طالبانو د رېل پټلۍ له لارې ترکیې ته د ۶۰۰ ټنه پنبې د صادرولو خبر ور کړی

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د خواف ـ هرات رېل پټلۍ له لارې یې د ایران د رېل پټلۍ شبکې په مرسته له هرات څخه ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره کړې ده.

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د خواف ـ هرات رېل پټلۍ له لارې یې د ایران د رېل پټلۍ شبکې په مرسته له هرات څخه ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره کړې ده.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۳۰مه وویل، چې ترکیې ته د افغان پنبې جوپه د افغانستان او د سمیې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټی اړیکو د پراختیا په چوکاټ کې لېږدول شوې ده.
طالبانو ترکیې ته د افغان پنبې د یادې جوپې په اړه نور جزېیات نه دي ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د افغانستان له مهمو ترانزیټي مسیرونو څخه ده، چې له ایران سره د افغانستان د نښلولو تر څنګ، د سیمې د رېل پټلیو د شبکې له لارې نورو هېوادونو ته هم د سودا ګریزو توکو د انتقالاتو زمینه برابروي.
د طالبانو د ټولګتو چارو وزارت ویلي، چې د ریل پټلیو پراختیا د توکو د لېږد د لګښتونو او وخت په کمولو، د صادراتو په زیاتوالي او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د پېښور د اندر شیر بازار په تنګو کوڅو کې هغه ګڼه ګوڼه چې پخوا یې افغان سوداګر، عمده پېرونکي او د ګاڼو مینهوال راکښل، اوس د ډېرو زرګرانو په وینا، کمه شوې ده. د افغانانو په وتلو سره په پېښور کې د سپینو زرو بازار سوړ شوی او د کلونو سوداګریزې اړیکې یې هم زیانمنې شوې دي.
هغه افغانان چې پخوا به یې له پېښوره سپین زر په عمده او پرچون ډول اخیستل او افغانستان او نورو هېوادونو ته یې لېږدول ، اوس ډېر کم لیدل کېږي. د پېښور د زرګرانو په وینا، د افغان کډوالو د اخراج او لارو بندیدو له امله یې کاروبار په بېساري ډول کمزوری شوی دی.
سلیمان شینواری، چې د اندر شیر بازار زرګر دی، د دې تغییر اغېز په خپل ورځني کاروبار کې احساسوي.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « پخوا ډېری افغانانو په عمده او پرچون ډول سپین زر اخیستل، خو د افغانانو له ستنېدو وروسته زموږ کاروبار نږدې ۸۰ سلنه کم شوی دی».
هغه وايي، افغانان د ده د هټۍ تر ټولو مهم پېرېدونکي وو. ځینو به سپین زر په عمده توګه اخیستل او افغانستان ته به یې لېږدول؛ ځینو به نورو هېوادونو ته صادرول او ځینو نورو به په پېښور کې له ده څخه مال اخیست، څو پر نورو زرګرانو او هټیوالو یې وپلوري.
د شینواري په څېر د پېښور ځینې زرګران دزرګرۍ د بازارونو په وصل کې د افغانانو اغیزناک رول یادوي، چې ددوی په وینا، «اوس خورا کمزوری شوی دی».
د سپینو زرو سوداګري سړه شوې
په پېښور کې د صدر بازار زرګر جانباز هم د کاروبار د کمېدو خبره کوي.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، ېچې پخوا یې د ورځې له ۱۵۰ زرو تر ۲۵۰ زرو پاکستانۍ کلدارو پورې خرڅلاو درلود، خو اوس، سره له دې چې د ودونو موسم دی، په ټوله اونۍ کې هم د ۱۰۰ زره کلدارو په ارزښت مال نه شي پلورلی.
ځینې افغانان د جانباز شلن کلن مشتریان وو او مال یې اخیست، بېرته به راتلل او د کاروبار یوه دوامداره اړیکه یې ورسره ساتله.
اوس، د هغه په وینا، د پېرونکو له کمېدو سره د بازار فعالیتونه ساړه شوي او د پېښور پر نورو کاروبارونو یې هم فشار راوړی دی.
