د پېښور ځینې زرګران دزرګرۍ د بازارونو په وصل کې د افغانانو اغیزناک رول یادوي، چې ددوی په وینا، «اوس خورا کمزوری شوی دی».

د سپینو زرو سوداګري سړه شوې

په پېښور کې د صدر بازار زرګر جانباز هم د کاروبار د کمېدو خبره کوي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، ېچې پخوا یې د ورځې له ۱۵۰ زرو تر ۲۵۰ زرو پاکستانۍ کلدارو پورې خرڅلاو درلود، خو اوس، سره له دې چې د ودونو موسم دی، په ټوله اونۍ کې هم د ۱۰۰ زره کلدارو په ارزښت مال نه شي پلورلی.

ځینې افغانان د جانباز شلن کلن مشتریان وو او مال یې اخیست، بېرته به راتلل او د کاروبار یوه دوامداره اړیکه یې ورسره ساتله.

اوس، د هغه په وینا، د پېرونکو له کمېدو سره د بازار فعالیتونه ساړه شوي او د پېښور پر نورو کاروبارونو یې هم فشار راوړی دی.

100%
په کابل کې د سپینو زرو په یوه پلورنځي کې پخوانۍ دودیزې ګاڼې

د سپینو زرو په کاروبار کې د خامو موادو له پېرلو نیولې، د ګاڼو تر جوړولو، عمده پلور، پرچون خرڅلاو او نورو بازارونو ته تر لېږد پورې، ګڼ کسان له دې بهیره عاید ترلاسه کوي. کله چې پېرونکي کم شي، اغېز یې د کاروبار د همدې کړۍ پر نورو غړو هم وي.

د سپینو زرو د کاروبار ستونزې یوازې په پېښور پورې محدودې نه دي. په افغانستان کې هم یو شمېر سوداګر او زرګران وايي چې د خامو موادو د انتقال ستونزو، د لارو بندښت او د پېرونکو د کمېدو له امله یې بازار کمزوری شوی دی.

په هرات کې د خامو موادو سوداګر خان محمد محمدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خامو سپینو زرو یوه برخه د افغانستان له کانونو ترلاسه کوي، خو ډېره برخه یې له ګاونډیو هېوادونو واردېږي. د هغه په وینا، وروستیو پېښو د خامو موادو د انتقال او سوداګرۍ بهیر ټکنی کړی دی.

په کندهار کې د سپینو زرو زرګر شاه محمد هم وايي، پخوا یې د کورنیو او بهرنیو پېرونکو لپاره ګاڼې جوړولې او د پاکستان له لارې یې بهرنیو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د لېږلو امکان درلود.

هغه وايي، «له پخوانۍ لارې د مال لېږد یوڅه ارزانه تمامېده، خو اوس د بدیلو لارو کارول د انتقال لګښتونه لوړوي».

د سوداګرو په وینا، د لارو ستونزې په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د کورنیو پېرونکو د پېرلو توان هم کم شوی دی.

د خامو موادو د بیو تغییر او د پېرېدونکو د کمښت اغېز پر سوداګرو یو شان نه دی. ځینې د وارداتو د لګښتونو له ډېرېدو سره مخ دي، ځینې د عمده پېرونکو د نشتوالي له امله د خرڅلاو کموالی ویني او ځینې نور بیا له بهرنیو بازارونو سره د اړیکو د محدودیتونو یادونه کوي.

100%
په کندهار کې د سپینو زرو زرګر شاه محمد هم وايي، پخوا یې د کورنیو او بهرنیو پېرونکو لپاره ګاڼې جوړولې او د پاکستان له لارې یې بهرنیو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د لېږلو امکان درلود.

په مزارشریف او کابل کې هم بازار کمزوری شوی

د کابل په شهرنو کې د «زینت بانو» په نوم د سپینو زرو د ګاڼو په یوه کارځای کې حفیظه حیدري هڅه کوي چې د بازار له ستونزو سره سره خپل کاروبار روان وساتي.

حیدري پخوا د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه. خو د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته، شاوخوا درې کاله وړاندې یې د زرګرۍ هنر ته مخه کړه.

اوس هغه له شپږو نورو ښځو سره د سپینو زرو ګاڼې جوړوي؛ ګوتمۍ، لاس‌بندونه، د ګاڼو سیټونه او هغه زیورات چې له طبیعي ډبرو سره یوځای ډیزاین کېږي.