د سپینو زرو په کاروبار کې د خامو موادو له پېرلو نیولې، د ګاڼو تر جوړولو، عمده پلور، پرچون خرڅلاو او نورو بازارونو ته تر لېږد پورې، ګڼ کسان له دې بهیره عاید ترلاسه کوي. کله چې پېرونکي کم شي، اغېز یې د کاروبار د همدې کړۍ پر نورو غړو هم وي.
د سپینو زرو د کاروبار ستونزې یوازې په پېښور پورې محدودې نه دي. په افغانستان کې هم یو شمېر سوداګر او زرګران وايي چې د خامو موادو د انتقال ستونزو، د لارو بندښت او د پېرونکو د کمېدو له امله یې بازار کمزوری شوی دی.
په هرات کې د خامو موادو سوداګر خان محمد محمدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خامو سپینو زرو یوه برخه د افغانستان له کانونو ترلاسه کوي، خو ډېره برخه یې له ګاونډیو هېوادونو واردېږي. د هغه په وینا، وروستیو پېښو د خامو موادو د انتقال او سوداګرۍ بهیر ټکنی کړی دی.
په کندهار کې د سپینو زرو زرګر شاه محمد هم وايي، پخوا یې د کورنیو او بهرنیو پېرونکو لپاره ګاڼې جوړولې او د پاکستان له لارې یې بهرنیو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د لېږلو امکان درلود.
هغه وايي، «له پخوانۍ لارې د مال لېږد یوڅه ارزانه تمامېده، خو اوس د بدیلو لارو کارول د انتقال لګښتونه لوړوي».
د سوداګرو په وینا، د لارو ستونزې په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د کورنیو پېرونکو د پېرلو توان هم کم شوی دی.
د خامو موادو د بیو تغییر او د پېرېدونکو د کمښت اغېز پر سوداګرو یو شان نه دی. ځینې د وارداتو د لګښتونو له ډېرېدو سره مخ دي، ځینې د عمده پېرونکو د نشتوالي له امله د خرڅلاو کموالی ویني او ځینې نور بیا له بهرنیو بازارونو سره د اړیکو د محدودیتونو یادونه کوي.
په مزارشریف او کابل کې هم بازار کمزوری شوی
د کابل په شهرنو کې د «زینت بانو» په نوم د سپینو زرو د ګاڼو په یوه کارځای کې حفیظه حیدري هڅه کوي چې د بازار له ستونزو سره سره خپل کاروبار روان وساتي.
حیدري پخوا د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه. خو د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو وروسته، شاوخوا درې کاله وړاندې یې د زرګرۍ هنر ته مخه کړه.
اوس هغه له شپږو نورو ښځو سره د سپینو زرو ګاڼې جوړوي؛ ګوتمۍ، لاسبندونه، د ګاڼو سیټونه او هغه زیورات چې له طبیعي ډبرو سره یوځای ډیزاین کېږي.
هغې د خپل کارځای له لارې نورو ښځو ته هم د کار او د یوه نوي هنر د زده کړې فرصت برابر کړی دی.
د هغې په وینا، په کارځای کې ورسره داسې نجونې هم کار کوي چې د ښوونځي تر لسم ټولګي یا د پوهنتون تر درېیم سمستر پورې یې زده کړې کړې وې، خو پر زده کړو د طالبانو له بندیزونو وروسته اوس غواړي د زرګرۍ هنر زده کړي او له همدې لارې د خپل ژوند لپاره د عاید سرچینه پیدا کړي.
خو د دې کوچني کارځای د دوام لپاره یوازې مهارت کافي نه دی. حیدري وايي، کمه پانګه، د خامو موادو لوړې بیې، د لارو بندښت، د اړینو وسایلو نشتوالی او د بازارموندنې محدود فرصتونه یې د کار د پراختیا مخه نیسي.
هغې د زرګرۍ هنر له خپل پلاره زده کړی، خو اوس یې د اقتصادي اړتیاوو او د کارموندلو د محدودو فرصتونو له امله دې مسلک ته مخه کړې ده.
حیدري وايي، پخوا به خام سپین زر له پاکستان نه په یوڅه ارزانه بیه ترلاسه کېدل، خو د لارو د ستونزو له امله اوس د موادو د برابرولو لګښتونه لوړ شوي دي. په ورته وخت کې د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو د ګاڼو د پېرلو توان هم کم کړی دی.
حیدري غواړي خپل کاروبار پراخ کړي، نورو ښځو ته روزنه ورکړي او د لاسي ګاڼو لپاره نوي پېرونکي پیدا کړي. د هغې محصولات د انلاین پلور له لارې هم بازار ته وړاندې کېږي، خو د کار د پراختیا لپاره لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.
د افغانستان په شمال کې هم د سپینو زرو ځینې زرګران د بازار د کمزورۍ خبره کوي.
په مزارشریف کې علي جواد، چې له ۱۵ کلونو راهیسې د سپینو زرو په کاروبار بوخت دی، وايي، پخوا یې بازار ښه و، پېرونکي ډېر وو او انلاین پلور یې هم درلود. خو د هغه په وینا، په وروستیو څو میاشتو کې بازار پیکه شوی دی.
په کابل کې د سپینو زرو هټۍوال احمد منیب د دې صنعت نورې ستونزې یادوي.
د هغه په وینا، د خامو سپینو زرو د بیو پرلهپسې تغییر، د عصري وسایلو کمښت، له نړیوالو بازارونو سره محدودې اړیکې او د صادراتو پر وړاندې قانوني ستونزې د زرګرۍ د صنعت د ودې مخه نیسي.
منیب وايي، د بازار د پراختیا لپاره باید د ګاڼو ډیزاینونه نوي شي او تولیدوونکو ته د صادراتو زمینه برابره شي.
د هغه په اند، د سپینو زرو د صنعت د ودې لپاره د خامو موادو منظمې عرضې، د تولید وسایلو، د بازارموندنې وړتیا او له بهرنیو پېرونکو سره سوداګریزو اړیکو ته اړتیا ده.
ارزانه خام مواد، خو ګرانې جوړې شوې ګاڼې
د افغانستان د زرګرانو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د خالصو سپینو زرو د یوه ګرام بیه شاوخوا له ۱۳۲ تر ۱۳۳ افغانیو پورې ده. خو د جوړو شویو او ډیزاین شویو ګاڼو بیه تر دې ډېره لوړه وي او د عیار، ډیزاین، کیفیت او د جوړولو د مزدورۍ له مخې توپیر کوي.
د اتحادیې د مسوولانو په وینا، د ډیزاین شويو سپینو زرو د یوه ګرام بیه په ځینو مواردو کې له ۱۷۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانیو پورې رسېږي. دا بیې د محصول د ډول او د جوړولو د کار له مخې بدلېږي.
په دې صنعت کې د خام فلز بیه د وروستي محصول د بیې یوازې یوه برخه ده. د ګاڼې ډیزاین، لاسي کار، د جوړولو وخت، د کارګر مهارت او د محصول د پلور بازار ټول د هغې پر وروستۍ بیه اغېز لري.
ځینې زرګران د سپینو زرو له موادو څخه د سرو زرو د ګاڼو د ډیزاین او جوړولو په بهیر کې هم کار اخلي. د دوی په وینا، سپین زر کله ناکله د طرحې د لومړني جوړښت لپاره کارول کېږي، څو د وروستي محصول بڼه او جوړښت مشخص شي.
په افغانستان کې د دغه فلز ګاڼې د ښځو د سینګار، دودیزو جامو او د بېلابېلو سیمهییزو فرهنګي دودونو برخه جوړوي.
غاړکۍ، ګوتمۍ، بنګړي، لاسبندونه او نور زیورات په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي ډیزاینونه او هنري بڼې لري.
د زرګرانو او هنرپوهانو په وینا، د سپینو زرو د صنعت کمزوري کېدل د هغو مهارتونو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کولای شي چې له یوه نسل څخه بل ته انتقالېږي.