هغې د خپل کارځای له لارې نورو ښځو ته هم د کار او د یوه نوي هنر د زده کړې فرصت برابر کړی دی.

د هغې په وینا، په کارځای کې ورسره داسې نجونې هم کار کوي چې د ښوونځي تر لسم ټولګي یا د پوهنتون تر درېیم سمستر پورې یې زده کړې کړې وې، خو پر زده کړو د طالبانو له بندیزونو وروسته اوس غواړي د زرګرۍ هنر زده کړي او له همدې لارې د خپل ژوند لپاره د عاید سرچینه پیدا کړي.

خو د دې کوچني کارځای د دوام لپاره یوازې مهارت کافي نه دی. حیدري وايي، کمه پانګه، د خامو موادو لوړې بیې، د لارو بندښت، د اړینو وسایلو نشتوالی او د بازارموندنې محدود فرصتونه یې د کار د پراختیا مخه نیسي.

هغې د زرګرۍ هنر له خپل پلاره زده کړی، خو اوس یې د اقتصادي اړتیاوو او د کارموندلو د محدودو فرصتونو له امله دې مسلک ته مخه کړې ده.

حیدري وايي، پخوا به خام سپین زر له پاکستان نه په یوڅه ارزانه بیه ترلاسه کېدل، خو د لارو د ستونزو له امله اوس د موادو د برابرولو لګښتونه لوړ شوي دي. په ورته وخت کې د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو د ګاڼو د پېرلو توان هم کم کړی دی.

حیدري غواړي خپل کاروبار پراخ کړي، نورو ښځو ته روزنه ورکړي او د لاسي ګاڼو لپاره نوي پېرونکي پیدا کړي. د هغې محصولات د انلاین پلور له لارې هم بازار ته وړاندې کېږي، خو د کار د پراختیا لپاره لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.

100%
مېرمن حیدري غواړي خپل کاروبار پراخ کړي، نورو ښځو ته روزنه ورکړي او د لاسي ګاڼو لپاره نوي پېرونکي پیدا کړي.

د افغانستان په شمال کې هم د سپینو زرو ځینې زرګران د بازار د کمزورۍ خبره کوي.

په مزارشریف کې علي جواد، چې له ۱۵ کلونو راهیسې د سپینو زرو په کاروبار بوخت دی، وايي، پخوا یې بازار ښه و، پېرونکي ډېر وو او انلاین پلور یې هم درلود. خو د هغه په وینا، په وروستیو څو میاشتو کې بازار پیکه شوی دی.

په کابل کې د سپینو زرو هټۍوال احمد منیب د دې صنعت نورې ستونزې یادوي.

د هغه په وینا، د خامو سپینو زرو د بیو پرله‌پسې تغییر، د عصري وسایلو کمښت، له نړیوالو بازارونو سره محدودې اړیکې او د صادراتو پر وړاندې قانوني ستونزې د زرګرۍ د صنعت د ودې مخه نیسي.

منیب وايي، د بازار د پراختیا لپاره باید د ګاڼو ډیزاینونه نوي شي او تولیدوونکو ته د صادراتو زمینه برابره شي.

د هغه په اند، د سپینو زرو د صنعت د ودې لپاره د خامو موادو منظمې عرضې، د تولید وسایلو، د بازارموندنې وړتیا او له بهرنیو پېرونکو سره سوداګریزو اړیکو ته اړتیا ده.

ارزانه خام مواد، خو ګرانې جوړې شوې ګاڼې

د افغانستان د زرګرانو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د خالصو سپینو زرو د یوه ګرام بیه شاوخوا له ۱۳۲ تر ۱۳۳ افغانیو پورې ده. خو د جوړو شویو او ډیزاین شویو ګاڼو بیه تر دې ډېره لوړه وي او د عیار، ډیزاین، کیفیت او د جوړولو د مزدورۍ له مخې توپیر کوي.

د اتحادیې د مسوولانو په وینا، د ډیزاین شويو سپینو زرو د یوه ګرام بیه په ځینو مواردو کې له ۱۷۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانیو پورې رسېږي. دا بیې د محصول د ډول او د جوړولو د کار له مخې بدلېږي.