د افغانستان د زرګرانو د اتحادیې رییس احمدبشیر احسان زاده وايي، چې د سرو او سپینو زرو صنعت د هېواد د اقتصادي شتمنۍ یوه برخه ده او د دې صنعت د پیاوړتیا لپاره ملاتړ ته اړتیا ده.
د هغه په وینا، هر څومره چې د زرګرۍ صنعت په خپلو پښو ودرېږي، همغومره به د هېواد د شتمنۍ د ساتنې او د کورني تولید د پراختیا زمینه برابره شي.
د اتحادیې مسوولان هم د ګاونډیو هېوادونو له لارې د سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو، د ترانسپورټي لګښتونو د لوړېدو او د خامو موادو د انتقال د محدودیتونو یادونه کوي. د دوی په وینا، د کورنۍ تقاضا کمېدو هم د سپینو زرو بازار بې خونده کړی دی.
د مکسیکو «سین امبارګو» رسنۍ راپور ورکړی، چې د سي اې ای دوه اجنټان، ریچارډ لیټر جانسټن او جان ډډلي بلېک، چې د اپرېل پر ۱۹مه په چیواوا ایالت کې د امنیتي عملیاتو پر مهال وژل شوي، پخوا یې په افغانستان کې هم د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې پوځي ماموریتونه ترسره کړي وو.
د راپور له مخې، ریچارډ جانسټن په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د پوځ د ۲۵مې پلي فرقې افسر و او د «فریډم سنټینل» عملیاتو په ترڅ کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مشري کوله. هغه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې هم ونډه لرله او د امریکايي ځواکونو د پوځي سلاکار په توګه یې دنده ترسره کوله.
راپور وايي، جانسټن وروسته د امریکا ځانګړو ځواکونو یا «ګرین بېرېټ» ته شامل شو او د ځانګړو عملیاتو، هوايي بریدونو، چتربازۍ او سمندري جګړهییزو ماموریتونو روزنې یې ترلاسه کړې. نوموړي وروسته په اسیا او نورو سیمو کې د امریکا د امنیتي او استخباراتي ماموریتونو برخه هم و.
بل وژل شوی امریکايي اجنټ، جان ډډلي بلېک، د امریکا د سمندري ځواکونو غړی و او په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو په ماموریتونو کې برخه اخیستې وه. د راپور له مخې، نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو په یوه رسمي ویډیو کې په افغانستان کې د خپلې دندې او تجربو په اړه خبرې کړې وې.
د سین امبارګو د راپور له مخې، دواړه کسان وروسته له خپلو پوځي دندو د امریکا له استخباراتي او امنیتي بنسټونو سره یوځای شول او په مکسیکو کې یې په پټو امنیتي عملیاتو کې ګډون وکړ.
د مکسیکو د فدرالي لویې څارنوالۍ د څېړنو له مخې، جانسټن او بلېک د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د چیواوا ایالت له امنیتي چارواکو سره په اړیکه کې وو او څو ځله یې دغه ایالت ته سفرونه کړي وو.
څارنوالۍ ادعا کړې چې دواړه امریکایان یوازې د روزونکو په توګه نه، بلکې د عملیاتو د فعالو غړو په توګه هم حضور درلود. د شاهدانو د څرګندونو له مخې، هغوی وسلې لېږدولې، د عملیاتو پر مهال یې ځانګړي پوځي تجهیزات کارول او د هدفي عملیاتو په همغږۍ کې یې برخه اخیسته.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې د مکسیکو امنیتي ځواکونو د چیواوا ایالت په «اېل پینال» سیمه کې د مصنوعي نشهيي توکو د پټو لابراتوارونو پر ضد عملیات کول.
خو د اپرېل په ۱۹مه، د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، هغه موټر چې دواړه امریکايي اجنټان او دوه مکسیکويي امنیتي چارواکي پکې سپاره وو، یوې درې ته ولوېد او اور یې واخیست. په پېښه کې ټول سپاره کسان ووژل شول.
راپور وايي، د دغو دوو امریکايي اجنټانو مړینې یو ځل بیا د افغانستان د جګړې هغه پخواني امریکايي پوځیان د پام وړ ګرځولي چې د افغانستان له ماموریتونو وروسته د امریکا له استخباراتي او امنیتي ادارو سره یوځای شوي او په نورو نړیوالو عملیاتو کې یې فعالیت ته دوام ورکړی دی.
د «افغانستان د کلیوالو بازارونو فرصت» په نوم یوه تازه څېړنه ښيي چې د هېواد له ۲۵،۴ میلیونه کلیوالو اوسېدونکو څخه ۱۲،۳ میلیونه یې د سړک له لارې نږدې بازار ته په رسېدو کې تر یوه ساعت ډېر وخت ته اړتیا لري.
د «ډېټا فار افغانستان» ادارې په یوه تازه څېړنه کې په ټول هېواد کې د ۹۶ نویو کلیوالو بازارونو د جوړولو احتمالي ځایونه پېژندلي، چې د راپور له مخې، په جوړېدو سره به یې ۶،۶ میلیونه کلیوال بازارونو ته په یوه ساعت کې لاسرسی ومومي او نږدې ۹۰۰ زره تولیدوونکې کورنۍ به اقتصادي ګټه ترې واخلي.
د «افغانستان د کلیوالو بازارونو فرصت» په نوم د دې څېړنې له مخې، د افغانستان له ۲۵،۴ میلیونه کلیوالو اوسېدونکو څخه ۱۲،۳ میلیونه کسان اوس هم نږدې بازار ته د سړک له لارې په رسېدو کې تر یوه ساعت ډېر وخت لګوي. دا وضعیت د کرنیزو محصولاتو پر پلور، د خلکو پر عاید او بازارونو ته پر لاسرسي اغېز کوي.
راپور وايي، د نویو بازارونو لپاره وړاندیز شوي ۹۶ ځایونه د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دي او ډېری یې د ولسوالیو په مرکزونو او فعالو بازارګوټو کې موقعیت لري. د څېړنې له مخې، د دغو بازارونو احتمالي کلنی سوداګریز ارزښت ۲۰۸ میلیونه ډالره اټکل شوی، خو د بېلابېلو شرایطو له مخې دا رقم له ۱۰۴ میلیونو تر ۳۱۲ میلیونو ډالرو پورې بدلېدای شي.
د راپور د اټکل له مخې، د دغو بازارونو جوړېدل به ۶۵۴۶ مستقیم او ۱۰ زره او ۴۷۴ غیرمستقیم کاري فرصتونه هم رامنځته کړي؛ هغه فرصتونه چې په کلیوالو سیمو کې د کارموندنې او سوداګرۍ د محدودیتونو په کمولو کې مرسته کولی شي.
ننګرهار، غزني، هلمند، هرات، کندوز او تخار هغه ولایتونه بلل شوي چې د نویو بازارونو له جوړېدو څخه د لوړې اقتصادي ګټې د ترلاسه کولو احتمال پکې شته. راپور وايي، په دغو ولایتونو کې د کرنیزو فعالیتونو او کلیوالي نفوس د پراخوالي له امله د بازارونو احتمالي کلنی اقتصادي ارزښت په هر ولایت کې تر ۱۱ میلیونه ډالرو زیات اټکل شوی دی.
د څېړنې له مخې، کرنیز محصولات، مېوې، سبزیجات، د مالدارۍ محصولات او محلي تولیدات به د دغو بازارونو مهم توکي وي؛ خو د زېرمتونونو او سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د ساتنې پر وړاندې جدي خنډ دی.
راپور زیاتوي چې په ۱۷ ولایتونو کې د مېوو، سبزیجاتو او نورو ژر خرابېدونکو محصولاتو د ساتنې لپاره سړو خونو ته اړتیا ده. د څېړنې په باور، د سړو خونو او زېرمتونونو جوړول به د محصولاتو ضایعات راکم او د بزګرانو عاید لوړ کړي.