په دې صنعت کې د خام فلز بیه د وروستي محصول د بیې یوازې یوه برخه ده. د ګاڼې ډیزاین، لاسي کار، د جوړولو وخت، د کارګر مهارت او د محصول د پلور بازار ټول د هغې پر وروستۍ بیه اغېز لري.

100%
د ډیزاین شويو سپینو زرو د یوه ګرام بیه په ځینو مواردو کې له ۱۷۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانیو پورې رسېږي.

ځینې زرګران د سپینو زرو له موادو څخه د سرو زرو د ګاڼو د ډیزاین او جوړولو په بهیر کې هم کار اخلي. د دوی په وینا، سپین زر کله ناکله د طرحې د لومړني جوړښت لپاره کارول کېږي، څو د وروستي محصول بڼه او جوړښت مشخص شي.

په افغانستان کې د دغه فلز ګاڼې د ښځو د سینګار، دودیزو جامو او د بېلابېلو سیمه‌ییزو فرهنګي دودونو برخه جوړوي.

غاړکۍ، ګوتمۍ، بنګړي، لاس‌بندونه او نور زیورات په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي ډیزاینونه او هنري بڼې لري.

د زرګرانو او هنرپوهانو په وینا، د سپینو زرو د صنعت کمزوري کېدل د هغو مهارتونو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کولای شي چې له یوه نسل څخه بل ته انتقالېږي.

د افغانستان د زرګرانو د اتحادیې رییس احمدبشیر احسان زاده وايي، چې د سرو او سپینو زرو صنعت د هېواد د اقتصادي شتمنۍ یوه برخه ده او د دې صنعت د پیاوړتیا لپاره ملاتړ ته اړتیا ده.

د هغه په وینا، هر څومره چې د زرګرۍ صنعت په خپلو پښو ودرېږي، همغومره به د هېواد د شتمنۍ د ساتنې او د کورني تولید د پراختیا زمینه برابره شي.

د اتحادیې مسوولان هم د ګاونډیو هېوادونو له لارې د سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو، د ترانسپورټي لګښتونو د لوړېدو او د خامو موادو د انتقال د محدودیتونو یادونه کوي. د دوی په وینا، د کورنۍ تقاضا کمېدو هم د سپینو زرو بازار بې خونده کړی دی.

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱
100%

د مکسیکو «سین امبارګو» رسنۍ راپور ورکړی، چې د سي اې ای دوه اجنټان، ریچارډ لیټر جانسټن او جان ډډلي بلېک، چې د اپرېل پر ۱۹مه په چیواوا ایالت کې د امنیتي عملیاتو پر مهال وژل شوي، پخوا یې په افغانستان کې هم د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې پوځي ماموریتونه ترسره کړي وو.

د راپور له مخې، ریچارډ جانسټن په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د پوځ د ۲۵مې پلي فرقې افسر و او د «فریډم سنټینل» عملیاتو په ترڅ کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مشري کوله. هغه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې هم ونډه لرله او د امریکايي ځواکونو د پوځي سلاکار په توګه یې دنده ترسره کوله.
راپور وايي، جانسټن وروسته د امریکا ځانګړو ځواکونو یا «ګرین بېرېټ» ته شامل شو او د ځانګړو عملیاتو، هوايي بریدونو، چتربازۍ او سمندري جګړه‌ییزو ماموریتونو روزنې یې ترلاسه کړې. نوموړي وروسته په اسیا او نورو سیمو کې د امریکا د امنیتي او استخباراتي ماموریتونو برخه هم و.
بل وژل شوی امریکايي اجنټ، جان ډډلي بلېک، د امریکا د سمندري ځواکونو غړی و او په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو په ماموریتونو کې برخه اخیستې وه. د راپور له مخې، نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو په یوه رسمي ویډیو کې په افغانستان کې د خپلې دندې او تجربو په اړه خبرې کړې وې.
د سین امبارګو د راپور له مخې، دواړه کسان وروسته له خپلو پوځي دندو د امریکا له استخباراتي او امنیتي بنسټونو سره یوځای شول او په مکسیکو کې یې په پټو امنیتي عملیاتو کې ګډون وکړ.
د مکسیکو د فدرالي لویې څارنوالۍ د څېړنو له مخې، جانسټن او بلېک د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د چیواوا ایالت له امنیتي چارواکو سره په اړیکه کې وو او څو ځله یې دغه ایالت ته سفرونه کړي وو.
څارنوالۍ ادعا کړې چې دواړه امریکایان یوازې د روزونکو په توګه نه، بلکې د عملیاتو د فعالو غړو په توګه هم حضور درلود. د شاهدانو د څرګندونو له مخې، هغوی وسلې لېږدولې، د عملیاتو پر مهال یې ځانګړي پوځي تجهیزات کارول او د هدفي عملیاتو په همغږۍ کې یې برخه اخیسته.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې د مکسیکو امنیتي ځواکونو د چیواوا ایالت په «اېل پینال» سیمه کې د مصنوعي نشه‌يي توکو د پټو لابراتوارونو پر ضد عملیات کول.
خو د اپرېل په ۱۹مه، د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، هغه موټر چې دواړه امریکايي اجنټان او دوه مکسیکويي امنیتي چارواکي پکې سپاره وو، یوې درې ته ولوېد او اور یې واخیست. په پېښه کې ټول سپاره کسان ووژل شول.
راپور وايي، د دغو دوو امریکايي اجنټانو مړینې یو ځل بیا د افغانستان د جګړې هغه پخواني امریکايي پوځیان د پام وړ ګرځولي چې د افغانستان له ماموریتونو وروسته د امریکا له استخباراتي او امنیتي ادارو سره یوځای شوي او په نورو نړیوالو عملیاتو کې یې فعالیت ته دوام ورکړی دی.