خو راپور ټینګار کوي چې دغه ۹۶ ځایونه وروستۍ سپارښتنې نه دي، بلکې د لومړنیو معلوماتو او ارزونو پر بنسټ ټاکل شوي دي. د هر بازار له جوړولو مخکې باید د امنیتي وضعیت، د ځمکې د شتون، د ځايي خلکو د رضایت، د سوداګرو د لېوالتیا او د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په اړه نورې ساحوي ارزونې هم ترسره شي.
د څېړنې پایله دا ده چې د کلیوالو بازارونو پراختیا کولی شي میلیونونه افغانان بازارونو ته نږدې کړي، د سلګونو زرو کورنیو عاید لوړ کړي او په کلیوالو سیمو کې د سوداګرۍ او کارموندنې نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د پاکستان له لوري د «پرانیستې جګړې» تر اعلان وروسته سخته شوه، لا هم دوام لري. راپورونه ښيي چې دواړه لوري په زیاتېدونکي ډول پر نیابتي وسلهوالو ډلو تکیه کوي او دې وضعیت د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې راپارولي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده لرلې.
راپور لیکي ، چې د شنبې ورځې په وروستیو نښتو کې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې د افغان ځواکونو یو پوځي مرکز له منځه وړی او یو شمېر افغان سرتېري یې وژلي دي. خو د طالبانو تر واک لاندې سیمهییزو چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې په نښته کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د بحران نړیوالې ډلې شنونکي ابراهیم بهیس نیویارک ټایمز ته ویلي، د شخړې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دواړه خواوې نیابتي ډلو ته مخه کوي. د هغه په وینا، پر طالبانو تور دی چې د پاکستان ضد وسلهوال نه مهاروي او په ورته وخت کې پاکستان د طالبانو له مخالفو وسلهوالو ډلو سره د اړیکو پراخولو لېوالتیا ښيي.
راپور وايي، طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه ادعا وکړه چې ۲۸ وسلهوال یې وژلي او ۳۲ نور یې نیولي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو. پاکستان دا ادعاوې رد کړې او بېاساسه یې بللې دي.
د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي. سرچینې وایي، په دغو لیدنو کې د احتمالي ملاتړ موضوع هم مطرح شوې ده.
روانې شخړه د دواړو هېوادونو پر ملکي وګړو هم دروند اغېز کړی دی. راپور وايي، د جګړې له پراخېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل لور ته، د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار مرکز د معلوماتو له مخې، سږ کال په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو له امله تر ۷۳۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د راپور په وینا ،د سولې او ډیپلوماسۍ وروستۍ هڅې هم بېپایلې پاتې شوې دي. چین د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربه و، خو پرمختګ پکې ونه شو.
همدارنګه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان د امنیت په اړه د لسو هېوادونو غونډه د افغان او پاکستاني استازو د اختلافونو له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده.
پاکستان د شخړې اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) فعالیتونه بولي. اسلاماباد ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه غړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي. طالبان بیا دا تورونه په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پر ضد د هېڅ وسلهوالې ډلې ملاتړ نه کوي.
سره له دې چې دواړه لوري په ښکاره د خبرو اترو ملاتړ کوي، پاکستان ټینګار لري چې تر هغو به له طالبانو سره مذاکرات ونه کړي، څو هغوی د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو د فعالیتونو مخه نه وي نیولې.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د پوځي فشارونو او نیابتي جګړې پراخېدل ښايي شخړه لا اوږده او پېچلې کړي او تر ټولو ستر زیان به یې بیا هم ملکي وګړو ته ورسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې سخته ګرمي د امیندوارو ښځو او ماشومانو روغتیا ګواښي او د وخت مخکې زېږون احتمال ۲۶ سلنه زیاتوي. په افغانستان کې هم د یونیسف د راپور له مخې، له ۸،۸ میلیونو ډېر ماشومان له وچکالۍ، سېلابونو او تودوخې څپو په ګډون له څو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان، د هوا پېژندنې نړیوال سازمان، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۱مه، د سختې ګرمۍ له امله د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د روغتیايي خطرونو د څارنې لپاره نوی نړیوال چوکاټ پیل کړ. دغه چوکاټ له هېوادونو سره مرسته کوي چې د ګرمۍ روغتیايي اغېزې وڅاري، د خطرونو پر وړاندې چمتووالی پیاوړی کړي او پر وخت اقدامات وکړي.
د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱،۵ میلیارده ماشومان له هغو تودوخې څپو سره مخ دي چې تکرار، موده یا شدت یې زیات شوی دی. څېړنې ښيي چې د سختې ګرمۍ اغېزې د امیندوارۍ له پړاو څخه تر ماشومتوبه روغتیا ته زیان رسولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د چاپېریال، اقلیم بدلون، یوې روغتیا او کډوالۍ څانګې سرپرست مشر، بروس ګورډن، ویلي: «لکه څنګه چې زموږ نړۍ ورځ تر بلې تودېږي، روغتیا ته نوي خطرونه رامنځته کوي او زاړه کسان، امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان او کوچنیان له هغو ډلو څخه دي چې له دې خطرونو څخه د ځان ژغورلو لږ توان لري.»
هغه زیاته کړې، روغتیايي نظامونه داسې معلوماتو ته اړتیا لري چې د ګرمۍ د خطرونو په پېژندلو او د خلکو په ساتنه کې مرسته وکړي، او اقلیمي خطرونه په ورځنیو روغتیايي خدمتونو کې هم په پام کې ونیول شي.
د افغانستان په اړه د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اقلیمي خطرونو راپور ښيي چې د دغه هېواد له شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومانو څخه تر ۸،۸ میلیونو ډېر، یعنې ۴۱ سلنه، له لږ تر لږه درېیو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي. په دغو ګواښونو کې سخته ګرمي، د تودوخې څپې، وچکالي، سېلابونه او د شګو او دوړو توپانونه شامل دي.
د یونیسف په وینا، په افغانستان کې له ۵۰ سلنې ډېر ماشومان له اوږدو او ډېر تکرارېدونکو تودوخې څپو سره مخ دي. دغه خطرونه د خوړو او پاکو اوبو پر لاسرسي هم اغېز کوي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په نوي چوکاټ کې سپارښتنه کړې چې هېوادونه د سختې ګرمۍ پر مهال د وخت مخکې زېږون، مړو زېږونونو، د کم وزن ماشومانو، د امیندوارۍ پر مهال د لوړ فشار، د ماشومانو د مړینې او روغتیايي مرکزونو ته د مراجعې شمېر وڅاري. د ښوونځیو د زدهکوونکو حاضري هم د دې معلومولو لپاره مهمه ده چې ګرمي د ماشومانو پر ورځني ژوند څه اغېز کوي.
د سازمان د جنسي، تولیدي، میندو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا او زړښت څانګې مشرې، پاسکال الوټي ویلي: «ګرمي لا له وړاندې زموږ پر تر ټولو زیانمنونکو ډلو، په ګډون د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو، اغېز کوي. خو هغه څه چې روغتیايي نظامونه یې نه شمېري، پر وړاندې یې اقدام هم نه شي کولای.»
د راپور له مخې، د روغتیايي معلوماتو او د هوا د تودوخې د کچې یوځای څارنه کولی شي له چارواکو سره مرسته وکړي چې د ګرمۍ پر مهال غیرعادي بدلونونه وپېژني، روغتیايي مرکزونه د مراجعینو د زیاتېدو لپاره چمتو کړي، امیندوارو ښځو او کورنیو ته خبرداری ورکړي او تر ټولو زیانمنې ټولنې په نښه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د خپلو شرایطو له مخې د ګرمۍ د روغتیايي خطرونو د مدیریت پلانونه جوړ او پلي کړي، د وختي خبرداریو سیستمونه پیاوړي کړي او د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو د ساتنې لپاره پر وخت اقدامات وکړي.