په افغانستان کې ۱۲،۳ میلیونه کلیوال نږدې بازار ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۱ GMT+۱
100%

د «افغانستان د کلیوالو بازارونو فرصت» په نوم یوه تازه څېړنه ښيي چې د هېواد له ۲۵،۴ میلیونه کلیوالو اوسېدونکو څخه ۱۲،۳ میلیونه یې د سړک له لارې نږدې بازار ته په رسېدو کې تر یوه ساعت ډېر وخت ته اړتیا لري.

د «ډېټا فار افغانستان» ادارې په یوه تازه څېړنه کې په ټول هېواد کې د ۹۶ نویو کلیوالو بازارونو د جوړولو احتمالي ځایونه پېژندلي، چې د راپور له مخې، په جوړېدو سره به یې ۶،۶ میلیونه کلیوال بازارونو ته په یوه ساعت کې لاسرسی ومومي او نږدې ۹۰۰ زره تولیدوونکې کورنۍ به اقتصادي ګټه ترې واخلي.

د «افغانستان د کلیوالو بازارونو فرصت» په نوم د دې څېړنې له مخې، د افغانستان له ۲۵،۴ میلیونه کلیوالو اوسېدونکو څخه ۱۲،۳ میلیونه کسان اوس هم نږدې بازار ته د سړک له لارې په رسېدو کې تر یوه ساعت ډېر وخت لګوي. دا وضعیت د کرنیزو محصولاتو پر پلور، د خلکو پر عاید او بازارونو ته پر لاسرسي اغېز کوي.

راپور وايي، د نویو بازارونو لپاره وړاندیز شوي ۹۶ ځایونه د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دي او ډېری یې د ولسوالیو په مرکزونو او فعالو بازارګوټو کې موقعیت لري. د څېړنې له مخې، د دغو بازارونو احتمالي کلنی سوداګریز ارزښت ۲۰۸ میلیونه ډالره اټکل شوی، خو د بېلابېلو شرایطو له مخې دا رقم له ۱۰۴ میلیونو تر ۳۱۲ میلیونو ډالرو پورې بدلېدای شي.

د راپور د اټکل له مخې، د دغو بازارونو جوړېدل به ۶۵۴۶ مستقیم او ۱۰ زره او ۴۷۴ غیرمستقیم کاري فرصتونه هم رامنځته کړي؛ هغه فرصتونه چې په کلیوالو سیمو کې د کارموندنې او سوداګرۍ د محدودیتونو په کمولو کې مرسته کولی شي.

ننګرهار، غزني، هلمند، هرات، کندوز او تخار هغه ولایتونه بلل شوي چې د نویو بازارونو له جوړېدو څخه د لوړې اقتصادي ګټې د ترلاسه کولو احتمال پکې شته. راپور وايي، په دغو ولایتونو کې د کرنیزو فعالیتونو او کلیوالي نفوس د پراخوالي له امله د بازارونو احتمالي کلنی اقتصادي ارزښت په هر ولایت کې تر ۱۱ میلیونه ډالرو زیات اټکل شوی دی.

د څېړنې له مخې، کرنیز محصولات، مېوې، سبزیجات، د مالدارۍ محصولات او محلي تولیدات به د دغو بازارونو مهم توکي وي؛ خو د زېرمتونونو او سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د ساتنې پر وړاندې جدي خنډ دی.

راپور زیاتوي چې په ۱۷ ولایتونو کې د مېوو، سبزیجاتو او نورو ژر خرابېدونکو محصولاتو د ساتنې لپاره سړو خونو ته اړتیا ده. د څېړنې په باور، د سړو خونو او زېرمتونونو جوړول به د محصولاتو ضایعات راکم او د بزګرانو عاید لوړ کړي.

خو راپور ټینګار کوي چې دغه ۹۶ ځایونه وروستۍ سپارښتنې نه دي، بلکې د لومړنیو معلوماتو او ارزونو پر بنسټ ټاکل شوي دي. د هر بازار له جوړولو مخکې باید د امنیتي وضعیت، د ځمکې د شتون، د ځايي خلکو د رضایت، د سوداګرو د لېوالتیا او د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په اړه نورې ساحوي ارزونې هم ترسره شي.

د څېړنې پایله دا ده چې د کلیوالو بازارونو پراختیا کولی شي میلیونونه افغانان بازارونو ته نږدې کړي، د سلګونو زرو کورنیو عاید لوړ کړي او په کلیوالو سیمو کې د سوداګرۍ او کارموندنې نوي فرصتونه رامنځته کړي.

راپور : د طالبانو او پاکستان شخړه د نیابتي جګړې پر لور روانه ده

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د پاکستان له لوري د «پرانیستې جګړې» تر اعلان وروسته سخته شوه، لا هم دوام لري. راپورونه ښيي چې دواړه لوري په زیاتېدونکي ډول پر نیابتي وسله‌والو ډلو تکیه کوي او دې وضعیت د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې راپارولي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.

راپور لیکي ، چې د شنبې ورځې په وروستیو نښتو کې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې د افغان ځواکونو یو پوځي مرکز له منځه وړی او یو شمېر افغان سرتېري یې وژلي دي. خو د طالبانو تر واک لاندې سیمه‌ییزو چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې په نښته کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د بحران نړیوالې ډلې شنونکي ابراهیم بهیس نیویارک ټایمز ته ویلي، د شخړې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دواړه خواوې نیابتي ډلو ته مخه کوي. د هغه په وینا، پر طالبانو تور دی چې د پاکستان ضد وسله‌وال نه مهاروي او په ورته وخت کې پاکستان د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د اړیکو پراخولو لېوالتیا ښيي.

راپور وايي، طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه ادعا وکړه چې ۲۸ وسله‌وال یې وژلي او ۳۲ نور یې نیولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو. پاکستان دا ادعاوې رد کړې او بې‌اساسه یې بللې دي.

د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي. سرچینې وایي، په دغو لیدنو کې د احتمالي ملاتړ موضوع هم مطرح شوې ده.

روانې شخړه د دواړو هېوادونو پر ملکي وګړو هم دروند اغېز کړی دی. راپور وايي، د جګړې له پراخېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لور ته، د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو له امله تر ۷۳۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور په وینا ،د سولې او ډیپلوماسۍ وروستۍ هڅې هم بې‌پایلې پاتې شوې دي. چین د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو پرمختګ پکې ونه شو.

همدارنګه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان د امنیت په اړه د لسو هېوادونو غونډه د افغان او پاکستاني استازو د اختلافونو له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده.

پاکستان د شخړې اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) فعالیتونه بولي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه غړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. طالبان بیا دا تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پر ضد د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوي.

سره له دې چې دواړه لوري په ښکاره د خبرو اترو ملاتړ کوي، پاکستان ټینګار لري چې تر هغو به له طالبانو سره مذاکرات ونه کړي، څو هغوی د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د فعالیتونو مخه نه وي نیولې.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پوځي فشارونو او نیابتي جګړې پراخېدل ښايي شخړه لا اوږده او پېچلې کړي او تر ټولو ستر زیان به یې بیا هم ملکي وګړو ته ورسېږي.